افغانستان؛ له ماتې شوې هندارې تر ګډ کور پورې
د یوې ټوټې شوې ټولنې، اوږدو سیاسي دښمنیو او د ګډ افغانیت د بیا موندلو په اړه
افغانستان هغه کور دی چې موږ پکې ټول زېږېدلي یو؛ خو تر ټولو ستره تراژیدي دا ده چې د همدې کور اوسېدونکو کلونه کلونه د یوه بل پر وړاندې د دې کور د دروازې د ساتلو پر ځای، د دروازې د مالکیت پر سر جګړه کړې ده.
موږ ډېر وخت له ځان څخه دا پوښتنه کوو چې افغانستان ولې وروسته پاتې دی؟ ولې جګړه نه ختمېږي؟ ولې یو نظام نسکورېږي او بل راځي، خو د افغان انسان برخلیک چندان نه بدلېږي؟ ولې زموږ سیاسي اختلافات ژر په شخصي دښمنۍ، قومي حساسیت، مذهبي وېش او حتی په وسلهوال تقابل بدلېږي؟
خو شاید د دې ټولو پوښتنو تر شا یوه بله، ژوره پوښتنه پرته وي:
ولې موږ لا تر اوسه د «افغان» تر نوم لاندې دومره نه یو راټول شوي لکه د خپلو فرعي هویتونو تر نومونو چې وېشل شوي یو؟
دا پوښتنه یوازې سیاسي نه ده؛ دا فلسفي، تاریخي او اخلاقي پوښتنه هم ده.
ځکه ملتونه یوازې په جغرافیه نه جوړېږي. ملتونه په ګډ شعور، ګډ مسؤلیت او د یوه ګډ برخلیک په منلو جوړېږي.
موږ د یوې ماتې شوې هندارې ټوټې یو
که د افغانستان معاصر سیاسي تاریخ ته له لرې وګورو، داسې به ښکاره شي لکه یوه لویه هنداره چې پر ځمکه غورځېدلې او په سلګونو ټوټو ویشل شوې وي.
په یوه ټوټه کې خلقي ښکاري، په بله کې پرچمي.
یوه ټوټه اخواني ده، بله ستمي.
یوه افغان ملتي ده، بله شعلهیي.
یوه مجاهد ده، بله طالب.
یوه سیکولر ده، بله دموکرات.
د هندارې په نورو ټوټو کې بیا قوم، ژبه، سیمه، مذهب، کلتور او د تاریخ بېلابېل روایتونه ښکاري.
هره ټوټه فکر کوي چې بشپړ انځور همدا دی.
همدلته زموږ تراژیدي پیلېږي.
موږ هېره کړي چې ټوټه د هندارې ټول حقیقت نه شي بیانولای.
خلقي د افغانستان ټول تاریخ نه دی.
پرچمي د افغانستان ټول تاریخ نه دی.
مجاهد، طالب، مولا، ستمي، افغان ملتي، شعلهیي، اخواني، سیکولر او دموکرات هم د افغانستان ټول حقیقت نه دي.
همدارنګه پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، پشهیی، بلوڅ، ترکمن، نورستانی، سیکهـ / هندو او نور هېڅ یو قوم د افغانستان ټول تصویر نه جوړوي.
افغانستان له موږ ټولو لوی دی.
قومونه؛ ریښې دي، دیوالونه نه
پښتون د افغانستان یو مهم تاریخي او فرهنګ جوړوونکی دی.
تاجک د دې خاورې د تاریخ، فرهنګ، علم، ښارونو او تمدني ژوند یوه نه بېلېدونکې برخه ده.
هزاره د افغانستان د ټولنیز، فرهنګي او تاریخي جوړښت یوه مهمه برخه ده.
ازبک، ترکمن، پشهیي، بلوڅ، نورستاني، ایماق، عرب، قزلباش، سادات، او نورې ټولنې هم د دې وطن د تاریخ په اوږدو کې خپل ځای او ونډه لري.
او سکهان او هندوان هم، سره له دې چې د اوږدو جګړو، مهاجرتونو او ټولنیزو بدلونونو له امله یې شمېر کم شوی، د افغانستان د تاریخي ټولنې یوه برخه پاتې شوي دي.
د دوی د شتون یادونه یوازې د احصایې خبره نه ده؛ دا د یوه مهم اصل یادونه ده:
وطن یوازې د اکثریت ملکیت نه دی.
د وطن ارزښت د دې په شمېر نه اندازه کېږي چې څوک پکې ډېر دي او څوک لږ.
یو هېواد هغه وخت ریښتینی کور وي چې لږکی هم پکې دومره د خوندیتوب او عزت احساس وکړي لکه اکثریت.
پښتون باید د تاجک له موجودیت څخه ونه وېرېږي؛ تاجک باید د پښتون له شتون څخه ونه وېرېږي
دا جمله ښايي ساده ښکاره شي، خو د افغانستان د راتلونکي لپاره ژوره معنا لري.
پښتون چې له تاجک سره ګډ ژوند کوي، خپله پښتونوالی نه بایلي.
تاجک چې له پښتون سره ګډ ژوند کوي، خپل تاجکوالی نه بایلي.
هزاره چې له ازبک سره ګډ ژوند کوي، خپل هویت له لاسه نه ورکوي.
پشهیی چې له نورو قومونو سره ګډ ژوند کوي، خپل فرهنګ نه پرېږدي.
د قومونو ترمنځ ګډ ژوند د هویتونو د مړینې معنا نه لري.
برعکس، یو سالم ملت هغه دی چې انسان پکې د خپل کوچني هویت د ساتلو ترڅنګ د لوی ګډ هویت خاوند هم وي.
زه کولای شم پښتون واوسم او افغان هم.
تاجک واوسم او افغان هم.
هزاره واوسم او افغان هم.
ازبک واوسم او افغان هم.
پشهیی، بلوڅ، ترکمن، نورستانی، سکهـ یا هندو واوسم او افغان هم.
دا دوه هویتونه یو بل نه وژني.
دوی یو بل بشپړوي.
افغانیت باید د حذف ژبه نه، د راټولېدو ژبه وي
د افغانیت تر ټولو ستره مُهمه دنده دا ده چې هیڅوک له خپل کوچني هویت څخه په وتلو مجبور نه کړي، بلکې ټول د یوه لوی ګډ هویت تر سیوري لاندې سره راټول کړي.
افغانیت باید دا ونه وایي:
«خپل قوم هېر کړه.»
بلکې باید ووایي:
«خپل قوم وپېژنه، خو بل قوم هم د خپل وطن انسان وبوله.»
افغانیت باید دا ونه وایي:
«یوازې زما روایت سم دی.»
بلکې باید ووایي:
«زما روایت مهم دی، ستا روایت هم باید واورېدل شي.»
افغانیت باید دا ونه وایي:
«افغانستان زما دی.»
بلکې باید ووایي:
«افغانستان زموږ دی.»
همدا د «زما» او «زموږ» ترمنځ هغه واړه، خو ستر واټن دی چې د ملتونو برخلیک بدلوي.
زموږ تر ټولو اوږده جګړه ښايي له یو بل سره نه، له خپل ذهن سره وي
د افغانستان جګړه یوازې په سنګرونو کې نه وه.
یوه جګړه زموږ په ذهنونو کې هم روانه وه.
موږ یو بل ته نومونه جوړ کړل.
هغه «خلقي» دی.
هغه «پرچمی» دی.
هغه «ستمي» دی.
هغه «اخواني» دی.
هغه «شعلهیی» دی.
هغه «مجاهد» دی.
هغه «طالب» دی.
هغه «سیکولر» دی.
هغه «دموکرات» دی.
او کله چې مو نوم پرې کېښود، فکر مو وکړ چې انسان مو هم وپېژاند.
خو انسان د یوه سیاسي نوم په اندازه کوچنی نه دی.
یو انسان کولای شي تېروتنه وکړي او بیا بدلون ومومي.
یو انسان کولای شي د یوه فکر پلوی وي، خو د هغه د ټولو پلویانو په څېر نه وي.
یو انسان کولای شي پرون یو ډول فکر کاوه او نن بل ډول.
انسان له خپل سیاسي لیبل څخه لوی دی.
تاریخ باید زموږ ښوونکی وي، زموږ زندان نه
افغانستان د وینو ډېر فصلونه لیدلي دي.
کودتاوې، انقلابونه، جګړې، بهرني یرغلونه، کورنۍ شخړې، مهاجرتونه، زندانونه، اعدامونه، کډوالۍ، ویجاړۍ او د قدرت بېلابېلې تجربې زموږ په حافظه کې ژورې نښې پرېښې دي.
موږ حق نه لرو چې دا ټول هېر کړو.
قرباني باید هېره نه شي.
ظلم باید هېر نه شي.
تاریخي حقیقت باید پټ نه شي.
خو د تاریخ یوه بله دنده هم شته:
تاریخ باید موږ ته وښيي چې کومې لارې مو تباهۍ ته رسوي، څو بیا پرې لاړ نه شو.
که تاریخ یوازې د غچ (انتقام) کتاب وي، نو جګړه به هېڅکله پای ته ونه رسېږي.
د پرون د وژل شوي انسان زوی به د سبا د انتقام په فکر کې لویېږي.
بیا به د هغه زوی د بل چا پر وړاندې د انتقام نوی حساب پرانیزي.
او داسې به د وینې حساب هېڅکله ختم نه شي.
ملت هغه وخت له تاریخ سره روغېږي چې حقیقت ومني، له هغه زده کړه وکړي او راتلونکی ترې خلاص کړي.
عدالت؛ د یووالي د بنسټ ډبره
یووالی د ظلم په پټولو نه جوړېږي.
او پخلاینه د قرباني په مجبورولو نه رامنځته کېږي.
که یو انسان ځان محروم، سپک، بېحقه او له سیاسي او اقتصادي فرصتونو لرې احساس کړي، یوازې د «ملي یووالي» شعار به یې قانع نه کړي.
له همدې امله عدالت د ملي یووالي دښمن نه، بلکې د هغه بنسټ دی.
عدالت باید قومي نه وي.
عدالت باید سیمهییز نه وي.
عدالت باید ګوندي نه وي.
عدالت باید د زورور او کمزوري لپاره دوه معیارونه ونه لري.
قانون باید د انسان د نوم، قوم، سیمې، شتمنۍ او سیاسي اړیکو له مخې رنګ بدل نه کړي.
هغه ورځ چې یو افغان باور وکړي چې قانون د هغه لپاره هم شته، نو بیا د ملت یوه لویه برخه جوړه شوې ده.
افغانستان د شمال او جنوب، شرق او غرب مجموعه نه ده؛ یو واحد کور دی
موږ ډېر ځله جغرافیه هم په ذهن کې وېشو.
دا شمال دی.
دا جنوب دی.
دا شرق دی.
دا غرب دی.
دا مرکز دی.
خو غرونه د انسانانو ترمنځ دومره لوی دیوالونه نه جوړوي لکه زموږ ذهنونه چې یې جوړوي.
د بدخشان واوره او د کندهار خاوره د یوه هېواد د جغرافیې برخې دي.
د هرات باد او د ننګرهار شنهوالی د یوه وطن منظرې دي.
د بامیان غرونه، د بلخ دښتې، د پکتیا غرونه، د هلمند سیند، د نورستان ځنګلونه او د افغانستان نورې زرګونه منظرې د یوه ګډ کور بېلابېلې خونې دي.
ولې باید د یوه کور د خونې اوسېدونکي د بلې خونې انسان پردی وبولي؟
لوی افغانستان؛ لومړی باید په لوی زړه کې جوړ شي
موږ کله ناکله د «لوی افغانستان» خبرې یوازې د جغرافیې له زاویې کوو.
خو زه وایم:
تر جغرافیایي لویوالي مخکې باید افغانستان په اخلاقي، علمي، اقتصادي او انساني لحاظ لوی شي.
لوی افغانستان هغه دی چې:
ماشوم یې ښوونځي ته ځي.
ځوان یې د کار فرصت لري.
مور یې د روغتیايي خدمت حق لري.
پلار یې د خپل اولاد له راتلونکي نه، نه وېرېږي.
ښځه یې د انساني کرامت احساس لري.
سړی یې د قانون تر سیوري لاندې ژوند کوي.
قومونه یې د یو بل له پرمختګه نه وېرېږي.
سیاسي مخالف یې د وطن دښمن نه بلل کېږي.
او اقلیت یې د اکثریت په رحم نه، بلکې د قانون په حق کې ژوند کوي.
که دا لویوالی رامنځته نه کړو، د نقشې لویوالی به زموږ کوچنیوالی پټ نه کړي.
سکهـ او هندو افغان؛ د یوه هېر شوي فصل بیا لوستل
د افغانستان په ملي حافظه کې داسې پاڼې هم شته چې باید بیا ولوستل شي.
سکهانو او هندوانو د افغانستان په ښارونو او بازارونو کې ژوند کړی، سوداګري یې کړې، خپل عبادتځایونه یې لرل او د ټولنیز ژوند یوه برخه یې وه.
دوی هم د دې خاورې له حافظې سره تړاو لري.
که نن د جګړو او مهاجرتونو له امله ډېر کم پاتې دي، دا باید زموږ لپاره د یوه ملت د وجدان پوښتنه وي:
ولې زموږ له ګډ کور څخه د یوه کورني غړي د وتلو اړتیا پیدا شوه؟
ملي یووالی هغه وخت بشپړه معنا لري چې د کم شمېرو انسانانو ژوند او عزت هم د اکثریت په اندازه ارزښت ولري.
افغانستان باید داسې کور وي چې که یو افغان له کلونو وروسته بېرته د خپلې خاورې پر دروازه ودرېږي، د پردیتوب احساس ونه کړي.
موږ باید د یو بل پر ځای خپل اصلي ستونزې هدف وګرځوو
د افغانستان د خلکو انرژي محدوده ده.
موږ دومره انرژي نه لرو چې نیمه یې د یو بل پر ضد مصرف کړو او نیمه یې د هېواد د جوړولو لپاره وساتو.
موږ باید انتخاب وکړو.
یا به خپل وخت په دې لګوو چې کوم قوم له کوم قوم څخه لوړ دی؛
یا به دا پوښتنه کوو چې ولې زموږ ماشومان ښه ښوونځي نه لري؟
یا به د دې په سر جګړه کوو چې کوم سیاسي نوم حق دی؛
یا به دا بحث کوو چې څنګه عادلانه دولت جوړ کړو؟
یا به یو بل د تېر وخت په نوم محاکمه کوو؛
یا به د راتلونکي نسل لپاره داسې نظام جوړوو چې زموږ د تېر تاریخ د تکرار مخه ونیسي.
د ملت هوښیاري دا ده چې خپله انرژي پر اصلي ستونزو مصرف کړي.
فقر باید زموږ دښمن وي.
ناپوهي باید زموږ دښمنه وي.
فساد باید زموږ دښمن وي.
بېعدالتي باید زموږ دښمنه وي.
بېکاري باید زموږ دښمنه وي.
بېثباتي باید زموږ دښمنه وي.
خو هغه افغان چې زموږ په څنګ کې ژوند کوي، باید دښمن نه وي، ځکه چې یوازې د هغه قوم، ژبه یا سیاسي نظر له موږ سره توپیر لري.
د نوي افغانستان لپاره نوی اخلاقي تړون
افغانستان یوازې د نوي نظام اړتیا نه لري؛ د نوي سیاسي اخلاقو اړتیا لري.
موږ باید له یو بل سره یو نوی تړون وکړو:
چې اختلاف به لرو، خو دښمني به نه کوو.
چې سیاسي سیالي به کوو، خو وطن به نه سوځوو.
چې خپل قوم به خوښو، خو بل قوم به نه سپکوو.
چې خپله ژبه به ساتو، خو د بلې ژبې سپکاوی به نه کوو.
چې خپل دین او باور به لرو، خو د بل انسان د کرامت حق به نه اخلو.
چې خپل اتلان به لرو، خو د بل قوم اتلان به په سپکاوي په تاریخ کې نه یادوو، او هم به د تاریخ په نوم راتلونکی نه وژنو.
چې خپل اتلان به لرو، خو د بل قوم اتلان به په سپکاوي نه یادوو.
چې خپل درد به وایو، خو د بل درد به هم واورو.
او تر ټولو مهم:
افغانستان به د هېچا شخصي شتمني نه ګڼو.
د وطن مینه؛ هغه ژبه چې ټول پرې پوهېږي
سیاست خلک وېشلی شي.
قوم خلک وېشلی شي.
ژبه خلک وېشلی شي.
مذهب خلک وېشلی شي.
خو د وطن مینه کولای شي خلک سره راټول کړي.
یو ماشوم چې د افغانستان بیرغ په لاس کې نیسي، ښايي نه پوهېږي چې خلقي څه و، پرچمي څه و، ستمي څه و، افغان ملت څه و، شعلهیی څه و، مجاهد څه و، طالب څه دی، سیکولر څه دی او دموکراسي څه معنا لري.
هغه یوازې دومره پوهېږي:
دا زما وطن دی.
شاید موږ باید د همدې ماشوم له ساده احساس څخه بیا زده کړه وکړو.
هغه لا د نفرت فلسفه نه ده زده کړې.
هغه لا د تاریخ د انتقام حساب نه لري.
هغه یوازې وطن پېژني.
له «زه» څخه تر «موږ» پورې
د ملتونو ترمنځ تر ټولو لوی سفر جغرافیایي سفر نه دی.
دا د شعور سفر دی.
له «زه» څخه «موږ» ته.
له «زما قوم» څخه «زموږ وطن» ته.
له «زما سیمه» څخه «زموږ افغانستان» ته.
له «زما ګوند» څخه «زموږ ګډ برخلیک» ته.
له «زما تاریخ» څخه «زموږ ګډ تاریخ» ته.
او له «زما بریا» څخه:
«زموږ ګډه بریا» ته.
دا سفر اسانه نه دی.
خو که ونه شو، زموږ سیاسي اختلافات به بیا بیا په قومي او ټولنیزو شخړو بدل شي.
افغانستان باید د خپلو ټولو اولادونو لپاره ځای ولري
یو سالم وطن هغه نه دی چې ټول خلک یې یو ډول وي.
سالم وطن هغه دی چې بېلابېل خلک پکې د برابر عزت احساس وکړي.
افغانستان باید د پښتون لپاره ځای ولري.
د تاجک لپاره.
د هزاره لپاره.
د ازبک لپاره.
د پشهیي لپاره.
د بلوڅ لپاره.
د ترکمن لپاره.
د نورستاني لپاره.
د ایماق او نورو ټولنو لپاره.
د سکهـ او هندو افغان لپاره.
د هرې سیمې، هرې ژبې او هر مشروع فکري لیدلوري د انسان لپاره.
د شمال افغان باید په جنوب کې د پردیتوب احساس ونه کړي.
د جنوب افغان باید په شمال کې د وېرې احساس ونه کړي.
د شرق او غرب انسان باید د خپل هېواد په هره برخه کې د خپل کور احساس وکړي.
ځکه افغانستان نقشه نه ده؛ افغانستان د انسان د تړاو احساس دی.
زموږ اولادونه به له موږ څه پوښتي؟
یوه ورځ به زموږ اولادونه زموږ د زمانې په اړه پوښتنه وکړي.
هغوی به وپوښتي:
تاسې چې پوهېدئ چې له یوه قوم سره جګړه مو تباه کوي، ولې مو پرېنښوده؟
تاسې چې پوهېدئ قوم مو له قوم سره دښمنوي، ولې مو دیوالونه جوړول؟
تاسې چې پوهېدئ افغانستان د ټولو ګډ کور دی، ولې مو غوښتل یوازې د خپلې ډلې کور یې وبولو؟
تاسې چې پوهېدئ انسان تر خپل سیاسي نوم لوی دی، ولې مو یو بل په نومونو ووېشل؟
او شاید تر ټولو سخته پوښتنه دا وي:
«کله چې مو وطن د یووالي اړتیا لرله، تاسې څه وکړل؟»
موږ باید داسې ځواب ولرو چې شرمنده نه شو.
ووایو:
موږ خپل اختلافات وساتل، خو دښمني مو پرېنښوده چې وطن وخوري.
موږ خپل قومونه وساتل، خو د قومونو ترمنځ مو دیوالونه مات کړل.
موږ خپل تاریخ وساته، خو راتلونکی مو د پرون قرباني نه کړ.
موږ خپل سیاسي نظرونه وساتل، خو افغانستان مو له هغو ټولو لوی وباله.
او په پای کې مو وویل:
افغانستان د ټولو دی.
پای؛ افغانستان باید بیا «زموږ» شي
د افغانستان د ژغورنې لار ښايي په یوه لویه وینا، یوه سیاسي څېره، یوه ځانګړې ایډیالوژۍ یا یوه ناڅاپي پېښه کې نه وي.
ښايي د ژغورنې پیل په یوه ساده ذهني بدلون کې وي:
افغانستان باید له «زما» څخه بېرته «زموږ» شي.
زما قوم مهم دی، خو زموږ وطن تر هغه لوی دی.
زما ژبه مهمه ده، خو زموږ ګډ ژوند تر هغې لوی دی.
زما سیاسي فکر مهم دی، خو زموږ ملي بقا تر هغه لویه ده.
زما تاریخي روایت مهم دی، خو زموږ ګډه راتلونکی تر هغه مهمه ده.
زما سیمه مهمه ده، خو افغانستان تر هغې لوی دی.
او زما درد مهم دی، خو د بل افغان درد هم د انسان دی.
راځئ چې نور د خپلو پلرونو د جګړو میراث خپلو اولادونو ته انتقال نه کړو.
راځئ چې د نفرت پر ځای پوښتنه وکړو؛
د انتقام پر ځای عدالت وغواړو؛
د انحصار پر ځای مشارکت؛
د زور پر ځای قانون؛
د وېش پر ځای همکاري؛
د تعصب پر ځای کرامت؛
او د «زه» پر ځای «موږ».
پښتون دې پښتون پاتې شي.
تاجک دې تاجک پاتې شي.
هزاره دې هزاره پاتې شي.
ازبک دې ازبک پاتې شي.
پشهیی، بلوڅ، ترکمن، نورستانی او نور دې خپل هویتونه وساتي.
سکهـ او هندو افغان دې خپل دین او فرهنګ وساتي.
خلقي دې خپل تاریخ ولولي.
پرچمي دې خپل تاریخ ولولي.
اخواني، ستمي، افغان ملتي، شعلهیي، مجاهد، طالب، سیکولر، دموکرات او د هر بل فکر پلوی دې خپل نظر ولري.
خو له دې ټولو هویتونو پورته دې یو ګډ حقیقت هم ولرو:
موږ ټول د یوه وطن انسانان یو.
موږ ټول د افغانستان د خاورې په وړاندې ګډ مسؤلیت لرو.
موږ ټول د خپلو اولادونو د راتلونکي په وړاندې ګډ مسؤلیت لرو.
او موږ ټول حق لرو چې په داسې افغانستان کې ژوند وکړو چې پکې د هر افغان لپاره مناسب ځای وي.
افغانستان د هیچا شخصي شتمني نه ده.
نه د یوه قوم.
نه د یوې سیمې.
نه د یوه ګوند.
نه د یوه نظام.
نه د یوه مشر.
افغانستان د ټولو ګډ کور دی.
او په دې کور کې د هر افغان لپاره ځای شته.
شاید د افغان ملت د بیا راټولېدو تر ټولو ستره فلسفه همدا یوه جمله وي:
«زه یوازې د خپل قوم استازی نه یم؛ زه د افغانستان د ګډ کور یو مسؤل اوسېدونکی یم.»
که موږ دا جمله له خولې څخه زړه ته، او له زړه څخه عمل ته انتقال کړو، نو هغه ماتې شوې هنداره به ورو ورو بېرته سره ونښلي.
بیا به موږ په هغې کې یوازې خپل قوم، خپل حزب او خپل تاریخ نه وینو.
بیا به پکې افغانستان ووینو.
او تر ټولو مهمه:
یو بل به پکې ووینو.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
