دا خبره اوس ټولي نړي ته ښکاره او واضحه ده چي پنجابي ریاست په افغانستان کي ستراتیژیک عمق لري او د افغان ټول لوي وطن کي د پراختیا غوښتني سیاستونه تعقیبوي.
که د پښتنو افغانانو نږدي تیر تاریخ مطالعه کړو د هند د پاچاهي په سر د پښتنو مبارزینو او مغلي شاهانو تر منځ عمیق اختلافات د امت او ملت د نظريي څخه خړوبیدل، مغل به پښتون ته د امت نظریه ورپیچکاري کړه خو د خپل مغلي خاندان د ګټو د ساتلو څخه ها خوا د هند په سیاست کي او د دوي په دربار کي د پښتون حیثیت خاورو سره خاوري وو، په پښتون مبارزینو کي چي د مغلو د استبدادي او انحصاري واک او قدرت په وړاندي ودرید، یو هم خوشحال خان خټک وو، که څه هم خوشحال خان خټک په پیل کي د مغلو فوج قمندان وو او د مغلو په پلوي د پښتنو یوسفزیو د خپلواکي غوښتونکو مبارزینو په ځپلو کي پوره ونډه واخیسته چي تر همدي وخته د مغلي وکدارانو د سترګو تور او نازولي وو، مګر کله چي خوشحال خان خټک د مغلو په چل، دوکه او نیرنګ پوه شو او د پښتون د حیثیت او عظمت خبره يي مطرح کړه بیا نو ، د مغلي پاچا له خوا د اسلام څخه منحرف او یاغي و باغي وګڼل شو او زندان ته واچول شو چي د خپل عمر ډیر کلونه يي د همدغو مغلو په زندان کي تیر کړ. دلته د غور وړ دا دی چي کله هم خوشحال خان خټک د پښتون د ملي ارزښتونو او ملي دولت په ننګ توره وتړله تر مغلي دربار خپله پښتانه قبایل حتا زامن او د کورني نږدي غړي يي په مخالف صف کي ودریدل او د خوشحال خټک د مبارزي په وړاندي اصلي خنډ همدا خپل زامن، قبیله او قوم يي وو.
اوس په شلم او یووشتمه پیړی کي یو ځل بیا یو بل قوم یعني پنجابیان د هند د مغلي دولت څخه په الهام اخیستني فکر کوي چي هماغه مغلي دولت دجغرافييوي حدود چي له اصفهانه تر ډهلي پوري د واک ساحه وو یو ځل بیا ایجاد ته زمینه مساعدیږي او دوي به يي سیاسي استاځي وي او همدوي به په افغان خاوره واک چلوي. په اصل کي پاکستان په نامه دولت د پنجابیانو د مطلقه واکمني ممثل حاکمیت دی د پاکستان نور قومونه بیا خاص وخاص هلته میشت پښتانه افغانان د پنجابي واکمني تر زبیښاک او استثمار لاندي د ذلت ډک شپی تیروي.
افغان یو ملت دی چي د مختلفو قومونو جوړ دی او هر قوم د مختلفو قبایلو څخه تشکیل شوی همدا ډول پنجاب یو بل قوم دی چي له مختلفو قبیلو جوړ دی، د ملت په نظریه کي پنجابیان او افغانان بیا خاص پښتنو سره کله هم واحد ملت کیدلي نشي او په یو واحد عصري او مډرن دولت کي سره یو ځاي اوسیدلي نشي. د افغانانو ملي ارزښتونه ډیر زیاد متفاوت دي نظر د پنجابی ټولني طبقاتي ارزښتونو ته، افغانان ملي فکر لري او دغه ملي فکر په تمدن، روشنګري، عدالت، خپلواکي او ازداي ولاړ دی، د پنجابي ټولني طبقاتي رسوم، په استبداد، غضب، دیکتاتوري، طبقاتي ویش (د ذات لوړوالی راجه ګان، چوهدریان، یا ټيت ذات یعني اچوت)، مذهبي او دیني افراطیت جعل کاري، درواغ ولاړ دی. نظر یو افغان نه، یو پنجابي دا موضوع ډیر ښه درک کوي چي د ملت په نظریه کي پنجاب او افغان په یو واحده جغرافیه کي چي عصري دولت ولري سره نشي اوسیدلي بلکه که احیانا فرض کړو چي سره په یوه جغرافیه کي یو ځای هم شي واک، سیاسي استازیتوب او سلطه به د پښتون افغان وي ځکه افغان په عدالت، انصاف او صداقت ولاړ حاکمیت رامنځته کوي او دی کار سره د پنجابي د جعل او خرافاتو بازار خرابیږي بنا پنجابي به د پښتون تر لاس لاندي ژوند کوي ځکه خو پنجابیان په افغان فکر او لید کي د ملت پالني او ملي ارزښتونو څخه د حسد تر کچي کرکه لري او ورسره دښمني پالي. پنجابي چوهدریان او مذهبیان د همدغه کرکي په اساس پښتون افغان ته د ملت د نظریي په عوض یوه بله نظریه وړاندي کوي چي په اساس يي د پنجابیانو واک پراختیا مومي او افغان ملت د پنجابي د پښو خاوري جوړیږي، دغه نظریه کي پنجابیان د دین تر شا پټیږي او خپله کرغیړنه او مستبده څّهره د امت د نظريي تر شا پټوي، دوي ظاهرا افغانانو ته د امت نظریه ورکوي او په افغان خاوره کي د امارت یا خلافت ایجاد د ستونځو حل ګڼي خو په خپله بیا د پاڼ پنجابیزم څخه قدم هم نه شاته کیږي او سب سي پهلي پاکستان نعره تر ټولو مقدسه نعره ورته ښکاري. کله چي د پنجابیانو د قومي طبقاتي ګټو او ارزښتونو خبره شي دوي ته تر هر څه لمړی پاکستان اهمیت لري خو کله چي په نورو قومونو د تسلط موضوع رامخته شي بیا نو د امت نظریه او د خلافت یا امارت ایجاد ورته تر هر څه لمړی شي.
په ورستیو کلنو کي ډیر ځلي د پاکستاني مشهور سیاستوالو څخه اورو چي وايي:
افغان لر وبر وطن کي د پاکستانیت ضد انګیزه لمړی ضعیف او بیا له منځه ویوړل شي او دا باید د افغانستان د ځوان نسل څخه پیل شي.
پنجابي سیاستوال د موضوع عمق درک کوي او په دي يي سر خلاص دی چي د پاکستانیت ضد انګیزه هماغه د ملت د نظريی او ملي فکر او ملي ارزښتنو څخه خړوبیږي ځکه خو دوي په افغان وطن کي د همدي نظريی پلویان په نښه کوي او کرکه تري لري.
که د پاکستاني سیاستوالو دا ډول څرګندونو ته لږ عمیق فکر وکړو ددوي دا ډول خبري هماغه د هندي مغلانو د سیاستونو څخه سرچینه او الهام اخلي. خو دا موضوع د نن یا د اوسني حالت څخه هم نه دی شروع بلکه د پاکستان د تاسیس د ورځي سره سم پیل شوی. ځکه خو پنجابیان د خپل پاکستاني دولت د ایجاد په لمړي ورځ د افغان ملي دولتونو سره کلکه دښمني پیل او د تندلارو مذهبي فرقو د ایجاد دلاري ددغو دولتونو په نسکورولو کي خپل پوره نقش يي ادا کړي.
په افغانستان باندي د شوروي لښکرو د یرغل او د شرق او غرب ترمنځ د سوړ جنګ په دوران کي کله چي یو زیاد شمیر افغانان پاکستان ته مهاجر شوول هلته پاکستان استخباراتي اداره د مذهبي فرقو له ادرسه مهاجر شوو افغانانو ته د امت د نظريي په اساس د مرستي ټټر ووهه او افغان مهاجرین يي په اوو مذهبي تنظمیونو کي ځآي په ځآي کړ.
په دغو تنظیمونو کي تر ټولو تندلاري ډله حزب اسلامي د ګلبدین حکمتیار په مشري وو، کلبدالدین نظر نورو جهادي تنظیمونو مشرانو ته ځوان مګر تندلاري او افراطي څهره وه، د ګلبدین حکمتیار په مشري د حزب اسلامي مذهبي تندلاریتوب پنجابي سیاستوالو ته ځکه تر بل هر چا ډیر خوند ورکوه او زیات ملاتړ يی تري کوه چي حکمتیار د ملت د نظريي په عوض د امت نظریه سل په سلو کي ریښتیا منلي وه، اصلا ګلبدین یو بي تجربي، د سیاسي فهم څخه فاقد، کم سواده او احساساتي شخص وو، ده فکر کوه چي هغه څه چي ده ته پنجابی مشران (هغه وخت ضیالحق په راس کي وو) وايي هماغه سم دی او جنرال ضیالحق کله هم ورته درواغ نشي ویلي، همدا علت وو چي ګلبدین د پنجابي مذهبي فرقو په لمسون هاغه وخت سلګونه افغان ملت پال شخصیتونه چي د ملت نظریه يي درلوده ترور او له منځه ویوړ. ګلبدین فکر کوه چي د شوروي تر ماتي پس به نوموړي په خپله د امت استاځي او مشر شي او اسلامي خلافت به ریښتیا هم دده تر قیادت ایجاد شي او دا فکر ورته همدغه پنجابي سیاستوالو پیچکاري کړی وو، حال دا چي دا یو ښکاره درواغ، غیر عملي او غیر علمي نظریه په دي وه چي اوسني عصر کي هیڅ یو مسلمان دولت حتا سعودي، ترکیه، مصر یا نور او همدا خپله پاکستاني واکمنان یو هم حاضر نه دي چي ټول سره په یو واحد دولت کي راټول او ژوند وکړي بیا د امت د سیاسي استازیتوب سپارل پښتون افغان ته خو له عیني واقیعت سره دومره لري دي لکه څومره چي فکر يي کوي شو، دا یواځي ګلبدین غوندي ساده لوحه اشخاص پري دوکه او د خپل ملت په وړاندي استفاده کیدلي شي او بس. مګر وروسته مونږ ولیده چي د افغان خاوري څخه د روسي لښکرو تر وتلو بعد ګلبدین ته ورکړل شوي رول څنګه بدل شو او جهادي تنظیمونه په خپل منځي جنګونو کي څومره ذلیل او شرمنده شول، د امت استازیتوب خو څه حتا دوي په یو سمتي او ژبني خپل منځي جګړه کي ښکیل کړلي شوول.
نن سبا کیسه بیا هم هماغه ده کومي ډلي ټپلي چي څومره مذهبي افراطیت کي ډوب او د ملت او دولت د نظريي سره مخالف او دښمن وي هماغه اندازه به پنجابي ادارو ته د زړه سر وي او په مستقیم یا غیر مستقیم ډول تري حمایت به کوي او کوم شخصیتونه او یا سیاسي او ټولنیز جریانونه چي د افغان ملي ارزښتونو سره جوړه وي د پنجابي پرکټی به وي او دوي به تري کرکه کوي. دا ځکه چي پنجابي استبداد او دیکتاتوري یواځي د دین تر شاه پټیدی شي.
مونږ دا وایو نن سبا د سیاست به بازار کي هر سړی په خپله ګټه او تاوان پوهیږي دا مونږه افغانان یو چي هر ارزښت په قمار وهو یا د نورو د خوشحالولو دپاره د ملت ارزښتونه او د یو عصري دولت د بیا ایجاد هیله او امید د پنجابي پښو ته غورځوو.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
