ولس او نظام یو د بل بشپـړونکي دي، ولس د هېواد بنسټ او نفوس جوړوي، نظام د هغې د ادارې او نظم له پاره حاکم او اداره کوونکی ځواک دی. د یو قوي، سوکاله او پرمختللي هېواد له پاره د ولس او نظام ترمينځ نږدې همکاري، متقابل احترام او پیاوړی یون اړین دی. ولس د قانون په منلو او د ثبات په ساتلو کې له نظام سره مرسته کوي او نظام د ولس د امنیت، هوساینې، ټولنیزو اړتیاوو او اسانتیاوو برابرولو مسؤلیت لري. د ولس او حکومت ترمينځ واټن کمول، هېواد د پرمختګ لوري ته بیایې او د نظام بقا تضمینولی شي.
په یوه ټولنه کې نفاق، قومي او سیمهایز تعصبات، د يوې ټولنې اصليت او ثبات له منځه وړي، برعکس ملييووالى بيا د ټولنې د ژوند بقاء، د وګړو د سالمو حقوقو نه دفاع، د حق او باطل ترمنځ تفکيک او د ټولنې پرمختګ ته لاره هواروي. تشنج، افراط اوتفريط که د نظام یا ولسونو له لورې ترسره کېـږي؛ دغه وضعیت دېر ژر د ولسونو او هم د نظام حرکتونه او فعالیتونه ګواښمنولاي شي. تېرو تاریخونو جوته کړې، هغه ولسونه چې په نړۍ کې په اتفاق او اتحاد د ځان د پايښت په موخه نظامونه جوړکړي او قوانين یې وضع کړي او د عملي کولو په لار کې یې ګامونه اخیستي دي، د هوساینې ژوند یې په برخه شوی دی.
اساسي قانون د يو هېواد تر ټولو لوړ او تر ټولو مهم سند دی، چې د دولت بنسټونه، د واک درېګونې قواوې (مقننه، اجرائیه او قضائيه)، د خلکو اساسي حقونه او د حکومت او ملت ترمينځ اړیکې تنظیموي. نور ټول عادي قوانین باید د همدې قانون په چوکاټ کې جوړ شي او خلاف یې د ولس او نظام تر مینځ ستونزې را جوړولای شي.
اساسي قانون د رازـ راز ټولنو، نړیوالو بنسټونو، خپلواکه هېوادونو او کمپنيو سره د متقابلو اړیکو، همکاریواو دیپلوماتیکو چارو د پراختیا لار پرانیزي او د نړیوال تعامل او اړیکو ضمانت کولای شي.
په خواشینۍ سره چې زموږ په ګران هېواد افغانستان کې د تېر تاریخ په ټولو دورو کې که چېرې اساسي قانون شتون هم درلود، د عملي کولو او تطبیق کچه یې خورا کمزورې او د ولسونو په ګټه ترې استفاده نه ده شوې، چې په نتیجه کې د نظام او ولسونو ترمينځ یې واټن ته لار هواره کړي او د هېواد د بیرته پاتې کیدو، د نظامونو د کمزورتیا او پرزیدو علت ګرزیدلي دي.
د ورستیو پنځولسیزو بې ثباته او چټک بدلیدونکو حکومتونو د نورو عواملو تر څنګ اساسي لامل د ولسونو اړتیاوو، غوښتنو، مشورو ته نه پاملرنه او د قانوني مشروعیت د نه لاسته راوړلو لامل یادولای شو.
په یادو حکومتونو کې چې د استعماري قدرتونو او حریصو ګاونډیو د لاسوهنو له امله قومي، مذهبي او سیمهایزو تعصباتو ته چې د یوې ټولنې د له منځه وړلو باعث ګرځي، په لوی لاس لمن ووهل شوه، دغه ملي نفاق چې زړی یې انګریزي استعمار کرلی و، د شوروي د استعماري یرغل وروسته ورته ډېر پراخ کار وشو، شوروي استعمار په اسلامي تنظیمونو کې د حکمتیار، رباني، مسعود تر مینځ د نفاق اور ته لمن ووهله او په سیاسي اړخ کې د خلق او پرچم تر مینځ د یو بل د وژلو تر کچې یې زهر وروشیندل، د دغو دواړو دورو حکومتونو خپل ټول عمر په خپلمنخي اختلافاتو کې سره تېر کړ، یووالی یې هېر کړ، په خاص ډول د اسلامي تنظیمي ګروپونو په حکومت کې د دوي د نفاق او تعصباتو له امله د هېواد ټول هست او بود تالا ولا شول، د هېواد مرکز کابل په کنډوالو بدل شو (۷۰۰۰۰) بې ګناه انسانان یوازې په کابل کې ووژل شوول، همدا و د دغو حکومتونو غیر منصفانه سیاستونه او له ولسونو سره د بې تفاوتۍ او عدم مشروعیت نتیجه.
د امریکایې استعمار په شل کلنه دوره کې د قومی تعصب او نفاق نوی فصل پرانستل شو امریکایانو د هېواد په مختلفو قومونو کې خپل جاسوسان او په ډالرو خرڅ شوی نوکران وروزل، پیاوړي یې کړل دولتي واک او نظام یې داسې متفرق کړ، چې د هرقوم روزلی امریکایې جاسوس او د هر ولایت والي په خپلسرجمهور رئیس شو، د دولت اداره او نظام تیتوپرک شول، ټول مشران او دولتی چارواکي د خپلو شخصي او امریکایې ګټو د لاسته راوړلو په لار کې ولس هېر کړ، د ولس دغه واټن او نور ځنې عوامل د دې علت وګرزید چې طالبانو ته بیا د حاکمیت د لاسته راوړلو چانس اسانه شي.
دا یو حقیقت دی چې د داکتر نجیبالله د حاکمیت په وخت کې په نظامي ډګر کې افغانستان د اسیا په کچه یو ستر نظامي ځواک و، مګر بیا هم د نورو ټولو بهرنیو عواملو تر څنګ، د پرچم د خپلمنځی اختلافاتو او د دوي د نظام سره د ولس واټن هغه لاملونه دي چې له ماتې او نابودئ سره مخ شوول.
ایا همدا ولسونه نه وو، چې د ډاکتر نجیبالله د حکومت تر سقوط وروسته یې د تنظیمي حکومت نه ــ سره له دې چې د پاکستان د ای اس ای پر اوږو سپور هېواد باندې وتپل شو ــ ملاتړ ونه کړ او د تکبیر چیغې یې ونه وهلی. خو لکه د مخه چې هم ورته اشاره شوې، کله چې ولسونو د دوي تر مینځ شرو ــ فساد، پاټک سالاري، چور چپاول او په سلګونو نوري منفي پدیدي چې په ویلو یې انسان شرمېـږي تر سره شوي، څنګه بیا همدغه ولس چې لومړی یې د تکبېر نارې ورته وهلی، مګر بیا یې داسې مخ ترې واړوه چې، د طالبانو لومړیځل راتګ نه یې دومره ملاتړ او ښه راغلاست وکړ چې په ټول هېواد کې حتی د چا غاښ هم وینې نه شو.
درنو لوستونکو تېرو پېښو ته په اشارې سره یو ځل بیا د تیرو پیشنهادي مقالو تر څنګ می چې خپرې کړي دي، یو ځل بیا د نظام اوسنیو چارواکو ته دوستانه وړاندیز کوم، چې هېواد په ډېرو حساسو شیبو کې قرار لري، نو ځکه د نورو ټولو چارو تر څنګ د ولس د رضایت او له نظام نه د ملاتړ په خاطر دقیق سوچ په کار دی او دغه چارې باید د نظام او حکومت په لومړیتوبونو کې تر نظر لاندې ونیول شي او عملي ګامونه ورته واخستل شي.
د ولس د غوښتنو او اړتیاوو د خوندي کولو، د لا نور واټن د مخنیوي او د کورنیو او بهرنیو دوښمنانو د مهارولو له پاره لاندې ټکي د پاملرنې وړ دي:
۱ــ د لویې جرګې رابلل، په جرګه کې داخلي مشروعیت تر لاسه کول، د پاکستان د تیریو او دښمنانه سیاست په هکله د جرګې نظر اخیستل، د اساسي قانون د مسودې د جوړولو له پاره مسلکي کمیسون جوړول.
۲ــ د نظام د پنځمې کلېزې په ویاړ د نجونو د ښوونځیو پرانستل، البته د یو منظم اسلامي یونفورم په لرلوسره، ښځو ته د کار او معشیت شرایط برابرول.
۳ــ په نظام او حکومت کې پاکو، سپیڅلو مسلکي شخصیتونو ته د کار زمینه او شرایط برابرول.
۴ــ د متقاعدینو د حقونو د اداکولو له پاره لارې چارې لټول او عملي کار تر سره کول.
۵ ــ د دولت د غصب شوو ملکیتونو او ښارگوټو د استرداد په مرحله کې په کورونو کې د اوسیدونکو په مورد کې داسې قانوني تعامل تر سره کول چې د اوسیدونکو د نارضایتونو مخه ونیسي، تر څو چې د هېواد د دښمنانو ښکار ونه ګرزي.
۶ ــ یو بل مهم لامل چې د هېواد تېر نظامونه یې کمزوره او پرزولی دي، هغه د نظام د چارواکو تر مینځ نفاق، نه همغږي او یو د بل معقولو غوښتنو او نظرونو ته نه پاملرنه یادولای شو. چې د نه پاملرنو په نتیجه کې ستر او زیانمن وضعیت رامینځته کیدلای شي.
۷ـ دفاعی او ټول نظامي سیستم، پیاوړی کول، د هېواد پولې، کرښې او سرحدات د جدي کنترول او نظارت لاندي ساتل تر څو د مغرضو ګاونډیوهېوادو د شومو موخو، مخه ډب شوي وي.
۸ ــ په هېواد کې د اوسني حساس وخت په نظر کې نیولو سره د ولس په هکله د بې موردو پارونکو فرمانونو درول او پر خای یې په هېواد کې جدی کنترول او د مشکوکو عناصرو نظارت ته پاملرنه ساتل.
۹ ــ د هېواد میډیایې او تبلیغاتي سیستم په جدي توګه فعال ساتل او د هېواده نه بهرهسې په نوم د درغجنو جبهو د دروغجنو تبلیغاتو په هکله ولس ته سم او دقیق معلومات وخت په وخت ورکول.
پای
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.