د افغان ښځو انلاین بهیر د غونډې راپور
وړاندې کوونکې: ګلالۍ مومند
ځای: انلاین
راپور: کامله عزیي
تاریخ: یکشنبه، 2026/4/26
غونډه د کابل پر وخت نهه بجې پیل شوه. د دې اوونۍ غونډې درې برخې لرلې. په پیل کې لېمې ودان د مېټ هېګ پر کتاب “د نیمې شپې کتابتون” چې وږمې وردګ ژباړلی دی، خبرې وکړې. هغې وویل چې وږمه وردګ دغه کتاب د “نیمې شپې کتابتون” په ډېره روانه ژبه او ښه ژباړلی دی.
د دې کتاب لنډیز داسي دی چې یوه نجلۍ پکې د ژوند له بېلابېلو مشکلاتو سره مخ کېږي، ان تر دې چې هغه د ځان وژنې هڅه کوي، خو کله چې یو ځای ته ځي هلته داسي یو خیالي غوندي کتابتون ویني چې مسوله یې هغه ښځه وي چې د مکتب په دوران کې له دې نجلۍ سره ډېره صمیمي وه، هغه ورته وایي چې دلته هغه کتابونه لیکل شوي چې که چرته تا د ژوند ځینې پرېکړي لږ بدلې کړې وای نو ستا ژوند به دغسې شوی و.
نجلۍ چې هر کتاب پرانېزي هماغه ژوند ته ځي او د ژوند له دغو ټولو بڼو سره تر بلدېدو وروسته دې نتېجې ته رسېږي چې خپل هماغه ژوند یې غوره دی چې دا مخکې لا پکې وه او بېرته خپل اصلي ژوند ته ستنېږي.
که د کتاب د پیغام په اړه فکر وکړو ښایي همدا وي چې هرڅه که موږ ته پېښېږي شاید زموږ په خیر وي حتا که موږ ته داسي ښکاري دا به زموږ د ژوند ستر مشکل وي خو په هغه کې زموږ حتما کومه ښې ګڼه موجوده وي.
د کره کتنې په برخه کې د مېرمن پروین ملال پر دغه نظم خبرې وشوې:
دویم واده
که راته وبښې ټول ستوري
د لمرو په شاني
او اوبه راکړې د سپوږمۍ د چینو
جامې مې جوړي د حریر او شبنم
شونډو ته رنګ د مرجان
د سترګو تور مې وي د یو زرو شپو
لاس ته باهو د هالي
شور د ګونګرو د جنتي سندرو
مخ ته رڼا د نور د غره ځیني
د غاړې هار مې د بوډۍ د ټاله
د غوږ لښتۍ مې د پروین او د زهرې د څوکو
که راته وبښې جنت ټول له غلمانو سره
تندي ته جام د کوثري پیالو
بستر مې جوړ وي د فردوس له اووه رنګه ورېښم
تلتک د خوب او د نرمي د ښاره
بالښت د ناز او لطافته ځینې
پالنګ مې وي د سرو یاقوتو خرمن
د خونې چت مې د سکندر د آینو تصویر
پردې د وړانګو او څپو کلمې
که راته و بښې محل د تاج محلو نه جوړ
د فوارو د تن یې سپینې چینې د الماسي ځلونو
ګلان د مینی طراوت سمبول
د ونو پاڼې زمردي خوبونه
لارې پل لارې یې د سرو او سپینو
چمن، چمن واښه یې ښکلي د جانان د خیاله
هسک، هسک برجونه یې د جنت منارې
آسمان ټټر یې لا جوردي کانونه
زه به دې ټولو باندې څه وکړمه؟
زه به دې ټولو ته تفسیر څنګه شم
د دغه ټولو د بلوغ حسن به څوک وستایي
زما د هستي زما د ښایست بها به څوک وټاکي؟
زما خاوند زما مېړه زما تفسیر د حسن
بېګاه د بل چا و پالنګ ته تللی
و ماته نه را ګوري
ځکه هغه دویم واده کړی دی!
پای،
د نظم تر لوستلو وروسته معصومې غرنۍ د نظم ټولې برخې په لنډ ډول تشریح کړې او ورپسې لېمې ودان خپل نظر ووایه:
په دې شعر کې ښځینه احساس ډېر ښه بیان شوی. کله کله چې موږ په کوم سخت حالت کې اوسو هم شاید ونه توانېږو خپله یې هغسي بیان کړو لکه څنګه چې یې یوه شاعره تشریح کوي، دا شعر هم د ښځو د سخت حالت دی! خو داسي بیان شوی لکه هغه ښځه چې خپله غږېدلې وي. دا شعر ماته داسي ښکاره شو لکه یوه کیسه، مشخص او واحد بیان د نظم ښکلا نوره هم زیاته کړې وه.
فرشتې غني وویل چې به دغه نظم کې ماته د “خاوند او مېړه” دغه دوې کلمې لږ سمې ښکاره نه شوې.
بیا یې د هندۍ لیکوالې بانو مشتاق د یوې لنډې کیسې کیسه وکړه چې کله واده شوه د هغوی په سیمه کې به د ژوند ملګري ته د خپل نوم پر ځای د “صاحب” نوم اخیستل کېده، خو دې به ويل سره له دي چې زه له هغه سره ښه ژوند لرم مګر دا نوم نه شم ورته اخیستلای ځکه هغه زما مالک او صاحب نه دی! یاني دا په دې فکر کې وه چې غوښتل یې څنګه خپل مقام او غرور وساتي او بل چاته اجازه ورنه کړي چې دا یې ملکیت شي.
په پښتو کې دغه عام شوي نومونه ماته هم همداسي ښکاري او زه نه شم کولای له دې کلمو استفاده وکړم حتا کله کله چې
یوه ادبي لیکنه کې له دې نومونو سره مخ شم زه پکې بنده پاته شم!
کله چې په پښتو کې لیکنې لولم هر کله چې د خاوند یا مېړه کلمه مخته راځي زه همدا فکر کوم چې کومه کلمه به مناسبه وي چې زه یې د دې نومونو پر ځای ولیکم ځکه هیڅوک زموږ صاحب نه دي.
په دغه نظم کې سره له دې چې ښځینه احساس ډېر ښه بیان شوی و دغه دوه کلمې پکې وې او زه بیا دې فکر ته لاړم چې د دومره ښکلي شعر دغه دوه کلمې به څنګه بدلې شي؟
معصومې غرنۍ د فرشتې غني ځواب کې ورته وویل چې دلته مېرمن ملال د خاوند او مېړه کلمې ځکه څنګ په څنګ سره راوستلې دي چې هم دې ورسره واده کړی، هم یې خاوند دی ځکه د دې د ټول ژوند اختیار له ده سره دی که چېرته داسي نه وای ولې د دې ژوند ته د دې بې اجازې بل څوک راولي؟ دلته فکر کوم شاعرې قصدا دا دوه کلمې څنګ په څنګ راوستلې دي!
یوې بلې بهیروالې د شعر او شاعرې په اړه داسي وویل: لکه څنګه چې مېرمن ملال ډېر زیات ارام، لطیف او فوق العاده شخصیت لري، د شعر د لیکلو انداز یې هم ډېر ارام او عاطفي دی! خو په دې ارامښت کې چې څه ډول دې په شعر کې سمبولونه کارولي، او په داسي انداز یې کارولي له ښځو ور هاخوا که هغه نارینه هم دا شعر ولولي چې دا کار یې کړی نو هغه سختي او درد به احساس کړي چې تر اوسه یوازې ښځې پرې پوهېږي.
دا شعر له خیالاتو راوتلی په رښتني ژوند لیکل شوی، شعر دی هلته رښتیا هم یو څوک د دوی خاوند دی واکدار دی او دا هغه حقیقت دی چې مېرمن ملال په دې شعر کې ځای کړی.
موږ ته هغه وخت دغه دواړه کلمې هغه وخت درک کولی شو چې کله فکر وکړو شاعره نه بلکې یوه بن راته غږېږي!
که دغه کلمې د یوې نرواکې ټولنې هم وي خو موږ پکې بیا هم ښځینه احساسات ګورو!
واورینې مومند وویل چې په دې شعر کې موږ ته دا بیان شوي چې کله یوه ښځه واده کېږي هغې ته بیا تر ټولو با اهمیته کس د خپل ژوند ملګری وي خو کله چې هغه له دې بې پروا کېږي دا له خپلو ټولو ښکلاګانو او خوښیو بیا خوند نه شي اخیستلای او نور که هرڅه د دې په زړه برابر وي خو چې پاملرنه نه وي نو ختم ورته ښکاري.
کامله عزیزي:
ما د دروېش دراني صیب له نظمونو وروسته بیا داسي نظمونه ډېر کم لیدلي چې یوه کیسه پکې نظم شوې وي او په داسي ډول شعر ترې جوړ شوی وي چې نه یې د نظم چوکاټ خراب
کړی وي نه د کیسې بیان ترې نیمګړی پاته شوی وي. دا نظم هم یو له هغو نظمونو دی خو د دې یو بله ځانګړتیا داده چې فقط خیالي نه دی له زرګونو حقیقې کیسو یوه را اخیستل شوې کیسه ده او تر نظم کېدو وروسته یې اغېز نور هم زیات شوی.
ځینې موضوعات په نثر کې او ځینې په شعر کې ښه بیانېدلای شي، خو کله چې د نثر یوه موضوع په شعر کې ځای کړې او ښه یې ځای کړې دا بیا لوی کمال دی!
د نظم موضوع داسي ده چې په دې کې د یو چا تر شخصیته، انسانیته، ژونده، ښکلا او هر څه ګمان اړول دي، یانې ته نوره د یو چا لپاره مړه شوې یې چې هغه ستا په ژوند ستا مقام ته یو بل څوک وټاکي.
ډېری وخت کله چې په دغسې حالاتو کې ښځې یوې بلې ته ډاډ ورکوي چې تا به له هغې ښه ساتي ستا لپاره دغه او هغه کارونه کوي نو دا نظم په هغه وخت کې د یوې ښځې له خولې راوتلې خبره ده چې زه بیا دا ټولې خوښۍ څه کوم چې له دومره بې ارزښتۍ وروسته راته د ارزښت خبره کېږي دا نو بیا ارزښت نه دی هسي زما تېر ایستل دي.
او بله دا چې خبره دا نه چې دې ته اوس د کوثر جام او له شبنمه جوړې جامې خوند نه ورکوي، دې ته ځکه بې ارزښته دي چې د یو داسي چا له لوريورکول کېږي چې دا یې له هر مقامه اوس را ټیټه کړې ده.
شعر په دومره ښو او حساسو الفاظو لیکل شوی چې هر څوک
ځان په دغسې حالت کې تصور کولای شي.
دغسي شاعري باید ډېره وشي، دغسې موضوعات باید همداسي زړور بیان شي، پښتنې شاعرانې به هغه وخت له نورو پښتنو ښځو سره مرسته وکړي چې د هغوی غږ پخپل شعر کې راپورته کړي!
که څه هم په لنډیو او نور فلکلور کې دغه موضوع ډېره راغلې، خو هلته شاعران نامالوم دي، کله چې دغسي خبرې یوه شاعره وکړي اثر به یې ځکه زیات وي چې زړورتیا پکې شوې ده.
او دغه نظم په ډېر شاعرانه او ښه بڼه و الفاظو لیکل شوی دی، مثالونه او دا ټولي رنګینۍ یې هم جالبې دي خو د نظم د پای دوه درې کرښي داسي لیکل شوې دي لکه شاعره چې نوره ستړې شوې وي او یو رقم یې د نظم له پای ته رسولو ځان خلاص کړی وي یا ژر غواړي دا مطلب نور ورسوي چې کیسه څه ده؟ زه وایم که د پای دوه درې کرښې د نور نظم غوندې شاعرانه لیکل شوې وای نظم به لا خوندور شوی و.
هیله پسرلی:
نظم چې لولو باید په دې فکر وکړو چې له کوم لیدلوري لیکل شوی دی، یانې دا څوک چې موږ ته دا خبرې کوي دا کومه کریکټره ده؟ په دغه شعر کې که موږ شاعره، مېرمن ملال په نظر کې ساتو بیا د دغه شعر هغه اصلي مانا ته نه شو رسېدلای، خو که یوه افغانه په نظر کې نیسو مثلا یوه کلیواله چې د دې نظر څنګه دی، دا خپل مېړه ته په کومه سترګه ګوري، دا خپل ځان ته په کومه سترګه ګوري دا دنیا ته په کومه سترګه ګوري؟ که دغه لیدلوری په ذهن کې وساتو بیا فکر کوم چې د شعر اصلي مفهوم درک کولی شو.
خو که لیدلوری په پام کې ونه ساتو بیا نو له اولې کرښې سره شاید دا پوښتنه راته پیدا شي چې نو ولې یوازې ښایست؟ ولې یوازې ښایست دومره زیات یادېږي؟ ښکلا په دغه نظم کې ښایي ځکه زیاته یادېږي چې زموږ په ټولنه کې یو تر ټولو ښه ځانګړتیا د یوې ښځې لپاره هغه د مانا او تفسیر اوج چې دی ښایست دی. نظم هم همدغه سطحي لیدلوري ته اشاره کوي.
او دغه ښایست چې دی مېرمن ملال ډېر شاعرانه انځور کړی دی، له شاعرانه مې مطلب دا دی چې ښایست په هره ټولنه کې خپل یو تعریف لري، په هره ټولنه کې بېل مثالونه لري، ځینې شیان وي چې ځینو ته به ښایسته ښکاري، د دغو ټولو مثالونو، انځورونو شعوري و لاشعوري یو عجب شاعرانه انځور راغلی دی په دغه شعر کې، مثلا یوه برخه کې وایي: زمردي خوبونه یانې که یو څوک موږ ته ووایي ښایسته خوب تشریح کړه نو زموږ تشریح به همدا وي، ځکه چې دغه زرغون رنګ په خوب کې زموږ لپاره نیک او بختور رنګ دی. دغه شعر د ښایست له اړخه له دغسې شاعرانه ترکیبونو مالامال دی.
دا نظم د یوې داسې ټولنې کیسه راته کوي چې هلته د ښځې تعریف او مانا له ظاهري ښکلا سره تړلې ده. په شعر کې لولو چې که دغه ټول ښایستونه ماته راکړې بیا هم دا زما لپاره مانا نه لري. که د فکر له نظره دا نظم راسپړو نو پوښتنه داده چې ولې دې ته دا هرڅه بې مانا شي؟
مثلا دا که د یو بل وطن ښځه وی او مېړه یې بل واده کړی وی، دې به ورته ویلي و چې سمه ده ستا خپل ژوند دی او زه هم له تاسره نور ژوند نه ضایع کوم، ممکن همدا به یې ځواب به و، خو د شعر د راوۍ ځواب بل ډول دی، دا خفه ده، ګیله منه ده، درد بیانوي، ظلم احساسوي خو په ورته وخت ډېر توند غبرګون نه ښکاره کوي. ښايي ځکه چې ډېر څه یې په وس کې نه دي، د خپل ژوند واک نه لري. د دې نظم راوۍ افغانه ده، پر افغانې که هرڅه راشي د ټولنې توقوع دا وي چې وفاداره پاتې شي. ښځه هم چې د همدې ټولنې غړې ده ممکن له ځانه ورته توقوع وکړي.
دلته په دوو کلمو بحث وشو له دې نظم ور هاخوا د خاوند له کلمې سره زه هم چندانې موافقه نه یم خو د مېړه کلمه کې کوم څه نشته، یوه کلمه ده که چاته د ویلو له مخې خوند نه ورکوي سهي ده، خو د مانا له اړخه کوم مشکل پکې نشته او په ټولو ژبو کې د هرې اړیکې لپاره یوه کلمه شته او زه ګمان نه کوم چې دا دې له مېړانې سره کوم خاص ارتباط ولري.
دا پوښتنه چې ولې دا کلمې په دې شعر کې راغلې دي؟ بیرته همهغه خبره ده چې د تحلیل په وخت باید د نظم د راوۍ د کریکټرې ذهنیت او لیدلوری په پام کې وساتو. دا د مېرمن ملال فکر نه دی د دغې کرکټرې فکر دی.
لکه څنګه چې مخکې اشاره ورته وشوه دغسي موضوعات په شعر کې ځایول سخت کار دی، ځینې تکړه شاعران چې هم پر دغسې موضوعاتو خبرې کوي لکه شعر چې یې صدمه لیدلې وي، خو دلته که دا شعر څوک ولولي د دې کرکټرې خبرې یې تر ډېره وخته له یاده نه وځي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې مشاعره وشوه. فرشتې غني خپل نظم ولوست. میمونې کامران د معصومې غرنۍ او ځلا د امنې فنا شعرونه ولوستل. واورینې مومند هم د ارواښاد مومند صاحب یو شعر ولوست. غونډه د کابل پر وخت یولس بجې او پنځلس دقیقې پای ته ورسېده.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.