د ماشوم دویمه ژبه او هغه ته د لیکلو لارې چارې

ليکوال: څېړندوی محب الله همتيار

53

د ماشوم دویمه ژبه او هغه ته د لیکلو لارې چارې

A Child’s second language and Writing Methods to Them

لنډیز

د لومړۍ او دویمې ژبې نومونې اوس مهال د نړۍ په ټولو لیکنو کې لیدل کېږي، دا اصطلاحات یوازې نومونه نه دي، بلکې تر شاه یې د یوه فرهنګ، ملت او انساني ټولنې وګړي شتون لري. دویمه ژبه د انسان هغه ژبه ده چې له لومړنۍ ژبې وروسته یې په شعوري او یا لاشعوري ډول تر لاسه کوي. په نړۍ که به داسې ټولنې کمې وي چې دوه ژبيزې یا څو ژبیزې نه وي، آن یو ژبیزې ټولنې هم د دوه ژبیزتوب په لور روانې دي. اوسمهال د نړۍ د ژبو څانګوال په هغو لارو چارو بوخت دي، چې څنګه د دویمې ژبې د زده کړې پروسه ګړندۍ او ساده کړي.

د دویمې ژبې د زده‌کړې په اړه بېلابېلې نظریې شته، ځینې یې د عمر په لومړیو پړاوونو کې د ژبې زده کړه بهتره بولي او نور په دې اند دي چې د ژوند په هر پړاو کې ژبه زده کېدای شي. له دې ټولو نظریاتو داسې ښکاري چې د ژبې د زده‌کړې پروسه ټول عمر دوام کوي، خو په اساسي ډول د ژب زده‌کړې مهال د ماشومتوب دوره بلل کېږي. د ژبو زده‌کړه نه یوازې د یو مفاهمې زده‌کړه ده، بلکې د یو بل فرهنګ او انساني ټولنې پېژندګلوي هم ده. له دې سره چې ژبه د فرهنګ په لېږد کې رغند رول لري، خپله دوه ژبیز انسانان هم د ژوند یوه نوي پړاو ته ننباسي. یاد ماشومان په ژوند کې نوي کاري فرصتونه مومي، د نورو ژبو په زده کړه کې نوښتګر وي، په ټولنیزو اړیکو کې تر نورو مخکښ وي او په زیاتره ټولنیزو چارو کې انعطاف مننونکي وي.

د دویمې ژبې زده کړه په اسانۍ سره نه تر سره کېږي، د کورنۍ غړي باید له ځینو اصولي لارو چارو څخه کار واخلي تر څو یې ماشومان دویمه ژبه په چټکۍ سره زده‌کړي. ماشوم ته دې زده‌کړه د ژوند له لومړي پړاو څخه پیل کړي، له دوه ژبیز چاپیریال سره دې مخ کړي، د وییونو کارونه دې ور زده‌کړي او د سیالۍ یا سالم رقابت له حس څخه دې ګټه واخلي.

سریزه

دویمه ژبه د انسان هغه ژبه ده چې له لومړۍ ژبې وروسته یې په شعوري او لاشعوري ډول زده کوي. له لومړۍ ژبې وروسته دویمه ژبه هم د انساني ژوند په لومړیو پړاوونو کې د لومړۍ ژبې غوندې د وینګ او ګرامري جوړښتونو له مخې په اساسي ډول زده‌کېږي. د ژبې څانګوال د دویمې او بهرني ژبې توپير په ګوته کوي چې ټول توپيرونه یې د ژبې د استعمال او په یوه ځانګړې جغرافیه کې د ویونکو له مخې را څرګند شوی دی. بهرنۍ او دویمې ژبې د انساني ټولنو په اړیکو او تعامل کې مهم رول لوبوي او د لاسته راوړلو لپاره یې ځینې اساسي لارې چارې شته چې باید په زده‌کړه کې پلې شي، تر څو د دویمې ژبې ويونکي په راتلونکي کې د ژبو په وینګ، کارونه، ویي زېرمه او ګرامري جوړښتونو کې له ستونزو سره مخ نه شي.

دا چې هره ژبه د ژوند په لومړیو کې د ماشومانو له خوا په کسب کېږي او کله چې د ماشوم عمر له هغه پړاو څخه تېر شي چې پوهان یې د ژبې د زده‌کړې د بحراني دورې په نوم یادوي، نو د ژبې زده‌‌کړه له ستونزو سره مخامخ کېږي. څېړنو ښودلې ده چې د ژبې په زده کړه کې باید ځینو ټکو ته پام وشي، تر څو د ماشوم په دوه ژبیزتوب په بهیر کې له ستونزو څخه وژغول شي. ښايي ځینې کورنۍ داسې فکر وکړي چې ماشوم يې د دویمې ژبې په زده کړه کې له ستونزو سره مخ دی، په حقیقت کې ځینې داسې پړاوونه دي چې ماشوم په کې له چوپتیا سره مخامخ کېږي. دا چارې باید داسې ونه انګېرل شي چې د دویمې ژبې زده کړه په ماشوم باندې بوج شوې.

تر اوسه پورې په پښتو ژبه کې داسې آثار نه لرو چې د دویمې ژبې په زده‌کړه کې له زده کوونکو سره مرسته وکړي، اړتیا ده چې په هغو لارو چارو بحثونه وشي چې د دویمې ژبې ماشوم ته باید څه ډول لیکل وکړو؟ په دې لیکنه هغه لارې چارې په ګوته شوې دي چې پښتانه لیکوال باید په راتلونکي ورته پام وکړي او هغه ماشومان چې پښتو ژبه د دویمې ژبې په ډول زده کوي له ستونزو سره لاس او ګریوان نه شي.

د لومړۍ او دویمې ژبې نومونې نن ورځ په ټولنیزو علومو کې تر هر څه زیاتې کارول کېږي، ښايي په دې اړه به له ډېرو سره دا فکر پیدا کېږي چې ولې د لومړۍ او دویمې ژبې نومونې کاورل کېږي؟ پر ځای یې نورې نومونې ولې نه کار وو؟ لکه د (مورنۍ ژبې) نوموَنه چې نن یې پر ځای د (لومړۍ ژبې) اصطلاح کارول کېږي. په هر صورت اوس مهال یې په اړه دومره ویلای شو چې د مورنۍ ژبې یا بلې اصطلاح په کارولو سره ځینې ستونزې رامنځ ته کېږي چې په اړه یې په کوټلي ډول پرېکړه نه شو کولای چې کومه مورنۍ ژبه ده او کومه یې لومړۍ ژبه ده.

د څېړنې ارزښت

د دې څېړنې ارزښت په دې کې دی چې دا څېړنه د دویمې ژبې د زده‌کړې هغه لارې چارې په ګوته کوي چې د ماشوم په دوه ژبیزتوب کې رغنده رول لوبوي. په دې څېړنه کې به د ماشوم د دويمې ژبې د زده‌کړې علمي او اصولي پرنسيپونه بيان او توضيح شي او له څېړنې د استفادې په صورت کې به د امکان تر حده هغه ستونزې هوارې شي چې د دویمې ژبې د زده‌کړې د موادو د برابرولو په لاره کې پرتې دي. پر دې سربېره دا څېړنه د ماشوم له روزونکي سره مرسته کوي چې خپلو ماشومانو ته د دویمې ژبې د زده‌کړې ګټورې طرحې برابرې کړي.

د څېړنې موخه

د دې څېړنې موخه دا ده چې د ليکنو پر وخت د لیکوال پام دې ټکي ته را اړوي چې د دویمې ژبې د زده‌کوونکو لپاره د هغوی عمر او کلتور ته په کتو لیکنې وکړي او داسې لارې چارې وکاروي چې د دویمې ژبه په زده‌کړه کې ګټورې پریوځي. په پښتو ژبه کې تر اوسه پورې موږ د دویمې ژبې د زده‌کړې لپاره داسې اثار نه لرو چې له زدو‌کوونکو سره د دویمې ژبې په توګه د پښتو په زده‌کړه کې مرسته وکړي. په دې څېړنې سره به دې تشې ته د لیکوالو پام واوړي او په راتلونکي به یې د ډکولو هڅې وشي.

د څېړنې مېتود

په دې څېړنه که له تشریحي، تحلیلی او انتقادي مېتود څخه کار اخیستل شوی او د څېړنې ډول یې کتابتوني دی.

د څېړنې پوښتنې

۱– دویمه ژبه کومې ژبې ته وایي؟

۲– د دویمې ژبې زده‌کړه څه ارزښت لري؟

۳– د دویمې ژبې د زده‌کړې اصولي لارې چارې کومې دي؟

۴– د دویمې ژبې د زده‌کړې لپاره د عمر کوم پړاو غوره دی؟

اصلي موضوع

لومړۍ او دویمه ژبه

په اوسنۍ نړۍ کې چې تر کومې کچې د انساني ټولنو اړیکې یو تر بله غځېدلې دي، نو له ورایه ښکاري چې دې اړیکو د ژبو په برخه کې هم خپل اغېز تر هر څه زیات څرګند کړی دی. دا چې ولې د ژبو خبره دومره مهمه او د ژبو پر سر ده، لوی لاملونه یې له یوې ټولنې څخه بلې ټولنې ته د جګړو، فقر او ټولنیزو ناندریو له امله کډوالي او راشه درشه بلل کېږي. نن ورځ به ډېرې کمې داسې ټولنې وي چې وګړي یې دوه ژبي او یا څو ژبي نه وي. که داسې ټولنې هم وي چې یوازې په مورنۍ ژبه خبرې کوي، ښايی تر ډېره به یې دا یو ژبیزتوب پاتې نه شي، ان دا چې د عمر په لومړیو پړاونو کې به له دوه ژبیزتوب سره مخامخ شي.

د ژبڅېړونکو د څېړنو له مخې هر ماشوم چې په کومه ټولنه کې وزیږي، په دې ټولنه کې چې کومه ژبه ماشوم د مور، پلار، د کورنۍ د غړو او شاوخوا مېشتو وګړو له خوا کارول کېږي، د ماشوم لومړۍ ژبه بلل کېږي. ډېرې داسې ټولنې هم شته چې په هغوی کې ماشوم له پېدایښت سره سم له دوه‌ژبیز چاپېریال سره مخامخ کېږي. کله چې چاپېریال له لومړي سره دوه ژبیز وي، نو په دې صورت کې د لومړۍ ژبې مشخص کول ستونزمن وي؛ ځکه چې مور یې په یوه او پلار یې په بله ژبه خبرې کوي. په داسې حال کې ماشوم په هممهاله ډول په دواړو ژبو په یو ډول بر لاسی وي چې په خبرو کې یې ستونزه نه لیدل کېږي. کله چې ماشوم له لومړي سره څخه دوه‌ژبی وي، اوس کومه ژبه د ماشوم لومړۍ ژبه وبولو؟ دا یوه سخته او د بحث وړ مسله ده؛ ځکه چې ماشوم هم د مور پر ژبه او د خپل چاپېریال پر ژبه پوره تسلط لري. د دې ستونزې د حل په موخه باید ځینې ټکي په پام کې ونیسو تر څو د ماشوم لومړۍ ژبه مشخص کړو:

د ژبې ماهرین په دې خبره په یو خوله دي چې په یوه کورنۍ کې که پلار په خپله لومړۍ ژبه له ماشوم سره خبرې کوي او مور یې په خپله لومړۍ ژبه ورسره خبرې کوي؛ نو که چېرې ماشوم په لومړیو کې په هممهاله ډول دواړه ژبې زده‌کړې، نو د ماشوم لومړۍ ژبه هم د مور او هم د پلار ژبه بلل کېږي، یعنې دواړه ژبې یې لومړۍ ژبې دي. د مثال په ډول که چېرې پلار په پښتو ژبه خبرې کوي او مور یې په دري ژبه خبرې کوي، نو ماشوم په طبیعي ډول پرته له ځنډه دواړه ژبې په یو ډول زده کوي. څېړنې ښيي چې د دوه کلنۍ او درې کلنې عمر داسې پړاو دی چې دواړه ژبې په کې په طبیعي ډول کسب کېږي، پرته له دې چې د زده‌کړې کومه پروسه پرې تر سره شي، نو په دې صورت کې د لومړۍ او دويمې ژبې وېش امکان نه لري او دواړه ژبې د ماشوم لومړۍ ژبې بلل کېږي.

کله نا کله داسې هم امکان لري چې په یوه کورنۍ کې تر درې کلنۍ یا له دې څخه په پورته عمر کې له ماشوم سره کورنۍ په یوه ژبه خبرې کوي. وروسته یې پلار یا مور په خپله مورنۍ ژبه ورسره خبرې پیل کوي چې د ماشوم لپاره د دویمې ژبې د زده‌کړې پروسه پیل کېږي. د دویمې ژبې د زده‌کړې پروسه له ښوونځي څخه مخکې او یا په ښوونځي کې پیل کېږي. په داسې حال کې دې ټکي ته اړتیا نه پیدا کېږي چې اوس یې کومه ژبه لومړۍ ژبه ده، بلکې له ورایه ښکاري چې دویمه پیل شوې ژبه یې، دویمه ژبه ده.

کله یوه ژبه دویمه ژبه کڼل کېدای شي

((دویمه ژبه هغې ژبې ته ویل کېږي چې یو کس یا یو شخص یې له خپلې لومړۍ ژبې څخه وروسته په طبیعي، رسمي، د زده کړې او یا ټولنیز تعامل له لارې څخه لاسته راوړي)). (Miao. 2015, page 1-2)

له دې پېژند څخه داسې ښکاري چې دویمه ژبه په یوه ټولنه کې په درېیو لارو تر لاسه کېدای یا زده کېدای شي چې لومړۍ طریقه یې له لومړۍ ژبې وروسته د دویمې ژبې کسب کول دي چې په ناخبره توګه یې ماشوم د خپلې کورنۍ په لمن او یا یې د چاپېریال سره په اړیکه کې (چې د دویمې ژبې اړوند وي) کسب کوي. د ژبې د کسب کولو بهیر یې د نورو ماشومانو په څېر له دوه کلنۍ څخه نیولې تر درې کلنۍ پورې دوام لري. دویمه طریقه یې دا ده چې ماشوم له درې کلنۍ وروسته په ورو، ورو ډول د ټولنې سره اړیکه مومي او په دې جریان کې د ټولنیزو اړیکو، راشه درشه او ټولنیزو فعالیتونو له مخې دویمه ژبه کسب کوي. درېیمه طریقه د دویمې ژبې د زده کولو رسمي بهیر دی چې د کورنۍ غړي، په ښوونځي او یا په مدرسه کې د ژبې د زده‌کړې بهیر په رسمي ډول پيل کېږي.

د دویمې او بهرنۍ ژبې توپیر

زموږ په ټولنې کې داسې انګېرل کېږي چې دویمه ژبه، یعنې بهرني ژبه، خو په حقیقت کې دویمه ژبه او بهرنۍ ژبه یو له بل سره توپیر لري؛ ځکه چې دري ژبه زموږ په هېواد کې ویل کېږي. کله چې زموږ ماشومان دري ژبه زده کوي، نو موږ یې دویمه ژبه بللی شو، خو کله چې عربي او انګرېزي ژبه زده کوي، نو موږ یې بهرنۍ ژبه بولو. لیکوال (میاوو) یې توپیر په دې ډول په ګوته کوي:

دویمه ژبه هغه ژبه ده چې د یوه هېواد په اداري جوړښت او ټولنیزو چارو کې مهم رول لوبوي، که څه هم د یوې ټولنې د زیاتو وګړو مورنۍ ژبه نه وي. په هند او سینګاپور کې په انګریزي ژبه د هېواد اداري چارې پر مخ وکړل کېږي او په رسمي ادارو کې پرې خبرې کېږي، خو د اکثریت وګړو مورنۍ ژبه نه ده. په داسې حال کې چې یوه ژبه د دویمې ژبې په توګه د هېواد په داخل کې په طبیعي ډول زده کېږي، لکه امریکا ته تللي مهاجرین چې انګریزي ژبه زده کوي.

((بهرنۍ ژبه هغه ژبه ده چې د یوه هېواد اکثریت وګړي پرې خبرې نه کوي، بلکې په هېواد کې د خبرو اترو داسې وسیله وي چې یوازې له بهرنيو وګړو سره پرې خبرې اترې کېږي او د لیک، لوست د توکیو دلاسته راوړلو لپاره کارول کېږي. دا ډول ژبه زیاتره وخت په ښوونځیو کې د یو مضمون په توګه تدریس کېږي چې تر ټولو غوره مثال یې په جاپان کې د انګلیسي ژبې زده کړه ده چې یوازې د پورته موخو لپاره یې کاروي.))

(Miao. 2015, page 4)

د ژبې د کسب او زده کړې توپیر

((د ژبې کسب کول هغه بهیر دی چې په هغه کې یو تن ماشوم پر خپلې لومړۍ ژبې برسیره دویمه ژبه په لاشعوري ډول، یعنې پرته له دې چې هغه ته وویل شي او یا یې په اړه زده‌کړې ورکړل شي تر لاسه کوي.) (inuwa. simon. 2013. Page 156)

دا د ماشوم د ژوند هغه پړاو دی چې له لومړۍ ژبې وروسته، له درې کلنۍ څخه پيل کېږي تر پينځو شپږو کلونو پورې دویمه ژبه په کې کسب کوي. د دې ژبې په کسب کې یوازې ټولنیزې اړیکې، فعالیتونه او داسې چاپیریال چې د دویمې ژبې هره وسیله په کې چمتو وي، تر سره کېږي. د ژبې د کسب په بهیر کې ماشوم له هيڅ ډول رسمي زده کړې او له فشار سره نه وي مل، بلکې د لومړۍ ژبې غوندې یې په طبیعي ډول کسب کوي.

((د ژبې زده کړه هغه بهیر دی چې په کې یو ماشوم په شعوري او ارادي ډول او یا که ووایو چې په رسمي ډول ژبه زده کوي.)) ( inuwa. simon.2013. Page 156)

کله چې موږ په خپل چاپیریال کې له داسې ژبې سره مخامخ کېږو چې وګړي پرې خبرې کوي، د ټولنې دا وییزه ژبه ده چې موږ یې د دویمې ژبې په توګه خپلوو، دا جریان پرته له دې چې په شعوري ډول یا په رسمي ډول پیل شي بلکې د ټولنیزو اړیکو، کار او یو له بل سره د را کړې ورکړې په نتیجه کې تر لاسه کېږي چې د ژبې کسب بلل کېږي. ولې کله چې موږ په خپله ټولنه کې د یوې داسې ژبې په لاسته راوړلو پسې لالهانده یو چې په ټولنه کې یوازې د بهرنیو وګړو سره د خبرو اترو او علمي موادو د موندلو لپاره کارول کېږي، نو دا ژبه په ارادي ډول زده کوي.

د دویمې ژبې په زده کړې د عمر اغېز

د دویمې ژبې د زده‌کړې په هکله تر اوسه پورې زیاتې پوښتنې رامنځ ته شوې دي چې آیا عمر د دویمې ژبې په زده‌کړه کې مهم عامل دی او که نه؟ که چېرې وي، نو آيا ځوانان د دویمې ژبې په زده کړه کې بهتر دي او که د پاخه عمر لرونکي؟ نور کوم اړخونه دي چې د عمر په فکتور پراخ اغېز لري.

((د دویمې ژبې په زده‌کړه کې ځوانان تر پاخه عمر لرونکو څخه غوره دي؛ ځکه چې د ښوونکو د تجربو له مخې ویل کېږي چې ځوانان په نوي کوربه هېواد کې په بریالیتوب سره ژبه زده کوي. دا چې لویانو ته هم په خپله برخه کې تر ماشومانو هغه وخت غوره ثابتیږي چې د ژبې زده‌کړه د رسمي او لنډ وخت لپاره وي. له څېړنو او تجربو ښکاري چې په لویانو کې ژبه تر ماشومانو ژر وده کوي، خو په اوږد مهال کې په اساسي ډول د ژبې زده‌کړه د ماشومتوب په دوران کې غوره پایلې لري.))(Zafar. Meenakshi. 2012. page 1-2) له دې پورته خبرو داسې ښکاري چې د ژبې په کسب کې تر لویانو، کم عمره زلمي چټک دي او که چېرې د لنډ مهال یا په ارادي ډول د ژبې زده کړه شي، نو لویان پرې بر لاسي دي. دا چې ولې پرې بر لاسي دي یو لوی لامل یې دا دی چې د لویانو ذهني تمرکز د دې سبب ګرځي چې ژبه ژر زده‌کړي، خو په داسې ډول چې ګرامري او تلفظي جوړښتونه د عمر تر پای پورې نه شي زده کولای. له بلې خوا که چېرې ماشوم ذهني تمرکز ولري، نو په دې عمر کې له لویانو څخه د ژبې په زده‌ کړه کې ښه پایله لري. ښايي په ورځني ژوند کې به مو د خپلو ماشومانو خبرو ته پام کړی وي چې په خبرو کې د تقلید پروسه پر مخ نه وړي، بلکې کوښښ کوي چې ژبه په داسې ډول زده کړي چې اساسي جوړښتونه په خپله و رغوي. ولې کله چې خبره د لویانو او یا د لوړ عمر د کسانو شي، هغوي په خپلو خبرو کې د نورو جوړښتونه په تقلیدي ډول را اخلي، خو په اساسي ډول د ژبې جوړښتونه نه شي رغولی.

د بحراني دورې فرضیه

د ژبې د زده‌کړې هغه دوره چې د ماشوم ذهن په کې تر هر وخت زیات فعال او د ژبې د زده‌کړې پر بهیر کې اغېزمن رول لوبوي، د بحراني دورې په نوم یادیږي. دغه دوره په ژبپوهنه کې د بحراني دورې د فرضیې په نوم هم مشهوره ده، ځکه چې د لومړي ځل لپاره ایریک لینبیرګ له خوا پرې کار شوی دی او په همدې نوم یې نومولې ده.

((بحراني دوره د انسان د ژبې د ودې یو پړاو دی، په دې دوره کې د انسان د بدن غړي د ټاکلیو فعالیتونو او وړتیاوو لپاره کارول کېږي چې وروسته د عمر په لوړېدو سره په دې فزیکي غړیو کې تغییرات راځي، د پخوا په شان فعالیت نه شي کولای)).( Ruyun Hu. 2016, Page 1 ) ((دا تغییرات یو ډول بیولوژیکي فعالیتونه دي چې په ژبپوهنه کې هم پلي کېدای شي. دا دوره د ماشوم د ژوند په لومړیو پړاونو کې تر نورو وختو زیاته فعاله وي، نو د دویمې ژبې په زده کړه کې مهم رول لري.))( Ruyun Hu.2019. page 5)

رویون زیاتوي: ((له دې پړاو سره په زیاتو برخو کې ستونزه هم لیدل کېږي، ان د سلوک نظریه یې پر وړاندې ولاړه ده، دا نظریه په دې اند ده چې دویمه ژبه د عمر په ټولو دورو کې زده کېږي. که چېرې د ژبې زده کړه په هره دوره کې تر سره کېږي، موږ نه شو کولای چې د ژبې د زده‌کړې لپاره یو ټاکلې دوره و ټاکو. دا نظریه تر زیاتې اندازې پورې د چامسکي هغه نظریه هم تر سیوري لاندې راولي چې د ژبې زده‌کړه د انسان په مغز کې د ژبې د وسیلې شتون بولي.)) (Ruyun Hu. 2019.page 10)

له دې سره د یادې فرضیې پلویان هم شته، لکه: پیګیټ، هغه په خپلو لیکنو کې دا تاییدوي چې د ژبې د زده‌کړې لپاره یو ټاکلې دوره غوره ده. له دې پورته خبرو داسې ښکاري چې دا فرضیه له سلوکي او د چامسکي له نظريې سره په هیڅ ډول په ټکر کې نه ده واقع شوې؛ ځکه چې د سلوکي نظریې له مخې انسان د عمر په هر پړاوو کې ژبه زده کولای شي، دا چاره له چاپېریال او له انسانانو سره د تعامل په پایله کې تر سره کېږي، خو په پورته نظریه کې داسې څه نه لیدل کېږي چې د دې نظریې پر وړاندې دې ولاړ وي. په فرضیه کې ویل شوي دي چې د عمر یو ځانګړی پړاو د ژبې د زده کړې لپاره غوره دی.

کله چې د چامسکي خبرې او نظريې ته راشو، په هغه کې ویل شوي دي چې انسان په مغز کې یوه وسیله شته چې د ژبې جوړښتونه په کې مخکې له مخکې پراته دي. یوازې د چاپېریال د اغېزو له مخې هغه جوړښتونه په کې را فعالېږي چې په چاپېریال کې پرې خبرې کېږي.

که د چامسکي خبرو ته وکتل شي یوازې یې د انسان په مغز کې د یوې وسیلې خبره کړې ده، داسې یې نه دي ویلي چې د عمر په لوړېدو سره دا وسیله له کاره لویږي او یا نه شي کولای چې نور جوړښتونه وزغمي. یوازې د عمر په تېرېدو سره د انسان په بدن او د مغز په جوړښتونو کې تغییرات رامنځ ته کېږي چې همدا بدلون یې د ژبې د زده کړې پروسه ټکنۍ کوي.

د ځوانۍ په عمر کې دویمه ژبه ښه زده کېږي؟

Saville troik) ) وایي: (په ژبه کې د بریا اصطلاح کارول کېږي چې ځینې دا نوموَنه د وینګ او ځینې یې د ګرامري جوړښت له مخې تعریف کوي، چې دا په خپله یوه جنجالي موضوع کېدای شي چې د بریا نومونه یو مشخص توکی نه را په ګوته کوي. هغه په خپلو خبرو کې زیاتوي چې د ژبې زده‌کړه په انساني ژوند کې محدوده دوره ده چې لومړۍ ژبه په کې زده کېږي. له دې ځانګړې دورې وروسته د انسان فزیکي جوړښت بدلون کوي او ان مغز خپله وړتیا له لاسه ورکوي، لکه: جیني چې له ټاکلې دورې وروسته یې هیڅکه ژبه پوره زده نه کړه.( (Zafar. meenakshi. 2012. page 1-2)

د لیکوال له پورته خبرو څخه داسې ښکاري چې د انسان په ژوند کې یو مهم پړاو دی چې په خپل وخت کې یې فعالیت او وړتیا تر نورو زیاته وي. کله چې د انسان عمر په لوړېدو شي، نو په دې فعالیت کې خنډونه او ځنډونه را منځ ته کېږي. دا طبیعي خبره ده چې د عمر په لوړېدو سره د انسان د ژبې د اوړون او د ګرامري جوړښتونو په رغونه کې ستونزه پيدا کېږي. له یوې خوا د انسان فزیکي جوړښت ډول ډول تغییرات کوي او هم ورسره ذهني وړتیا کمېږي، په کومه کې چې د ژبې زده کړه چټکه وي. د ساولي ټرویک له خبرو داسې څرګندیږي چې د انسان لومړۍ ژبه که له خپلې ټاکلې دورې څخه تېر شي، نه شي کولای چې له دې وروسته خپله لومړۍ ژبه په ښه ډول زده‌کړي. دا چې لیکوال د جیني مثال ورکړی دی چې له ټاکلې دورې وروسته یې ونه شوای کولای چې خپله مورنۍ ژبه زده کړي. فکر کوم د لومړۍ ژبې په هکله یې نظریه تر ډېره د منلو ده، ولې کله چې خبره د دویمې ژبې را پورته کېږي، دا ادعا یو له بل سره سمون نه خوري. موږ زیاتره کسان لیدلي دي چې د عمر په وروستیو پړاونو کې، ان د بلې ژبې د زده کړې وړتیا لري، خو یوازې په ګرامر او وینګ کې یې ستونزه لیدل کېږي. که یو ځل انسان په بحراني دوره کې لومړۍ ژبه زده‌کړې نو فکر کوم په دویمه ژبه کې له داسې ستونزې سره نه مخامخ کېږي چې جیني ورسره مخامخ وه.

په اصولي ډول د ماشوم دوه ژبیز کول

اوس مهال زموږ د ژوند او ژواک غوښتنې او اړتیاوې له پخوانیو وختونو څخه پوره بدلون لري، دا چې انسان څومره د معاصرې نړۍ په لورې لنډېږي، له دې سره یې د ټولنې له وګړو سره تعامل او را کړه ورکړه نوره زیاتېږي. که خبره د تعامل شي، نو له ژبې پرته تعامل نیمګړی او یا هیڅ معنا نه لري. که غواړو چې راتلونکي نسلونه مو د نړۍ چټک او په ځان بسیا نسلونه وي، نو د دویمې او درېمې ژبې په زده‌کړه کې باید ورسره مرسته وشي، تر څو د را تلونکي ژوند لپاره تیار وي.

زیات وخت زموږ د ټولنې او د خپلو کورنیو د غړیو په خبرو کې چې کله په دویمه ژبه خبرې کوي، پراخې ستونزې لیدل کېږي. دا ستونزه داسې نه ده چې د ویناوال په خبرو کې په خپل سرې ډول رامنځ ته شوې بلکې دا د هغه وخت ستونزې دي چې ویناوال ورسره د دویمې ژبې د کسب یا زده کړې په دوران کې مخامخ شوی، خو حل شوې نه دي. دا چې په راتلونکي کې ویناوال یا هغه ماشوم چې د دویمې ژبې په زده‌کړه لاس پورې کوي او یا ورسره مخامخ دی او باید تر اصولي لارو چارو لاندې خبرې اترې زده‌کړي. په لاندې پرګرافونو کې پر هغو لار چارو خبرې کوو چې د ماشوم د دویمې ژبې په زده‌کړه کې مهم رول لري.

۱– له پېدایښته د زده کړې پيل

له هغه وخت چې ماشوم د ژوند لومړي پړاوونه تېروي، باید ورسره په دویمه ژبه خبرې وشي. که څه هم عمر یې له یو کلنۍ څخه لاندې وي، تر څو یې ذهن د دویمې ژبې له جوړښتونو، وییونو او وینګ سره اشنا شي.

۲– زده کړه او لوبه یو ځای کارول

ماشومان د لویانو په څېر د ژبې زده‌کړه نه شي کولای، ماشوم ته انیمشن، د کلماتو په اړه فکر کول او له چیستانونو څخه باید د دویمې ژبې په زده‌‌کړه کې کار واخیستل شي. دا چاره کولای شي چې په هممهاله توګه د ماشوم لپاره لوبه شي او هم یې د ژبې زده‌کړې پرمختګ کوي.

۳– له دوه ژبیز چاپېریال سره د ماشوم مخامخ کول

بله هیڅ چاره له ماشوم سره دومره مرسته نه کوي، لکه د دویمې ژبې له چاپېریال سره مخامخ کېدل. د یادونې وړ ده چې د ماشوم له چاپېریال سره مخامخ کول له ښوونځي مخکې او یا د ښوونځي په دوران کې لویه مرسته کوي. که په دویمه ژبه یې مور او پلار په پوره ډول واکمن وي، نو په کور کې هم کولای شي په دویمه ژبه خبرې اترې وکړي.

۴– د مسابقې او لوبې جوړول

د رقابت حس تر لویانو په ماشومانو کې بې کچې زیات وي، موږ کولای شو چې له دې حس څخه یې په سالمه توګه ګټه پورته کړو، تر څو د ماشوم دویمه ژبه وده وکړي. دا کار موږ د یوې داسې سیالۍ له لارې کولای شو چې ماشومان د یو بل پر وړاندې ولاړ وي او د دویمې ژبې ګرامر، وینګ او د وییونو زده‌کړه یې و ازمویل شي.

۵– د شعر او ترانې ویل

ماشومان په فطري ډول د لنډو شعرنو او ترانو له زمزمه کولو سره مینه لري. کله چې موږ غواړو ماشوم دوه ژبی کړو، په کار ده چې له موخې ژبې (هغه ژبه چې ماشوم یې د دویمې ژبې په توګه زده کوي.) څخه ماشومانو ته داسې لنډ شعرونه او ترانې انتخاب کړو چې دوی یې په ویلو کې له ستونزو سره مخامخ نه شي.

۶– کېسې ویل

هره ژبه د ماشومانو لپاره یو ډول ځانګړي، لنډ او روانې کېسې لري چې په ویلو سره یې ژبه وده کوي. له دې لارې ان کولای شي، د کلتور بېلابېل والی او هم ګرامري جوړښتونه، په هغه ډول زده کړي چې څنګه یې د لومړۍ ژبې ویونکي یې زده کوي.

۷– د میندو سندرې

هغه سندرې چې ماشومانو ته د میندو له خوا ویل کېږي، باید ماشومانو ته پیدا او ورته وویل شي. دا سندرې د هدف وړ ژبې، د لحن او تون په زده کړه کې خورا مهم رول لري. (ښايي یادونه وشي چې دا په هغه صورت کې زیات غوره والي لري چې ماشوم له پیدایښت سره سم د دویمې ژبې له زده کړې سره مخامخ شي).

۸– د ملګري پیدا کول

کله چې ماشوم د کور له چاپېریال څخه بهر شي، نو د ژبې به وده کې یې چاپېریال او په چاپېریال کې د دویمې ژبې د ویونکي رول تر ټولو زیات غوره والی لري.

۹– د کارېدونکو وييونو په نښه کول

ماشومان زیاتره وخت د وییونو په انتخاب کې له ستونزو سره لاس او ګریوان وي، که څوک غواړي چې ماشوم په ښه ډول سره ژبه زده کړي، نو د لغاتو کارونه باید ور وښودل شي. زما په اند ماشومان چې کله ژبه کسب کوي، نو هغوی د وییونو په کارونه سم نه پوهېږي، هغه کسان چې د ماشوم پورتنۍ برخې ته متوجه شي، نو د دویمې ژبې په زده‌کړه کې د وییونو د سمې کارونې او ځای په ګوته کول له ماشوم سره مرسته کوي.

۱۰ – د کارتون ښودل

کله چې ماشوم په دویمه ژبه کې لالهانده روان وي، نو هر وخت موږ نه شو کولای چې د ژبې له ستړې پروسو سره یې مخامخ کړو. تر ټوله غوره داده چې د هدف وړ ژبې څخه ورته داسې کارتونه را واخیستل شي چې د ماشومانو لپار جوړ شوي وي.(سفیر ګفتمان– ویب)

د یادونې وړ ده چې پورته کومې لارې چارې چې د دویمې ژبې د زده کړې لپاره د لیکوال له خوا په ګوته شوې دي، تر ډېره پورې د هغو ماشومانو لپاره کارول کېږي چې عمر یې له شپږ او اوو کلنو څخه کم وي. که چېرته ماشوم د ښوونځي چاپېریال ته شامل شي، نو په طبیعي ډول د ژبې د کسب کولو پروسه نوره درېږي او د زده کړې پروسه پیل کېږي. په دې دوره کې ماشوم ښايي پورته لارې چارې عملي نه کړي او که یې عملي هم کړي ځینې به یې ورته ستړې کوونکي وي. په دې لارو چارو کې داسې برخې هم شته چې د ښوونځي په دوره کې باید ترې کار واخیستل شي، لکه: د سیالۍکول، د سالم رقابت په حس کار کول او په همدې ډول د شعرونو او ترانو په ویلو سره د ماشوم ذهن لا پیاوړی کېدای شي.

کله چې ماشوم د طبیعي ژبې د کسب څخه دویمې مرحلې ته داخلیږي لاندې پړاوونه تېروي:

د ماشوم د زده کړې عمر له اووه کلنۍ څخه پيل کېږي، ان تر دولس کلنۍ پورې ځان رسوي. په یاده موده کې د ژبې ټوله پروسه پوره کېږي او په ژبه باندې بشپړ واک مومي. د زده‌‌کړې په دې بهیر کې ماشومان له بېلابېلو پړاوونو څخه تېرېږي. د ماشومانو د روزونکو او د کورنیو غړیو ته په کار دي چې دا بهیر وڅاري او د ماشوم لاسنیوی وکړي. دا پړاوونه په دې معنا نه دي چې ګواکې ماشوم له ذهني فشار یا ستونزو سره مخامخ شوی دی بلکې په دې موده کې دوی د ژبې په رغونه باندې کار کوي، تر څو خپل ځانونه دویمې ژبې ته چمتو کړي.

۱– د کورنۍ ژبې کارونه

په لومړیو کې ماشوم د دویمې ژبې پر ځای د کورنۍ ژبې څخه کار اخلي، ځکه چې په دې وخت کې ماشوم په دویمه ژبه هیڅ ډول واک نه لري. ماشوم هرې پوښتنې ته ځواب او خپلې غوښتنې په مورنۍ ژبه مطرح کوي.

۲– د چوپتیا پړاوو

کله چې ماشوم له دویمې ژبې سره مخامخ شي، نو په لومړي پړاو کې ښايي له چوپتیا سره مل وي چې دا حالت تر څو اوونیو او ښايي تر څو میاشتو پورې دوام وکړي. د چوپتیا دا پړاو په ظاهره داسې ښکاري چې ماشوم د ژبې په زده کړه کې له رکود سره مخامخ دی، خو په ریښتیا سره ماشوم په دې دوران کې خپله ژبه او ویی زیرمه رغوي. له څېړنو څخه ښکاره شوې چې په دې پړاو کې ماشوم او هغه کسان چې لږ لوړ عمر ولري د چوپتیا مرحله ژر پای ته رسوي. په دې پړاوو کې زیات ماشومان له اشاروي ژبې څخه هم کار اخلي چې لوی لامل یې د ویی زیرمې کمښت او د ګرامري جوړښت نیمګړتیا وې دي چې خپل هدف پرې نه شي څرګندولی.

۳– لنډې تقلید جملې

ماشوم په دې پړاو کې د ژوند له چاپېریال څخه زیاتې جملې چې لنډې وي په تقلیدي بڼه اخلي او په دې جملو سره غواړي خپله موخه او غوښتنه وړاندې کړي. زیاتره وخت دوی په خپلو خبرو کې (دا څه شی دی؟) او (زه نه پوهیږم؟) جملې کاروي چې دوی له خپل چاپېریال څخه په تقلیدي ډول زده کړې وي.

۴– جملې جوړول

په دې پړاو کې ماشومان د جملو په جوړولو باندې بر لاسي وي، یعنې جملې په پوره ډول میخانیکي نه وي زده شوې؛ ځکه دوی کولای شي چې د جملو په منځ کې نوي لغاتونه وکاروي. ماشومان د زده‌‌کړیو جملو په منځ کې د نویو وییونو او جوړښتونو ځای پر ځای کولو کوښښ کوي، لکه: (من می خواهم). له دې سره چې د جملو د جوړښت زده کړه یې کړې، خو بیا هم ګرامري تېروتنې لري او د وخت په تېرېدو سره دا ستونزه هم حل کېږي.(کودک دو زبانه– ویب)

د دویمې ژبې د زده کړې ارزښت

ښايي له ډېرو سره په ذهن کې دا پوښتنه وي چې اوسمهال په نړۍ کې د دویمې ژبې د زده‌کړې اړتیا نه شته، نو ولې نوې یا دویمه ژبه باید زده کړو؟ زما په اند دلیل به یې دا وي چې ټکنالوژي او د نړۍ حیرانونکي پرمختګ دا چاره تر ډېره لنډه کړې. لومړی خو د ژبې زده‌کړه د مصنوعي ځرکتیا له ژبې سره د پرتلې وړ نه شي بلل کېدای؛ ځکه چې ژبه یوازې د خبرو اترو بهیر نه، بلکې د احساساتو او کلتور د لېږد بهیر دی چې مصنوعي ځیرکتیا د کلتور او احساساتو په لېږد کې ناتوانه ده. له بلې خوا د دویمې ژبې زده‌کړه د انسان د یادښت، عمر، فرصتونو، ټولنیزتوب او په ټولنه کې د انسان په انعطاف مننونکي شخصیت ژور اغېز لري. دې ارزښتونو او ښېګڼو ته په کتو د بلې ژبې زده کول اړین او مهم دي. دلته په هغو ښېګو خبرې کوو چې د دويمې ژبه په زده کولو سره یې انسان تر لاسه کوي.

۱– د خبرو د ځېرکتیا ځواکمنیدل

د ماشوم دوه ژبیز توب کولای شي چې د خبرو اترو په بهیر کې ځرکتیا ځواکمنه او په چټکۍ سره وده وکړي. دا ځیرکتیا نه یوازې په دویمه ژبه کې را منځ ته کېږي، بلکې د لومړۍ ژبې د متني او املايي منځپانګې په درک کې غوروالی او بهتري راولي.

۲– د پېژندنې مهارت وده

هغه ماشومان چې په کم عمر کې یې دویمه ژبه زده کړې وي، د نورو انسانانو سره په پېژندګلوۍ کې غوروالی لري. دوه ژبې ماشومان کولای شي چې په ټولنه کې د ځان په وړاندې ولاړ کس د خبرو اترو له لارې تر هر چا ښه وپېژني.

۳– د تمرکز پیاوړتیا

هغه ماشومان چې په کم عمر کې یې دویمه ژبه زده کړې وي، دویمه ژبه یې په راتلونکي کې د غوره تمرکز او بهترین دقت سبب ګرځي. دوی کولای شي چې په راتلونکي ژوند کې له یوه ژبي ماشوم څخه د ژوند په چارو کې غوره تمرکز ولري.

۴ – انعطاف مننه

هغه ماشوم چې په دوږ ژبو باندې خبرې کوي، د ژوند په هر پړاو کې زیات انعطاف مننونکي او له ځان څخه د زیاتې تېرېدنې ښکارندویي کوي. دوی په ټولنه کې له هر ډول لفظي چلند سره ځان چمتو کولای شي.

۵– د ټولنیزو اړیکو ځواکمنتیا

هغه ماشومان چې دوه ژبي وي په ټولنیزو چارو کې غوره کړنې تر سره کوي، یعنې د ټولنې له نورو وګړو سره په ورځيني ژوند کې داسې اړیکې رغوي چې د راتلونکي د ښه والې لپاره ترې کار واخلي.

۶– د حافظې د فعاليت ښه والی

څېړنو ښوودلې ده کوم ماشومان چې په دوو ژبو برلاسي وي، د ځواکمنې حافظې خاوندان او په ژوند کې د هېرېدو له کم ګواښ سره مخامخ کېږي. د دوی په نسبت یو ژبي ماشومان د هېرېدو له لوړ ګواښ سره مخامخ وي.

۷– د نوې ژبې ژر زده‌کړه

دوه ژبي ماشومان د بلې ژبې په زده کړه کې تر ټولو غوره وي؛ځکه چې دوی په دویمه ژبه کې مخکې له مخکې هغه تخنیکونه او لارې چارې زده‌کړې وي چې د بلې ژبې د زده کړې لپاره کارول کېږي.

۸– د فرصتونو برابري

دوه ژبي ماشومان د ژوند په راتلونکي کې له نویو فرضتونو سره مخامخ کېږي، لکه: په کار کول کې، د ندې په اخیستلو کې او ان د نورو زده کړو په کولو کې هم له نورو مخکې جذب کېږي. )سفیر ګفتمان– ویب)

د دویمې ژبې ماشومانو ته څه ډول لیکل کول غوره دي؟

هر لیکوال چې غواړي د دویمې ژبې د زده کوونکو لپاره د لیکلو هوډ وکړي، مخکې له مخکې باید ځينو ټکو ته پاملرنه وکړي. تر هر څه مخکې باید لیکوال د خپلې لیکنې فورم یا بڼه مخکې له مخکې وټاکي، چې موخه یې د څه ډول لیکنې ده؟ ايا غواړي ماشوم ته د جملې جوړښټ، د وییونو زیرمه او که د غږونو د ور پېژندلو تکل لري. کله چې لیکوال د خپلې لیکلنې په جوړښت او موخه باندې ځان پوره واکمن کړي وروسته دې ځینو ټکو ته پام وکړي.

۱– ساده او طبیعي ژبه کارول

لیکوال باید په خپله لیکنه کې د ژبې له داسې وییونو او جملو څخه کار واخلي چې په زیاته کچه لهجوي او یا په لوړ ډول باندې ادبي نه وي. د ماشومانو ذهن دومره وده نه وي کړې چې د دویمې ژبې جملي وزغمي، لکه په دې جمله کې: (هغه د ګودر لمنې ته روان شو تر څو د طبیعت په غېږ کې ارام وکړي). دا جمله یوه داسې ماشوم ته چې دویمه ژبه زده کوي د لوستلو او درک وړ نه ده، نو پر ځای یې باید ولیکل شي: ( ماشوم چینې ته ولاړ چې لوبه وکړي).

۳– د وییونو کنترول

په کتاب یا لیکنه کې وییونه باید ټاکلي او محدود وي، تر څو ماشوم په دې وتوانېږي چې د ژبې هغه وییونه چې په متن کې را وړل شوي دي، زده‌کړي. په متن کې راغلي نوي وییونه څو ځله په جملو کې تکرار کړي، تر څو د زیات تکرار له مخې د ماشوم په ذهن کې خوندي شي. په لیکنو کې دې له داسې وییونو څخه کار واخلي چې ماشومان یې په مورنۍ ژبه کې په معنا او مفهوم پوه او ورسره پېژندګلوي ولري، لکه: (مور، کور، پلار، اوبه، کتاب او ښوونځي)

۴– لوړ تکرار او کمه پېچلیتا

په هره لیکنه کې دې هڅه وشي چې د نومونو او فعلونو جوړښتونو لومړی په ساده او اسانه بڼه ولیکي، وروسته دې ګام په ګام پېچلي کوي. دا چې په لومړیو کې د نومونو او فعلونو کارونه د دویمې ژبې د زده کوونکو لپاره له ستونزو څخه ډک کار وي، نو په تکراري ډول دې راوړل شي لکه:

دا کتاب دی.

دا زما کتاب دی.

زه کتاب لولم. (writer (…) Page 1. 2017)

۵– اوسنۍ زمانه

د دویمې ژبې زده کوونکي چې په لومړیو کې غواړي ژبه زده کړي، په اسانۍ سره نه شي کولای چې د ژبې ټولې زمانې دې زده کړي. له داسې ماشومانو سره تر ټولو ښه چلند دا دی چې په لیکنه کې دي یوازې اوسنۍ ساده زمانه وکارول شي. د اوسنۍ زمانې د کارونې یوه ګټه دا ده چې ماشوم داسې احساس کوي، لکه ټول شیان او نومونه یې چې په وړاندې له سترګو تېرېږي.

۶– د وینګ او غږونو اسانتیا

هغه غږونه چې په یوه ژبه کې ځانګړي دي څو ځله دې تکرار شي. د مثال په توګه: په پښتو ژبه کې اته داسې غږونه لرو چې ښايي د نړۍ په ډېرو ژبو کې نه وي، نو زده کوونکي یې له دې غږونو سره نا اشنا وي. ماشومان چې تر څو غږونه زده کوي، زیات وخت او تکرار ته اړتیا لري.

۷– ویر ونکي ژبه ونه کارول شي

۸– کلتوري فشار باید پرې نه وي

هغه دودونه چې سخت او په مفهوم پوهېدل یې ګران دي باید ونه لیکل شي، لکه: جرګه، ننګ او انتقام

۹– متن انځوریز وي

انځور باید متن تشریح کړي، جمله واضح کړي ، کیسه بیان کړي. (barkaui. Page38. 2007)

پایله

تر اوسه پورې چې په لیکنو او اثارو کې د مورنۍ ژبې اصطلاح کارول کېږي، تر ډېره حده پورې سمه نه بریښي؛ ځکه چې د مورنۍ ژبې په اړه داسې کره شواهد نه شته چې هر وخت دې یو کس د خپلې مور په لومړۍ ژبه خبرې وکړي. موږ ډېر داسې مثالونه لرو چې د یو کس مور په یوه ژبه خبرې کوي، خو پلار او د کورنۍ غړي یې په بله ژبه خبرې کوي. د مورنۍ ژبې پر ځای که د لومړۍ ژبې اصطلاح وکارول شي، غوره به وي. سره له دې د ځینو خلکو په خبرو کې د بهرنۍ او دویمي ژبې د اصطلاحاتو د کارونې تر منځ توپیر نه کېږي، خو په حقیقت کې دویمه ژبه د یوه هېواد د وګړو هغه ژبه ده چې د ټولنې وګړي یې پرې خبرې کوي او د دولت په اداري چارو او خبري ناستو کې کارول کېږي. ولې په مقابل کې یې بهرنۍ ژبه هغه ژبه ده چې د یوه هېواد د وګړو وییزه ژبه نه وي، بلکې یوازې د بهرنیو وګړو سره د خبرو اترو لپاره کارول کېږی او یا هم د علمي او څېړنیزو موادو د لاسته راوړلو لپاره استعمالیږي.

ډېر وګړي فکر کوي چې د ژبې زده‌کړه یوازې په ماشومتوب کې تر سره کېږي، یعنې د لوړ عمر خاوندان نه شي کولای چې ژبه زده‌کړي. د نړۍ د دویمې ژبې د ښوونکو تجربو او څېړنو ښوودلې ده چې په کم عمر کې زده کوونکي دویمه ژبه په پوره او اساسي شکل سره زده کولای شي. دوی په دې اړه د بحراني فرضیې په نوم یوه نظریه هم وړاندې کړې ده. څېړونکي له دې څخه نه دي منکر چې د ژبې زده کړه په لوی عمر کې نه شي تر سره کېدای، بلکې دوی وایي چې د انسان فزیکي جوړښت او د مغز ځینې وړتیاوې کمېږي، نو په لوړ عمر کې د دویمې ژبې زده کړه ستونزمنه کېږي.

دویمه ژبه نه یوازې د خبرو اترو لپاره مهمه بلل کېږي، بلکې د ماشوم د ژوند په وروستیو کې د فرصتونو موندونکي، په ټولنیزو چارو کې مخکښي، له نورو سره په اړیکو کې انعطاف مننونکي او د بلې ژبې په زده کړه کې نوښتګر روزي. ډېر کسان داسې فکر کوي چې د دویمې ژبې زده کړه په ماشوم باندې یو اضافه بار بلل کېږي، خو په حقیقت کې داسې نه ښکاري، بلکې د ماشوم په وده کې فوق العاده رول لوبوي.

د دویمې ژبې په زده کړه کې ځینې داسې لارې چارې شته، چې د دویمې ژبې په زده کړه کې موثر او اغېزمن رول لوبوي. دا لارې چارې ان د ژوند له لومړیو کلنو څخه باید پلې شي. په خپل کور کې ورسره په دویمه ژبه خبرې وشي، له دوه ژبي ماشومانو سره ناسته ولاړه شي، د ماشوم له سالم رقابت څخه باید ګټه واخیستل شي او د ژبې په کارونه کې ورسره مرسته وشي.

وړانديزونه:

۱ـ د پوهنې وزارت دې د تعليمي نصاب په چوکاټ کې د پښتو ژبې د زده‌کړې پر هغو کتابونو له سره غور وکړي چې په هېواد کې د دویمې ژبې په توګه تدريسېږي او هم دې په یاده برخه کې مسلکي ښوونکي وروزي.

۲ـ د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز دې په خپله اډانه کې څېړونکي وګماري ترڅو د دويمې ژبې په توګه د پښتو تدريسي کتابونو ستونزې را برسېره او حللارې دې له پوهنې وزارت سره شريکې کړي.

۳ـ د ژبو او ادبياتو مرکز دې له پوهنې وزارت سره په یوه ګډه کمېټه کې د دویمې ژبې په توګه د پښتو تدریسي کتابونو په ليکلو او تألیف کې مرسته وکړي.

مأخذونه

1- (Ruiqin, Miao. Second Language Acquisition: An Introduction,2015, International encyclopedia of cocial& behavioral Science, take time 2026,1,6. www.sciencedirect.com.

2- ((Habiba, sule,aishefu, inuwa. Muhammad simon.the developat stage of child language. AKSU journal of English.take time2026/1/6 pdf,05- 01 -13.

3- ShahalaZafar. K-meenakshi. Indivadule learner difference and second language acquisition. 2012july, journal of language teaching and research

4- (Fan Yang. The Age Factor on Second language acquisition, Information and Education journal, 2019 march 3. Take time 2026,1,9

5- (Ruyun Hu. The Age Factor on Second language learning.november2016, take time 2026-1-13. http://files01.core.ak.uk)

6- writer (…) How to write comprehensible texts. Sept, 12, 2017. http://comprehensibleclassroom.com . take time: 1-17-2026)

7- khaled barkaui. Teaching Writing to Second Language Learners .Page 38.2007.taketime 1-17-2026. www.researchgate.net.

۷– نویسنده(—). ۱۰ راهکار برای دو زبانه شدن کودک. موسسه: سفیر ګفتمان. ګرفته شده( ۲۰۲۶/۱/۴)(https://gosafir.com

۹– نویسنده(—). کودک دو زبانه. ګرفته شده: ۲۰۲۶،۱،۱۶م. www.radio Kodak.co

فانتازي (خیال، تخییل او که خیالي)

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320