منظور پښتین او د پنجابي پوځ د تابو/ طلسم ماته! /۲

سرلوڅ مرادزی 

83

دوهمه برخه 

د پنجابي پوځ څځه د ډار او وېرې خپسکه چې پر ټول پاکستان او په تېره بیا پر پښتونخوا خپره وه، د PTM او د دې غورځنګ د مشر منظور پښتین په پرلپسې نیوکو او ولسي لاریونونو والوځول شوه. د منظور پښتین، علي وزیر او د غورځنګ د نورو مشرانو او پلویانو ويښوونکو او پاڅوونکو شعارونو او ویناوو پر پنجابي پوځ د پاکستان ځمکه تنور کړه. 

دلته غواړم د دوی د څو غوښتنو او ویناوو یو لنډیز وړاندې کړم: 

ــ د جنګي جرمونو ستر جنایکار د پنجاب پوځ دی! 

ــ د پښتون نوم د ترهګرۍ له تورونو پاکول زموږ جهاد دی! 

ــ موږ د هر پښتون عزت او د هر انسان ژوند ته احترام غواړو! 

ــ د ترهګرۍ په ضد جګړه د اسلام اباد لخوا، زموږ پر خلکو تپل شوې! 

ــ که عدالت نه وي، امن هم درواغ دي! 

ــ پښتانه مجرم نه دي، خو د دوي سره د یو قام په حیث د مجرم چلند کېږي! 

ــ موږ د چا دښمنان نه یوو، موږ د ظلم دښمنان یوو! 

ــ موږ وسله نه لرو، زموږ وسله ریښتیا ده! 

ــ موږ جنګ نه غواړو، موږ انصاف غواړو! 

ــ هغه مور چې خپل زوی لټوي، د هغې درد تر هرې پالیسۍ لوړ دی! 

ــ هر انسان حق لري چې معلوم شي ولې نېول شوی او چیرته دی، دا زموږ سیاسي حق دی، جرم نه دی! 

ــ د مړو د موندلو پرځای، موږ د ژوندیو د حق غوښتنه کوو! 

ــ موږ د توپ او ټانګ پر وړاندې د قلم او غږ مبارزه کوو! 

ــ د ولس ځواک تر هرې اداري پیاوړی دی، که ریښتیا پرې ولاړ وي! 

ــ سوله یز مقاومت کمزوری نه، بلکې جرئت غواړي! 

ــ موږ له نفرت نه، بلکې د خپلو ټپونو له وجهې راولاړ شوي یوو! 

ــ موږ بدله نه، عدالت غواړو! 

ــ زموږ خاموشي په حقیقت کې د ظلم ملاتړ دی، نو موږ به غږ پورته کوو! 

د دې ترڅنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ، لوی کمال دا وو چې پښتون قوم يي په یوه لیکه کې ودراوه. پښتون قوم کې يي د تورو سپین، کیڼلوري اوښيلوري او لرو بر توپیر ایسته کړ او ټول يي هغه خطرونو ته چې پښتون ورسره د یوه قوم په توګه مخ دی، متوجه کړل. 

 

د منظور پښتین سره ټوپۍ د پښتون قوم او ټولو افغانانو پر سر د یووالي او پیوستون په سیمبول بدله شو! 

د پاکستاني رسنیو د چوپتیا او د سکوت توطیې سره سره، نړیوالو رسنیو د پښتون ژغورني غورځنګ ملي او انساني موخې خپرې کړې او د غورځنګ د مشرانو په تېره بیا د منظور پښتین، علي وزیر او نورو په وړاندې يي د اسلام اباد ګواښونو ته کلک غبرګون وښود او د داسې ګواښونو د پایلو په اړه يي د اسلام اباد د واکمنو غوږونه ورخلاص کړل! 

دې سره په تړاو، وزیرو قومي پریکړه وکړه، که د منظور پښتین او یا علي وزیر یو ویښته هم بې ځایه شي، یو پنجابی پوځي به هم دلته ژوندی پرېنږدي! 

بلخوا د غورځنګ په زړورو نیوکو او مټو، په کوزه پښتونخوا کې هغه ګونګي مشران په خبرو راغلل چې ISI او پوځیانو يي پر خولو مهرونه لګولي ول او یا دوی خپله ځانونو ته د وېرې تعویذونه تر بالښتونو لاندې ایښي ول. 

البته باید هېره نه شي، اسلام اباد هم کرار نه وو ناست. له ISI او پوځیانو نیولې د پنجابي  مزدورو ملایانو، امامانو، ګلخانانو او رسنیو پورې ټول په ګډه د پښتون غورځنګ په بدنامۍ او سبوتاژ لګیا شول. 

په دې تخریب کې د پښتنو په نوم ځیني ګلخانان هم ورګډ شول. په سوات کې ملا ګل نصیب، د سپین خان په نوم ګلخان، حسن خان ګلخان چې وروسته په لوبه ورګډ شو اوعایشه ګلالۍ چې ځان په وزیر قوم ورګډوي او نور نور. ګلالۍ خو لا دا هم ویلي ول«د پښتون غورځنګ اوسنی ځوان او انقلابي مشر منظور پښتین د افغانستان او هند د استخباراتو لپاره کار کوي، څو ځلې يي له (را) یا د هند د استخباراتو سره کتنه هم کړې ده 

وروسته خیبر ایجنسۍ کې د ISI جنرالانو هم د غزا ډول ته لاس واچاوه او هم یې په جوماتونو کې د جهاد اعلان وکړ، خو هیڅوک ورسره یو خای او همغږي نه شول. وروسته اړشول چې خپله ملېشه په شخصي او عامو جامو کې د عام ولس په بڼه، تمثیل او ډرامې ته راوباسي! 

د خیبر تاریخي جرګه چې د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۷ مه، د منظور پښتین او PTM په مشرۍ په پښتونخوا کې جوړه شوه، د کوزو پښتنو په تاریخ کې بېسارې پېښه ګڼل کېږي. دې جرګه کې د پښتونخوا د هرې برخې او سیمې مخور مشران او د هر سیاسي سازمان استازو برخه واخیسته. جرګه چې د پنجابي پوځ د بندیزونو او خنډونو او د جرګې د څو ګډونوالو د شهادت سره سره په کومه لویا جوړه شوه، د خپلو ملي غوښتنو له مخې تاریخي بلل کېږي. جرګې په پرېکړه لیک کې د اسلام اباد مرکزي حکومت ته خپلې ۳۰ غوښتنې وړاندې کړې چې د پلیتوب لپاره یې د پښتنو د مبارزې نوی پړاو پیل شو. 

د دې غوښتنو په سر سر کې د پښتنو د بشپړخپلواکۍ، د پښتونخوا په طبیعي زیرمو، اوبو، بریښنا او نورو وسایلو د پوره واک او اختیار غوښتنې شامل دي. 

د دې جرګې عظمت، د PTM او مظور پښتین ګرانښت او محبوبیت په پنجابي پوځ اور بل کړ او دا یو بل لوی ګوزار وګڼل شو چې دې پوځ یې هیڅکله د مخه محاسبه نه وه کړې. 

پاتې لري. 

 د ۲۰۲۵ کال د نومبر ۷ مه 

سرلوڅ مرادزی 

منظور پښتین او د پنجابی پوځ د تابو/ طلسم ماته 

 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.