منظور پښتین او د پنجابی پوځ د تابو/ طلسم ماته! -څلورمه برخه 

سرلوڅ مرادزی 

79

د پنجابي پوځ په وړاندې له ډېر پخوا د بلوڅو ازادي پالو په مټ، وسلواله جګړه روانه ده. په دې جګړه کې: 

ــ بلوچ لیبریشن ارمې (BLA) 

ــ بلوچ ریپبلکن ارمې (BRA) 

ــ بلوچستان لیبریشن فرانټ(BLF) 

ګډون لري او په بېساري میړانه جنګېږي. 

دوی ځانونه «ازادي پال» او «ملتپال» بولي؛ پنجابي پوځ او دولت اشغالګر بولي. د دغو ډلو مشران لکه الله نظر بلوچ، براهمداغ بګټي، حبیب الله جالب او نور د پنجابي پوځ سره په وسلواله اوږده جګړه کې ښکېل پاتې شوي دي. 

خو په وروستیو کلونو کې د بلوڅو یو شمیر مدني او سیاسي فعالانو د PTM په څېر سوله یز حرکتونه پیل کړي او د پنجابي پوځ په وړاندې د بشري حقونو له دریځه غږ پورته کوي. د څو مهمو وطنپالو نومونه یې دا دی: 

ــ ماما قدیر بلوچ ( د ورکو او بې درکه کسانو لپاره مبارزه کوي)، چې د خپل زوی د ورکېدو وروسته یې په کوټه اواسلام باد کې  اوږدې احتجاجي مظاهرې وکړي. 

دی وايي« موږ خپل ورک کسان نه غواړو، موږ عدالت غواړو) 

ــ کریمه بلوچ چې د بلوڅ زده کوونکو د سازمان(BSO-Azad) مشره وه، د پنجابي پوځ د پرلپسې تعقیبونو له کبله ٍپه ۲۰۱۶ کال کاناډا ته کډواله شوه. هلته یې سیاسي پنا وغوښته، هغې په نړیوالو پلیټفورمونو وویل: 

« بلوچستان کې د پنجابي پوځ تر واکمنۍ لاندې ژوند د غلامۍ مترادف دی» 

د پوځ ضد دریځ سره، نوموړې په ۲۰۲۰ کال، په مشکوک ډول په کاناډا کې مړه وموندل شوه! 

ــ ډاکټر الله نظر بلوچ چې یو وخت د وسلوال مقاومت مشر وو، خو وروسته یې سیاسي ژبه غوره کړه. هغه وایې«د بلوچ مبارزه د بقا مبارزه ده» 

ــ مهناز بلوچ، سمي بلوچ، غزال بلوچ، ماهرنګ بلوچ او نورې فعالانې ښځې خو د بلوچستان د خپلواکۍ سیمبولونه دي. دوی د بې درکه کسانو د خوشې کېدو لپاره هره ورځ احتجاجونه کوي. ماهرنګ بلوچ چې د بلوچو د یووالې کميټې مشري پر غاړه لري، د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۲۲ مه، په کوټه کې د پولیسو لخوا ونېول شوه. د خندا وړ دا ده چې پر هغې د پوځ لخوا تور دی چې هغه ترهګرو سره لاس لري. نوموړې اوس د پاکستان په جهنمي زندان کې بندې ده! 

نوموړې په رسنیو کې بیا بیا ویلي، یوازې د کوزې پښتونخوا پښتانه افغانان نه دي، بلکې بلوچان هم افغانان دي! 

د دوی شعارونه اکثره د منظور پښتین د ویناوو سره ورته دي. 

« موږ د خپلو زامنو حساب غواړو، دا جرم نه دی!» 

خو پنجابی پوځ دا مدني غورځنګونه هم «د هند او بهرنیو قوتونو ملاتړي بولي!» 

د بلوچستان په ډېرو سیمو کې د پوځ عملیات، نېونې او بندیزونه دوام لري. پاکستاني رسنیو د بلوڅو د مدني مشرانو په ویناوو سخت بندیزونه لګولي. 

منظور پښتین او ماما قدیر بلوچ څو ځله یو بل ته د ملاتړ پیغامونه ورکړي دي. دواړه خوځښتونه د«سوله یز مدني مقاومت» او «بشري حقوقو» شعار ورکوي. دواړه د پوځ له سخت غبرګون سره مخ دي! 

د بلوچستان د خلکو غږ د منظور پښتین له غږ سره ورته دی، دواړه د پنجابي پوځ د ظلم، بې درکه کسانو او د پوځ د مطلق واک پر ضد ولاړ دي! 

بلخوا د روان عیسوي کال د اکتوبر په میاشت، په پاکستاني کشمیر کې د کشمیریانو او پنجابي پوځ ترمنځ لوی اخ و ډب تېر شو. په ځینو سیمو کې د پوځ او ولس ترمنځ فزیکي نښتې شوې چې په نتیجه کې ټپیان او حتی ځینې وژنې هم ثبت شوې دي. 

خلک وایې زموږ د سیمې د وسایلو او زیرمو ګټه دې موږ ته راورسېږي. حکومتي چارواکو پر دوی د انټرنېټ او مخابراتو محدودیتونه هم لګولي چې د اعتراضونو خپرېدل ورو او ټکني کړي. 

پوځ هڅه کوي چې وضعیت د کنټرول په حال کې وښۍ او په ورته وخت کې د اصلاحاتو ژمنه ورکوي، خو تر هغو چې خلک عملي بدلون ونه ویني، داسې ښکاري چې د ولس د نارضايتۍ غږ به لا پسې لوړ شي. 

پنجابی پوځ نه یوازې د افغانستان، هند، کشمیر او د سیمې د نورو هېوادونو لکه ایران سره په دایمي کړکېچ، شخړه او جګړه اخته دی، بلکې په کور دننه هم د بېلابېلو قومونو، مدني خوځښتونو او په حکومت کې د ملکي سیاستوالو سره په دښمنۍ او جګړه بوخت دي. که لوېدیځ، په منځني ختیځ کې اسراییل د هغې سیمې لپاره یو لوی سردرد هست کړی، په جنوبي اسیا او زموږ په ګاونډ کې، انګریز او امریکا، پنجابی پوځ لکه سرطان دانه راټوکولې ده! 

پاتې لري. 

د ۲۰۲۵ کالد نومبر ۹ مه 

سرلوڅ مرادزی 

منظور پښتین او د پنجابي پوځ د تابو/ طلسم ماته / ۳ 

Donate Here

Dawat in English

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.