د ایران، امریکا او اسرایلو جګړه / (لومړۍ برخه)

شاه ولی ارین

55

ولیدل شول چې له ایران سره د اسرائیلو او امریکا جګړه تر یوې اوږدې مودې د هرمز تنګي د تړل کېدو لامل ګرځېدای شي. دا تنګی د اقتصاد هغه حیاتي لاره ده چې د نړۍ شل سلنه مایع ګاز او نفت ورڅخه تېرېږي. په دې لار هر ډول خنډ او ځنډ د اروپا، امریکا او په ځانګړي ډول دونلډ ټرمپ له پاره ستونزې ولاړولی شي، خو په ورته وخت کې کیدای شي چې د روسیې په ګټه تمامه شي .

د هرمز د تنګي تړل کرېملین ته نور هم دا امکان ورکوي چې د خپلو نفتو او سون توکو صادارت ډېر او د اوکرایین پر وړاندې جګړې ته نور میلیاردونه ډالر لاس ته راوړي.

دا روښانه حقیقت دی چې د امریکا د جمهور رئیس دونالډ ټرمپ ورستیو له کبر او بې مورده غروري کړنو له امله نړیوال پخوانی جوړښت او بلاکونه داسې سره وپاشل شول، چې بېرته یې رغول او د باور تر لاسه کول زیاتو هلو ځلو او نوو پالیسیو ته اړتیا لري.

د دنمارک هېواد د ګرینلند د جزېرې د نیولو، د وینزویلا د جمهور رئیس او د هغه د میرمنې اختطاف او تر ټولو لومړي پر ایران د امریکا او اسرائیلو جګړې د ټړمپ موقف او د امریکا سیاسي او نړیوال ارزښت خورا راټیټ کړ، دغه هېواد خپل نږدي متحدین او حتا د ناټو د غړو هېوادو ملاتړ له لاسه ورکړ، په خاص ډول د ایران سره په جګړه کې د امریکا نظامي طاقت او د بیلا بیلو وسلو او وسایلو کیفیت د الوتکو په ګډون خپل پټ ماهیت له لاسه ورکړ.

د اسرائیلو سیاسي او پوځي مشرانو په سر کې بنیامین نتنیاهو په ډېر ماهرانه توګه دونالد ټرمپ په دغه جګړه کې راښکیل کړ.

نتنیاهو له لسیزو راهیسې ځان د ایران سره د مقابلې له پاره چمتو کړی و او په دغه سیمه کې یې ایران د ځان له پاره ستر ګواښ ګڼه، د هغه اوږده سیاسي مخینه تر ډېره د دې ژمنې پر بنسټ ولاړه وه چې اسرائیل به د خپل ایراني دښمن پر وړاندې هم له ځانه دفاع کوي او هم به د دې هڅه کوي چې د غربي متحیدینو، ناټو او امریکا په مرسته د ایران موجود نظام دړې وړې کوي او پر ځای به یې د دوي د خوښې یو ګوډاګي مزدور نظام چې د رضا شاه پهلوي ځوی ورته ګونډې وهلي وي رامنخته کوي.

د اسرائیلو د پوځ لوي درستیز هم دا یو داسې عملیات بللی و چې « دغه عملیات زموږ د موجودیت او زموږ د راتلونکی د خوندي کولو له پاره تر سره کېږي، تر څو راتلونکي نسلونه د خپلو نیکونو په ټاټوبي کې ارامه ژوند وکړي».

د بنیامین نتنیاهو یوه پخواني سلاکار دغه جګړه «د ټول منخني ختیځ د مسیر د بدلولو له پاره یو طلایې چانس بللي و».

په تل ابیب کې میشت خبریال او د امریکا اسرائیلي ګډ څیړنیز مرکز د اسرائیلو د پالیسۍ ټولنې سلاکار نري زیلبر وایې:

« دا د هغه څه اوج دی چې نتنیاهو هڅه کړي چې د ژغورنې د جګړې په نوم یې بیا معرفی کړي، هغه جګړه چې د هغه په باور د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نیټې پیل شوي، خو که دا وروستۍ جګړه نه وي لږ تر لږه د ایران پر ضد د هغه تر ټولو ستره جګړه خو ده». خو حقیقت دا دی چې دا د اسرائیلو او امریکا هسې یو بې ځایه خوب او خیال دی.

ریښتیا چې دغې نامشروع جګړې، سره له دې چې ایران ته یې خورا مادي او ځاني تلفات ور په برخه کړل، خو په معنوي او سیاسي برخه کې یې د ایران ولس او حتا د نظام مخالیفین د خپل دایمي دښمن په مقابل کې یو واحد سنګر کې نور هم سره را نږدي او یو موتي کړل.

نتنیاهو او ټرمپ سوچ کاوه چې په ایران کې د رژیم بدلون کولای شي د اسرائیلو ډېر سیمه ایز مخالفان، لکه په لبنان کې حزب الله او په غزه کې حماس، د ایران له مالي سرچینو، روزنې او وسلو بې برخې کړي او اټکل دا و چې ورسره به د اسرائیلو امنیت بدل او نور به هم خورا خوندي پاتې شي.

د جګړې د پیل نه تر مخه ټرمپ  او نتنیاهو سوچ کاوه چې دغه جګړه به په یوه اونۍ کې پای ته رسیږي او دوي به خپلو موخو ته چې د نظام پاشل، بدلون او پر ځای یې د دوی د خوښې ګوډاګی حکومت رامنځته کول و تر سره کړي، دا ځکه چې د دوي استخباراتو او جاسوسي شبکو د ایران د لوړپوړو چارواکو او د مذهبی مشر تر دفترونو پورې ځانونه رسولي وو.

دوي ځکه مطمئن وو، چې د ایران د لومړي لاس مشران او نظامي جنرالان لا د مخه د یوه منظم پلان له مخې په نښه شوي وو، مګر بیا هم دغو وژنو د ایران پر نظامي او سیاسي ستراتیژۍ هیڅ منفي اغیزه ونه کړه او دغه تشې په اتوماتیک ډول ډکې شوي، ځکه ایراني واکدارانو او د سپاه پاسداران مشرانو د کلونو راهیسي د دې وضعیت اندیښنه درلوده، نو ځکه په ډېر سرعت سره یې د خپل نظامي وړتیا او پوره لوړ طاقت د جوړولو په برخه کې چې د بیلا بیلو برخو څو ډوله د لوړ کیفیت, بالستیک توغندیو، مزایلو، راکیټونو، بې پیلوټه الوتکو او نورو مدرنه وسایلو او تجهیزاتو د جوړولو په لار کې له حده زیات بریالیتوبونه تر لاسه کړي وو چې روانې جګړي د دوی طاقت او لوړتیا په عمل کې ثابته کړه.

وروسته تر هغه چې د اسرائیلو د استخباراتي راپورونو له مخې په یوه هوایې برید کې د ایران د اسلامي جمهوریت مذهبي مشر خامنه یې د رهبري د یو شمېر نورو مشرانو سره ووژل شوول، نتنیاهو او ټرمپ ته یو ځل بیا اومید پیدا شو، چې د ایران نظام به وپاشل شي، نو ځکه نتنیاهو څو ځلې د ایران له خلکو وغوښتل چې له دغې تشې او وضعیت نه په ګټه اخیستو سره د سراسري پاڅون له پاره راپورته شي، خو اوس نور د ایران ولسونه هغه د جګړې د پیل له مخه ولسونه نه وو، بلکې د امریکا او اسرائیلو د دغو بې رحمانه تجاوزونو پر ضد ایرانیان نور هم خورا سره یو موټی شوي او د خپل د نظام تر څنګ دریدلی دی.

نوربیا

د افغانستان په هکله د پاکستان دښمنانه پالیسي /(څلورمه او وروستۍ برخه)

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.