د افغانستان په هکله د پاکستان دښمنانه پالیسي /(دریمه برخه)

شاه ولی ارین

51

درنو لوستونکو د مقالې په تېرې برخه کې مو څو پوښتنې وړاندې کړي وي، چې د ټولو پوښتنو اساسي محور دا و، چې پاکستان ولی پر افغانستان او افغان ولس غیرعادلانه او ظالمانه تجاوز او هوایې بریدونه پیل کړی دي.

حقیقت خو دا دی، چې پاکستان په تېرو پنځه لسیزو کې د افراطیت د روزلو او ساتلو له لارې په ملیاردونو ډالري تر لاسه کولي او په سیمه کې یې ځان د افراطیت او اسلامي هېواد مالک ګڼه او د همدې ملکیت له لارې یې تل د هندوستان، افغانستان،منځنۍ اسیا او حتا د چین حکومتونه تر فشار لاندې راوستل.

څرنګه چې د دغو افراطي ډلو ملکیت یې درلود نو ځکه دغه ډلې یې تر کنترول او قوماندې لاندې هم وي. تل یې له دوي نه په سیمه کې د خپلو او بادارانو د ګټو او موخو د عملي کولو او نیابتي جګړو ته په لمن وهلو کې ترې استفاده تر سره کوله.

په افغانستان کې د طالبانو د حاکمیت د مينځته راتګ په لومړیو ورځو کې پاکستاني جرنیلانو او( ای اس ای) د خوشالۍ جامونه پورته کول، ځکه چې د دوي یې په پاکستان کې کلونه میلمه پالنه کړی وه، او هم یې د دوي په قدرت ته د رسیدلو په لار کې هلې، ځلې تر سره کړي وي، خو تشخیص او محاسبه یې برعکس انکشاف وکړ، څرګندېږي چې طالبانو د دوي مشورو او ملکیت ته ارزښت ورنه کړ.

داسې ښکاري، چې طالبانو نه یوازې دا چې د پاکستاني چارواکو او حاکمیت ته یې ارزښت ورنه کړ، بلکه له هندوستان سره چې د پاکستان ازلي دښمن دي دپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړي، چې دا وضعیت پاکستاني چارواکي خورا اندیښمن کړل.

بله اساسی موضوع د پاکستان د حکومت په خاص ډول پوځي جرنیلانو نږدیوالی له امریکا او اسرایلو سره او غزې ته د پوځي ځواکونو د لیږلو تعهد په پاکستان کې د اسلامی ګوندونو مخالفت، د پاکستاني حاکمانو اسلامی هویت هم له ګواښ سره مخ کړی، د پاکستاني چارواکو دغه عمل د پاکستاني طالبانو د غزې د مسلمان ولس  پر ضد عمل  له امله د دوي مخالفت او جګړو نور هم زور و موند، پنجابي حاکمیت او کرایې پوځ نه ځکه لاره ورکه شوه، چې هم یې په سیمه کې اسلامي مالیکیت له لاسه ورکړ او هم د افراطیت د کلونو مالیکیت، لیدل کېږي چې دغه دواړه مالیکیتونه د شرایطو او قراینو په کتو سره په طبعی ډول افغان او پاکستاني طالباو تر لاسه کړل.

د پاکستان کورنۍ جګړو، نا امنیو، اقتصادي ستونزو او همداسي نورو لسګونو پرالمونو پاکستاني جرنیلان د ی ته اړویستل تر څو د خپل ولس د اغوا کولو په خاطر پر افغانستان نظامي تجاوز وکړي.

پاکستان خپلو ولسونو ته د دغې ناروا جګړې د مشروعیت ورکولو له پاره د (ټې ټې پي ) موجودیت په افغانستان کې هسې بهانه ګرزولی، حال داچې، دغه جګړه نورې موخې لری چې په لاندې توګه ورته اشاره کوم:

۱-شهباز شریف او د کرایې پوځ مشر د امریکا ولسمشر ترامپ ته په ټیټو سرونو وعده ورکړي چې دوي به د جګړې له لارې پر افغان طالبانو دومره فشار راولي، تر څو طالبان مجبور شي او د بګرام هوایې اډه امریکا ته په اختیار کې ورکړي.

۲-د دوی بل تعهد له امریکا سره دا دی، چې پاکستان د هوایې بریدونو له لارې په افغانستان کې د امریکا نه راپاتې شوي وسلې او مهمات په نښه کړي او له مینځه یې یوسي.

۳- پاکستان ته د افغان دولتونو په تېره کې او یا اوس هم د طالبانو نږدیوالی له هند سره په هیڅ ډول د منلو وړ نه دي، نو ځکه دوي د جګړې له لارې فشار راوړي، چې په مذاکراتو کې پر افغان دولت دا ومني، چې له هندوستان سره هر نوع اړیکې باید د پاکستان تر نظر لاندې وي.

۴-پاکستان تل د خپلو غلطو پالیسیو له امله د افغانستان نارامي په خپله ګټه ویني، حال داچې دغه محاسبه یوه غلطه پالیسي ده، ارام او پیاوړي افغانستان د ټولو ګاونډیو او په خاص ډول د پاکستان په ګټه دي، ځکه له منځنۍ اسیا سره تجارتي او اقتصادي راکړه ورکړه د افغانستان له لارې پاکستان ته مؤثره او ارزانه تمامیدی شي، چې باثباته افغانستان دغه اړیکې نورې هم پیاوړي کولای شي.

۵-پاکستاني جرنیلان او پنجابي واکداران یې  هڅه کوي د افغانستان او نورو ګاونډیو هېواد سره په پولو کې نا امني او تیروریستي فعالیتونه تر سره کړي تر څو د دغه هېوادونو او طالبانو تر مینځ د بې باوریو اور ته لمن ووهي، چې د چینایې اوګړو وژنه  او داسی نورې پیښې یې ښکاره ثبوت دی.

۶-د پاکستان له لورې د طالبانو د مخالیفینو په خاص ډول شمالي ټلواله او نور هېواد پلورونکو سره لیدنې کتنې د پاکستاني جرنیلانو او( ای اس ای ) بله هغه ناکامه پروژه ده چې دغه ډلې او کسان افغانانو ته نور د منلو نه دي، او د پاکستان دغه ډول فشارونه بې ثمره بریښي.

۷-پاکستان داسې بې ځایه سوچ کوي، چې پر طالبانو به د زور او فشار له لارې د دیورند د فرضي کرښې په رسمیت پیژنده یو ډول نه یو ډول تر لاسه کړي، حال دا چې دا کار ناشونی بریښي او نه هم دا د دولتونو کار دي، دا د کرښې د دواړه خواوو د ولسونو حق او صلاحیت دي.

نوربیا

د افغانستان په هکله د پاکستان دښمنانه پالیسي /(دویمه برخه)

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.