هنر؛ د ملت حافظه، د ټولنې ژبه او د افغانستان یوه هېره شوې اړتیا

محمد طارق بزګر

64

هنر یوازې ساعت تېری نه ده

که یو ملت یوازې په جغرافیه، پاسپورټ، پوځ او سیاسي نظام تعریف کړو، نو د ملت تر ټولو ژوره برخه به مو له پامه غورځولې وي . ملت یوازې هغه خلک نه دي چې په یوه خاوره کې ژوند کوي؛ ملت هغه ګډه حافظه، احساس، کیسې، سمبولونه، موسیقي، شعر، ژبه، اتلان، ماتې، بریاوې او هغه تصور دی چې خلک پرې ځانونه «موږ» ګڼي.

همدا ځای دی چې هنر د ملت جوړونې له تر ټولو ژورو وسایلو څخه شمېرل کیږي. سندره د خلکو ګډ احساس په څو دقیقو کې بیانوي؛ موسیقي د ژبې له پولې هاخوا انسانان سره نښلوي؛ فلم د یوه ملت تاریخ او روان نسل ته په تصویر کې سپاري؛ ډرامه د ټولنې ستونزې د خلکو مخې ته ږدي؛ تیاتر انسان مجبوروي چې د بل انسان له سترګو نړۍ وګوري؛ او ادبیات د ملت حافظه له یوه نسل څخه بل ته انتقالوي.

د ملګرو ملتونو او یونسکو په ارزونو کې هم کلتوري او تخلیقي صنعتونه یوازې تفریح نه بلل کېږي؛ موسیقي، سینما، خپرونې او نور فرهنګي تولیدات د هویت، ټولنیز ادغام، خبرو اترو، اقتصادي فرصتونو او د ژوند د کیفیت په جوړولو کې رول لري.

نو که څوک وپوښتي چې «افغانستان هنر ته څومره اړتیا لري؟»، زما ځواب به دا وي:

افغانستان هنر ته د تفریح لپاره نه، بلکې د خپل ملت د بیا پېژندلو، د ټوټه شوې ټولنې د بیا نښلولو، د جګړې د رواني زخمونو د درملنې او د تعصب پر وړاندې د یوه نرم خو ژور ځواک په توګه اړتیا لري.

۱ ـ هنر او ملي یووالی

ملي یووالی دا نه دی چې ټول خلک یو ډول فکر وکړي؛ (ما پخوا هم په خپلو لیکنو کې د دې یادونه کړې ده) بلکې دا دی چې له توپیرونو سره سره ځان د یوه ګډ کور اوسېدونکي وبولي.

افغانستان له قومي، ژبني، مذهبي، سیمه‌ییزو او تاریخي تنوع څخه جوړ هېواد دی. پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، بلوچ، نورستانی، پشه‌یي، ایماق، قزلباش، سکهـ او هندو او نورې ټولنې د افغانستان د ټولنیز موزاییک برخې دي. ستونزه هغه وخت پیدا کېږي چې دا تنوع د ګډ هویت پر ځای د سیاسي او ټولنیزې مقابلې وسیله شي.

هنر دلته یو ځانګړی کار کولای شي: هغه څه پیدا کوي چې خلک پرې سره ګډ دي.

کله چې د یوه هېواد سندرغاړی د مینې، وطن، مور، مهاجرت، فراق، سولې او امید په اړه سندره وایي، اورېدونکی ضرور نه ده وپوښتي چې سندرغاړی د کوم قوم دی. د موسیقۍ په ژبه کې د انسان درد تر قومي نوم لوی وي.

یو ښه فلم هم کولای شي د افغانستان د یوه ولایت، قوم یا کورنۍ کیسه داسې وړاندې کړي چې د هېواد په بل سر کې ناست انسان پکې خپل ژوند وویني.

له همدې امله هنر کولای شي د «زه» او «ته» تر منځ »موږ» پیدا کړي.

۲ ـ سندره او موسیقي؛ د ملت تر ټولو چټکه ګډه ژبه

موسیقي د انسان له تر ټولو پخوانیو اجتماعي تجربو څخه ده. د موسیقۍ ځانګړنه دا ده چې د ژبې له مانا مخکې پر احساس اغېز کوي.

یو څوک ممکن په پښتو نه پوهېږي، خو د پښتو یوې غمجنې سندرې له اواز، ساز او تال څخه د غم احساس اخیستلای شي. یو پښتون ممکن د هزارګۍ یا ازبکي موسیقۍ ټولې کلمې ونه پوهېږي، خو د هغې له نغمې سره عاطفي اړیکه پیدا کولای شي.

همدا وجه ده چې موسیقي د افغانستان لپاره د قومي وېش پر ځای د فرهنګي پل جوړولو ظرفیت لري.

خو موسیقي یوازې د وطنپالنې سندرې نه دي. د یوې ټولنې موسیقي د هغې د ژوند ورځنی تاریخ هم دی: د واده سندرې، د کار سندرې، د کلي محفلونه، ولسي نغمې، محلي سازونه، حماسي ترانې، عاشقانه سندرې او د مهاجرت دردونه.

کله چې دا له منځه لاړ شي، یوازې موسیقي له منځه نه ځي؛ د خلکو د حافظې یوه برخه هم ورسره له منځه ځي.

۳ ـ فلم؛ د ملت ستره هنداره

که شعر د انسان دننه نړۍ بیانوي، فلم د ټولنې مخ خلکو ته ښيي.

یو هېواد کولای شي خپل تاریخ په کتابونو کې ولیکي، خو فلم هغه تاریخ د میلیونونو خلکو احساس ته داخلوي.

فلم کولای شي:

  • د یوه قوم د ژوند په اړه بل قوم ته معلومات ورکړي؛
  • د ښځو او نارینه‌وو د ژوند واقعي ستونزې بیان کړي؛
  • د جګړې قربانیان انساني څېرې کړي؛
  • د فساد، فقر، نشه‌یي توکو او تاوتریخوالي په اړه پوهاوی پیدا کړي؛
  • د هېواد ښکلا، تاریخ او تمدن نړۍ ته معرفي کړي؛
  • او د یوه هېواد لپاره نړیوال فرهنګي اعتبار جوړ کړي.

د نړۍ هېوادونه سینما یوازې د هنري صنعت په سترګه نه ګوري. د بېلګې په توګه، مراکش د خپل ملي سینما لپاره دولتي مالي ملاتړ لري، د فلمونو تولید، سینمايي تالارونو ډیجیټل کول او فستیوالونه تمویلوي.

دا موږ ته یو مهم درس راکوي:

فلم د فرهنګ ترڅنګ اقتصاد، سیاحت، نړیوال تصویر او ملي ځواک هم دی.

۴ ـ ډرامه؛ د ټولنې د ستونزو تمرین

ډرامه له خلکو سره داسې خبرې کوي چې مستقیمه وینا یې ډېری وخت نه شي کولای.

که په یوه ټولنه کې د ښځې او نارینه ترمنځ اړیکې، کورنی تاوتریخوالی، د ماشومانو روزنه، فقر، نشه، دروغ، رشوت، قومي تعصب یا د نسلونو ترمنځ فاصله ستونزه وي، ډرامه کولای شي دغه موضوعات د یوه کورنۍ یا شخصیت په ژوند کې راوړي.

خلک بیا یوازې «خبره» نه اوري؛ کیسه ویني.

او انسان له کیسې څخه ډېر څه زده کوي.

له همدې امله په پرمختللو ټولنو کې ډرامه یوازې د خندا او ساعت تېرۍ وسیله نه ده؛ هغه د ټولنیز بحث، تعلیم، نقد او حتی رواني پوهاوي وسیله ده.

۵ ـ تیاتر؛ د ولس او هنرمند ژوندۍ مخامخ خبرې

تیاتر د سینما په پرتله بله ځانګړنه لري: هنرمند او نندارچی په یوه فضا کې وي.

په تیاتر کې د خلکو خندا، چوپتیا، غوسه او احساس هنرمند هماغه شېبه ویني.

له همدې امله تیاتر د مدني ټولنې لپاره ډېر مهم دی. هغه خلک د یوې مسئلې په اړه یو ځای کېنوي، د بل انسان حالت ورښيي او د بحث زمینه برابروي.

افغانستان کې د تیاتر تاریخ هم یوازې د تفریح تاریخ نه دی. په وروستیو کلونو کې د تیاتر د فعالانو پر وړاندې فشارونه د دې برخې نازک حالت څرګندوي. د ملګرو ملتونو د افغانستان د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په راپور کې د هرات د تیاتر د یوه مدیر د نیول کېدو قضیه هم ثبت شوې ده؛ هغه د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې د یوې نندارې له وړاندې کولو وروسته ونیول شو او ۴۵ ورځې وروسته خوشې شو.

۶ ـ هنر د تعصب او جهالت پر وړاندې ولې اغېزناک دی؟

تعصب ډېری وخت له ناپېژندګلوۍ پیدا کېږي.

انسان له هغه چا څخه وېرېږي چې نه یې پېژني، او کله ناکله له هغه چا نفرت کوي چې د هغه په ذهن کې یوازې یو کلیشه وي.

هنر دغه دیوال ماتوي.

که یو هزاره د یوه پښتون د ژوند کیسه په فلم کې وویني، که یو پښتون د یوه هزاره کورنۍ درد وویني، که یو تاجک د یوه پشه‌یي کلي ژوند وویني، نو «بل» انسان ورو ورو په «زموږ د ټولنې انسان» بدلېږي.

دا د هنر تر ټولو لوی اجتماعي ځواک دی:

هنر د انسان پر ځای د هغه د قوم لیدلو عادت بدلوي او د قوم پر ځای انسان ورښيي.

البته هنر په خپله جادويي درملنه نه ده. که ښوونه، قانون، عدالت او اقتصادي فرصتونه نه وي، یوازې فلم نشي کولای تعصب له منځه یوسي. خو هنر کولای شي هغه ذهني چاپېریال جوړ کړي چې په کې زغم، همدردي او ګډ ژوند وده وکړي.

۷ ـ هنر او ملي افتخار

ملي افتخار باید یوازې د جګړو او پوځي بریاوو پر تاریخ ولاړ نه وي.

یو ملت باید په دې هم ویاړي چې:

  • کوم شاعران یې لرل؛
  • کوم موسیقي‌پوهان یې لرل؛
  • کوم فلمونه یې جوړ کړل؛
  • کوم هنرمندان یې نړۍ ته وړاندې کړل؛
  • کوم معمارۍ، لاسي صنایعو او ولسي هنرونه یې لرل؛
  • او د نړۍ په فرهنګي تاریخ کې یې څه ونډه درلوده.

افغانستان د فرهنګي میراث له پلوه کمزوری هېواد نه دی؛ برعکس، د مرکزي، جنوبي او لوېدیځې اسیا تر منځ د تاریخ په اوږدو کې د فرهنګي تګ راتګ یو مهم جغرافیایي مرکز پاتې شوی دی.

نو ملي افتخار باید له «موږ یو وخت څه وو» څخه راووځي او «موږ څه جوړولای شو» ته ورسېږي.

۸ ـ افغانستان ولې تر ډېرو هېوادونو هنر ته لا زیاته اړتیا لري؟

زما په نظر، افغانستان د عادي باثباته هېواد په پرتله هنر ته څو چنده زیات ضرورت لري.

ولې؟

ځکه افغانستان له څو لسیزو جګړو وروسته یوازې ویجاړ سړکونه او ودانۍ نه لري؛ د خلکو ترمنځ اعتماد هم زیانمن شوی دی.

جګړه انسان ته دا ور زده کوي چې بل کس د قوم، سیمې، مذهب، ډلې یا سیاسي هویت له مخې وویني.

هنر برعکس انسان ته وایي:

لومړی هغه انسان دی؛ وروسته یې نور نومونه دي.

افغانستان د رواني ټپونو، مهاجرت، بې‌ځایه کېدو، فقر، د نسلونو ترمنځ واټن او ټولنیزې بې‌باورۍ له لویو ستونزو سره مخ دی. په داسې وضعیت کې موسیقي، تیاتر، فلم، ادبیات او نور هنرونه د ټولنیز ترمیم برخه کېدای شي.

۹ ـ د افغانستان د هنر پخوانی تاریخ؛ هنر دلته پردی شی نه دی

دا هم ډېره مهمه ده چې هنر په افغانستان کې د کومې نوې یا وارداتي مفکورې په توګه ونه ګڼل شي.

د افغانستان ولسي موسیقي، شعر، داستان، اتڼ، خطاطي، مینیاتوري، معماري، لاسي صنایع، سیمه‌ییزې نغمې او ادبي دودونه اوږد تاریخ لري.

د شلمې پېړۍ په منځ کې کابل د ادبي، علمي او ټولنیزو بحثونو یو فعال فرهنګي مرکز هم و. د بېلګې په توګه، د کابل د ادبي ټولنې له خوا خپرېدونکې مجله «کابل» له ۱۹۳۱ کال راهیسې علمي، ادبي، ټولنیزې او تاریخي لیکنې خپرولې.

یعنې د افغانستان د فرهنګي ژوند سابقه یوازې په وروستیو لسیزو پورې محدوده نه ده.

۱۰ ـ د شاهي دورې او شلمې پېړۍ افغانستان

په شلمه پېړۍ کې د افغانستان د دولتونو په کچه هم د راډیو، موسیقۍ، تیاتر، ادبیاتو او سینما د پراختیا هڅې وشوې.

د کابل راډیو د موسیقۍ د خپرولو، هنرمندانو د معرفي کولو او د عامه فرهنګ په جوړولو کې مهم رول درلود.

په دې دوره کې موسیقي ورو ورو له محلي محفلونو څخه د ملي رسنیو تر کچې ورسېده.

دا مهم بدلون و؛ ځکه راډیو یوه سندره کولای شوه له کابل څخه کندهار، هرات، مزار، ننګرهار، بدخشان او کونړ او نورو سیمو ته ورسوي.

راډیو په یوه معنا د افغانستان لومړنی ملي فرهنګي شبکه وه.

۱۱ ـ د جمهوریتونو، جګړو او انقلابونو دوره

له ۱۹۷۰مو کلونو وروسته د افغانستان سیاسي بحرانونو د هنر پر ژوند هم ژور اغېز وکړ.

جګړه د هنر لپاره تر ټولو بد چاپېریال دی؛ ځکه هنرمند ثبات، امنیت، مالي سرچینو او د بیان فضا ته اړتیا لري.

خو له دې سره سره افغان شاعران، سندرغاړي، لیکوالان او هنرمندان د جګړو په منځ کې هم فعال پاتې شول.

هنر په دې دوره کې دوه مخونه درلودل:

یو مخ یې د تبلیغاتي وسیلې په توګه د دولتونو او ډلو له خوا استعمالېده؛ بل مخ یې د خلکو د درد، مهاجرت، فراق او مقاومت د بیان وسیله وه.

همدا توپیر باید هېڅکله هېر نه کړو: هنر ذاتاً نه د حکومت دی او نه د مخالفې ډلې؛ هنر هغه وخت خپل ستر انساني ارزښت پیدا کوي چې د انسان د تجربې د بیان ازادي ولري.

۱۲ ـ د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ دوره

د ۱۹۹۰مو کلونو په وروستیو کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال موسیقي او ګڼ فرهنګي فعالیتونه سخت محدود شول.

د ملګرو ملتونو په اسنادو کې د دې دورې په اړه د موسیقۍ د بندیز او د فرهنګي میراث د زیانمنېدو موارد ثبت شوي، چې د بامیانو د بودا مجسمو ویجاړول هم د دې فرهنګي تراژیدۍ یوه مشهوره بېلګه ده.

دا یوازې د څو مجسمو یا سازونو مسئله نه وه.

کله چې یو نظام د ټولنې پر حافظه برید کوي، په حقیقت کې د راتلونکي نسل د ځان پېژندنې پر سرچینو برید کوي.

۱۳ ـ د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ پورې؛ د هنر د بیا راژوندي کېدو دوره

د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ پورې افغانستان، له ټولو ستونزو او جګړو سره سره، د هنر او رسنیو په برخه کې د پام وړ پراختیا ولیده.

خصوصي تلویزیونونه، راډیوګانې، سینمايي هڅې، موسیقي، سریالونه، تیاتر، د ښځو هنري فعالیتونه، د فلم فستیوالونه او د موسیقۍ ښوونیز پروګرامونه زیات شول.

د افغانستان د ملي موسیقۍ انسټیټیوټ په ځانګړې توګه د موسیقۍ د زده کړې او د بېلابېلو ټولنیزو شالیدونو د ځوانانو د راټولولو یوه مهمه تجربه وه.

دا تجربه موږ ته یو ډېر مهم درس راکوي:

هنر کولای شي هغه ځوانان په یوه خونه کې سره کښېنوي چې د دوی کورنۍ او ټولنیز چاپېریالونه یې ښايي یو بل ته ډېر لرې وي.

۱۴ ـ له ۲۰۲۱ وروسته؛ د افغانستان د هنر تر ټولو سخت پړاو

له ۲۰۲۱ وروسته وضعیت په بنسټیز ډول بدل شو.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، موسیقي په عامه او شخصي مراسمو، په ګډون د ودونو، محدوده شوې؛ موسیقي‌وال او هنرمندان له ګواښونو، نیونو، ځورونو او مالي ستونزو سره مخ شوي؛ او په ځینو ځایونو کې د موسیقۍ آلات له منځه وړل شوي دي.

په ۲۰۲۳ کال کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور کې راغلي چې ډېرو هنرمندانو او موسیقي‌والو د خطر له امله یا هېواد پرېښی یا یې پټ ژوند غوره کړی، او ځینو د ژوند د دوام لپاره د نجارۍ، د بوټانو ترمیم او رنګ کولو، دویم لاس توکو پلورلو او ورځني مزدورۍ ته مخه کړې ده.

دا یوازې د یوې مسلکي ډلې اقتصادي ستونزه نه ده.

دا د یوه ملت د فرهنګي ظرفیت د کمزوري کېدو مسئله ده.

۱۵ ـ د ښځینه هنرمندانو وضعیت

د افغانستان د ښځینه هنرمندانو وضعیت لا ډېر ستونزمن شوی دی.

ښځې په موسیقي، هنر، تیاتر، تلویزیون، نقاشۍ او نورو فرهنګي برخو کې د کار او څرګندېدو له محدودیتونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو په اسنادو کې د ښځو له خوا د جوړو شوو هنري مرکزونو او هنري ښوونځیو د تړل کېدو موارد هم ثبت شوي دي.

په ۲۰۲۴ کې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، د هنرمندانو، لیکوالانو او موسیقي‌والو پر وړاندې فشارونه، د موسیقۍ بندیز او د فرهنګي فعالیتونو محدودیتونه دوام درلود.

او د ښځو د عامه حضور محدودیت په ځانګړې توګه د هنر لپاره ستره ضربه ده؛ ځکه کله چې د ټولنې نیمایي نفوس له فرهنګي تولید څخه لرې شي، د ملت تصویر هم نیمګړی کېږي.

۱۶ ـ د افغان هنرمند اوسنی درد یوازې «سانسور» نه دی

د نن افغان هنرمند ستونزه څو پوړونه لري.

لومړی ـ د بیان د آزادۍ ستونزه

هنرمند نه پوهېږي چې کومه موضوع به د ستونزې سبب شي.

دویم ـ اقتصادي ستونزه

کله چې کنسرت، تیاتر، سینما، نندارتون او هنري بازار محدود شي، هنرمند خپل عاید له لاسه ورکوي.

درېیم ـ امنیتي ستونزه

ځینې هنرمندان اړ شوي چې خپل مسلک پټ کړي یا له هېواده ووځي.

څلورم ـ رواني فشار

هغه انسان چې کلونه یې ساز غږولی وي او ناڅاپه ورته وویل شي چې خپل ساز پټ کړه، یوازې اقتصادي تاوان نه ویني؛ د خپل هویت یوه برخه له لاسه ورکوي.

پنځم ـ د نسل د پرې کېدو خطر

که یو استاد خپل شاګرد ونه لري، د هنر سلسله مري.

د هنري آزادۍ په اړه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو اړوند اسناد وايي چې هنرمندان له ځورونې، توقیف، بند او نورو خطرونو وېرېږي؛ ګڼ کسان پټ شوي، خپل وسایل یې پټ یا له منځه وړي او په اقتصادي ستونزو کې دي.

۱۷ ـ مهاجرت؛ د افغانستان د هنر «خارج» کېدل

د افغانستان یو ستر فرهنګي تاوان دا دی چې ډېر هنرمندان له هېواده وتلي دي.

دا په یوه معنا دوه مخه لري.

له یوې خوا، هنرمند ځان ژغوري.

له بلې خوا، افغانستان خپل فرهنګي سرمایه له لاسه ورکوي.

د افغانستان د ملي موسیقۍ انسټیټیوټ هم له افغانستان څخه بهر انتقال شوی او خپلو هنري فعالیتونو ته یې له هېواده بهر دوام ورکړی دی. د ملګرو ملتونو په راپور کې د دې انسټیټیوټ د انتقال او بهرنیو کنسرتونو یادونه شوې ده.

دا حالت باید موږ ته د «هنرمندان بهر لاړل» په ساده جمله خلاصه نه شي.

په حقیقت کې د افغانستان یوه برخه فرهنګي حافظه له جغرافیایي افغانستان څخه بهر انتقال شوې ده.

۱۸ ـ له افغانستان سره د اسلامي نړۍ پرتله

دلته باید له یوې ډېرې مهمې غلطۍ ځان وساتو:

اسلامي نړۍ یو واحد فرهنګي نظام نه دی.

د اندونیزیا، مالیزیا، ترکیې، مصر، مراکش، تونس، اردن، اماراتو، سعودي عربستان، ایران او نورو هېوادونو د هنر په اړه قوانین او ټولنیز چلند یو شان نه دي.

په اسلامي نړۍ کې د هنر پر سر بحث شته، خو په ډېرو اسلامي هېوادونو کې موسیقي، سینما، تیاتر او نور هنرونه د ټولنې د ژوند رسمي یا نیمه رسمي برخې دي.

د بېلګې په توګه، مراکش موسیقي د ځوانانو لپاره د ادغام، کار او عاید د سرچینې په توګه په خپله فرهنګي پالیسۍ کې مطرح کړې ده.

په اندونیزیا کې فلم او نشرات قانوني او تنظیمي چوکاټ لري؛ یعنې بحث پر دې دی چې محتوا څنګه تنظیم شي، نه دا چې ټول سینمايي صنعت له منځه ولاړ شي.

دا توپیر ډېر مهم دی.

۱۹ ـ سعودي عربستان؛ یو مهم معاصر مثال

سعودي عربستان د اوږدې مودې لپاره د سینما په برخه کې ډېر محدود چاپېریال درلود، خو په وروستیو کلونو کې یې سینما، تفریح او فرهنګي صنعتونه په بې‌ساري ډول پراخ کړي دي.

دا بدلون ښيي چې حتا په یوه محافظه‌کاره اسلامي ټولنه کې هم دولت کولای شي فرهنګي صنعت د اقتصاد، ځوانانو، سیاحت او ملي تصویر له نظره مهم وبولي.

له دې څخه افغانستان لپاره یو درس دا دی:

د دین او هنر ترمنځ بحث باید له علمي، فقهي او فرهنګي خبرو سره وشي؛ خو د یوه ټول ملت فرهنګي ژوند په بشپړ ډول وژل د ملت له طبیعي اړتیاوو سره په ټکر کې دي.

۲۰ ـ د اسلامي نړۍ له تجربې افغانستان څه زده کولای شي؟

افغانستان اړتیا نه لري چې د اروپا یا امریکا کاپي شي.

بلکې اړتیا لري چې د خپلې اسلامي، افغاني او سیمه‌ییزې فرهنګي تجربې پر بنسټ خپل ماډل جوړ کړي.

مثلاً:

  • اسلامي ارزښتونه؛
  • افغاني ولسي موسیقي؛
  • پښتو، دري، ازبکي او نورو ژبو ادبیات؛
  • تاریخي داستانونه؛
  • تصوفي او عرفاني میراث؛
  • د کورنۍ ارزښتونه؛
  • د سولې او ګډ ژوند پیغام؛
  • او عصري سینما او ټکنالوژي

ټول سره یو ځای کېدای شي.

هنر یوازې هغه وخت «لویدیځ» نه کېږي چې په کې ګیتار، سینما یا تیاتر وي؛ لکه څنګه چې هره عصري ټکنالوژي لویدیځ فرهنګ نه دی.

هنر یوه وسیله ده؛ اخلاق او محتوا هغه څه ټاکي چې دا وسیله د څه لپاره استعمالېږي.

۲۱ ـ افغانستان او نړۍ؛ یو بنسټیز توپیر

په ډېرو هېوادونو کې هنرمند د هېواد د نرم ځواک برخه ګڼل کېږي.

فرانسه د سینما او فستیوالونو له لارې خپل فرهنګي نفوذ پراخوي؛ هند بالیووډ لري؛ ترکیه سریالونه نړۍ ته صادروي؛ کوریا خپل موسیقي او سینما نړیوال بازار ته رسولي؛ جاپان انیمیشن او کلتوري صنعت لري؛ ایران له محدودیتونو سره سره نړیوال سینمایي نوم لري؛ مراکش خپل فلمي صنعت پالي.

حتی په عربي نړۍ کې د تخلیقي اقتصاد په اړه د یونسکو بحثونه موسیقي، سینما، خپرونې او ډیزاین د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ برخه ګڼي.

افغانستان بیا ډېری وخت له هنرمند څخه پوښتي:

«تا ولې هنر ته مخه کړې یا ولې هنرمند یې؟»

پرمختللي فرهنګي سیاستونه له هنرمند څخه پوښتي:

»څنګه درسره مرسته وکړو چې ستا هنر د هېواد لپاره فرهنګي، اقتصادي او نړیوال ارزښت پیدا کړي؟«

همدا د فکر لوی توپیر دی.

۲۲ ـ هنر د اقتصاد برخه هم ده

دا ټکی باید افغانستان په ځانګړې توګه درک کړي.

هنر یوازې مصرف نه دی؛ هنر صنعت هم دی.

د موسیقۍ تر شا:

  • ثبت؛
  • سټوډیو؛
  • وسایل؛
  • تولید؛
  • بازارموندنه؛
  • ډیجیټل پلیټفارمونه؛
  • کنسرتونه؛
  • فستیوالونه؛
  • ښوونځي؛
  • تخنیکي کارکوونکي

شتون لري.

د فلم تر شا بیا:

  • لیکوال؛
  • ډایرکټر؛
  • لوبغاړی؛
  • کمره؛
  • تدوین؛
  • غږ؛
  • رڼا؛
  • تولید؛
  • سینما؛
  • اعلان؛
  • نړیواله توزیع

دي.

یعنې یو فلم لسګونه مسلکونه فعالوي.

نو که افغانستان د فرهنګي صنعت لپاره قانوني او اقتصادي چاپېریال جوړ کړي، هنر د ځوانانو لپاره د کار یوه سرچینه هم کېدای شي.

۲۳ ـ هنر او د افغانستان نرم ځواک

افغانستان په نړۍ کې ډېری وخت د جګړې، ترهګرۍ، فقر او سیاسي بحران له نومونو سره تړل کېږي.

دا یو خطرناک نړیوال تصویر دی.

خو تصور وکړئ چې نړۍ ته د افغانستان له نوم سره دا شیان هم ورشي:

خوشحال خان، رحمان بابا، غني خان، رومي، اتڼ، رباب، هراتي موسیقي، مینیاتوري، افغان سینما، افغاني داستانونه، د بامیانو منظره، د نورستان فرهنګ، د هزاره موسیقي، د پښتو ادب، د دري شاعري او د افغان ښځو هنري مبارزه.

دا د افغانستان بل تصویر دی.

هنر کولای شي نړۍ ته ووایي:

افغانستان یوازې جګړه نه ده؛ افغانستان انسان، تاریخ، هنر او تمدن هم دی.

۲۴ ـ هنر او د جګړې رواني زخمونه

جګړه انسان ته یوازې فزیکي زخم نه ورکوي.

خلک:

  • عزیزان له لاسه ورکوي؛
  • کورونه پرېږدي؛
  • کډوال کېږي؛
  • ماشومان له زده کړو پاتې کېږي؛
  • له وېرې سره لویېږي؛
  • او د راتلونکي په اړه بې باوره کېږي.

په داسې حالت کې هنر د رواني درملنې بدیل نه دی، خو د رواني بیا رغونې مهمه ټولنیزه وسیله کېدای شي.

یو ځوان چې خپل درد په شعر، موسیقۍ، نقاشۍ یا فلم کې بیانوي، هغه درد له ځان څخه ټولنې ته انتقالوي.

کله چې ټولنه یې واوري، انسان احساس کوي:

»زه یوازې نه یم.«

۲۵ ـ د هنر خطر هم شته

خو د هنر په اړه باید رومانتيک تصور ونه کړو.

هنر تل د خیر وسیله نه ده.

تبلیغاتي موسیقي کولی شي نفرت خپور کړي.

فلم کولی شي قومي جوړښتونه پیاوړې کړي.

سریال کولی شي ښځې او اقلیتونه په سپکو تصویرونو کې وړاندې کړي.

هنر د جګړې د تبلیغاتي ماشین برخه هم ګرځېدلی شي.

نو هدف باید یوازې » ډېر هنر «نه وي.

هدف باید:

»ښه، آزاد، مسلکي، مسؤل، افغاني او انساني هنر « وي.

۲۶ ـ افغانستان ته کوم ډول هنري سیاست پکار دی؟

که یوه ورځ افغانستان غواړي خپل فرهنګي ځواک بېرته جوړ کړي، زه به لږ تر لږه دا بنسټونه ضروري وبولم:

۱ ـ د هنرمند د امنیت تضمین

هنرمند باید د خپل هنر له امله ونه وژل شي، ونه ځورول شي او په غیرقانوني ډول ونه نیول شي.

۲ ـ د هنر د بیان قانوني چوکاټ

که د محتوا په اړه اختلاف وي، باید قانوني او روښانه معیار موجود وي، نه ناڅرګند او سلیقوي چلند.

۳ ـ د موسیقۍ ښوونځي

د ماشومانو لپاره د موسیقۍ زده کړه باید د جرم په توګه ونه کتل شي.

۴ ـ ملي سینما

افغانستان باید د خپلو کیسو پر بنسټ سینما ولري.

۵ ـ تیاتر

په کابل، هرات، مزار، کندهار، جلال‌اباد او نورو ښارونو کې باید تیاترونه او فرهنګي مرکزونه موجود وي.

۶ ـ د ښځو فرهنګي مشارکت

د ښځو له ګډون پرته د افغانستان فرهنګي تصویر نیمګړی دی.

۷ ـ د ولسي هنرونو ساتنه

هر ولایت باید خپل موسیقي، لباس، نڅا، داستان، لاسي صنایع او دودونه ثبت کړي.

۸ ـ ډیجیټل ارشیف

د افغانستان پخوانۍ سندرې، فلمونه، مرکې، تیاترونه او ادبي آثار باید ډیجیټل شي.

۲۷ ـ د ښوونځي او هنر اړیکه

که موږ غواړو له جهالت سره جګړه وکړو، یوازې د کتاب حفظ کول کافي نه دي.

ماشوم باید زده کړي:

  • څنګه فکر وکړي؛
  • څنګه پوښتنه وکړي؛
  • څنګه د بل انسان نظر واوري؛
  • څنګه اختلاف ومني؛
  • څنګه احساس بیان کړي؛
  • او څنګه ښکلا وپېژني.

هنر په دې برخه کې مهم رول لري.

د هنر زده کړه ماشوم ته یوازې رسم یا موسیقي نه ورزده کوي؛ هغه ته تخیل، مشاهده، تمرکز، نقد، احساس او د ستونزې حل هم ورزده کوي.

۲۸ ـ د افغانستان لپاره یوه ځانګړې اړتیا: ګډ ملي فرهنګي روایت

افغانستان د یوه ګډ ملي روایت له کمښت سره مخ دی.

هره ډله د افغانستان د تاریخ یوه برخه په خپل تعبیر بیانوي.

موږ اړتیا لرو داسې فلمونه، کتابونه، تیاترونه، مستندونه او سندرې ولرو چې د افغانستان تاریخ د ټولو خلکو ګډ تاریخ وښيي.

نه داسې تاریخ چې یو قوم پکې اتل او بل مجرم وي.

بلکې داسې تاریخ چې پکې:

بریاوې هم زموږ وي، تېروتنې هم زموږ وي، قربانیان هم زموږ وي او راتلونکی هم زموږ ګډ وي.

۲۹ ـ هنر باید د سیاست غلام نه وي

دا شاید تر ټولو مهم اصل وي.

که هنر د دولت تبلیغات شي، خپل اعتبار له لاسه ورکوي.

که هنر د یوه قوم تبلیغات شي، خپل ملي ظرفیت له لاسه ورکوي.

که هنر د یوې ډلې د نفرت وسیله شي، ټولنه وېشي.

او که هنر دومره وډار شي چې هیڅ پوښتنه نه شي کولای، نو د هنر پر ځای یوازې تکرار پاتې کېږي.

د سالم ملت لپاره هنرمند باید د حکومت ستایونکی نه، بلکې د ټولنې د وجدان له غږونو څخه یو غږ وي.

۳۰ ـ د افغانستان اوسنی حالت؛ تر ټولو لویه فرهنګي اندېښنه

اوسنۍ مسئله یوازې دا نه ده چې په افغانستان کې کنسرتونه بند شوي دي.

اصلي مسئله دا ده چې:

د فرهنګي تولید ټول سیستم کمزوری شوی دی.

هنرمند → شاګرد → ښوونځی → سټوډیو → تولید → نندارچی → بازار → فستیوال → نړیوال حضور

که د دې کړۍ څو حلقې ماتې شي، ټول نظام کمزوری کېږي.

د ملګرو ملتونو راپورونه د موسیقۍ د بندیز، د هنري وسایلو د له منځه وړلو، د هنرمندانو د پټېدو او مهاجرت، د ښځینه هنري مرکزونو د تړل کېدو او د تیاتر او نورو هنري فعالیتونو د محدودېدو تصویر وړاندې کوي.

دا ځکه خطرناک دی چې فرهنګي بنسټونه په یوه شپه نه جوړېږي، په څو پر له پسې کلونو کې جوړیږي خو په څو ورځو او میاشتو کې له منځه تللای شي.

۳۱ ـ که هنر مړ شي، څه له منځه ځي؟

دا پوښتنه باید په جدي ډول مطرح شي.

که موسیقي مړه شي، یوازې سندرې نه ورکېږي؛ د احساس یوه ژبه ورکېږي.

که تیاتر مړ شي، یوازې صحنه نه ورکېږي؛ د ټولنیز نقد یوه فضا ورکېږي.

که سینما مړه شي، یوازې فلمونه نه ورکېږي؛ د ملت د ځان د لیدلو یوه هنداره ورکېږي.

که هنري ښوونځي وتړل شي، یوازې صنفونه نه بندېږي؛ د راتلونکي نسل د مهارت انتقال پرې کېږي.

که ښځې له هنر څخه حذف شي، یوازې ښځینه هنرمندانې نه ورک کېږي؛ د افغانستان نیم فرهنګي روایت ورک کېږي.

۳۲ ـ او که هنر بېرته راژوندی شي؟

تصور وکړئ چې افغانستان یو وخت داسې فرهنګي نظام ولري چې:

یو ماشوم په کابل کې موسیقي زده کړي؛
یو ځوان په هرات کې فلم جوړ کړي؛
یوه ښځینه هنرمنده په خوندي چاپېریال کې نقاشي وکړي؛
په کندهار کې تیاتر وي؛
په مزار کې فستیوال وي؛
په ننګرهار کې د ولسي موسیقۍ مرکز وي؛
په بامیانو کې مستند فلمونه جوړ شي؛
په نورستان کې د سیمه‌ییز فرهنګ ډیجیټل ارشیف جوړ شي؛
او د افغانستان فلمونه د نړۍ په فستیوالونو کې نندارې ته وړاندې شي.

دا یوازې فرهنګي خوب نه دی.

دا د ملت جوړونې یوه عملي پروژه ده.

۳۳ ـ وروستی بحث: ملت مخکې جوړېږي که هنر؟

د فلسفې له نظره، ملت یوازې د قانون په واسطه نه جوړېږي.

قانون وایي: «تاسو اتباع یاست«.

هنر وایي:

«تاسو د یوه ګډ داستان برخه یاست. «

دولت پاسپورټ درکوي؛ هنر درته هویت بیانوي.

قانون سرحد ټاکي؛ هنر د خلکو په ذهن کې کور جوړوي.

پوځ خاوره ساتي؛ هنر د هغې خاورې معنا ساتي.

اقتصاد د انسان ژوند اسانه کوي؛ هنر پوښتي:

«موږ د څه لپاره ژوند کوو؟«

له همدې امله هغه هېواد چې خپل هنر له لاسه ورکوي، ممکن دولت ولري، پوځ ولري، سړک ولري، اقتصاد ولري؛ خو د ملت د روح یوه برخه به یې کمزورې شوې وي.

افغانستان ته هنر عیش نه، اړتیا ده

افغانستان نن له ډېرو اړتیاوو سره مخ دی: امنیت، اقتصاد، تعلیم، روغتیا، عدالت، کار، او سیاسي ثبات.

خو هنر باید د دې اړتیاوو مقابل کې ونه درول شي.

موږ باید ونه وایو:

»لومړی اقتصاد جوړ کړو، بیا هنر«.

ځکه هنر هم د اقتصاد برخه ده.

باید ونه وایو:

»لومړی سوله راشي، بیا فرهنګ«.

ځکه فرهنګ خپله د سولې د جوړولو له وسایلو څخه دی.

باید ونه وایو:

»هنر تفریح ده، اصلي کار تعلیم او سیاست دی«.

ځکه هنر د تعلیم او سیاست پر کیفیت هم اغېز کوي.

او باید ونه وایو:

»افغانستان غریب دی، هنر ته پیسې نه لري«.

ځکه د هنر د نه شتون قیمت هم شته: مهاجرت، تعصب، بې‌هویتي، د نسلونو ترمنځ واټن، د فرهنګي حافظې له منځه تلل او د هېواد د نړیوال تصویر خرابېدل.

افغانستان داسې هنر ته اړتیا لري چې نه د قوم غلام وي، نه د سیاست، نه د افراط او نه د بازار؛ بلکې د انسان، حقیقت، ښکلا، وطن او راتلونکي خدمت وکړي.

که افغانستان غواړي له جګړې وروسته یوازې ودانۍ بېرته جوړې نه کړي، بلکې ملت هم بېرته جوړ کړي، نو باید د سړکونو او پلونو ترڅنګ سندرې، فلمونه، تیاترونه، کتابونه، موزیمونه، هنري ښوونځي او فرهنګي مرکزونه هم جوړ کړي.

ځکه یو هېواد هغه وخت واقعاً بېرته جوړېږي چې خلک یې نه یوازې په یوه خاوره کې سره نږدې وي، بلکې په یوه ګډه کیسه کې هم ځانونه یو بل ته نږدې وویني.

او د افغانستان لپاره شاید د دې ګډې کیسې تر ټولو قوي ژبه همدا وي:

هنر.

افغانستان! له ماتې شوې هندارې تر ګډ کور پورې

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320