له دې نه هیڅوک سترګې نه شي پټولای چې افراطیت او افراطیت روزنه د پاکستاني جرنیلانو او( ای اس ای) یوه له ټولو نه ښه او دوي ته په زړه پورې عایداتي منبع وه. اصلا د پاکستان د ستراتیژي یوه اساسي برخه همدا وه، چې دوي غوښتل په ټوله سیمه کې افراطیت خپور کړي او بیا پاکستان د دغه افراطي ډلو نه د ځان او خپلو بادارانو د اهدافو له پاره ترې استفاده وکړي.
پاکستان د ١٩٧٠ کال را دې خوا، د مذهبي افراطي ډلو په جوړولو سره په سیمه، افغانستان، هندوستان او حتا د نړۍ په ځینو نورو برخو کې په نا امنیو او ورانکاریو لاس پورې کړ.
د سړې جګړې په ټوله اوږده موده کې پاکستان په ملیاردونو ډالري د امریکا، اروپا او عربي نړۍ نه تر لاسه کړل، تر څو د دغو ډلو د روزلو، وسله وال کولو په لار کې ترې استفاده تر سره کړي. د دغو ډلو د روزلو، تجهیزولو په خاطر یې په سلګونو دیني مدرسې په قبایلي سیمو کې جوړې کړي، تر څو په اګاهانه توګه پنجاب له دغو افراطي اغیزو نه لرې وساتي.
په دغه افراطي ډلو کې نه یوازې افغاني تنظیمي ډلې، بلکې د نړۍ د اکثرو هېوادو لکه ازبکستان، تاجکستان، چیچین، چین، عربو او د ځینو نورو هېوادو افراطي ډلو او اشخاصو ګډون درلود.
دا یو حقیقت دی چې په قانونمندو هېوادو کې افراطیت نه روزل کېږی او نه هم فعالیت کولای شي، د دغو ګروپونو د فعالیت له پاره هغه هېوادونه چې قانون نه رعایت کوي ممکن دي، چې ښه بیلګه یې پاکستان کیدای شي او هم د دوي تر کنترول لاندې قبایلې سیمې.
د پاکستان د ستراتیژۍ په عمق کې ستر ارمان دا و، چې د داود خان د جمهوري نظام له پیل نه یې داسې هلې ځلې پیل کړي، تر څو په افغانستان کي يو داسې وروسته پاتې، مذهبي ډله حاکمیت ته ورسوي، چې د هر ډول پرمختګ خنډ وي، د عصري علوموسره مخالفت ولري، معلم و وژنی، مکتبونه وسوزوي او لنډه داچي د افغانستان د سياسي استقلال او پرمختګ سره په تضاد کې وي او یو وروسته پاتې افغانستان چې بهرنی سیاست او پالیسي یې د پاکستان تر کنترول لاندې وي رامينځته کړي، تر څو هیڅکله د دې توان او امکانات ونه لري چې د د دیورند د داعیې اواز راپورته کولای وشي.
کله چې د داکتر نجیب الله د جمهوریت په دننه کې د نظام د دښمنانو او د ملګرو ملتونو د سولې د پروګرام پر ضد د ببرک کارمل د ډلې او شورای نظار سره په ګډه خائنانه کودتا تر سره شوه، په نتیجه کې پاکستان خپل دغه شوم ارمان ته په ډېره اسانۍ سره ورسید،( سې ای اې ) او( اې اس ای) په ګډه دغه هېواد پلورونکي هر یو رباني، حکمتيار، مسعود، سياف او نور د بن لادن او نورو افراطي ډلو تر چتر لاندې داسې وروزل، چې خپل هېواد افغانستان یې پرې دړې، وړې کړ او دوي یې خپلو موخو ته ورسول.
دغو افراطي خرڅ شوو مشرانو د برهان الدین رباني، احمد شاه مسعود تر رهبري او مشرۍ لاندې، چې خپل هېواد او ولس ورته هیڅ ارزښت نه درلود، یوازې د ځان د قدرت او پردیو د ستراتیژیکو موخو د عملي کولو له پاره تربیه شوې وو، قدرت ته د رسیدو سره سم د پاکستاني مشاورینو تر نظر او مشورو لاندې د هېواد ټول مادي او معنوي ارزښتونه د خاورو سره خاورې کړل، نظام یې وپاشه، وسله وال پوځ یې ړنګ، هوایې پوځ چې په اسیا کې یې ساری نه درلود له منځه یوړ، ټوله ثقیله او خفیفه وسله یې د الوتکو او ټانکونو په شمول پاکستان ته د ډالۍ په توګه وسپارلي.
پاکستاني استخباراتو په دې هم اکتفا ونه کړه د افغانستان د لا بربادۍ په خاطر یې د دغو تنظیمي مشرانو تر مینځ د نفاق اور ته لمن ووهله، کورنیو جګړو په کلو، ښارونو کې زور واخیست، تاریخي کابل په کنډوالو بدل شو، د( ۷۰۰۰۰) په شاوخوا کې کابل اوسیدونکی د دغو کورنیو جګړو قربانیان شول، خو همدغه پاکستان چې د دغو افراطي ډلو د جوړیدو او قدرت ته د رسیدو اصلي لامل و، اوس نو د خیر په غونډي ناست وو تماشا یې کوله او خوند یې ترې اخیسته.
حقیقت خو دا دی چې وایې:
«کوږ بار تر منزله نه رسېږي».
همدا اوس پاکستان خپله د هغه مذهبي افراطيت سره لاس او ګريوان دى، چې د نورو هېوادونو د ویجاړولو له پاره یې روزلي وو.
هغه متل سم دی چې وایې:
«څه چي کرې هغه به رېبې».
پاکستان غوښتل چي افغانستان په افراطيانو تباه او برباد کړي چي تر ډېره حده پوري په خپل دغه شوم پلان کي بریالی هم شول، خو اوس داسې ښکاري چي همدا مذهبي ډلې د خپل پخواني بادار پر خلاف وسله را اخيستې او د هرې ورځ په تیریدو سره په سوات، وزيرستان، کراچي، راولپنډۍ او بلوچستان کي پر نظامي تاسیساتوحملې کوي او مرګ ژوبله ور اړوي.
پاکستان اوس د هغه سترو ستونزو سره مخ دی، چي افغانان يې پدې څه د پاسه پنځوس کلونو کي ورسره مخامخ کړي وو.
پښتومتل دى چي وايي:
«مه کوه په چا، چي وبه شي په تا».
پاکستان ولې پر افغانستان هوایې بریدونه کوي؟
ایا په ریښتیا هم (تې تې پې) له افغانستان نه پر پاکستان ګذارونه کوي او که دا یوه بهانه ده؟.
ایا تر اوسه د پاکستان پر دغو هوایې بریدونو کې د (ټې تې پې) کوم مشر وژل شوی دي؟
پر پورتینو سوالونو باندې په د مقالې په دریمه برخه کې تفصیلي بحث او څیړنه تر سره شي.
نوربیا
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.