ډوډۍ – د یو دېرش کاله مخکې لنډه کیسه

احسان الله ارینزی

63

زموږ د كلي په مشرانو او كشرانو كې څو كسانو د ښو كارونو د پاره وتلى نوم درلود. اكبر اكا ښه مركچي و. خاټوله ببۍ د ناوې په سينګارولو ښه پوهېده. زليخا ترور د نوي ماشوم په زېږونه كې بركتي لاس درلود. پېغله منګله د خپلې مور لونګې غوندې، د ډوډۍ په پخولو كې نامتو وه او داسې نور.

د منګلې ډوډۍ د ټول كلي  له ډوډۍ څخه په زغرده ښه وه. دا ډوډۍ نرمه، خوندوره، ښايسته او سوربخونه وه. منګلې به داسې ډوډۍ پخوله چې تا به ويل، د كلي د ټولو ښايسته نجونو د ډوډۍ ښكلا او نرموالى يې په يوه ډوډۍ كې غونډ كړى دى!

هغه وخت زموږ د كلي ځينو ښځو دا خبره كوله، چې هرهغه څوك چې د سفر په وخت كې د منګلې د لاس خوندوره، غوړه او خوږه ډوډۍ ورسره ولري، سفر يې هرومرو بریالی وي.

منكله په وار  وار د ډوډۍ د پخولو د پاره د كلي ډېرو كورونو ته تللي وه. دې ته د كلي ډېر كورونه لكه خپل كور داسې معلوم وو. دا په ډېرو كورونو كې بلده وه.  د اوړو كندو، د بوټو او لرګو خونه، تنور او هر_ هرڅه يې څو_ څو ځلې ليدلى وو.

كله به چې منګله د ډوډۍ پخولو لپاره كوم كور ته وبلل شوه، دى به هلته لومړى دا پوښتنې كولې:

_ څوك له خيره په سفر ځي؟

_ مسافر څو شپې او روځې مزل لري؟

_ مسافر يوازې دى او كه ملګرى لري؟

 كله به چې  منګله د خپل كار په حساب پوه شوه، د اوړو كندو ته به كيناسته، اوړه به يې دوه  درې ځلې غلبيل كړل، سړې او تودې اوبه، مالګه، غوړي او خوږه  به يې برابركړل او بيا به د اوړو په اغږلو بوخته شوه.

منګله په دې پوهېده چې په ټول كلي كې څوك د دې په شان خوندوره او پسته ډوډۍ نه شي پخولاى . دې دا كمال له خپلې مور لونګې څخه زده كړى و. دا په دې پوهېده چې مور يې په دې كار د كليوالو دعا ګټلې وه او اوس د كلي خلك دې ته د لونګې په سترګو ګوري او خپله تر ټولو خوندوره ډوډۍ په دې پخوي.

***

كله چې څو كاله مخكې پردې زموږ په وطن راواوښتل او زموږ خلكو خپلې لويې جګړې ته ملا وتړله، زموږ له كمكي كلي څخه هم د ځوانانو تګ ډېر شو او هره اوونۍ به ډله_ ډله خلك  روان وو.

منګله چې اوس نو پوره پيغله وه، نور د ډوډۍ د پخولو د پاره د كليوالو كورونو نه تله او د مسافرو خوندوره او پسته ډوډۍ يې په خپل تناره كې پخوله.

د جګړې په كلونو كې منګلې د هيچا خبره په زمكه نه غورځوله. دې خپله مرسته له جنګياليو څخه نه سپموله. منګلې په دې لويه جګړه كې دا خپله ونډه بلله. دې او پلار به يې په دې اّخرو مياشتو كې د شپې هم د خپلې كمكۍ كلا دروازه نه بندوله. هسې نه چې څوك ناوخته راشي او له تړلې دروازې سره مخامخ شي!

خداى ښه پوهېږي چې منګلې ولې له خپل كار سره دومره مينه درلوده؟ ځينو فكر كاوه چې دا بې موره پيغله خپل يوازيتوب په دې كار هيروي. ځينو به ويل چې منګله د ښې ډوډۍ د پخولو له لارې، له خپلې مور سره خپلې اړيكې ژوندۍ ساتي او دا د لونګې وصيتي ميراث  ورته پاتې دى!

ورو- ورو كلونه تيرېدل. د كلي نيمايي ځوانان شهيدان شوي وو. د وړوكي كلي په هديره كې به هره روځ نوې  نوې جنډې رپېدلې؛ خو داسې ښكارېده چې نوي ځوانان په مخ روان وو او منګلې د دوى لپاره همغسې خوندورې  ډوډۍ  پخولې.

***

ښايسته ډير كلونه تير شوي وو. پردي لښكرې شړل شوې وې؛ خو د جګړې د اور لمبې لا نه وې سړې شوې. لا به هم يو نيم كسان جګړې ته تلل او د منګلې ډوډۍ به يې له ځانه سره وړله.

منګلې اوس هم چې د كلي د يو بريتور ځوان ثمرګل په نامه  وه، د پخوا په شان د كليوالو مسافرو سره مرسته كوله.

ثمرګل چې لس كلونه يې د جګړې په تاوده ميدان كې تير كړي و، د شا او خوا سيمو ډيرې جبهې ليدلې او څو ځلې ټپې شوي و.

ده ډېرې روځې له خپل كلي او خپلو خپلوانو څخه ليرې په روغتونونو كې تيرې كړې وې.

هغه وخت چې زموږ كليوال د خپلو دښمنانو په نسكورولو خبر شول او څو شپې د ښادي او خوشحالئ  ډزې كېدې، منګلې ثمرګل ته وويل:

_ ګرانه د ټوپك وخت تير شو. هغوى چې ووژل شول، پاك شهيدان دي. ټپيان د مرستې وړ دي او هغه چې روغ رمټ راوتلې، د خداى په شكرانه كې دې كار ته ملا وتړي او

ثمرګل د منګلې خبرې پرې كړې:

_ ما هم همداسې فكر كاوه؛ خو اوس چې ګورم لا ډير كارونه پاته دى  دا دویمه روځ ده چې زموږ ډله له ښارونو څخه وسلې او نور شيان چلوي. خلك د ډېرو روپيو خاوندان شول!

منګلې چې د ثمرګل په خبره سمه نه وه پوه شوې، پوښتنه وكړه:

_ دا شيان له كومه كوي؟

ثمرګل، سترګې بلې خوا ته واړولې او ځواب يې وركړ!

_ ته لا نه پوهېږې چې دا شيان له كومه كوي؟ !

منګلې وويل:

_ نه ، زه څه پوهېږم!

ثمرګل ځواب وركړ:

_ په ښارونو تالان ګډ دى! هلته كفار اوسېدل. هلته ډېر دولتونه دي ، هلته خلكو هر- هر څه درلودل. اوس زموږ قوماندانان  همغه راچلوي.

منګله ډېره چرتي شوه. دې ته داسې ښكاره شوه لكه څوك چې د دې او ثمرګل د ګډ كور، مالونه وړي او خونې  يې لوڅې بربنډې پرېږدي.

***

درې روځې وروسته منګله خبره شوه، چې ثمرګل او څو كسه نور ملګري يې له ښار څخه راورسېدل او ډک موټره مال يې راوړی. دا په دې هم پوه شوه چې په دې مالونو كې وسلې، غالۍ، بړستنې، جامې او ډېر نور شيان شته. دا مالونه جنګياليو په خپلو مينځو كې وويشل او دوه سطرنجۍ يې د كلي جومات ته سوغات كړې!

سبا ثمرګل د خپل خسر په كور كې لمر ته ناست و، چې درې تنه نور ملګري يې ورپسې راغلل. دوى د چايو په څښلو كې په خپلو كارونو خبرې كولې:

– اكبري دومره مال راوړل چې سل كاله يې نه شي تمامولاى!

ثمرګل ځواب وركړ:

_ موږ تاسې وروسته پوه شوو.زموږ څو خداى وهلى  تكړه هلكان مرسته نه كوي. خير دى اوس هم وخت شته. بې ګټې نه پاته كېږو!

درېيم وويل:

_ له ښاره يې احوال رالېږلى دى چې  ژر راشئ.  لكه چې غوړه نيوكه يې كړې ده!

منګلې دا خبرې د تناره په غاړه اورېدې او د خپل پلار هغه بيګانيو خبرو يې په غوږونو كې انګازې كولې، چې د مالونو د ويش په وخت كې يې له ورايه اورېدلي وې

_ دا دوه بړستنې د .. هغه دوه غالۍ د   هغه د جامو پنډه دا ديګونه او كاسې د 

د منګلې په سر كې يو شور پيدا شو. مخامخ لمر ته ناست كسان، ثمرګل او د ده ملګري كټ مټ ورته د غلو په شان ښكاره شول. ټولو ته يې په كركه وكتل او په زړه كې يې څړيكه شوه.

څو شيبې وروسته د اكبري مور راغله او د اوړو يوه لويه كاسه يې د منګلې مخې ته كيښوده. منګلې بې خونده غوندې ورته وكتل. د اكبري مور ورته وويل:

_ پېغلې بچۍ په لاسونو دې بركت شه. اكبري ورور دې سبا بيا له خيريه روان دى. خداى دې د ده په مخ رڼا كړي. راغلم چې ستا د لاس غوړه ډوډۍ ورته برابره كړم.

د ثمرګل هغه وختنۍ خبرې د منګلې په ذهن كې  ژوندۍ شوې:

_ ياره، اكبري داسې مال راوړل چې سل كاله يې نه شي تمامولاى

او داسې ورته ښكاره شوه چې دا اكبرى، دا ثمرګل او دا  نور ياران يې همدا اوس د دوى د كور په لوټ بوخت دي. له ټولو نه يې كركه وشوه او د څو شيبو د پاره يې د اكبري مور ته په پټه خوله وكتل.

د اكبري مور بيا پوښتنه وكړه:

_ بچۍ كله راشم.؟

منګلې شا او خوا وكتل او په زغرده يې ورته وويل:

– ادې! زه نور نو چا ته ډوډۍ نه پخوم !

دا تند ځواب ثمرګل او د منګلې پلار هم واورېد او ټول اريان شول.

منګله هم خپلې پرېكړې  ته اريانه وه. د دې د سترګو په وړاندې ډېرو كسانو لور په لور ځغستل. چا غالۍ اوچته كړې وې ، چا بړستنې په اوږه اچولې وې، چا له خلكو څخه جامې ايستلې، چا د لرګو د پاره دخلكو خونې نړولې . ځينو ښځو د خداى  پار نارې وهلې او په لسګونو ماشومانو ژړل . هر خوا وژل شوي كسان پراته وو او 

منګلې بيا د پوړني له څنډې څخه په لمر كې ناستو كسانو ته وكتل. ثمرګل، اكبرى او جنت ګل او وبيريده. ټول داسې ورته ښكاره شول لكه سره غله. په سترګو كې يې د اوښكو څاڅكي راوځلېدل. د اكبري د مور د اوړو كاسه يې په لاس شا ته كړه. سر يي وخوځاوه او وې ويل:

_ ادې، نور دا ډوډۍ نه پخوم! كشكې لاس مې مات واى او پخوا مې هم دا كار نه واى كړاى!

د منګلې غوسه شيبه په شيبه ژړغونې کنېده.

د اكبري مور لا همغسې اريانه ناسته وه، چې د ثمرګل ادې هم د اوړو له تغارې سره راورسېده. منګلې له خپله ځايه، د تناره له غاړې څخه نارې كړې:

_ ادې مه راوړه مه راوړه دا د غم اوړه. نه يې  پخوم!

په كوركې ټول حاضرين چوپ _ چوپ او اريان _ اريان شول. ثمرګل له خپلو همزولو څخه وشرميد. خپل سګرټ ته يې اور ورته كړ او وټوخيده.

منګلې لا هم نارې وهلې:

_ زه ځان نه ګنهګاروم ادې بېرته ستنه شه.

خو د ثمرګل مور ځان د منګلې د خواښې په توګه، ډېر حقدار ګاڼه او همغسې را روانه وه.

_ادې تا ته وايم. كه د ډوډۍ د پخولو له پاره راغلې يې ، بېرته وګرځه.  زه دا ډوډۍ نه پخوم دا حرامه ده!

دا وخت ثمرګل د خپلې مور په ننګه اوچت شو. منګلې ته يې په ډېره غوسه وكتل او په تنده لهجه يې وويل:

_ څنګه يې نه پخوې؟  ته او دا لويه خبره !  زه سبا سهار ښار ته روان يم.

منګله د تناره له څنډې څخه پاڅېده او وېې ويل

_ هر چېرته چې ځې په مخه دې ښه. زه نور دا ډوډۍ نه شم پخولاى!

ثمرګل ډېر په غوسه ورته وويل:

_ته دا حق نه لرې چې ووايې زه دا ډوډۍ نه پخوم . ته دوه درې مياشتې وروسته زما كورته راځې او زما ښځه يې!

منګلې د تناره سر بند كړ او وېې ويل:

_ دا منم چې زه به ستا ښځه وم؛ خو زه خپله غاړه نه بندوم. زه د كلي له شهيدانو څخه شرمېږم!

ثمرګل، منګلې ته په ډېره غوسه وكتل. دې كتلو په منګله اور بل كړ او داسې فكر يې وكړ چې ټوله خواري يې په اوبو لاهو شوې ده.

دا وخت د ثمرګل نور ملګري هم پاڅېدل او ځانونه يې تګ ته چمتو كړل. ټولې سترګې د منګلې په لور كږې شوې. هغې  وژړل او  خپل ټول زغم يې له لاسه وركړ.

ناڅاپه يې د اكبري د مور د اوړو كاسه، جګه كړه او د ثمرګل  د مور د پښو خوا ته غوزار كړه او چيغه يې كړه:

_زما د لاس ډوډۍ نور په دې غلو حرامه ده !زه يې نه پخوم زه يې نه پخوم  زه يې .

ژړا يې په کوکو واوښته، مخ يې په خپل تور پوړني کې پټ كړ او د خونې خوا ته يې وځغستل.

 

پاى

16/3/1994

تور خال – د دېرش کاله مخکې لنډه کیسه

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.