په بدخشان کې د جنراتور چاودنې درې کسان وژلي

35

د بدخشان ولایت د سیمه‌ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په مرکز فیض‌آباد ښار کې د یوه جنراتور چاودنې درې کسان وژلي او یو بل کس یې ټپي کړی دی.

سرچینو د پنجشنبې په ورځ، د وږي/سنبله په ۲۶مه، رسنیو ته تایید کړې چې دغه چاودنه د فیض‌آباد ښار اړوند د چاهوش‌درې په کلي کې رامنځته شوې ده.

د سرچینو د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دغه پېښه د جنراتور د تخنیکي ستونزې له امله رامنځته شوې ده.

د سرچینو په وینا، یاد جنراتور د طالبانو د ډلې د یوه قوماندان او د بدخشان د اوسني چارواکي، قاري عبدالرحمان، اړوند مدرسه کې دننه چاودلی دی.

سرچینو د وژل شویو کسانو د هویت او د پېښې د یوازیني ټپي کس د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

یو شمېر نورو سیمه‌ییزو سرچینو هم په فیض‌آباد ښار کې د دې چاودنې له امله د درېیو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320