ټول دروغ، دروغ

محمد داؤد مومند

35

                                      ټول دروغ، دروغ

د فلسفی شاعر او ملی شخصیت غنی خان، د شعر په استقبال او اقتفاء:

د زاهد ریاضتونه، د عابد عبادتونه، د ملا نصیحتونه، د حاجیانو دا حجونه

ټول دروغ، دروغ

نه دوستی او رفاقت شته، نه اخلاص او مروت شته، نه ریشتنی صمیمیت شته، نه څه مینه محبت شته، راته بریښی دا ټول هسی:

ټول دروغ، دروغ

نه وفا ده چیری پاتی، نه صفا پاتی په زړونو، صداقت هسی دوکه ده، بی وفا غوندی دنیا کی، چی باور په دی خبرو:

ټول دروغ، دروغ

د جومات عبادتونه، د شیخانو دا لمونځونه، د صوفیانو خلوتونه، که ویناوی د واعظ دی :

تول دروغ، دروغ

د ټګۍ یوه دنیا ده، د رشتیا په کی ځای نشته، هرڅه هرڅه لباسی دی، دا جوړخت د طبیعت دی، چی دوکه نشی زړګیه:

ټول دروغ، دروغ

که زاهد دی که ملا دی، ټیکه دار که د عقبا دی، واعظ وعظ په منبر کا، طالبان به پری منتر کا، هسی رنګ جادو ګری ده:

ټول دروغ، دروغ

سیاستوال که فلسفی دی، مورخ که محقق دی، وینا وال که خبر لوڅ دی، په ظاهره مسلمان دی، خو فطرت یی د شیطان دی، ځان نه جوړ به لوی رهبر کا، اعتماد پری په کار ندی:

ټول دروغ، دروغ

د شفیق صدارت، د کرملن خیانت او پرچمیانو بغاوت

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320