پاچا او دوه غله
(طنزي کیسه)
دا پخوا وختونه هم عجیبه زمانه وه، د هغه وخت خلک څومره ساده، هم خوشاله او یا هم ځینو د کړاونو نه ډک ژوند تیراوه، د انسانانو ابتدایي یا د ډبرې دورې ژوند د اوسني ژوند سره ډېر توپير درلود. انسانانو به په سمڅو کې ژوند کاوه، د غوښې او بوټو په راټولولو سره به يې خپل ژوند مخ ته وړ او د خپلو اړتیاوو د پوره کولو له پاره به يې د ډبرو او لرګیو څخه وسایل جوړول.
دغو انسانانو د ژوند په لومړیو کې د ډبرو، هډوکو او لرګیو څخه تېز وسایل جوړ کړل چې د ښکار او د غوښې په پرې کولو کې به یې ترې کار اخیست. د اور کشف د دوي د ژوند تر ټولو ستره لاسته راوړنه وه، چې د تودوخې او د خوراک د پخولو له پاره کارول کېده.
له پورتنیو معلوماتو نه ښکاري، چې انسانانو له ډېر ابتدایې حالت څخه خپل ژوند پیل کړي او د زمان په تېریدو سره یې په ژوند کې بدلونونه رامینځته شوي، چې د دې بدلونونو اساسي لاملونه د انسانانو خپلې هلې ځلې یادولی شو.
هر ژوند یا ټولنه یو نظام او کنترول ته اړتیا درلوده چې په لومړیو کې وروسته له هغې چې انسانانو د کرنې او مالدارۍ ژوند پیل کړ، قبایل رامنځته شول. د دې قبایلو سیاسي جوړښت د وینې او کورنیو اړیکو پراساس جوړي شوي چې د ټبر د مشر له لورې د ټولنې د چارو، امنیت او جګړو مشري او اداره تر سره کیدله.
وروسته بیا د نفوسو په زیاتېدو سره، ځینو پیاوړو مشرانو وکولای شول ترڅود یو شمېر نورو قبیلو د اتحاد او یو ځای کولو پر اساس د قومي اتحادونو مشري رامینځته کړي. چې وروسته جمعیتونه نور هم ستر او پراخ کیدو لور ته درومي او پادشاهي نظامونه رامینځته کېږي.
د بشري تاریخ په لومړیو کې یاد شوي پادشاهان چې ځني یې افسانوي پاچاهان یاد شوي دي، له بیلابیلو لارو یې قدرت تر لاسه کړی دی، داسې یوافسانوي روایت هم شته چې په تېره زمانه کې په یوه سیمه کې به د باز پواسطه پاچا انتخابیده، یاني باز به یې والوزاوه د هر چا په اوږه به چې کیناست همغه به پاچا شو، ویل کېږی چې که دغه پاچا هوښیار شخص و او یا نا پوهه به و، خو ټولو به یې اطاعت کاوه، تر څنګ به یې نورو وزیرانو او وکیلانو نطام پر مخ بیوه.
وایې و، نه و، یو همداسی پاچا چې په اوږه یې د باز د ناستي له امله پاچاهي تر لاسه کړې وه، خورا هوښیار، عادل او خدمتګار پاچا و، خلکو ورته د عادل پاچا لقب هم ورکړی و او پر همدغه نامه یادیده.
پاچا به کلکه ناکله د سوالګر شانته په شلیدلو جامو، او یا د سوداګر تر نامه په ښار، کلو او بانډو کې ګرځیده تر څو د خپل قلمرو د ولسونو له ستونزو، غوښتنو، نیوکو او اړتیاوو نه خپله ځان خبرکړي او هم د خپلو چارواکو د کړنو نه ځان ته کره معلومات تر لاسه کړي.
کله نا کله به د شپې له خوا هم په ګزمه ګرزیده تر څو وضعیت کنترول کړي، د شپو نه یوه شپه نا وخته یوازې په ګزمه ووت، پر لاره له دوه کسانو سره مخامخ شو، پاچا ترې پوښتنه وکړه چې «ځوانانو په دې ناوخته شپه کې څه کوي؟ چېرې روان یاست»؟
له دې دواړو کسانو نه یوه ورغږ کړ چې« یاره غلا ته روان یو، او غواړو چې د پاچا خزانه غلا کړو ».
پاچا بیا ترې وپوښتل چې: « تاسو څه کمال او هنر لري چې د پادشاهۍ له دومره کنترول سره، سره د هغه خزانه غلا کوئ؟»
د غلو یوه تن وویل: « زه چې کله ساحې ته ورشم په دې پوهېږم چې خزانې چېرې دي، چیرې سره زر دي او چېرې سپین.»
دویم غله وویل: « زما کمال دا دي کله چې سپي غاپي، زه پرې پوهېـږم چې هغوي څه وایې.»
پاچا وویل: « که غواړئ زه به هم په دې غلا کې له تاسو سره ملګری شم، څنګه خوښه مو ده.»
مشر غله ورغږ کړ چې: « موږ خو خپلې ځانګړتیاوي او کمالونه تا ته وویل، نو که ته هم له موږ سره غلا ته ځې، نو ووایه چې ته څه کمال لري.»
پاچا وویل: «زه هم یو کمال لرم، هغه داچې که خپله ږېره چپ لورته وخوزوم په سلګونه کسان اعدامولی شم او که راسته خواته یې وخوزوم سلګونه کسان معاف کولای شم.»
غلو وویل: « ته خو عجیبه کمال لري ستا ملګرتیا خو زموږ له پاره اړینه ده.»
درې واړه روان شول تر څو پاچاهي خزانه غلا کړي، کله چې خزانې ته نږدي شول په دغه وخت کې د سپیو غپا د دوو خواوو نه را پیل شوه.
پاچا له غله وپوښتل چې: « دا سپیان ولی غاپي ته خو د دوي په ژبه پوهېږي څه وایې؟»
غله وویل: « دا یو ډله غاپي او وایې چې و خلکو د پاچا خزانه یې غلا کړه، مګر دا بله ډله وایې چې پاچا خو خپله ورسره دي.»
بل غل چې سره او سپین ورته معلوم و، ریښتیا یې هم پیدا کړل څومره چې دوي درې واړو وړلی شول له خزاني یې غلا او له ځانه سره یې یوړل. اوس نو دری واړه غله له غلا شوي خزانې سره د مشر غله کور ته راغلل او غوښتل یې چې خزانه په خپلو منځو کې وویشي، پاچا وویل ملګرو اوس خو ناوخته شپه ده، ستړي هم یو، یو پر بل باور هم لرو، خزانې ته اوس لاس ورنه وړي، سبا به دري واړه همدلته راشو او په خپلو منځو کې به یې مساوی سره وویشو، پریکړه همداسي وشوه.
اوس نو پاچا ته خو غله سم معلوم وو، سبا چې دربار ته ولاړ، ګارد یې راوغوښت د غلو پته یې ورته ورکړه او ویې ویل چې دغه غله به له غلا کړي خزانې سره عاجل زما حضور ته راولۍ.
ګارد دواړه غله ونیول د پاچا حضور ته یې له غلا شوي خزانې سره حاضر کړل.
پاچا له غلو نه تپوسونه پیل کړل، دوي ته یې د غلا په مورد کې تهدیدې خبرې وکړي حتی د لاس د پری کیدو تر کچې یې تهدید کړل. مشر غل چې خورا زیرک، هوښیار او په خبره پوه شخص و، پاچا ته یې داسې وویل:
«مالکه په ډېرو پوښتنو او ټس و پس دې نه پوهېږو خو زر کوه ږېره دې خوزوه، اوس نو خوښه ستا چې راسته خوا ته یې خوزوي او که چپه خوا ته».
پای
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.