د کوز وطن ملتپالو!
دا لیکل لږ په غور ولولئ.
د باچا خان او خدایي خدمتګارو بنسټیزه دعوه او داعیه دا وه، چې وطن بلواک دی، او مونږ له انګرېزي استعماره خپلواکي اخلو. اوس وخت د انګرېز ځایناستی پاکستانی ریاست دی، د دوی له استعماره د خپلواکۍ خبره عوامي نېشنل ګوند کوي که د پښتون ژغورنې غورځنګ؟؟ څرګنده ده، چې پښتون ژغورنې غورځنګ دا داعیه پر مخ وړي؛ نو د خدایي خدمتګارو وارث PTM شو که ANP؟
شاید ځینې خلک دا پوښتنه وکړي، چې باچا خان او خدایي خدمتګارو خو پارلماني سیاست کولو نو منظور او پښتون ژغورنې غورځنګ خو پارلماني سیاست نه کوي، ولې؟ دا ځکه چې د هغه مهال سیاسي اوضاع او استعماري نوعیت د اوس وخت له استعمار سره توپیر لري، هغه مهال انګرېز استعمارګرو باچا خان ته د خپلواکۍ د داعیه سربېره دا اجازه ورکوله چې پارلماني سیاست وکړي، یعني د خدایي خدمتګارو لومړنۍ ارزښت(د استعمار خاتمه او خپلواکي) خوندي و او بیا یې پارلماني سیاست پېل کړ؛ مګر اوس داسې نه ده، پاکستانی استعمار تا ته د خپلواکۍ د داعیې په شتون کې د پارلماني سیاست اجازه نه درکوي، دوی هغه مهال د پارلماني سیاست اجازه درکوي، چې کله ته دا ومنې چې پاکستان او د هغه استعمار به تر ابده پر مونږ مسلط وي نو بیا درته دا حق درکول کېږي چې پارلماني سیاست وکړې. په دې حساب تر انګرېزه د پاکستان استعمار ژور دی.
پاکستان کې چې دا مهال څومره ملتپال پارلماني ګوندونه دي، هغوی ټولو دا منلې چې د پاکستان سالمیت ساتل(د استعمار تسلط) پر مونږ فرض دی.
پښتون ژغورنې غورځنګ دا نه مني، دوی د شکل له پلوه د خدایي خدمتګارو په څېر پارلماني سیاست نه کوي؛ خو د روح له پلوه د خدایي خدمتګارو په څېر د استعمار پر وړاندې د خپلواکۍ ملي مبارزه کوي.
https://af.dawatmedia24.com/?p=142553
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.