په اور سوځېږو او ويلي کېږو
نه به خبرېږو نه به ويښېږو
يو بد حالت دی چې په کښې اوسو
دغه مو حال دی چې نه چاغېږو
د نفاق دېو دی دلته راغلی
دی پر موږ ټولو سم کښېناستلی
توره پيشۍ مو شوه تر مينځ تېره
بدبخته مزی سم پړسېدلی
ژړا خندا مو هم لباسي ده
هره ادا مو هم لباسي ده
هو له يو بله دومره بېزار یو
هره ژغا مو هم لباسي ده
نفرت چې دومره پنجې خورې کړې
فاصلې ځکه نو دلته شپې کړې
نور به مې جار او جوی هيڅ وا نه ورې
ته که هر څومره چيغې نارې کړې
ژوبله به هيله نو زما نه وي
دا چې بې حسه څو زمانه وي
بس که کړېږم او که سوځېږم
خوښي مې دا ده تو به دا نه وي
په تکلف مو حال احوال کېږي
نه په خبرېږم نه را خبرېږي
همداسې ورک او همداسې ښه يو
پر ځان مو خپله دغه لورېږي
نه يو کم عقل نه بېهوده يو
بيا له خپل ځانه ولې ګوشه یو
يو د بل سيوری په کاڼو ولو
دومره له یو بل ولې ماړه يو
چې نه خپلېږي نو نه خپلېږي
دا چې ورکېږي خود به ورکېږي
چا خو بې ځايه نه دي ويېلې
منزل ته کوږ بار کله رسېږي
تر کومه ځايه به داسې درومو
ولې تر پايه به داسې درومو
حالات تر دې دي را رسیدلې
له خپله سرايه به داسې درومو
بدرنګ امېد دی بدرنګه تمه
څوک خوار زار دي او څوک بې غمه
مسخره نه ده دغه بېلوالی
وروسته به پوھ شې له دې ماتمه
که لږ بورجل دی که لږ اوربل دی
دغه کورګی مو خوږ تر کابل دی
د نفرت زړي کرلې چا دي
پردی خو نه دی که دی نو خپل دی
زقوم زقوم دي ترخه ترخه دي
چې زموږ په لاس کې وختونه نه دي
خبرې ټولې د بېلتانه دي
سکروټې لاندې مو تر هر پله دي
شين په هر زړه کې دلته يو شک دی
موم غوندې نه دی تر کاڼې کلک دی
سندان څټک هم د تدبیر نشته
عقل مو خام لا تر ووړ هلک دی
ځور او جور يې هم مه وينه
که ورته توی کړې د زړه وينه
حوصله لوړه زړه دي هم لوی کړه
مينه کې دغه خبرې وينه
زړه به مې ولې نه وي تڼاکې
سترګې ګنډلې تا دي په چا کې
اخېر به بیرته ځالي ته راشي
مرغه که پورته ولاړ شي هوا کې
جاويداني ده په دلداري کې
هو قرباني ده په قرباني کې
وېره او زيان خو هيڅ په کې نشته
بې پروايي ده په پروايي کې
د ترهېدلې زاڼې ځګېروی دی
را رسېدلی ورته مرګی دی
وزر يې پرې دي او پښې يې ماتي
ښخ په سينه کې يې هم اغځی دی
د منظرونو نور اختتام دی
په تصويرونو ځکه ماښام دی
تر ګلاب لاندې سايې ته ناست دي
د څو بدرنګو ورته راپام دی
هيله خو ځکه دلته زيندۍ شي
چې نادرکه هلته سلګۍ شي
له خپله بخته مې زړه خفه شي
ها په زړه کلکه بل ته غوټۍ شي
د شهتوت تر ونې لاندې
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()