د پاکستان د تحریک انصاف (PTI) مشر عمران خان، د ۲۰۱۸ کال په ټاکنو کې د پوځ د ملاتړ په مټ لومړی وزیر شو. هغه مهال پوځ او عمران خان تودې او ښې اړیکې درلودې. له ۲۰۲۱ کال وروسته، امریکې د سیمې لپاره د خپلو راتلونکو پلانونو په موخه پنجابی پوځ وهڅوه چې عمران خان له واکه لیرې کړي او د هغه د لیري کولو لپاره یې د پارلمان په مټ یوه ډرامه جوړه کړه.
د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې، کله چې عمران خان د ماسکو له سفره راستون شو، په پارلمان کې هغه ناقابله وګڼل شو، د پارلمان د اعتماد رایه یې له لاسه ورکړه او په ډېره بېړه له واکه وغورځول شو. د صدارت له چوکۍ د ایسته کېدو وروسته، نوموړي د پوځ پر ضد توندې څرګندونې پیل کړي. هغه په خپلو لومړیو څرګندونو کې دا هم وویل چې د ماسکو سفر سره په تړاو، د امریکي په دستور او د پوځ په مټ له واکه لیری کړای شو.
عمران خان د ۲۰۲۳ کال له اګست راهیسې د راولپنډۍ په ایډیاله زندان کې بندی دي.
د ده نور ملګري لکه عمر ایوب خان، یاسمین رشید، ډاکټر شیخ حلیم عادل او نور هم ده سره بندیان دي.
منظور پښتین او PTM چې د نقیب مسید د وژلو په تړاو د کراچۍ ښار د پولیسو د یو قومندان راوانور د محاکمې لپاره په ۲۰۱۸ کال مبارزه پیل کړه، هغه مهال د عمران خان حکومت وو او پوځ په پاکستان کې یو مقدس موجود وو چې په بده نوم اخیستل یې تابو وه!
عمرانخان چې کله په ۲۰۲۲ کال کې له صداراته لیری کړای شو، PTM د پنجابي پوځ تابو لا دمخه ماته کړې وه او د هغه مقدس بوت یې د اسلام اباد په کوڅو او سړکونو کې کش کړی وو.
کله چې پوځ، سره له دې چې عمران خان منتخب لومړی وزیر وو، له صدارتي دندې راوغورځاوه، تر دې وروسته یې خپله او تنظیم (PTI)، د پنجابي پوځ په غندلو خوله پرانیسته او د PTM له زړه او حالته خبر شو!
عمرانخان وايي: پوځ، ادارې او مربوط اشخاص ټول د فساد مافیا ( corrupt mafia) ده.
دی پوځ ته وایې: تاسو د خلکو سره جګړه نه شۍ ګټلای، تاسو ملت له منځه نه شۍ وړلای!
دی وایې: دا مافیا د هېواد د زیرمې د خپلو شخصي ګټو لپاره کاروي او کله چې د حساب وخت راشي، نو یو بل ته پنا ورکوي. ججان، د پولیسو افسران او بیوروکراتان د دې مافیا ملاتړ کوي، ځکه دوی د همداسې سیاسي مشرانو له لارې خپلې څوکۍ او امتیازات تر لاسه کړې دي.
ــ پوځ د مجرمانو ملاتړی دی.
ــ د پوځ پخواني مشر جنرال قمر باجوه د ملک تر ټولو لوی غدار دی، هغه د مافیا ملاتړ وکړ او ملکي حکومت یې راوپرځاوه!
ــ نواز شریف د «پیسو او واک مافیا»، سر تاج دی چې د پوځ مشران یې هم ځان سره شریک کړي.
ــ شهباز شریف ( اوسنی لومړی وزیر)، یو «چور اعظم» او د «مافیا منیجر» دی چې د فساد دوسیې یې د پوځ په ملاتړ بندې شوي.
ــ اصف علي زرداري د پاکستان د پیپل پارَټي (PPP) مشر، د «پاکستان تر ټولو هوښیار غل او د ملت د تباهۍ اصلي لامل دی»
د عمران دغې ویناوې کټ مټ هغه څرګندونو ته ورته دي چې د عمرانخان د حکومت په مهال او بیا وروسته او نن هم د منظور پښتین او PTM د نورو مشرانو او پلویانو لخوا د پنجابي پوځ په وړاندې نذرانه کېږي!
په خیبر پښتونخوا کې چې منظور پښتین يې په دې وروستیو کې مستعمره پښتونخوا بولي، د عمران خان د پارټۍ صوبایې حکومت دی. دا حکومت او PTI خو په ټوله کې د اسلام اباد د مرکزي حکومت تابع ده، خو د عمران له بند وروسته یې د یو شمیر غوښتنو په اړه د پښتونخوا د نورو ملتپالو او په تېره بیا د PTM د ځینو شعارونو او غوښتنو سره شریکه ژبه پیدا کړې. دوی ټول اوس په ګډه د پنجابي پوځ له دسیسو غږېږي.
«د ۱۹۷۳ کال د ایین له مخې د بریښنا د تولید خالصې ګټې، هغې صوبې له ور کول پکار وو چې بریښنا تولیدوي، خو دا نه عملي کېږي. همدارنګه په قانون کې د ۱۸ ترمیم له مخې د تعلیم نصاب او صحت د صوبو د محکمو دی، خو مرکز په ډاګه ورڅخه انکار کوي.» افراسیب خټک.
اوس پوځ غواړي صوبايې نور نیمګړي واکونه هم چې د پاکستان په ایین کې تسجیل دی، له صوبو وتروړي او پر هغو پوځ واکمن شي. که داسې وشي، دا به په حقیقت، پاکستان کې یو بل ډول مارشلایې واکمني شي!
د دې ډول مارشلا خطر اوس په جدي توګه موجود دی او ټول ګوندونه په تېره بیا په پښتونخوا کې ملي ګوندونه باید پرېنږدي چې پر صوبه یې مارشلایې حکومت وتپل شي.
د مستعمرې پښتونخوا نوی وزیراعلی، سهیل اپریدی اوس د ګنداپور پرځای د PTI لخوا ټاکل شوی.
دی پخپلو تازه څرګندونو کې وایې: د پنجاب پوځ زموږ د ایالت د خلکو مقدسات او روایات نه پېژني.
د پاکستان پوځ د قبایلو په جوماتونو کې سپیان تړل او خلکو ته به یې ویل چې د«سپیانو او ستاسو یو حیثیت دی.»
پوځ زموږ د ولسونوعزت تر پښو لاندې کړی، زموږ میندې او خویندې یې بې ستره کړی دي!
نوموړی زیاتوي: په پښتونخوا کې پوځ جګړه د ډالرو د ترلاسه کولو لپاره اوږدوي!
هغه په خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې د پاکستاني پوځ پر عملیاتو له نيوکې سره ویلي چې په عملیاتو کې ډېر ملکي وګړي وژلي او دوی په دې کار سره جنګي جرمونه کوي.
پاتې لري.
د ۲۰۲۵ کال د نومبر ۸ مه
سرلوڅ مرادزی
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.