د کابل اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د کابل ښار اوومې ناحیې اړوند چهلستون سیمه کې د غره ښویېدو په تړاو، د کابل والي په لارښوونه اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې شوې دي.
د یاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، مسوولینو ته سپارښتنه شوې چې وضعیت له نږدې وڅاري، د سیمې اوسېدونکو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي او د احتمالي زیانونو مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسي.
همداراز اړوندو ادارو ته لارښوونه شوې چې د غره ښویېدو لاملونه او احتمالي خطرونه هر اړخیز وارزوي او د اړتیا په صورت کې د خلکو خوندیتوب لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
دا اقدام وروسته له هغې شوی چې تر دې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې پکې د چهلستون غونډۍ پر سر، د منار ترڅنګ د ځمکې درز څرګندېږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320