دوه ملګرې

ستاره وېسا

32

له مخه یې ويښتان ور ټول کړل. يو ځل بیا فکر يوړه.
هغه وخت زه څومره عجيبه وم، دننه څومره کمزورې او ناامنه وم…
کتابونه مې ولې لوستل؟ ايا هغه وخت رښتيا هم پکې خوشاله وم، که مې ځان پکې پټاوه؟ ايا د يوې څوارلس پنځلس کلنې انجلۍ لپاره دا تر دې ډېره خوندوره نه ده چې له خپلو ملګرو سره تفريح او بانډار وکړي؟
لاړه، د انګړ په منځ کې په وړه ډبره کيناستله. پښې یې په جغل کېښودلې…
ښایې وو به. مګر زه دې ناارامولم. نه مې خوښېدل چې دوی زما له خبرو بل مطلب واخلي، دروغ راته ووايې يا د تل په څیر زما ژیړ ويښتان يو بل ته په اشارو وروښايې. ښایې کتابونو ته به مې له دې امله پناه وړه چې هغوی داسې نه راسره کول. ليکوالان یې بې ازاره وو. کم تر کمه يو ګډ ټکی مو لاره، نه دوی او نه ما په تونده خبرې کولې. ارامې خبرې تر توندو هغو ښې اوريدل کيږي.
مګر لیدلوري ځینې وخت يوازې يو کتاب، يوه خبره يا يوه وړه ـ پېښه بدلوي. يوازې هغه يو کتاب وو چې زه یې بدله کړم .
خو تر هغه مخکې کتابونو ولې دا کار ونه کړ؟ ـ
نه، نه د دې مانا دا نه شي کېدای چې هغوی نه يم بدله کړې. دې بدلون ته به ښایې هغوی لار جوړه کړې وي…
انجلۍ د خپل ټکري پيڅکې ته وکتل چې لاندې په وړو تېږو پرته وه، سترګې یې پکې وګنډلې….
نو خلک څه؟ هغوی هم همداسې؟ باوري یې ان هغوی هم يو ښه څه راکړي چې اوس مې زړه ترې موړ ده؟ـ
ـ ښایې تر ټولو لوی بدلونونه خو د دوی له امله را پکې راغلي وي. هم دوی بدۍ په ژوندۍ بڼه را وښودلې.
مخ يې واړاوه، د وړو تېږو له منځه راوتلو تېرو چمنونو ته يې وکتل…
فکر يوړوه
او دې له ما څه جوړ کړل؟
په لمړيو کې زه هم د دوی غوندې بده شوې وم، مګر که دې په زړه وي وروسته وروسته هغه ځانګړنې راباندې بار غوندې شوې. وخت له ځانه سره يوړې. دا تشې د ځينو ښو خلکو له امله له ښه والې ډکې شوې…
او اوس دوی ټول؟ـ
ترې منندويه بايد واوسم، دوی په ګډه سره زه (زه) کړم.ـ
ښه نو، او دوی تا څنګه ويني؟ په ځانګړې توګه هغوی چې زړه دې ترې موړ ده…ـ
ـ مهمه ده؟
ـ ښایې د ارام ژوند لپاره (هو).
ښه نو، ته هم سم وايې. خو هغوی هر يو ماته په خپل نظر ـ ګوري، هغسې چې دوی نوره نړۍ ويني…
انجلۍ په خپل لاس نري بنګړي يو يو را جلا کړل، ښه شيبه غلې وه، ورو یې وخندل، ویې ویل
دا د هغو کمو شيانو له ډلې دې چې تر اوسه مې په هکله نظر بدل نه شو. وزن يې راباندې بار نه شو، ان له شوره یې هم په تنګ نه شوم او دا په خپله يوه پوښتنه ده، د دوی شور تر بل هر چا مخکې زه او تېز اورم…ايا دا له دې امله چې له ځينو شورونو سره ارامي هم مل وي؟
ـ دا توپيرونه نو له کله پيل شول؟

پورته اسمان ته یې وکتل، وریځو پوښلی وو، سترګې یې بېرته ټيټي کړې. ښه نو، ښه نه ده چې ټولو انسانانو ته يو ځل بيا په مينه وګورم، دومره ګيله مندي اخر د څه لپاره؟ ولې بايد ګيله مند واوسو، دوی ان يوه هم زما غوندې ژوند نه ده کړی. داسې احساسات يې نه دي لرلي، کټ مټ له داسې خلکو سره نه دي مخ شوي چې ما ليدلي، ان زما لوستلي کتابونه یې هم زما په نظر او احساس نه دی لوستي، دوی د ژوند يوې بيلې څیرې جوړ کړي…
ـ غواړې يو ځل بيا له دوی سره ملګری شم؟ ايا دا ملګرتيا به له ځور پرته کوم څه ولري؟ دوی به ښایې ظاهراً ما يوه ارامه او منوونکې انجلۍ ومومي، زما له شتون سره به راحته وي، مګر زه څه؟
ـ خو له دوی لرې ژوند څه مانا لرې؟
ـ او له دوی سره څنګه ده؟
ـ ښه نه ده چې جوړ جاړی سره وکړو؟
ـ فکر کوې ممکنه ده؟
غوره به دا نه وي چې زه د هغه څه په هکله بې پروا واوسم ـ چې ځوروي مې؟
ـ ښایې، ښايې دا به د دې کشالې يوازنۍ حل لاره وي.
يو پوست غږ راغی،د انجلۍ د فکر لړۍ یې پرې کړه.
هيلې! کتابونه دې له برنډې ټول کړه، باران پيل شو. انجلۍ ور وکتل، مور یې له تنابه مينځل شوې جامې ټولولې، ځمکه خال خال لندیده، کتابونه یې په برنډه کې شيندلي پراته وو. د برنډې له مخې د ولاړې لویې ونې له نيولو ګلونو څخه له نري باد سره سپينې پاڼې راتوييدې…

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.