موږ به کوم اسلام منو؟

عبدالباري جهاني

55

که خبره د شیعه او سني وي. موږ سنیان یو او د شیعه ملا خبره نه منو. سُني ملایان شیعه ګانو ته کافران وايی او شیعه ملایان ټول سنیان کافران او د دوږخ اهل بولي. خو که خبره د سني مذهبو عالمانو سي او هر یوه ته مقتدیان او پیروان ناست وي او هر عالم د هغي بلي طریقی پیروانو ته کافران او مشرکین وايی نو دلته زموږ څخه حتماً لاره ورکیږي. حتماً پر غلطه روانیږو او احتمال لري چي آخره خاتمه مو خرابه سي او لار مو پر دوږخ وربرابره سي. دا به د چا ګناه وي؟

دا هسي خبري نه دي بلکه یوه ورځ مي یوه ویډیو کتله. په هغي ویډیو کي مي څو تنه لوی ملایان، چي هر یوه ته په سل ګونو مقتدیان ناست ول. ټولو یوه خالق ته عقیده درلوده. ټولو پر قران شریف باندي ایمان درلود. ټولو کلمه طیبه او کلمه شهادة ویله او په زړه پوري خبره خو دا وه چي دا ټول مولوي صاحبان سنیان ول؛ خو یو بل یې کافران بلل. په دې کي هیڅ شک نسته چي دې ټولو مولویانو هر یوه د خپلي عقیدې د صحیح ثابتولو او د خپل مخالف د غلط ثابتولو او حتی تکفیرولو لپاره کتابي دلایل درلودل.

دلته د مولوي صاحبانو خبره نه ده. هغوی هر یوه ته به خپله لاره معلومه وه او له هر یوه سره به کتابي دلایل موجود وه؛ خبره د هغو مسلمانانو ده چي پر غیب یې ایمان راوړی دی؛ خو نه د خپلي عقیدې څخه د دفاع کولو لپاره کتابي دلایل لري او نه د مخالفی عقیدې د غلط ثابتولو لپاره کتابي ذخیره لري. په دې ډله کي زموږ اکثریت اوحتی ویلای سم چي په سلو کي تر پنځه نیوي زیات کسان راتللای سي. اوس نو که خبره داسي وي چي یو مولوي بل مولوي تش پر غلطه وبولي خو پروا نه لري. موږ به خپله عقیده را ټینګه کړو له نورو سره به کار نه لرو. اوکه خبره دونه درنده وي چي یو مولوي هغه بل مولوي کافر او مشرک وبولي نو دا خو ‌ډېره جدي خبره ده. موږ به څه پوه سو چي موږ او زموږ پلرونه مشرکان دي؟ او که هغه بل مولوي او د هغه پلرونه او نیکونه؟

یو ملا، چي خپلو حاضرینو ته نصیحت کوي وايي: « له شیخ طیب نه واخله تر آخيري پنجپیري پوري ټول مشرکان، کافران، مرتدین او د الله له قدرت نه منکر دي. دا زما له طرف نه دا وشوه» بل مولوي وايي:

« په نن عصر کي چي لویه فتنه ده هغه د دین په جامه کي تبلیغیان دي. غټه فتنه چي د دین غټ بیخ ایستونکي دي تبلیغیان دي»

بل مولوی صاحب وايی« هر مقلد بدعتي دی. هر مقلد مبتدع دی ځکه تقلید بدعت دی. چا کي چي بدعت موجود وي هغه مبتدع دی. هر حنفي بدعتي دی او بعضي د شرک درجې ته رسېدلي دي»

زموږ د هیواد اکثریت سنی مذهبه خلک حنفیان دي او د طالبانوحکومت په هیواد کي له حنفي مذهبه پرته د بل هر مذهب لپاره تبلیغ منع کړی او د سزا مستوجب بللی دی. څه موده مخکي د همدغه طالبانو د حکومت یوه ډېر عالي رتبه مقام اعلان وکړ چي همدغه د دوی حکومت به موږ د قیامت په ورځ پر پل صراط تېروي. خو هفه بل مولوي صاحب وايی چي ټول حنفیان مشرکان دي؛ پر پل صراط باندي د تېرېدبو خبره خو لا پرېږده.

بل مولوي وايي: « وهابی خارجي دی. څوک چي د وهابیت پیروکار وي او د وهابیت متبع وي نو دغه انسان خارجي دی او څوک چي د وهابیت پیروکار وي نو دغه انسان به خارجي وي او دا علامه شامی رحمه الله فرمایلي دي چي متبعین د محمد ابن عبدالوهاب نجدی چي مسمی دي په وهابیانو غیرمقلدینو باندي نو دا فرقه د خوارجو ده. نو هر وهابي چي کوم دی هغه خارجي دی»

بل مولوي صاحب وايي: « د کوم دین ابتدا چي له دې خبري کیږي چي څه چي خدای کوي او مخلوق هیڅ نه شي کولای. دا دین نه دی دا کفر دی»

په داسي حال کي چي موږ په امنت بالله کي پر دې خبري باندي ایمان راوړی دی چي خیر او شر دواړه د حق متعال له جانبه دي. په دې باره کي تر لس زیات أیتونه موجود دي چي انسان مجبور او د تقدیر تابع بولي او حتی ایمان او کفر دواړه د حق متعال په اراده پوري تړلی بولي. په هر صورت:

شهید مولوي منیر شاکر وايي: « څومره فتنی چي دي څومره جنګونه چي دي مُلا ستا له لاسه دي. یو مکتب فقهه وښیه چي د هغه په خلاف فتوا نه وي. منکرین حدیث کافر دي، پروېزیان کافر دي، برېلویان وايی چي دیوبندیان کافر دي. دیوبندیان وایی برېلویان مشرکان کافران دي. تبلیغیان وایی دا نور خلک د فرضو پرېښودونکي دي او ګمراه دی. مجاهدین وایی چي څوک د اقتدار لپاره جنګیږي او د قرآن لپاره نه اوچتیږي هغه واجب القتل دي. مُلا دا ټول فتور تا جوړ کړی دی. یو راته وښیه چي د هغه خلاف فتوا نه وي. آخر وکو څشي؟ کومي ډلي ته لاړ شو. دیوبند ته لاړ شو هغه کافران دي. برېلویان وایی دا کافر دي. چي برېلی کیږي بیا دیوبندیان وايی دا کافر دي. چي تبلیغی کېږم مجاهدین وايی دا د خره زامن دي. چي مجاهد کیږم ته وایی دا خارجي دی او حکومت دي وژني وايی دا دهشتګرد دی. لاړ چېرته شم؟ ځای راله وښیه ملا سوړه وښیه چي موږ ور ننوزو. ته ماله هغه ځای وښیه چي په هغه ځای کي ستا غشي نه اوریږي»

اوس نو که دا خبره زه وکړم او یا دا زما ادعا وي چي مُلا په اسلام کي د نفاق اصلي عامل دی او همدغه نفاق دی چي د اسلام د ورځ په ورځ کمزوری او زوال عامل دی نو دا خبره خو څوک ځکه نه مني چي زه ملا نه یم او مُلایان خووارثین د انبیاوو دي. او د عوامو په اصطلاح مُلا د دین ستن ( پایه) ده.

اوکه چیري ملایان پخپله یو بل ته ګمراه او کافر وایی نو بیا په دې کي زموږ ګناه څشي ده؟ موږ به لږترلږه دا حقیقت هم نه وایو؟

موږ حنفیان یو. مګر یو لوی مولوي او عالم دین وايی چي حنفیان مقلدین دي. مقلدین مبتدعین دي او خبره یې شرک ته رسیږي. ما ته خپل ملا وايی چي حنفیت تر ټولو معتبر او ښه مذهب دی او هغه بل مولوي صاحب راته وايی چي دا مذهب نه یوازي پر غلطه دی بلکه خبره یې ان شرک او کفر ته رسیږي.اوس به زه څه کوم؟

خبره خو هلته خرابه سي چي، د شیعه په شمول، دا ټول ملایان د خپلو تبلیغاتو په سلسله کي پر منبرونو باندي د قرآن شریف په آیة مبارک تمسک کوي او ټول وايی چي « واعتصموابحبل الله جمیعاً و لا تفرقوا» ټول د حق متعال رسۍ ونیسي او مه بې اتفاقه کیږی. دا خبره چاته کوي؟ دا ټول لوی مولویان او مذهبي رهبران د یوه بل د مذهب پر ضد تبلیغ کوي. یوه بل ته کافر وایی اوبیا د اتفاق نارې هم وهي. دا پخپله ګمراهي نه ده؟ او یا په لوی لاس د خدای د بنده ګانو ګمراه کول نه دي؟

د اسلام په دین کي دا بېلي بېلي لاري چا منځته راوړي دي چي یوه بل ته کافر وايی؟ قرآن شریف خو یو کتاب دی. دوی ټول پر همدغه یوه کتاب باندي د ایمان راوړلو ادعا کوي او بالآخره یوه بل ته مشرک او کافر وايي؟

په مسلمانانو کي داسي فرقه نسته چي پر قرآن شریف دي بشپړ ایمان ونه لري او یا دي لږ ترلږه پر دغه مقدس کتاب باندي د بشپړ ایمان درلودلو ادعا ونه کړي. دلته نو ښکاره خبره ده چي علت د قرآن شریف په بې شمېره تفسیرونو، تعبیرونو او تأویلونو کي دی. ملایان هر یو د خپلو تفسیرونو او یا هغو تفسیرونو د صحت اووثوق په باره کي چي دوی ورته معتقد دي خپل دلایل لري. د هغوی د استدلالونو رد او تأیید د عادي خلکو او حتی لوستو خلکو تر وس تېر دی. نو خلک به څه کوي؟ او که ګمراه سي او پر غلطه لاره روان سي د دې مسوولیت به د چا په غاړه وي؟ طبیعي خبره ده چي ټول مسوولیت بیرته ملایانو او مولویانو ته راجع کیږي.

زما دوست مولوي محمدعباس( البته دا هم مستعار نوم دی) د مسلمانانو تر منځ د مذهبي اختلافاتو او د مسلمانانو ترمنځ د جګړو او تلفاتو په باره کي یې د «جمهوریت که ملایی حکومت» په نوم یو کتاب لیکلی دی چي چاپېدلو ته یې ځکه تراوسه زړه نه دی ښه کړی چي حتماً به یې ځیني ملایان د کفر فتوا صادره کړي او حتی سر، مال او اولاد ته به یې خطر متوجه کړي؛ خو ماته یې اجازه راکړې ده چي له متن څخه یې استفاده وکړم. په دې کتاب کي، د مسلمانانو تر منځ د خونړیو نښتو اویوه بل ته د زیانونو اړولو،تباه کولو او یوه بل د وژلو او قتل عامولو د دومره زیاتو غم لړلو پیښو په باره کي یادونه سوې ده چي سړی باور نه سي کولای چي یو وخت به داسی پیښی هم منځته راغلي وي. زما دوست د خپل کتاب په ۵۲ او ۵۳ مخ کي د یاقوت حموي د کتاب « معجم البلدان» د دریم ټوک د ۱۱۷م مخ په حواله، تهران ته نیژدې د ری په ښار کي د تباهیو او قتلونو په باب، د یاقوت حموي د سترګو لیدلی حال داسي بیانوي:

« داسي برابره شوه چي د هجرت په شپږ سوه اووه لس ۶۱۷ هـ ق زه د « ری» په ښار کي تېر شوم. په داسي حال کي چي د ترکمنسان په نیژدو کي مو د چنګېزیانو له لاسه ماته خوړلی وه. دا ښار مي تازه خراب شوی ولیدی چي لا یې دېوالونه ولاړ، منبرونه یې پاته او د ښایست نقاشی یې لا پر خپل حال پاته وې. نو د دې ښار له یوه هوښیار سړي څخه مي د دې تازه خرابیو په هکله پوښتنه وکړه. ما ویل چي چنګیز خو لا تراوسه دې ښار ته نه دی رارسېدلی د دې خرابیو وجه څه ده.

هغه راته وویل: « د دې خرابیو سبب ډېر کمزوری دلیل درلود. لیکن چي الله تعالی کوم کار وغواړي هغه کوي. د دې ښار اوسېدونکي درې مذهبي ډلي وې. اول شافعیان چي د دې ښار لږکي ول. دویم حنفیان چي تر شافعیانو ډېر ول. دریم شیعه چي تر ټولو ډېر ول. اول د شیعه او سني ترمنځ تعصبي جګړه وشوه. شافعیان او حنفیان پر هغوی غالب شول او د دوس ترمنځ جګړو دوام وکړ ان تر دې حده چي د شیعه ګانو داسي څوک یې ژوندی نه دی پرې ایښي چي و پېژندل شي. چي کله یې شیعه ختم کړل نود شافعیانو او حنفیانو ترمنځ تعصبي جګړه پیل شوه. په دې کي شافعیان پر حنفیانو غالب شول او په هغه وخت کي شیعه او حنفي پاته نه شو، پرته له هغه چا چي خپل مذهب یې پټ کړی وو»

زما دوست مولوي محمدعباس د خپل کتاب په ۵۵م او ۵۶م مخ کي د طالبانو له خوا، له حنفي مذهبه پرته پر نورو ټولو سني مذهبونو باندي د بندیز لګولو په ارتباط لیکي: « که تاسو پخپله پر یوه هر اړخیز اسلامي نظام اتفاق نه شی کولای نو موږ ستاسو په کوم یوه پسي ولاړ شو؟ چي په هر یوه پسي لاړ شو هغه بل راته وایې کافر شوې. تاسو تر اوسه پوری خپله حق نه دی پیدا کړی بل ته به یې څرنګه بلنه ورکوی؟ تاسي د خپل منځي اختلافاتو او جګړو په وجه هیڅکله هم هیواد ودانولای نه شی او نه هم اولس ته سوکالي راوستلای شی. ځکه ستاسو دغه فکر او تګلاره په کتابونو کي ستاسو استادانو درته ځای پر ځای کړې ده چي هیڅ کله د قدرت په وخت کي نه یو بل زغملای شی او نه هغوی ته حقوق ورکول د خپل ځان لپاره روا ګڼی. په افغانستان کي د نظام پر سر د ملایانو جګړې نوي نه دي. ملایانو د افغانستان کوم نظام په اتفاقي ډول اسلامي نظام بللی دی؟ دغه مذهبي کرکه ستاسي د یوې ډلي کار نه دی. هره ډله مو دغه مذهبي کرکه لري. که شیعه دی که سنی دی، که حنفی دی که سلفی دی که صوفی دی»

د څلورو مذهبونو پیروان، چي په خپلو منځونو کي هم سره مخالف دي او د طالبانو حکومت خو پخپله اصولنامه کي لیکلي دي چي که څوک له حنفي مذهبه څخه بل مذهب ته واوښت نو دوه کاله به بندي کیږي، په یوه سلا د اهل حدیث سره دښمني لري. البته پخپله اهل حدیث هم پر څو ډلووېشل سوي دي چي هره یوه یې له بلي ‌ډلي سره مخالفه ده. سلفیان، وهابیان، پنجپیریان، اهل حدیث او نوري ډلي هره یوه بلي ته ګمرا ه وايی او یوازي خپله ډله د جنت مستحقه او پر حقه لاره بولي. زما دوست مولوي محمدعباس د خپل کتاب په ۲۲۷ مخ کي د شیخ حمدالله جان الداجوي د البصایر د کتاب او د تفسیر ساوي د دریم جلد د ۹۰یم مخ په حواله د اهل حدیث په باره کي د نوموړي مولوي او تفسیر ساوي قول را اخیستی دی:

« له څلورو مذهبونو پرته د یل چا مذهب منل نه دي روا؛ که څه هم چي د صحابه وو د وینا اود صحیح حدیث او قرآن سره موافق وي. له څلورمذهبه وتلی ګمراه او ګمراه کوونکی شخص دی، بلکه ډېر ځله دا کار سړی کفر ته رسوي؛ ځکه د فرآن او حدیث ظاهري معنا را اخیستل د کفري اصولو برخه ده»

زما دوست مولوي محمد عباس پر دې موضوع باندي له اوږده بحث او متونو له راوړلو څخه وروسته د خپل کتاب په ۲۲۹ او ۲۳۰ مخونو کي د څلورو سني مذهبونو د پیروانو په باره کي د اهل حدیث د یوه لوی مشر ابن تیمیه او د مولوي عبدالقاهر اثري ویناوي راوړي دي. سلفي شیخ الاسلام ابن تیمیه وايی بدعتیان یا د څلورو مذاهبو پیروان جنت ته نه سي تللای او بوازي هغه څوک جنت ته ځي چي یا اهل حدیث او یا سلفي وي.

او مولوي عبدالقاهر اثري خو وايی چي له اهل حدیثو سره مینه د ښه سړیتوب معیار دی او له هغوی سره بغض او دښمني کول د بدعتیانو نښه ده. خو شیخ امین الله پشاوري صاحب یو قدم مخته ځي اووايي څوک چي په اهل حدیثو بد ګماني کوي هغه زندیق دی.

زما دوست مولوي محمدعباس د خپل کتاب په ۲۳۱ مخ کي د شیخ محمد بن عبدالوهاب د مسایل الجاهلیة د کتاب د ۸م مخ په حواله لیکي« د مشرکانو دین څو اصول لري. تر ټولو غټ اصل یې تقلید دی. تقلید په ټولو کافرانو کي له اوله تر آخره دود او دستور دی»

د همدغه کتاب په ۲۳۲ مخ کي د شیخ الاسلام این تیمیه له قوله راغلي دي: « څوک چي د یوه ټاکلي مشخص امام تقلید واجب ګڼي هغه دي توبه وباسي.که یې توبه وایسته خو ښه خبره ده او که نه نو ودي وژل سي»

په همدغه مخ کي د درالمختار د مولف شیخ علا‌ءالدین حصکفي له قوله ویل سوي دي چي پر هغه چا دي د رېګو په شمېر د رب لعنت وي چي د امام ابوحنیفه ویناوي ردوي.

په دی باره کي، د سني مسلمانانو تر منځ پر یوه بل باندي د کفر حکمونه او د یوه بل د وژلو د حکم فتواګاني دومره ډیري دي چي تر شمېر وتلي دي.

په دې ټولو احکاموکي د فتاوای دارالعلوم دیوبند د څلورم جلد د ۱۷۵م مخ هغه فتوا ډېره غولوونکی او ګمراه کونکې ده چي د د اهل سنة و الجماعة د څلورو مذهبونو په باره کي یې صادره کړې ده او وايی: « څلور واړه امامان په خپل مذهب کي پر حق دي او د هغوی اختلاف د « اختلاف امتي رحمة» ( یعني زما د امت تر منځ اختلاف رحمت دی) له قبیلې څخه دی. په دې وجه د هر مذهب پیرو ته په کار دي چي خپل مذهب صواب، محتمل د خطا وګڼي او د بل امام مذهب خطا، محتمل د صواب وبولي»

دا فتوا دومره غولوونکې او ګمراه کوونکې ده چي هیڅ لار نه ورته جوړیږي. په لومړۍ جمله کي راته وايی چي څلور واړه مذهبونه پر حق دي. خو په دوهمه جمله کي سمدستي راته وايي چي د هر مذهب پیرو باید خپل مذهب صواب، محتمل د خطا وبولي( پر حق خو له سهوی او خطا خالي نه) او نور درې واړه مذهبونه خطا، محتمل د صواب ( پر ناحقه، خو احتمال لري چي ښه خبره هم پکښي وي)

اوس نو، په داسي حال کي چي د افغانستان په سلو کي درې تنه په دې نه پوهیږي چي ولي یې حنفي مذهب انتخاب کړی دی نو هغه به څرنګه دا صلاحیت ولري چي نور درې مذهبونه خطا او خپل مذهب پر حق یا صواب وبولي؟ د افغانستان تقریباً ټولو سُني وګړو ځکه حنفیت انتخاب کړی دی چي پلرونه یې حنفیان ول. که هغوی ته د مالکیت، یا شافعي یا حنبلي مذهب تبلیغ وسي دوی به څه پوه سي چي دا کوم مذهب دی؟ نوکله چي یو سړی د مذاهبو په توپیر نه پوهیږي له هغه سره به دا قضاوت له کومه سي چي کوم مذهب ښه او کوم مذهب ښه نه دی؟

موږ به د موسیقۍ په باره کي، چۍ طالبانو لویه غوغا ورباندي جوړه کړې او ځیني یې د ټولو لویوګناهونو سرچینه بولي، د اسلام د دوو لویو علمبردارانو فتواوي را واخلو او بیا به له ملایانو څخه پوښتنه وکړو چي که دومره لوی عالمان یوه بل ته کافر ووایی موږ عادي خلک به څرنګه قضاوت کوو؟

شاه عبدالعزیز محدث دهلوي، چي حنفي مذهبه وو، د فتاوای عزیزي په ۲۱۴–۲۱۵ مخونو کي حکم کوي چي هر څوک موسیقۍ حلاله بولي هغه کافر دی.

په مقابل کي ابوحامد الغزالي الطوسي، چي شافعی مذهبه وو، موسیقي د روح غذا بولي او وايي چي د موسیقۍ آوازونه په زړه کي پټ رازونه او مرغلري راباسي.

او د ابوحامد الغزالي ورور مجدالدین الطوسي محمد الغزالي وايی د موسیقۍ د تحریم په باره کي په قرآن شریف کي هیڅ حکم نسته او کوم عمل چی تحریم سوی نه وي هغه روا دی او هرڅوک چي موسیقي حرامه بولي هغه کا فردی. A History of Muslim Philosophy p1128

اهل حدیث ټول مقلدین یا د څلورو مذهبونو پیروان ګمراه او کافران بولي اوحنفیان ټول هغه کسان مشرکین اوکافران بولي چي امام ابوحنیفه ته سپکاوی وکړي.

اوس نو که یې داسي فرض کړو چي د نړۍ د مسلمانانو واکمني د یوه خاص مذهب یا لاري پیروانو ته ورسیږي او هغه د نورو کسانو او خپلو مخالفینو د وژلو حق او واک واخلي. په نړۍ کي به څو فیصده مسلمانان ژوندي پاته سي؟ په دې کي هیڅ شک نسته چي د وژل سویو کسانو شمېر به تر ۵۰۰ میلیونه زیات وي او لا ښايی زر میلیونو ته ورسیږي. د دې دومره یې ګناه مسلمانانو، چي د مذهب په غوره کولو کي یې هیڅ اختیار نه دی درلودلی او یوازي د خپلو پلرونو پر لاره یې ګام ایښی دی، د وژل کېدلو او وینو تویولو مسوول به څوک وي؟ البته دا خیالي خبري مه بولی. مسلمانانو په خپل تاریخ کي د یوه بل دونه ویني تویی کړي دي چي نه عیسویانو د صلیبي جنګونو په وخت کي او نه یهودو په دې ۸۰ کالو کي دومره مسلمانان وژلي دي.

د دې ټولو مسلمانانو د قتلیدلو او نن ورځ د هغوی د بې اتفاقۍ او کمزورۍ اصلۍ مسوول څوک دی؟ طبیعي خبره ده چي دا ټول فساد له ملا څخه پېښ دی. قرآن شریف یو کتاب دی. او موږ ټولو مسلمانانو پر هغه باندي ایمان راوړی دی. موږ مسلمانان یو او موږ په دې عقیده یو چي یوازینی وسیله چي موږ جنت ته رسوي هغه پر همدغه مقدس کتاب باندي ایمان درلودل او په هغه عمل کول دي.

ستونزه له څه څخه پېښه سوې او منځته راغلی ده؟ ستونره هغو په زرهاوو کتابونو پېښه کړې ده چي په اسلام کي یې په لوی لاس په سل هاوو لاري منځته راوړي دي. دا کتابونه چي پر یوه بل باندي د کفر حکم کوي ملایانو لیکلي دي. په اسلام کي هیڅ عیب نسته. عیب او تاوان هغو کتابونو پېښ کړی دی چي له مسلمان څخه په لوی لاس کافر جوړوي.

زه له شیعه مذ‌‌هب او له سنیانوسره د هغوی ژور اختلاف سره کار نه لرم؛ ځکه چي هغه بیخي بېله لاره ده او هغه بېل بحث غواړي. زه وایم په سني یا اهل السنة و الجماعة کي دي څوک داسي لاره راوښيي چي د یوې بلي لاري پبرو ملا دي پر هغه باندي د شرک او کفر حکم جاري نه کړي او پیروان دي یې د مرګ د سزا لایق ونه بولي. دا د ګمراه او زندیق حکمونه چا را ایستلي دي. دا حکمونه یوازي پر دین باندي دوکاندارانو را ایستلي دي. کنه نو اسلام ډېر څرګند دین او د عاقبت نیکمرغۍ ته د رسېدلو ‌ډېره ساده او آسانه لاره ده.

د صحیح بخاری د کتاب الایمان لومړی حدیث، د عبدالله بن عمر رض په حواله، د حضرت رسول اکرم ص له قوله وايی چي د اسلام پنځه اصول دي:

۱: یو څوک باید شاهدي ورکړي چي پرته له الله ج به د هیڅ چا عبادت نه کوم:

۲: پنځه وخته لمونځ به کوي. ۳: زکات به ورکوي. ۴: حج به کوي او۵: روژه به نیسي.

د همدغه کتاب الایمان څلورم حدیث وايي:

له ابوموسی رض څخه روایت دی چي خینو کسانو له حضرت رسول اکرم ص څخه سوال وکړ چي څوک ښه مسلمان دی؟ هغه مبارک په جواب کي ورته وویل هغه څوک چي مسلمانان یې له ژبي او لاس څخه آزار ونه ویني.

د همدغه کتاب الایمان په پنځم حدیث کي راغلي دي:

د عبدالله بن عمر رض څخه روایت دی چي یوه سړي له حضرت رسول اکرم ص څخه پوښتنه وکړه چي په اسلام کي کومو کارونو ته ښه اعمال ویلای سو؟ حضرت رسول ص په جواب کي ورته وویل چي بې وزلو ته ډوډۍ ورکول او پېژاندو او ناپېژاندو کسانو ته سلام ویل.

د همدغه کتاب الایمان شپږم حدیث وايي:

له آنس رض څخه روایت دی چي حضرت رسول اکرم ص وویل په تاسي که به د یوه ایمان هم تر هغه وخته پوري بشپړ نه سي تر څو چي پر خپل مسلمان ورور باندي هغه څه پېرزو نه کړی چي پر خپل ځان یې پېرزو وي.

د صحیح مسلم د کتاب الایمان ۳۹م حدیث د حضرت عثمان بن عفان له قوله وايي: حضرت رسول اکرم ص وفرمایل چي هغه څوک به حتماً جنت ته ځي چي وايی الله یو دی او بل خدای نسته او پر دغه عقیده باندي مړ سي.

د همدغه کتاب ۴۱م حدیث د ابوهریره له قوله وايي چي حضرت رسول اکرم ص وویل زه شاهدي ورکوم چي که یو بنده له الله ج پرته بل خدای ته عقیده ونه لري او زما رسالت ومني هغه به حتماً جنت ته ځي.

د همدغه کتاب ۴۴م حدیث د عُباده بن صامت له قوله وایی چي حضرت رسول اکرم ص وویل هرهغه بنده چي پر دې باندي شاهدي ورکړي چي الله یو او لا شریک دی او محمدص د هغه بنده او رسول دی نو حق متعال به هغه دوږخ ته وانه چوي.

د احادیثو په ټولو کتابونو کي، په دغه ارتباط، د عباراتو په لږ تغییر، بې شماره احادیث راغلي دي او ټول وايی چي د هغه سړي په مسلماني او جنت ته په تللو کي هیڅ شک نسته چي الله ج یو بولي او د حضرت رسول اکرم ص پر رسالت باندي ایمان لري.

که ملایان د احادیثو په کتابونو کي دغه او دغه ته ورته راغلي احادیث مني بیا به نو څرنګه د یوه او یا بل مذهب او یوی یا بلي طریقې پیرو ته کافر او مشرک وايي؟ آیا په نړۍ کي به داسي مسلمان وي چي هغه د الله په وحدانیت کي شک ولري او یا د الله ج پر یووالي باندي ایمان ولري او د حضرت رسول اکرم ص رسالت ونه مني؟

د نړۍ ټول مسلمانان، که شیعه دی که سنی دی، د « اشهد ان لا اله الله و اشهد ان محمد عبده و رسوله» په کلمه شهادة کي سره شریک دي. او دا هم هر ملا او مولوي ته څرګنده ده چي پر مسلمان باندي د کافر او مشرک حکم کول پخپله کفر او شرک دی. بیا نو ملایان په کوم صلاحیت یوه بل ته او یا د یوې او بلي لاري پیرو ته کافر او مشرک وايي؟

زه یقین لرم چي ملایان اومولویان تر ما او زما په څېر نورو کسانو په دې مسایلو ښه پوهیږي. هغوی ته دغه احادیث او نور دغه ډول احکام تر ما بهتر معلوم دي. بیا نو ولي خپلو مسلمانانو وروڼو ته کافران او مشرکین وايی؟ د دوی دغه ناروا عمل فقط یو علت لري او هغه پر دین باندي دوکانداري ده. که ملایان د اسلام دین پر سلو لارو او طریقو باندي ونه ویشي او د هري لاري پیرو د نورو ټولو لارو پیروان مشرکین او ګمراهان ونه بولي بیا خو یې دوکانونه نه چلیږي.

اختلاف او تعصب د سیاست او دین د دوکاندارانو تر ټولو قېمتي متاع ده. سیاستمداران، د خلکو د رایو د ترلاسه کولو لپاره، پر خپلو سیاسي رقیبانو باندي له هیڅ ډول ظالمانه او ناروا تور لګولو څخه مخ نه اړوي. او رقیبان یې هم د هغه په حق کي له دغي حربې او وسلې څخه کار اخلي. که ټول سیاستمداران پر یوه لاره روان وي او یا پر یوه بل باندي تورونه ونه لګوي بیا خو رایی ترلاسه کولای نه سي او د ناروا عاید تر لاسه کولو لپاره اصلي حربه اووسیله له لاسه ورکوي.

ملایان هم د خپلو دوکانونو د چلولو او مقتدیانو د جلبولو لپاره د همدغي وسیلې څخه کار اخلي. دوی باید د یوه بل پر ضد کتابونه ولیکي، ویناوي وکړي، ګرېوانونه څیري کړي، یو بل په کفر او شرک تورن کړي، خپله لاره له نورو څخه بېله کړي او تر ټولو یې بهتره وبولي او په دې توګه خپل دوکان ته، چي د ده په نزد یې تر ټولو بهتره متاع پکښی ایښې ده، خلک او مشتریان ورجلب کړي.

عوام یا بېسواده وي او یا که سواد ولري په مذهبي مسایلو د پوهېدلو توان او صلاحیت نه لري او که یې د پوهېدلو توان او صلاحیت ولري بیا یې د لوستلو او پوهېدلو او په بېلو بېلو لارو کي د سمي لاری د پیدا کولو لپاره کافي وخت نه لري او مجبور وي چي د دین کار ملا ته پرېږدي. دا هغه څه دي چي ملا یې غواړي او دوی هم په عوامو کي همدغه نارې وهي چي دین د ملا کار دی او په نورو نه اړه لري او نه یې څوک د پوهېدلو او د سمي لاري د تشخیصولو توان او صلاحیت لري. او لا دا هم تبلیغوي چي د قرآن او حدیث څخه ظاهري معنا اخیستل سړی کفر ته رسوي.

په داسي حال کي چي د قرآن شریف د آل عمران د سورة شپږم آیة وايی چي په قرآن شریف کي دوه دوله آیات دي چي یو یې محکمات دي چي هغه د قرآن شریف جوهر یا اُم الکتاب دی او معناوي یې واضح او څرګندي دي. بل یې متشابهات دي چي معناوي یې پېچلي او مغلقي وي. نو هغه کسان چي په زړونو کي یې شک او منافقت وي هغوی په متشابهاتو پسي ځي او تأویلونه ورته جوړوي په داسي حال کي چي د هغوی په تأویل یوازي حق متعال پوهیږي او بنده ګانو لره یې علم نسته. او هغه کسان چي پر عقیده باندي ټینګ وي هغوی وايی موږ پر هغه څه باندي چي د حق متعال له خوا نازل سوي دي ایمان راوړی دی.

پاکستان له طالبانو څه غواړي؟

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320