د امریکا، اسرائیلو او ایران په تیره څلویښت ورځنۍ جګړه کې چې امریکا او اسرائیلو په ټول قووت او امکاناتو پر ایران خپلو بریدونو ته دوام ورکړ نتیجه دا شوه چې، هغه موخې چې امریکا او اسرائیلو په ایران کې غوښتلي، یوه هم عملي نه شوي او کله چې ټرامپ د جګړې له لارې خپله ناتوني درک کړه، بیا یې د ډپلوماتیکو هلو ځلو لار غوره وګڼله، تر څو که وشي کولای د خبرو اترو او تبلیغاتي فشارونو له لارې خپلی موخي پر ایران عملي کړي.
حقیقت خو دا دی چې د ټرامپ ضدوـ نقیض وضعیت او کرکتر او د خبرو اترو میز ته ورتګ هم ایرن او هم ټولو نړیوالو ته شک او تردید را پیدا کړي و، ځکه ټرامپ له یوې خوا د اوربند او خبرو اترو وړاندیز کاوه او له بله پلوه چې د جګړې د شدت، خطر ناکه وسلو حتا د اتومی وسلو د استعمال ګوت څنډنې کولي، نو ځکه د ټرمپ پر خبرو او د هغه له خوا د مذاکراتو د پیل کیدو پر پروسه باور ستونزمن ښکاریده، چې په داسې وضعیت کې د دریم ګړي هېواد یا هېوادونو هلو ځلو ته د اوربند او خبرو اترو د تضمین او منځګړیتوب اړتیا لیدل کیده.
د ټرامپ د دغه جګړه ایز ناکام سیاست او پالیسیو په مقابل کې په امریکا کې دننه تظاهراتو زوروموند، له ایرانه اخوا امريکا کې هم د ټرمپ ادارې دغه اقدام له پراخو نیوکو سره مخ شوی او دې ګام د کانګرېس غړي په دوو ملاتړ او مخالفو ډلو وېشلي دي.
سره له دې چې په کانګرېس کې د ولسمشر ټرمپ دغه اقدام له یوې خوا یو اړخیز او د امریکا د اساسي قانون خلاف عمل بلل شوی، له بلې خوا یې ډیموکراټان سخت په غوسه کړي او د نوموړي د استیضاح غوښتنه یې مطرح کړې ده، همدا ډول د جګړې اقتصادی لګښت انسان وژنې ورځ تر بلې زیاتیدي، د امریکا د یوه پوځي ویاند په وینا، پر ایران د امریکا او اسرائیلو د جګړې پر مهال په اوو هېوادونو کې د ټپي شوو امریکایې سرتیرو شمېر تر ۲۰۰ اوښتی دی.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویاند کپټان ټیم هاکینز داسي وایې:
« د دغو ټپونو ډېری یې سطحی دي چې بیرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي، چې ۱۰ تنه نور سخت ټپیان او د کوما په وضعیت کې دي چې دغه پوځیان په بحرین، عراق، اسرائیلو، اردن، کویټ، سعودی عربستان او متحده عربي اماراتو کې ټپیان شوي دي».
پنتاګون بیا د مارچ تر لسمې پورې د ۱۴۰ امریکایې سرتیرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی وو.
له پله پلوه د ټرمپ ادارې ویلي، ایران سره د جګړې د لومړیو شپږ ورځو لګښت ۱۱ اعشاریه ۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی. ورته مهال ایران ادعا کړې، چې د جګړې په ۱۲ ورځو کې یې امریکا ته ۳۰ میلیارده ډالر زیان اړولی دی. له بل لوري د امریکا د استازو جرګې اندېښنه ښودلې، چې ممکن دا لګښتونه تر ۵۰ میلیارد ډالرو واوړي.
دغو پورتنیو ستونزو نه د وتلو له پاره ټرامپ د دپلوماسۍ او خبرو اترو لار غوره کړه، چې زما په اند بیا هم ترامپ ممکن د دوه موخو له پاره اور بند او د سولې خبرو ته مخه کړي وي.
لومړی دا چې غواړي هغه څه چې یې د جګړې له لارې تر لاسه نه کړل، د سولې د خبرو له لارې یې تر لاسه کړي، دویم دا چې یوه زماني فرصت ته اړتیا لري، تر څو د بیا جګړې د دوام له پاره تیاری تر لاسه کړي. خو دلته اساسي پوښتنه دا ده چې ولي د دغو خبرو اترو منځګړیتوب د پاکستان دولت په غاړه واخیست؟.
زما په اند د ترامپ ادارې د ایران په جګړه کې خپل ملي او نړیوال ماهیت او اتبار له لاسه ورکړ، د ترامپ غیر ارادي د لیونتوب او احساساتي پریکړو او تصمیمونو له امله پر هغه د امریکا د ولسونو، نړیوالو او حتا د هغه د متحدینو باور او د اعتماد کچه صفر ته را ټیټه کړی ده.
د امریکا په بیلا بیلو ښارونو کې د ترامپ د جګړه ایزو پالیسیو پر ضد لاریونونه تر سره شول، د امریکا غربي متحدینو د ایران سره په جګړه کې برخه وانه خیسته د ناټو د غړو هېوادو او ترامپ تر منځ هم د دغې جګړې په هکله د نظراختلاف رامنځته شول او بلاخر امریکا او اسرائیل په دغه جګړه کې د خپلو نورو متحدینو د ګډون نه بې برخې پاتې شول.
ولیدل شول چې څوارلس ورځنۍ دوامداره جګړې او په جګړه کې د ایران بر لاسي امریکا دې ته اړویسته تر څو د خبرو له پاره لار هواره کړي، مګر د ترامپ د غیر ارادي کړنو، درواغو، عدم صداقت له امله د نړۍ ځواکمنو هېوادو د امریکا او ایران تر منځ د اوربند او د سولې د خبرو منځګړیتوب ته علاقمندي ونه ښوده، نو ځکه امریکا خپل لاسپوڅي پاکستان ته دغه ماموریت و سپاره چې د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د خبرو اترو دغه مرحله پیل مګر بې نتیجې پای ته ورسیده.
په خبرو کې پر ایران د امریکا د تعزیراتو لری کول، د ایران د کنګل شوو شتمنیو ازادول، د یورانیمو د غني کولو د پروسې دوام، ایران ته د جګړې د غراماتو ورکول، د هرموز پر تنګي د ایران بشپړ حاکمیت منل، او په منځني ختیځ کې د ایران پر متحدینو د اسرائیلو د حملو درول او سوله تامینول د ایران دغه اساسي او قانوني غوښتنې وي چې د دغو غوښتنو یو شمېر ترمپ ته د منلو وړ نه وي، همدا ډول د امریکا ځني غوښتنې بیا ایران ته د منلو نه وي، نو ځکه مذاکرت بې نتیجې پای ته ورسیدل.
نور بیا
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.