د افغانستان د اسلامي اِمارت مشرانو ته څلورم پرانیستی لیک

عبدالباري جهاني

70

د افغانستان د اسلامي اِمارت مشرانو ته څلورم پرانیستی لیک

د اسلامي اِمارت محترمو مشرانو السلام علیکم.

ډېره موده کیږي چي ستاسی په عنوان مي پرانیستی لیک نه دی لېږلی. د دې خبري علت دا دی چي تاسي د خپل رژیم او د هغه د کړنو مخالفینو ته، چي زه هم له هغې جملې څخه یم، د دښمنانو په سترګه ګوری او د هغوی پر خبرو او پېشنهادونو باندي غوږ نه نیسی.

محترمو! تقریباً دېرش کاله مخکي مي د محترم مولوي وکیل احمد متوکل او د خپل مرحوم استاد پوهاند هاشمیان په مخکي ستاسي مشر ملامحمد عمر مجاهد ته وویل چي د افغانستان ټول خلک مسلمانان دي او د اسلامي نظام له عملي کېدلو سره هیڅ مخالفت نه لري خو د نظام په عملي کېدلو کي ستاسي د ملګرو له سلوک سره مخالفت لري او تاسي باور وکړی چي ما په کندهار، کابل او جلال آباد کي ستاسي څخه یو سړی هم راضي ونه لیدی. که دا وضعیت دوام وکړي نو لکه څرنګه چي خلک د مجاهدینو د ډلو ترمنځ جګړو تر پزي رسولي اوستاسي په قدرت راضي سول دغه راز به تاسي هم د خپلو خلکو د عام مخالفت په اثر له قدرته پرېوزی.

دا خبره مي تاسي ته څو څو ځله کړې او یو ځل بیا یې درته تکراروم چي په نړۍ کي هیڅ داسي نظام نسته او نه یې په تاریخ کي مثال سته چي د خپلو خلکو د عام مخالفت په مقابل کي ټینګ سوی او سقوط یې نه وي کړی. ستاسي ملګري یا بهتره ده ووایم د امربالمعروف مامورین په عام بازار کي خلک توهینوي او وهي او حتی ځواني ښځي په عام بازار کي وهي او پوري وهي، چي د انساني کرامت په خلاف کارونه او اعمال دي او خلک به ستاسي د دغه راز اعمالو په مقابل کي تر ابده پوري چوپ پاته نه سي.

تاسي په خپله د جزا په اصولنامه کي دا خبره لیکلې وه چي که څوک له حنفی مذهب څخه بل مذهب ته اوړي نو هغه ته به دوه کاله د بند سزا ورکوله کیږي. ما په هغه وخت کي هم ستاسي هغه عمل محکوم کړی او اوس یې هم نه یوازي ظالمانه بلکه غیر اسلامي بولم. ځکه چي څلور واړه سني مذهبونه پر حق بلل سوي دي او یو سني مسلمان په څلورو واړو مذهبونو کي د انتخاب حق لري. ستاسي د عالي تحصیلاتو وزیر څو ورځي مخکي اعلان وکړ چي هیڅ څوک دا حق نه لري چي له حنفي مذهبه پرته د بل مذهب لپاره تبلیغ وکړي. دا د ټولني د خپه کولو معنی لري اوتاسي د دې حکم شرعاً جواز نه لری. تاسي به په کوم حق د کونړ له پنجپیریانو څخه، چي ځانونه تر تاسي ټینګ مسلمانان بولي، د خپلي مذهبي طریقې لپاره د تبلیغ کولو حق سلب کړی؟

په افغانستان کي له شپږو څخه تر اوو میلیونو پوري شیعه وروڼه اوسيږي. لکه څرنګه چي سنیان د افغانستان قانوني اتباع دي او هیڅوک یې له دې حق څخه محرومولای نه سي، شیعه وروڼه د افغانستان د تابعیت په برخه کي له سنیانو سره مساوي حقوق لري.

ما د شیعه وروڼو د یوه محترم مذهبي مشر آیت الله شریفي د تیري جمعې د ورځي د لمانځه خطبه واورېدله. هغه ویل چي ستاسي د امر بالمعروف مقاماتو هغه ور بللی او د متعه یا موقتي نکاح د تړلو په ګناه یې تحقیقات ورڅخه کړي او په سوک یې وهلی او بګړۍ یې پر مځکه لویدلې ده. که څه هم چي هغه له خپلو ټولو پیروانو یا د لمانځه په خطبه کي له حاضرو کسانو څخه وغوښتل چي باید له صبر او زغم څخه کار واخلي او عکس العمل ونه ښيي؛ خو د شیعه مذهب د پیروانو د توند عکس العمل د نه ښودلو ضمانت هیڅوک نه سي کولای. دا وضعیت پر دغه حال نه پاتیږي. ستاسي سره د شیعه وروڼو مخالفت اوس په نفرت تبدیل سوی دی. د نفرت حس په انسان کي ورځ په ورځ زیاتیږي او له یوه څخه بل ته انتقالیږي او د شپږو څخه تر اوو میلیونو انسانانو پوري د دښمنۍ په مقابل کي تاسي نه بلکه تر تاسي ډېر لوی قدرتونه هم ټینګیدلای نه سي.

زه د سلګونو زرو او حتی میلیونونو پښتنو په نمایندګي او په بشپړ مسوولیت دا خبره کوم چي نه ټول پښتانه او نه ټول کندهاریان طالبان دي. پښتنو د هیواد په شمال اوجنوب کي په کلونو کلونو له غیر پښتنو او له خپلو شیعه وروڼو سره په سوله او ورور ګلوي کي ژوند کړی دی او چي تر څو پوري افغانستان موجود وي له ټولو سره به په سوله کي ژوند کوي. هر پښتون د پردیو د دسیسو ښکار نه دی.

افغانستان د قومونو ګلدسته ده. په دې هیواد کي که پښتنو ته د خپلو اوسېدلو تاریخ څرګند نه دی او زرګونو کلونو ته یې رسوي. تاجک، اوزبیک، ترکمن، پشه یان، ایماق او . . . هم په دې خاوره کي په قرنونو اوسېدلي دي اوله پښتنو سره، له هره پلوه، مساوي حقوق لري. په دغه راز یوه ټولنه کي، چي له دومره زیاتو قومونو څخه جوړه وي، د قدرت انحصار د هیڅ یوه قوم حق نه دی.

تاسي ټول قدرت پښتنو ملایانو او هغه هم زیاتره د جنوب لوېدیځي حوزې ملایانو ته سپارلی دی او په دې توګه مو د افغانستان نور قومونه او توکمونه له پښتنو او په تېره بیا د جنوب لوېدیځو ولایتونو پښتنو ته بدبین کړي دي. یوه پښتانه  لیکلي وه چي « که مرداره ده له کندهاره ده»  ستاسي د عالي تحصیلاتو له وزیر څخه مي، چي د ملا هبت الله په زوم والي افتخار کوي، واورېدل چي ویل یې زموږ چي هر ډول حکومت زړه وغواړي هغسي حکومت کوو. خو په یویشتمه پېړۍ کي د دونه زور اوجبر فرصت نسته.

په دې حساب تاسي نه یوازي شیعه وروڼه بلکه اکثریت پښتانه او نور شریف قومونه د ځانونو دښمنان کړي دي او د خپلو خیالي او ریښتونو مخالفینو په مقابل کي د تشدد او حتی وحشیانه اعمالو څخه د کار په اخیستلو سره خپلي د مرګ ورځي را نیژدې کوی.

ما هر وخت د طالبانو د رژیم له قهري سقوط سره مخالفت کړی دی او هغه هم ځکه چي د قهري سقوط په نتیجه کي داخلي جنګ پیل کیږي اوخدای مه کړه بیا به د لسهاوو او ښايي د سلهاوو زرو انسانانو د وژل کېدلو او تباهۍ سبب سي.

که تاسي د پښتنو او غیر پښتنو اقوامو د حقوقو غصبولو ته په دغه اوسني شکل دوام ورکړی د هیواد سیاسي قدرت یوازي پښتنو ملایانو ته خاص کړی او د عالی تحصیلاتو، معارف، کانو او صنایعو، مخابراتو او . . . مسلکي وزارتونه مو د غیر مسلکي او ناپوهو کسانو په لاسونو کي وي او له خپلو خلکو سره د دښمنانو او غلامانو په څېر سلوک ته دوام ورکړی نو دا یو ځل بیا درته وایم چي افغانستان د تباهۍ کندي ته رهبري کوی.

و ما علینا الالبلاغ.

د ویري سیاست Politics of Fear

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.