د بدخشان ولایت یوې ځوانې نجلۍ د قرآن‌کریم بشپړه نسخه په خپل لاس لیکلې ده

31

د بدخشان ولایت یوې ځوانې نجلۍ تر دوو کلونو پرله‌پسې هڅو وروسته د قرآن‌کریم بشپړه نسخه په خپل لاس لیکلې ده.

مرسل عطایي، چې د بدخشان یوه ځوانه ښوونکې ده، وایي دا ستر او ارزښتناک کار یې د قرآن‌کریم سره د ژورې مینې او د اسلامي هنر د ژوندي ساتلو په موخه ترسره کړی دی.

نوموړې ویلي، د قرآن‌کریم د لیکلو بهیر شاوخوا دوه کاله وخت واخیست او په دې موده کې یې هره برخه له ډېر دقت، حوصلې او ځانګړې پاملرنې سره لیکلې ده.

د هغې په وینا، د قرآن‌کریم په خپل لاس لیکل یوازې یو هنري کار نه، بلکې یو روحاني او معنوي سفر هم و، چې هغې ته یې ځانګړی ذهني او ایماني سکون ورکړی دی.

مرسل عطایي همداراز هیله څرګنده کړې چې ځوانان، په ځانګړي ډول نجونې، د اسلامي علومو، فرهنګ او هنرونو ساتنې ته لا ډېره پاملرنه وکړي او خپل استعدادونه د ټولنې د ګټې لپاره وکاروي.

د سیمې اوسېدونکو د نوموړې دا هڅه ستایلې او دا یې د دیني او فرهنګي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بللی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.