منظور پښتین او د پنجابی پوځ د تابو/ طلسم ماته!
چې منکر پرې اعتراض کولای نشي
دا دې شعر دی رحمانه که اعجاز
رحمان بابا
د ۲۰۱۸ کال د جنوري په لومړیو، د کراچۍ ښار کې نامعلومو کسانو لکه تره بان دېو غوندې په یوه چاپه کې، نقیب مسید له خپلې هټۍ څخه پنجو کې پورته کړ. څو ورځې وروسته يي له دریو نورو ملګرو سره یوځای مړي وموندل شول. وروسته څرګنده شوه چې چپاولګر خپله پولیس ول او د ځايي پولیسو مشر راوانور يي لارښودنه کوله!
د پولیسو ځايی مشر راوانور لومړی هڅه وکړه چې د دنګې ونې، اوږدو څڼو او ښکلې ځوانۍ خاوند، نقیب مسېد ترهګرو سره په اړیکو تورن کړي؛ خو تورونو يي ځای ونه نیو او د محکمې له پریکړې پرته، يي د پلان شوې توطیې له مخې په ډېرې بېرحمۍ وواژه چې همدا قتل د پښتنو د بعدي ټولنیز ویښتون او پاڅون لامل شو.
د مسېدو د قبیلې ٢۴ کلن ځوان منظور احمد پښتین، د نقیب مسید د وژلو د پېښې او د پنجابي پوځ لخوا د شوي ظلم په تړاو د پښتنو د تحفظ غورځنگ بنسټ کېښود. هغه وویل مجبوره شو چې دغه غورځنگ پیل کړي ځکه د پښتنو چې کوم سیاسي مشران دي هغوي د پوځ د ظلم غندنه، نه شي کولای!
منظور پښتین هغه مهال د امریکاغږ ډیوه راډیو ته وویل« زمونږ د ځوانانو، سپینږیرو، مشرانو وینې تویدلې، د هغې چا پوښتنه نه کوله. موږ یو داسې ځای ته راغلو چې نور ژوندون خوند نه راکاوه، پښتنو خپل ټول ژوند په ظلم او کړاونو کې تېړ کړی. د پاکستان د پوځ د ظلمونو تپوس هیڅوک هم نه کوي، نو ځکه مونږ دیته مجبوره شو چې د خپلو ځوانانو د ژوند د حفاظت کوښښ وکړو.»، هغه زیاته کړه د پښتنو ټولو مشرانو ته پېغام دا دې چې نور خپل سیاسي مقاصد یوخوا ته پریږدي او یوازې د پښتون په نوم زمونږ سره یو ځاې شي او پښتنو سره د ظلم په ضد اواز پورته کړي. PTM (د پښتنو د تحفظ غورځنګ) هغه مهال د پاکستان په ټولو لویو ښارونو کې لاریونونه او پرلتونه ترسره کړل او دا شعار یې بدرګه کاوه«یه جو دهشت ګردی هی، اس کی پیچهی وردی هی» چې معنا یې وه «د دهشګردۍ او تروریزم شاته، د پنجابي اردو لاس دی»!
هغه مهال په پاکستان کې د عمران خان حکومت وو. په غونډو او پرلتونو که څه هم رسمي بندیز نه وو اعلان شوی، خو له هغه ځایه چې پاکستان کې واک د پوځ په لاس کې انحصار دی او ملکي حکومتونه، تش د نمایشي دیمکراسۍ لپاره ځي او راځي؛ پر دغه لاریونونو او پرلتونو سخت بنیز وو.

د دغه سیاسي خپسکې سره سره، هغه وخت منظور پښتین څو لنډې او اسانه غوښتنې د اسلام اباد مخ ته ایښې وي:
په قبایلو کې ګرځبندیز ختمول، د ښخ شویو ماینونو پاکول، د قبایلو ورک شوي ځوانان خوشې کول او برخلیک يي مالومول او په ولسي سیمو کې د پوځي عملیانو بندول!
پښتین ویلي ول، پښتانه د پنجابي پوځ لخوا د یوه پلان له مخې په توطیه کې ښکېل دي او دا خونړۍ لوبه باید پایته ورسیږي. پښتین دا هم ویلي ول، موږ د هغه چا په وړاندې په ښکاره ولاړ یوو چې پښتون قوم سره بې انصافي کوي او له عدالت سترګې پټوي، که دا( ISI) او یا MI (Military Intelligence) یا د پاکستانی پوځ او یا د امن په نوم کمیټه ويl
د غورځنګ یادو غوښتنو ټولې پښتونخوا ته چې د پنجابي ښکېلاک په لومه کې د تېرو اویا کلونو راهیسې ښکېل او بندي وه، ملکوتي سا ورکړه او له غورځنګه يي هسې ملاتړ اعلان کړ چې ساری يي پخوا نه په پښتونخوا او نه په ټوله سیمه کې لېدل شوی وو.
غورځنګ د پنجابي پوځ او ISI نه ماتېدونکی تابو/ طلسم مات کړ او د منظور پښتین دې اعلان چې د ۲۰۱۸ کال د اپریل په اتمه يي د پېښور په تاریخي غونډه کې ورکړ او ويي ویل«د ISI او MI نوم اخیستل مخکې ګنا وه او چا له ډاره نه شو اخیستلای، نن يی په ډاګه نوم درته اخلم او په بربنډولو او اخیستلو يی ویاړ کوم.»
دلته پښتین پنجاب ته، د خوشال بابا هغه کلام ورتازه کړ چې مغلو ته يی په خطاب کې ویلي ول:
د جهان ډېرې خبرې
لور تر لوره يي لښکرې
زړه مې نه ښوري له ځایه
غر خو هسې وي کنه
په داسې هسکه روحیه، پښتین د یوې پوښتنې په ځواب کې چې اسلام اباد اتومي وسله لري تاسو څه وایاست، ویل چې د پښتون قوم سینه خو له هغې هم پنجابي څېرې کړې ده، پنجاب تر دې زیات پښتنو سره نورڅه کولای شي؟!
د منظور پښتین په ډاګیز او څرګند پیغام او د قامولۍ او پښتونولۍ په ریښتیني کلام او هوډ سره، پښتون قوم خپلو ملي موخو ته په رسېدو کې د څو لسیزو مزل، په لنډه موده کې وواهه او پښتین د رحمان بابا دغه کلام:
چې په یو قدم تر عرشه پورې رسي
ما لېدلی دی رفتار د درویشانو
د یوه ځیرک او لایق سیاسي درویش په جامه کې، په قومي او سیاسي ډګر کې پلی کړ!
پرPTM او د دې غورځنګ په مشر منظور پښتین په لږه موده کې پښتانه او ډیری افغانان د ډیورنډ د استعماري کرښې پر دواړو غاړو او له سیمې بهر په اروپا، امریکا او د نړۍ په نورو برخو کې راټول شول. موږ د سوېډن په ستآکهولم کې د ۲۰۱۸ کال په اپریل کې بوه غونډه جوړه کړه او هلته مو د راوانور لخوا د نقیب مسید قتل او په دې تړاو د اسلام اباد چوپ پاتې کېدل او اغماز په کلکو ټکو وغنده. د غونډې ګډونوالو د PTM او دهغه د مشر منظور پښتین څخه خپل غوڅ ملاتړ اعلان کړ.
د پنجابي پوځ طلسم یا تابو په لومړي ځل د ۲۰۱۸ کال په پیل کې د PTM او د دې غورځنګ د مشر منظور پښتین لخوا مات شو. تر دې وروسته نورو هم جرئت پیداکړ چې د سیمې د دې لوی اجیر او مزدور پوځ په وړاندې په غندلو خوله پرانیزي، د دې لړۍ په بهیرکې به دا خبره نوره هم وڅېړو.
پاتې لري
یادوونه:
(۱ ) ــ تابو هغه کار، خبره، چلند یا موضوع ته ویل کېږي چې په ټولنه، دین، کلتور یا دودونو کې منع یا سپکه ګڼل کږي. د بلګې په ډول د جنسي مسایلو په اړه خبرې کول په ډېرو کلتورونو کې تابو ده. د ښځو یا نرانو د ځینو غړو یادول تابو ده. همدارنګه په پاکستان کې پخوا د پوځ په اړه نیوکه تابو وه.
د ۲۰۲۵ کال د نومبر ۶ مه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.