معلم غفار چې د یکشنبې په ورځ راویښ شو، خولې یې کړې وې. ساه یې ډوبېده. مېرمن یې لا غځېدلې وه، ده په رېږدېدلي غږ ورته وویل:
– بد خوب مې لید.
مېرمن یې لکه د ده خبرې چې نه وي اورېدلې، هېڅ ونه ښورېده. معلم غفار یې په اوږه لاس کېښود، ویې ښوروله. هغې خوبوړې سترګې ورواړولې، ده بیا وویل:
– بیخې بد خوب و.
مېرمن یې په ځای کې نېغه کښېناسته، د ده په تندي یې لاس کېښود، خولې یې ترې پاکې کړې، په اوږه یې لاس ورکېښود:
– خیریت دې وي.
د دې د زړه دربا شوه. دوی دواړه په دې باور وو چې د معلم غفار خوب رښتیا کېږي. لندن ته تر راتګ مخته یې خوب لیدلی و چې په لندن کې اوسېږي. یوه میاشت وروسته یې بخت بیداره شو، قاچاقبر حال ورکړ چې د جرمني کار یې نه کېږي خو لندن ته یې رسولی شي. په لندن کې یې خوب لیدلی و چې اسناد یې قبول شوي دي، اوونۍ وروسته یې کور ته لیک راورسېد چې د دوی د پناه قضیه منل شوې ده. د زوی تر زېږېدو شپږ میاشتې وړاندې یې خوب لیدلی و چې زوی یې زېږي ، نوم به یې غفور وي. همداسې وشول. دوی دواړو بل چا ته نه ویل چې د معلم غفار خوب رښتیا کېږي، مېرمن یې ویلي و خلک به مو نظر کړي. دا یوازې د دوی دوو راز وو چې له هر خوبه یې خوند اخیست.
معلم غفار وویل:
– خوب مې لید، د جمعې په ورځ ….
ساعت ته یې وکتل:
– اووو نن یکشنبه ده، د جمعې په ورځ مرم.
د مېرمنې زړه داسې ولوېد لکه الوتکه چې ناڅاپه لس دولس متره راوغورځي. احساس یې وکړ چې ژبه یې وچه شوې ده. غواړي خبرې وکړي خو څه یې له خولې نه راوځي. معلم غفار پرې پوه شو، د دې د ډاډ لپاره یې وویل:
– لا وخت شته، یوه هفته ده، هر څه به سم شي.
د مېرمنې له سترګو یې رڼه اوښکه په سره شوي باړخو وبهېده. معلم غفار له ځایه پورته شو. د خونې کړکۍ یې پرانیسته، لاندې یې سړک ته وکتل. د سړک په غاړه د چنار پاڼې برګې شوې وې، د مني لومړۍ ورځې وې. مېرمن یې ورپورته شوه، له شا یې غېږ پرې راوګرځوله، ورو یې وویل:
– هر خوب نو نه رښتیا کېږي.
معلم غفار ځان ترې جلا کړ، مخامخ یې ورته وکتل، د دې په شونډو درواغجنه موسکا ښکاره شوه، دی جدي و:
– کوم خوب مې بیا درواغ شوی؟
له لاندې منزله د غفور غږ شو:
– مورې زه فوتبال ته ځم.
مور لا ځواب نه و ورکړی چې د کور د وره کړپ شو، معلم غفار کړکۍ ته مخ ورواړاوه، خپل زوی یې ولید چې چابک چابک رهي دی، توپ له مځکې وهي. تر هغو یې ورته کتل چې له سترګو یې پناه کېده. بیا یې مېرمن ته وویل:
– د افغانانو په جومات کې عمومآ په یکشنبو فاتحې وي، باید ورشو.
– د چا فاتحه ده؟
– خدای خبر، د یوه افغان به وي، باید ورشو، له خلکو سره راشه درشه مو کمه ده.
– زه به هم ولاړه شم.
د دوشنبې په سهار چې غفور پوهنتون ته ولاړ، مور یې خپل مېړه ته وویل:
– پرون په فاتحې کې ښځو ویل د لندن قانون بیخي بد دی.
معلم غفار د چایو پیاله په لاس کې وه، په ژۍ یې یوه ګوته سولوله، مېرمن یې خبره پسې اوږده کړه:
– که د کور مالک ، خدای مه کړه نه وي، حکومت یې له کورنۍ څلوېښت فیصده ټکس اخلي.
معلم غفار غلی و، سترګې یې یو ځای ښخې وې، مېرمنې یې خبرې کولې:
– که کور یې په ژوندوني له ښځې سره ګډ په نوم شي بیا دغه ټکس نشته.
معلم غفار په خپلې اوږې د مېرمنې لاس احساس کړ. ورته ویې کتل، هغې لکه ملامت انسان شوڼدې وځړولې. ده وویل:
– وکیل اته سوه پونډه غواړي. وبه یې کړو، دا کور به زما او ستا په نامه شي.
مېرمن یې وژړل. دی پورته شو، د دې په اوږه یې یو لاس کېښود، پسې تشناب ته لاړ.
د سه شنبې په سهار لمر لا نه و راختلی چې معلم غفار د خوب خونې څراغ ولګاوه، وطن ته یې زنګ وواهه، وراره ته یې وویل:
– یو غویی حلال کړه، په مسکینانو یې غوښه ووېشه، پیسې همدا نن درحواله کوم.
ده چې ټیلې فون کېښود، مېرمن یې ورته وویل:
– ولې پسه نه حلالوي؟
– غویی ښه دی، ډېرو ته به ورسېږي.
– په څو دی؟
معلم غفار له ځایه پورته شو، کړکۍ یې پرانیسته، د سړک غاړې څراغ ژېړه رڼا کوله، باد د چنار پاڼې ښورولې، مېرمنې یې وویل:
– یخ دی کړکۍ بنده کړه.
ده یې خبره ونه منله. ځای پر ځای ولاړ و، مېرمنې یې ورته وویل:
– ته هم لوڅ یې، ناروغه به شې.
معلم غفار کړکۍ په زوره بنده کړه. تشناب ته لاړ. په هینداره کې یې خپلو سترګو ته وکتل. د سترګو لاندې یې ګونځې ورښکاره شوې. وېښته یې د سړک د چنار پاڼو غوندې برګ شوي وو، هغه پاڼې ژېړې او سرې وې د ده وېښته سپین او تور وو.
د چهار شنبې غرمنۍ قابلي او د پسه کړایي وه چې یو وخت معلم غفار په ډېر شوق سهار او ماښام خوړل، ډوډۍ چې په مېز کېښودل شوه، د غفور مور وویل:
– غفور که خپله د موټر بیمه کوي ډېره ګرانه ده، دی خو نوی ځوان دی، تجربه نه لري، که ستا له بیمې سره شریک شي ارزانه به وي.
له ډوډۍ وروسته معلم غفار د بیمې شرکت ته زنګ وواهه. مازدیګر یې مېرمن له کلونو وروسته حلوا پخه کړه، څو کاله مخته معلم غفار ته ډاکټر ویلي و چې کولستورول یې لوړ دي باید خواږه او غوړ کم کړي.
د پنجشنبه په سهار معلم غفار خپله مېرمن بانک ته بوتله چې په خپل حساب کې د دې نوم هم ورزیات کړي. د واده یې پنځه ویشت کاله اوښتي وو، تر اوسه بانکي حساب یوازې د معلم غفار په نامه و. ماخوستن یې خپلې واده کړې لور ته زنګ وواهه چې د شپې په مخه د دوی کور ته راشي.
د ډوډۍ پر مېز یې لور او زوی ته وویل:
– ژوند لنډ دی. نن مې خپل وصیت ولیکه. د وکیل په دفتر کې پروت دی، مور دې وکیل پېژني.
په هغه شپه یې مېرمن له لور سره په بله خونه کې ویده شوه. د لور سترګې یې ژر سره ورغلې، خو له دې خوب مرور و. په ځای کې اوښته را اوښته، خپلې لور ته یې کتل، د هغې په وېښتو یې لاس تېراوه.
معلم غفار په خپله خونه کې یوازې پروت و، چت ته یې کتل، تر ډېرو خوب ورنه غی.
د جمعې په سهار د معلم غفار د خوب له خونې غږ نه راته. مېرمن یې ژړغونې دروازې ته ودرېده، ورو یې ور پرانیست، معلم غفار اوږد غځېدلی و. دې ورغږ کړل:
– معلمه، وه معلمه!
د معلم غفار خېټه کښته پورته کېده. ډوب ویده و. مېرمن یې ورنژدې شوه، ویې ښوراوه، ده سترګې پرانیستې. په قهروړي لوړ غږ یې وویل:
– څه خبره ده؟
مېرمن یې موسکۍ شوه:
– هېڅ هېڅ.
مازدیګر چې یې لور کور ته ستنه شوه. معلم غفار مېرمنې ته وویل:
– ورځ لا اوږده ده.
مېرمن یې ورته وویل:
– دا ډېر وخت دې ورزش نه دی کړی، پرهیز دې هم پراېښی دی، جېم ته باید ورشې.
معلم غفار په راوتلې خېټه داسې لاسونه ونیول لکه په لمانځه چې ولاړ وي. سترګې یې سره ورغلې، ورو یې وویل:
– چې دا جمعه وه که بله؟
پای
د ماښام اووه بجې او ۴۹ دقیقې
د سپتمبر ۲۷ مه ۲۰۲۶
لندن
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320