په لوګر کې د ۲۰ کلنې نجلۍ مړینه

4

د لوګر ولایت د سیمه‌ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، د ناامنیو په دوام، په دې وروستیو کې د دغه ولایت د مرکز پل‌علم ښار د آبچکان په سیمه کې د یوې شاوخوا ۲۰ کلنې نجلۍ مړی موندل شوی دی.

سرچینو د پنجشنبې په ورځ، د وږي/سنبلې په ۲۶مه، تایید کړې چې د دغې نجلۍ مړی د روانې اوونۍ د سه‌شنبې شپې پر مهال موندل شوی، خو تر اوسه د هغې د مړینې د علت او څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي څرګند شوي.

د سرچینو په وینا، د نجلۍ جسد د پېژندنې او نورو طبي عدلي څېړنو لپاره د طب عدلي سړې خونې ته لېږدول شوی دی.

طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې، په وروستیو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ناامنیو د زیاتېدو په اړه هم راپورونه خپاره شوي دي.

تر دې وړاندې، سرچینو د زابل ولایت د مرکز قلات ښار کې هم د یوه سړي د ځړول شوي مړي د موندل کېدو خبر تایید کړی و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320