د منظور مبارزه د بدلیدو په حال کې

مرجان هڅاند

67
د لندن جرګې ته د منظور پښتین وینا د پخوا په پرتله خورا جدي، سخته او دردمنه وه. هغه خپله وینا د هغو ثبوتونو په یادولو پيل کړه چې د پښتنو پر غلامۍ دلالت کوي او د دې ملت ټولو ملي شهیدانو نومونه یې د یو قوي دلیل او شاهد په توګه وړاندې کړل. د پښتین اصلي پیغام دا و چې پښتنو ته په موجوده حالت کې هېڅ امن نشته او د دې ملت د ژوند، عزت او ارامتیا یوازینی حل ازادي ده. هغه وویل چې پښتنو ۸۰ کاله د امن د ژمنو دوکه وخوړه، خو نتیجه یې هېڅ ده.
پښتین په ښکاره اعلان وکړ چې پنجابي ریاست د پښتنو څرګند دښمن دی او ورسره کښېناستل یا جوړجاړی کول بې‌غیرتي ده. هغه ټینګار وکړ چې PTM به هېڅکله تسلیم نه شي او د فشارونو په وړاندې به شاتګ ونکړي. پنجابی یې «بې‌اصله» او «کم‌اصل» وباله او څرګنده یې کړه چې د افغانانو د زور په وړاندې پنجاب تل کمزوری پاتې شوی دی.
هغه پر افغانانو د پنجابي د ظلمونو او بریدونو یادونه وکړه او دا یې د تاریخ تر ټولو تریخ حقیقت وباله. پر افغانستان بمبار، نسل‌ووژنه، وېش او د لوی افغانستان د قبضې اوږدول د پنجابي پوځ اساسي هدفونه وښودل. پاکستاني پښتنو ته یې وویل چې د پنجابي د خوښۍ لپاره خپل ملت مه وېشئ، ځکه پنجابی د هر ډول پښتون که جنګیالی وي، که سیاستوال په یوه سترګه ګوري.
پښتین د پښتنو مشرانو ته خبرداری ورکړ چې دا وخت د خپل‌منځي انتقاد نه دی؛ وطن بربادېږي او ملت ډوبېږي، نو باید لاسونه سره ورکړل شي او د دې لوی ملت د ژغورنې لپاره ګډ ګام پورته شي. هغه د پنجابي ریاست ته په اخطار سره وویل چې که څه هم نن ستاسو د وحشت ورځ ده، خو سبا ورځ به د پښتنو سوک ستاسو پر خوله لګېږي، او پنجابی د همدې ورځې څخه وېرېږي چې پښتانه به حساب غوښتلو ته درېږي.
منظور پښتین د افغان کډوالو پر حالت هم دروند ټینګار وکړ او ویې ویل چې ملګري یې په پیغامونو کې ژاړي، ځکه د دوی وروڼه او د وینې شریکان په زور شړل کېږي او دوی د دفاع توان نه لري. هغه دا ټولو پیښو ته د ملت د قومي حافظې تلپاتې ټپونه وویل.
پښتین د PTM غړو او ځوانانو ته وویل چې جلسې او جرګې مهمې دي، خو بسنه نه کوي. باید نوي سخت اقدامات، نوي پلانونه او پر دښمن نوي ګذارونه ترسره شي. هغه اعلان وکړ چې د پاکستاني چارواکو د نړیوال شرمولو لپاره به هر ځای PTM حضور ولري او نړیوالو ته به د دوی ظلمونه څرګندوي. ځوانانو ته یې لارښوونه وکړه چې ټولنیزې رسنۍ د قوم د آزادۍ لپاره په مثبت او اغېزناک ډول وکاروي.
هغه د پنجاب د پروپیګنډو تګلارې هم بربنډې کړې او وې ویل چې پنجاب د زندان، مرګ او وېرې له لارې پښتانه ځوانان له PTM لرې کوي، او له بلې خوا د سیاسي تبلیغاتو او د پیسو او امتیازاتو په بدل کې د ځینو پښتنو د اخیستو هڅه کوي تر څو ملت ګمراه کړي.
په پای کې یې د خیبر جرګې پرېکړه تازه کړه او ټینګار یې وکړ چې دا پرېکړې به خامخا عملي کېږي. هدف یې روښانه بیان کړ: پنجابي پوځ به له پښتونخوا ایستل کېږي، که دا کار په دوه میاشتو نه کېږي، خو یقیناً به کېږي.
د منظور پښتین د وینا عمومي روحيه درد، قهر، د ازادۍ غوښتنه او د ملي احساس په تودو لمبو ډکه وه. هغه د جوړجاړي هېڅ اراده نه درلوده او د لر او بر افغانانو د یووالي او اتحاد غږ یې له نوې قوت سره پورته کړ، ترڅو د دې ملت خپل‌منځي اختلافات پای ته ورسېږي او د ګډ دښمن پر وړاندې د یوه واحد ملت په توګه ودرېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.