د افغانستان او پاکستان مخامخ جګړه چې د فبروري د میاشتې په ۲۶مه نیټه پیل شوه او تر دا اوسه لا هم دوام لري، د دواړه هېوادونو ولسونه یې له خورا تشویشونو او ستونزو سره مخ کړي دي. چې د دغو جګړو قربانیان په خاص ډول د پاکستان د هوایې بریدونو له لارې د افغانستان ملکي اوګړي، کورونه او نورعامه تآ سیسات دي.
پاکستان په «سرحدي سیمو» کې له تاوتریخوالي وروسته او د خپلو هوایې بریدونو له پاره په افغانستان کې دننه د (ټې ټې پې ) موجودیت او کمپونه بهانه ګرزولي او وایې، چې پر دغو وسلهوالو هدفونو یې هوايي بریدونه کړي دي، حال دا چې د خپلې دغې بې مورده دعوې په هکله یې تر اوسه هیڅ ډول ثبوت او شواهد نه دې وړاندې کړي.
ولیدل شول چې د افغان طالبانو ځواکونو د پاکستان د هوایې بریدونو په مقابل کې د دیورند د فرضي کرښې په ځینو برخو کې د پاکستان پر پوځي مرکزونو ځوابي بریدونه تر سره کړل پوستې یې ونیولي او دښمن ته یې سخت مالي او ځاني تلفات ورپه برخه کړل.
پاکستاني جرنیلانو او د پنجاب ظالمو واکدارانو د خپلو دغو بې شرمانه ماتو په غبرګون کې يو ځل بیا پر کابل، کندهار، پکتیا او ځینو نورو برخو هوایې بریدونه تر سره کړل چې د دغو ټولو بریدونو قربانیان ملکي اوګړی او د دغو سیمود ځینوکورنیوغړي وو.
د پام وړ خبره خو دا ده چې د دغې روانې جګړې په هکله د متحده ایالتو د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند داسې وویل:
« هغوی په دغې جګړې خبر دي او وضعیت له نږدې څاري».دغه مطلب د دې ښکاره ثبوت دي چې ممکن دغه جګړه د امریکا په اشاره تر سره کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د دریځ او د دغې جګړې په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي داسې وویل:
« د طالبانو ځواکونو د هېواد د حاکمیت، هوايي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې له پاره دغه اقدام کړی دی. هغه زیاته کړه چې افغانستان غواړي دغه ستونزې د متقابل درک او درناوي له لارې حل کړاي شي.
د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په میاشت کې د فرضي کرښې دواړو غاړو ته د نښتو په نتیجه کې له ۷۰ څخه ډېر کسان ووژل شول او ترڅنګ یې د دغو جګړو له امله دروازې د اوږد مهال له پاره و تړل شوي چې د دواړه هېوادو په خاص ډول د پاکستان اقتصادي او تجارتي اړیکې یې خورا ستونزمنې کړي.
پاکستان سوچ کاوه چې د دوي منظم نظامي ځواک او هوایې بمبارد او فشار به طالبان دې ته اړ کړي چې د پاکستان هرې غوښتنې ته غاړه کېږدي، خو محاسبه یې غلطه وخته، د جګړو ناکامیو دې ته اړویستل چې د خبرو او دپلوماتیکو هلو ځلو له لارې خپلو موخو ته ځان ورسوي، نو ځکه یې له قطر، ترکیې او سعودی عربستان نه وِغوښتل چې د دوي د منځګړیتوب له لارې تاو تریخوالی کم او یوې نتیجې ته سره ورسیږي، مګر دغه خبرې چې په ترکیه او سعودی عربستان کې تر سره شوې، ځکه یې پایلې منفي وي، چې په ټولو خبرو کې د پاکستان غوښتنې بې اساسه وي او دي.
پاکستان افغانستان تورنوي چې له خپلې خاورې څخه د فعالو وسلهوالو ډلو د کنټرول له پاره کافي او اغیزناک ګامونه نه اخلي. له دغو ډلو څخه تر ټولو مهمه د پاکستاني طالبانو د تحریک ډله ده، چې په پاکستان کې خونړي بریدونه تر سره کوي. د طالبانو حکومت تل ترهګرو ډلو ته د پناه ورکولو تورونه ردوي او تل یې تاکید کړي ، چې دوي د دوحې د قرارداد پر بنسټ هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادو ته ګواښ شي.
طالبان ټینګار کوي چې، په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو فعالیت د اوسني وخت خبره نه ده، په افغانستان کې د طالبانو د قدرت تر مخه هم پاکستاني طالبانو په پاکستان کې فعالیت درلود، نو ځکه، د دوي د حملو مخنیوی او مهار کول د پاکستان داخلي ستونزه او د دوي امنیتي ناکامي ده.
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ د میاشت تر ټولو ضرور تصویر چې د ډېرو افغانانو په ذهن کې د هېریدو نه دی، هغه د پاکستان د استخباراتي ادارې د (ای اس ای) د هغه وخت د مشر، جنرال فیض حمید په کابل کې د طالبانو له واکمنېدو یوازې څو ورځې وروسته، په سرینا هوټل کې د چایو څښلو په حالت کې اخیستل شوی تصویر دی.
په ريښتیا هم دا یو ډېر مانا لرونکی تصویر و، چې د پاکستان د استخباراتو مشر په ډېر ډاډ او ارام لکه کابل یې چې خپل نوی کور وي خوشاله ښکاریده، مګر هغه څه له نن سره ډېر لرې او خورا توپېر لري،هغه خوشاله جنرال فیض حمید اوس په زندان کې شپې او ورځې تېروي، خو بر عکس اوس د اسلاماباد او کابل ترمینځ هغه پخوانۍ پټه ملګرتیا په یوه ښکاره او اعلان شوې جګړې بدله شوې ده.
په دې کې شک نه شته چې د پاکستان د بریدونو پر وړاندې د طالبانو مقاومت پرته له یو شمېر محدودو هېواد پلورونکو نه نور د ټولو افغانانو که دننه په هېواد کې دي او که له هېواده بهر احساسات راوپارول او له نظام سره په څنګ کې د دریدو غږ یې پورته کړ.
دا یو حقیقت دي چې طالبان د دیورند د فرضي کرښې د بیلا بیلو برخو د ساتنې په ځمګني جګړو کې د پاکستان پر اجېر او کرایې پوځ برلاسي دي. خو دومداره جګړه نور مهم او اساسي ابعاد او اړتیاوي لری چې غواړم په لاندې ډول ورته اشاره وګړم:
۱-افغانستان په وچه کې راګېر هېواد دی چې مهمې سوداګریزې لارې یې د پاکستان له لارې تر سره کېږي، که څه هم د طالبانو او افغان ولس ملي احساسات یو پیاوړی ځواک دی، خو بیا هم د اقتصادي ثبات ځای هېڅکله نشي نیولی، نو ځکه دغه جګړه د دواړو هېوادو په ګټه نه ده او دا یوه داسې لوبه ده چې ښايي دوام یې ناممکن او یا هم ډېر زیات زیان ولري، چې موثره د حل لار یې جګړه نه، بلکې خبرې، اتري تفاهم او دپلوماسی کیدای شي.
۲ـجګړه یوازې په احساساتو دوعاوو او نه شته عصري تخنیک او وسایلو نه تر سره کېږي، بلکې پر پرمختللي وسا یلو، تجهیزاتو، هوایې ځواک، پرمختللې تکنالوژيو او پیاوړي اقتصاد ښه او بریالۍ تر سره کیدای شي، ښه مثال یې ایران دی.
حقیقت همدا دی، که چېرې ایران پرمختللی تکنالوژي، راکټونه او ځواکمن هوایې پوځ نه درلودی، دومره اوږده جګړه یې د نړۍ د ستر زبرځواک، ټوله عربي نړۍ او اسرائیلو سره نه شوه تر سره کولاي. طالب چارواکي یې باید له ایران نه زده کړي چې، هغه هم یو اسلامي ملک دي د ښځو حجاب په سمه توګه په کښي عملي کېږي، خو زده کړې په لوړه کچه د نارینه او ښځینوو له لورې تر سره کېږي او هم په عملي ډول لیدل کېږي چې د لوړې تکنالوژۍ په لرلو سره د وسلو مهماتو او راکټونو په فابریکو کې اتیا په سلو کې نجونې او ښځې کار کوي، همدا یې د بریالیتوب یو اساسي راز هم دی.
۳ـجګړه د ملی حاکمیت، ارضي بشپړتیا او د هېواد د ملی نوامیسو د ساتنې لنډ مهاله کار نه دی، بلکې اوږد مهاله سوچ، اړتیا او مادی، معنوي اکمالاتو اوامادګیو ته اړتیا لري، اوسنی نړیوال وضعیت د افغانستان روانه جګړه یوازې له پاکستان سره نه محدودوي، بلکې دا کیدای شي پراخ ابعاد ولري، چې طالب چارواکي به بیا هغه وخت خپلو تېروتنو ته حیران وي، خو وخت به ترې تېر وي. د دغه ترخه واقیعیت د ویلو نه مې مطلب دادي چې:
۴ـ په تکرار سره یې وایم چې اوسنی وضعیت د دې حکم کوي چې طالبان وخت له لاسه ورنه کړي، لویه جرګه راوغواړي، داخلي مشروعیت تر لاسه کړي، د جګړې په هکله د ولس مشوره او ملاتړ په ډاډمنه توګه واخلي، د زده کړو او لوړو زده کړو دروازې د نارینوو او ښځینوو له پاره پرانیزې، د نړیوال مشروعیت او تعامل له پاره د هېواد د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره جدي او عملي هلې ځلې تر سره کړي او په دغه برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.
۵ـ پورتنۍ چارې له نړۍ سره د تعامل له لارې کولای شي د هېواد د دفاع له پاره عصري وسلې، تجهیزات او تکنالوژي په رسمي ډول د ځینو پرمختللو هېوادو څخه تر لاسه کړي، ځکه چې د هوایې او دفاعی ځواک شتون او تکمیلول د یو هېواد د ملی حاکمیت د ساتلو مطمئن اصل دي.
پای
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.