ترخه یادونه
د ذهن په هنداره کې د عیني خاطراتو انځور
حقیقت همدا دی، چې ژوند هغه هنداره ده، چې انسانان په کې د تېر او حال بیلا بیل انځورونه کتلی او لیدلی شي اوکله لا هم د همدغو انځورونو او کړنو د مثبتو او منفي اغیزو له امله مثبت او سالم انسانان د راتلونکي له پاره هغه څه کولای شي چې هم د ده په کې وقار او ګټه وي او هم یې ټولنې ته مؤثر واقع کیدلای شي. خو ځنې انسانان بیا دومره مغزي کمزورتیا او عقلي تزلزل لري چې د خپلو کړنو هرڅه د خپل ژوند په هنداره کې ګوري او وینی یې چې نه د ده په کې خیر دی او نه هم د ټولنې په ګټه دي، خو بیا هم ورته دوام ورکوي، چې داسې کسانو ته د ذهني مریضانو خطاب کولای شو، او یا بې واکه، چې بل ورته هرڅه وایې او دوي یې عملي کوي.
رابه شم تیرو یادونه ته. هغه خورا جابر او ظالم انسان و، هیڅ ډول د مهربانۍ او انسان دوستۍ احساس یې نه درلود، زما په اند لکه چې مغزي نیمګړتیاوي یې لرلی، خو په هغو چارو کې چې د ده ګټه وه بیا به خورا هوښیار شو، په سلګونو جریبه ځمګې یې په بیلابیلو دسیسو او طریقو د سېمې له اوسیدونکو نه تر لاسه کولې، د اسونو ګلې، د پسونو رمې یې درلودي، په لسګونو نوکران او خدایې خدمتګاران یې درلودل، د جلندر په نامه یې یو ناظردرلود چې د تور جلندر په نوم یې شهرت درلود، د هغه د (مالک) په امر به یې انسانان داړل، د جلندر مالک جګه قلا درلوده چې د قلا په څلورو کونجونو کې یې د لید او څار لوړ برجونه او تېر کشونه جوړ کړي وو.
هغه څلور ښځې لرلي، اته زامن او دیارلس لوڼې یې درلودې، هغه د کندز ولایت پرته د هېواد په دری نورو ولایتونو لکه کابل، مزارشریف او ننګرهار کې بنګلې درلودې، څلور مشرو اولادونه ته یې د کورد کارونو دنده ورسپارلې وه، نور ټول د لوڼو په ګډون په یادو ولایتونو کې په زده کړو بوخت وو. د هغه ښاري ژوند نه خوښیده، نو ځکه په کلي کې اوسیده.
هو، مالک یاني ملک شیرو، هغه والګا موټر هم درلود، خو دی به تل پر اس باندې سپور ګرزیده، کله چې به پر لار تېریده، ماشومان او ښځینه به ترې پټیدل، د هر چا په چارو او کارونو به یې کار درلود، هیڅوک به ترې ارام نه و.
حکومتي کسانو به له ولسوالۍ نه نیولې تر ولایته پورې له ملک شیرو سره ښې اړیکې درلودي، نو ځکه هر څه چې یې غوښتل هغه یې تر سره کولای شول، همدا لامل هم و، چې پر کلیوالو یې د وهم او ډار جال خپور کړي و.
کلیوالو ته به یې تل حتا په عمومي محافلو کې ویل چې: «زامن مو مکتب ته مه پریـږدئ، ځکه چې ستاسو له کنترول نه وزي، بې دینه کېـږي، نجونې خو بلکل، مکتب ته د پریښودو نه دي او له کوره یې بیرون مه پرېـږدي چې بد نوم او بې حیا یې مو په برخه نه کړي».
ملک شیرو د کلیوالو زامن او لوڼي له تعلیم نه منع کولي، خو د ده خپلو اولادونو د هغه د لوڼو په ګډون په مزارشریف، ننګرها او کابل کې مکتبونه او پوهنتونونه لوستل.
ملک شیرو او ناظریې تور جلندر دومره کلیوال تر اغیزې لاندې راوستي وو، چې هیچا ورته دا جرأت نه شو کولای چې ورته ووایې، چې ستا اولادونه ولي زده کړي کوي او زموږ یې ونه کړي.
په یاد مې دي چې د ملک صاحب دغه کړنه کټ مټ، بیا را وروسته تنظیمې مشرانو ګلبالدین، برهانالدین، احمد شاه مسعود، پیر ګیلاني، مجددي، خلیلي، محقق او داسې نورو هېواد پلورونکو کاپي کړه، خو فرق یې دا و چې دوي د هېواد د مکتبونو د نجونو پر مخونو تیزاب شیندل، مکتبونه یې سوزول خو د دوي اولادونو او لوڼو هم د هېواده بهر په بهترینو مکتبونو او پوهنتونو کې زده کړې تر سره کولي.
ممکن هغه وخت ماته د ملک شیرو او د هغه د ناظر تور جلندر دغه ظالمانه او غیر انساني اعمال طبعي او د دوي د غیر نورمال کرکتر برخه ګڼل کېده، خو دا زما د هغه وخت د سوچ یوه ستره تېروتنه ځکه وه چې ورستیو پېښو او انکشافاتو دا په ډاګه کړه چې ملک شیرو یو عادي ملک نه و، بلکې د بهرنیو ایراني او پاکستاني استخباراتو سره یې اړیکې درلودي، همدا ډول نوموړی د ننګرهار د جمعیت د قوماندانانو له کورنیوسره نږدي تعلقات درلودل چې نیکونو یې د هېواد په تېر تاریخ کې د انګریزانو جاسوسي کوله.
وروسته بیا کله چې خلقیانو د یوه نظامي پاڅون له لارې د هېواد واکي تر لاسه کړي، ملک شېرو په لومړیو کې حکومت ته ځان خورا ورنږدې، کړ، خپله یې د سیمې د خلکو نه په جبر اخستل شوي ځمکې د خلقی فرمان پر اساس پر خلکو وویشلي، ملک شېرو خورا بدلون وکړ، خو کله چې روسانو پر افغانستان یرغل وکړ، هغه له سیمې نه پښي سپکې کړي، نیمه کورنۍ یې ایران ته او دی په خپله له یو شمېر نورو اولادونو سره پاکستان ته هجرت وکړ. او له هغه ځایه یې تر خپل مرګه پورې د خپل هېواد د ورانولو او هېواد والو د وژلو نه لاس وانه خیست.
کله نا کله زه په سوچونو کې داسې ورک شم او ځان سره فکر وکړم چې له زده کړو سره دوښمني، د ښونځیو سوزول، د معلیمینو وژل دا ولي؟.
د تعلیم، علم، تکنالوژي او نورو مهمو اړتیاوو چې ټولنه او بشریت ته د ژوند ضرورتونه او د ټولنې د پایښت، پرمختګ ضروري اړتیاوي دي، ولي یې مخنیوی کېږي؟
که انسانان، یا یو تنظیم، یا یو ګروپ او یا کومه ډله چې د یوه نظام پر ضد فعالیت کوي، تر څو د ولسونو چاپیریال مغشوش کړي، یا نظام کمزوری کړي، ولسونه د نظام پر ضد راوپاروي، خو داسې اعمال تر سره کېږي او هغوي د خپلو موقتي موخو او د نظام د بدنامه کولو له پاره دا اعمال ترسره کوي او لیدل شوي هم دي ممکن مؤقتي او ډېر د حساب وړ نه وي.
مګر اوس به راشو دې ته چې یو نظام یا حاکمیت چې د هېواد د بشپړ حاکمیت د تآمینولو، ارضي تمامیت د ساتلو، د هېواد د پرمختګ او د هېوادوالو د حقه حقوقو د رعایت، بشري اسانتیاوو، اجتماعي خدمتونو، هېوادوالو ته د تعلیم، زده کړو، صحت او نورو عامه خدمتونو مسؤلیت او مکلفیت په غاړه لري، دغه حاکمیت څنګه کولای شي چې د تېرو خرابکارو په څېر د تعلیم او زده کړو دروازې بندي کړي، ځکه تېرو ترخو ازموینو په ډاګه کړي چې داسې عملونه د هغو ګروپونو او کسانو کار دی، چې د پردیو او افغان دښمنو استخبارتي کړیو له لورې ورته دستور ورکول کیده تر څو هېواد د علم، تخنیک، پرمختګ او سواد نه محروم وساتي.
له اوسني نظام او چارواکو نه د ولس غوښتنه همدا ده چې په دې هکله سوچ وکړي، د تعلیم او پرمختک دروازې پرانیزي، د ولسونو مشروع حقونو ته غاړه کېږدي او ځان له دغه شک او تردید نه خلاص کړي، کنه دوي به هم د هېواد په تاریخ کې د تېرو هېواد او ولس دښمنو څېرو په قطار کې حساب شي او هغه یو شمېر افتخارات چې د هېواد د تجزیې مخنیوي، امنیت، د اقتصادي چارو پرمختګ، د ملکتوایفي او زورواکي ختمول او داسي نورې مثبتي چارې به یې هم له پوښتنو سره مخ شي.
پای
د افغانستان او روسیې ترمینځ نظامياو تخنیکي تړون (۲مه او وروستۍ برخه)
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.