دومره په لوړه کچه جنایات؟ (د جفري اپستین په هکله راټول شوي معلومات)

شاه ولی ارین

51

دومره په لوړه کچه جنایات؟

 (د جفري اپستین په هکله راټول شوي معلومات)

 جفري اپستین قضیه د امریکا په معاصر تاریخ کې د جنسي فساد او قضایې رسوایۍ له تر ټولو لویو دوسیو څخه ګڼل کېږي. دا دوسیه ښيي چې څنګه شتمني، قدرت او سیاسي اړیکې کولی شي د اوږدې مودې له پاره عدالت وځنډوي.

اپستین څوک و؟

ویل کېږي چې جفري اپستین د ۱۹۷۰مو کلونو په پیل کې په نیویارک کې په یوه خصوصي ښوونځي کې د ښوونکي په توګه کار پیل کړ، خو ډېر ژر او په مشکوکه توګه د وال‌سټریټ د پانګې نړۍ ته داخل شو. په لږ وخت کې هغه ډېر ستر شتمن شو، حال دا چې د ده د پیسو اصلي سرچینه تل تر پوښتنې لاندې پاتې شوې وه.

د ځواکمنو کسانو سره یې اړیکې:

اپستین ورو ورو د نړۍ له ډېرو بانفوذه کسانو سره اړیکې جوړې کړې، له سیاستوالو او میلیاردرانو څخه نیولې تر مشهورو نړیوالو څېرو پورې، هغه د خیریه فعالیتونو، مېلمستیاوو او ټولنیزو اړیکو له لارې ځان ته یو دروند او محترم تصویر جوړ کړی و، خو په حقیقت کې یې د جنسي استثمار او قاچاق یوه توره شبکه چلوله او د کم عمره نجونو د جذبولو له لارې یې ترې ناوړه ګټه اخیستله.

د محکمې د اسنادو له مخې، اپستین او د هغه نږدې همکاره ګیسلین ماکسویل اکثره نجونې له بېوزلو او زیانمنو کورنیو څخه جذبولې. د دوي پروګرام داسې و، چې قربانیانې مجبورېدې نورې نجونې هم معرفي کړي، چې دا په خپله یوه خطرناکه او فریبکارانه کړنلاره وه.

د ۲۰۰۷ کال جنجالي قضایي تړون:

سره له دې چې ډېر درانه شواهد موجود وو، اپستین په ۲۰۰۷ کال کې یو ډېر بحث‌ برانګیز قضایي تړون ترلاسه کړ او یوازې ورته یوه سپکه سزا ورکړل شوه، چې دا د امریکا په قضایي سیستم کې د شتمنو او زورورو د نفوذ یوه ښکاره بېلګه ګڼل کېږي.

د اپستین بیا نیول کېدل او مشکوک مرګ:

اپستین په ۲۰۱۹ کال کې د کم عمره کسانو د جنسي قاچاق په تور بیا ونیول شو، خو څو اوونۍ وروسته هغه په زندان کې مړ وموندل شو، چې د هغه مرګ د امنیتي ناکامیو له امله تر ننه پورې خورا پوښتنې راپورته کوي چې (د کامرو خرابېدل، د ساتونکو بې‌پروايي، او د راپورونو تضادونه).

اسناد او دوامداره افشاګري:

په وروستیو کلونو کې د اپستین د قضیې ځینې اسناد خپاره شوي، خو د قربانیانو د هویت د خوندي ساتلو له پاره ډېر معلومات اوس لا هم پټ ساتل کېږي، چې دا دوسیه لا هم د فساد، د قدرت ناوړه استعمال او د نړیوالې بې‌عدالتۍ یو مهم سمبول ورته ویلای شو.

د دې قضیې اصلي پیغام:

د اپستین قضیه ښيې چې جرم یوازې د بېوزلو په کوڅو کې نه وي، بلکې کله ناکله د نړۍ د ځواکمنو او شتمنو تر ټولو لوړو پوړونو کې پټ وي.حقیقي عدالت هغه وخت رامنځته کېږي چې قربانیان هېر نه شي او یا هم حقیقت د سیاست او شایعاتو قرباني نه شي.

جفري اپستین او هغه رازونه چې وجدان لړزوي:

ځینې موضوعات داسې وي چې انسان یې یوازې د لوستلو توان نه لري، بلکې بدن یې یخ شي، زړه یې دروند شي او ذهن یې د پوښتنو په تیارو کې ورک شي. د جفري اپستین قضیه له همدغو موضوعاتو څخه ده، داسې دوسیه چې د واک، پیسو او نفوذ تر ټولو بدرنګه څېره رابرسېره کوي.

جفري اپستین یوازې یو نوم نه و، بلکې یو داسې سیوری و چې د نړۍ پر ډېرو واک‌دارو څېرو خپور شوی و. د امریکا( FBI )ادارې ویلي چې د ده د اسنادو، اړیکو او شواهدو د لوستلو له پاره یې زرګونه کاري ساعته مصرف کړي دي، دا پخپله ښيي چې موضوع څومره درنه، پېچلې او خطرناکه ده.

اپستین چې تر ټولو زیات د ټرمپ څنګ ته ولاړ وي، یوه ځانګړې شخصي جزیره یې  لرله، داسې ځای چې د معصومو ماشومانو د حقونو تر ټولو سپک او ظالمانه سرغړونې پکې شوې دي. دا تورونه یوازې جرم نه، بلکې د انسانیت پر وړاندې ټکان ورکوونکی برید ګڼل کېږي. حتا د ماشومانو د بدن غړي پکې پخېدل، پاچاخېل او پېسه داره خلک به ورتلل، تجاوز، وژنې او د دنیا غلط کارونه پکې روا وو. کله چې انسان دا هر څه لولي، یوازې یوه پوښتنه یې ذهن ته راځي:

هغه دا چې، څنګه انسانیت داسې حد ته رسېږي؟ او ولې وجدانونه چپ پاتې او یا مړه شي؟

دغه انسان ته د کعبې د غلاف تحفه هم د وخت د پاچا په لاس لېږل شوی. د دوبۍ امیر هم د دغې قضیې یوه برخه ده.

په اسنادو، انځورونو او راپورونو کې د نړۍ د مشهورو سیاسي څېرو نومونه راڅرګندېږي. د مایکل جکسن د وژنې قضیه او په عوض یې بل هم شکله جوړول، ډونالډ ټرمپ، بل کلنټن او نور هغه کسان دي چې نومونه یې د دې قضیې په څنډو کې یاد شوي. د اپستین په پاسپورت کې د هر هېواد ویزه ازاده لګېدله، که څه هم یوازې د دغو نومونو شتون پخپله د نړۍ پر عدالت، سیاست او اخلاقو لویه پوښتنه راپورته کوي.

دا قضیه انسان دې ته اړ باسي چې پر هر څه له سره فکر وکړي چې:

ایا واک د وجدان ځای نیولی؟ایا د پیسو زور کولی شي حقیقت پټ کړي؟او ایا ځینې رازونه شته چې نړۍ یې د منلو توان نه لري؟

په ۲۰۰۹ م کال کې یوه مکسیکنې نجلۍ ګبریلا ترې تښتي، بهر پر سړک رازونه افشا کوي، خو د لېونۍ په ګومان چا پرې سر نه دی ګرولی، له همغه وخته نور تري تم شوی. وروستي راپورونه وایي چې پخوانی ولسمشر بل کلنټن او پخوانۍ د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن د کانګرس د څارنې کمېټې ته د حاضرېدو چمتووالی ښودلی. دا ګام وروسته له هغه پورته شو چې د کانګرس غړو د قانوني تورونو ګواښ وکړ. خو پوښتنه دا ده: ایا دا به د حقیقت دروازې پرانیزي، که یوازې به یو بل فصل هم تیاره پاتې شي؟

د جفري اپستین قضیه یوازې د یوه انسان کیسه نه ده، دا د یوې داسې نړۍ هنداره ده چې ځینې وخت پکې ظلم چوپ پاتې کېږي او معصومیت قرباني کېږي. همدا چوپتیا ده چې انسان ته تر ټولو ډېر درد ورکوي.

اپسټین نه څوک خلاص دي؟

د اوس وخت زیاتره مشران او لوړپوړي چارواکي رسوا شو، خو یو څو تنه چې نه یې د جیفري اپسټین سره کوم انځور، نه ویډیو، نه ایمیل او نه هم کومه اړیکه یا سند شتون لري دا څو مشران لکه پوتین، خامنه یي، کیم جون اون، شي جینګ پینګ، رجب طیب اردوغان، د یمن زمری چارواکی او ځینې نور چې موساد یې په بلیک میل کولو کې پاتې راغلی دي. برعکس هغه چارواکي چې تر اوسه د امریکا د عدلیې وزارت د اپسټین له اسنادو څخه موندلي او د ماشومانو په جنایاتو کې شریک پېژندل شوي او افشا کړي یې دي ځینې یې په لاندې ډول ښودل کېږي:

له امریکا نه دونالد ترامپ، ایلان ماسک، مایکل جکسن، بیل گیتس، لئوناردو دی‌کاپریو، جورج دبلیو بوش، بیل کلینتون، کامرون دیاز، بروس ویلیس، کوین اسپیسی، هاروی واینستین، جفری اپستین، رابرت ایکل بلومبرگ، د انګستان شهزاده اندرو، محمد بن سلمان، محمد بن جاسم، عبد الله بن ذاید، سعد والغیط، خالد بن ال خلیفه، ایهود باراک د اسرائیلو نه، محمود شاه محمود له پاکستان نه او د نړۍ یو شمېر نور مشهور سوداګر او میلونران دي.

ویل کېږي چې په دغو اسنادو کې په زرګونو شواهد،عکسونه او ویدو ګاني شتون لري، چې که په دغو قضایاو کې شاملې مافیایې کړي یې سانسور نه کړي، د دغو ټولو جنایاتو او جنایت کارانو اصلي څېرې او ماهیت به نړیوالو ته بربنډ شي، داسې ویل کېږي چې د ډونالډ ترمپ او نتنیاهو وروستي جنګي جنایتونه له وینزویلا نه پیل بیا تر ایرانه پورې هم د جعفری اپستین د قضیې نه د نړۍ پام بلې خواته اړول دي، ځکه چې ټرامب په دغه قضیه کې تر بل هر چا زیات ښکیل دي.

پای

د ایران، امریکا او اسرایلو جګړه -(۴مه او وروستۍ برخه)

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.