……. په تیر پسي
د وزارت مشران، د ولایت مقام، یا د اړوندي ولسوالۍ ولسوال به که کله مونږ سره د پروژو په پرانیسته کي برخه واخیسته هلته به يي د بیاني یا خبرو وخت کي خلکو ته داسي ښودنه کوله چي د انجام شوي کار ټول کریدت او امتیاز يي ځانته ورکوه او خلکو ته به يی داسي انګیزه ورکړه چي دا د همدغه شخص له برکته دی چي دلته پروژي ترسره او عامه خدمات وړاندي کیږي، حال دا چي زه ډیري وخت د داسي صحنو شاهد ووم چي د پارلمان وکیلان، ولایتي شورا غړي ، ولایت او ولسوالي یو شمیر مقامات اکثره به د پروژو په تطبیق کي خنډونه ایجادول، شخصي غوښتني به يي لرلي او که کومه سیمه کي ددوي فردي ګټي نه تامیندلي هغه پروژي په اړه به يي دفتر ته یو الم منفي خبري کولي او یو بله محله به يي ښوده چي که دلته پروژه عملي شي مونږ همکاری کوو کنه يي دا بل ځآي کي چي دده د طبعي ځاي نه دی، امنیت هم پکي ښه نه دي په اخطار امیز لحجه به يي ویل ستاسي د کار د امنیت تضمین ولایتي امنیتي مسولین نشي کولی.
د فرعي پروژو د انتخاب دپآره به زمونږ تخنیکي ټيمونو هڅه دا وه چي بیا رغوني اوانکشاف دپاره باید داسي ځایونه ( د اوبو لګولو شبکات) انتخاب کړو چي د خلکو ستونخه او نیازمندي واقعي وي او د ملي اقتصاد په وده کي مثبت رول ولري او دویم قدم کي هماغه د وزارت پالیسي به مو هم پآم کي نیوله او دې رابطه کي به د ولایتي چارواکو غیر واقعي د فرمایشاتو ته مو ډيره پاملرنه نه کوله له همدي امله به ځيني وخت د ولایت او ولسوالیو د مسولینو سره به مو مجلسونه ترخه شول.
د فرعي پروژو د انتخاب دپاره چي کله به زمونږ د دفتر ټيمونه ساحي ته سفر وکړ، فرعي پروژو کي ټولنیزي ستونځي له همدي مرحلي رابرسیره کیدلي.
د افغانستان د ولسوالی او ولایتونو په کچه د اوبولګولو کانالونه اکثره تر سل یا 200 کلونو پخواني قدامت لري او په کانالونو کي د اوبو ویش هم په هماغه کلاسیک سبک په عنعنوي او متناوب ډول صورت نیسي، هغه سیلبر او سیندونه چي موقت اوبه لري او په مسیر کي تري کانالونه بیل شوي دي د هر کلي ته تیر شوي کانال یو ځل په خوړونو کي نوبت لري او بل ځل خپله په کانال کي د ونډونو یا هري شاخي ترمنځ نوبت دی.
د اوبو لګولو د کانالو څخه ګټه اخیستونکي خلک په دري کته ګوریو ویشل کیږي اول سرآب خلک (چي د ویالي سربند ته نږدي پروت دي)، دویم مابین آب خلک او دریم پائین آب خلک.
د دوامداره جنګونو په وجه د افغانستان د اکثره کانالونو اوسیندونو حریم غضب او په نامناسب ډول د خلکو د خوا اشغال شوي دي، د لویو عنعنوي او سنتي کانالونو د انکشاف او پراختیا برخه کي اکثره حالاتو کي مشکل دا وو چي سرآب یعني د ویالي سربند ته نږدي اوسیدونکي، نه اماده کیدل چي د ویالي غضب شوي حریم بیرته وسپاري، دوي آماده نه وو چي د کانال ابعاد پراخ شي، کومي وداني یا وني چي دوي د کانال په حریم کي ودان او غرس کړي وي ووهي او بالاخره همکاري وکړي تر څو پائین آب خلکو ته هم لازم اوبه ورسیږي ، د سرآب د خلکو دا ډول چلند څو مهم چالشونه رامنځته کول، یو دا چي سرآب خلک به داسي نباتات کرل چي ډيرو اوبو ته يي اړتیا وه او د کانال ډير اوبه يي مصرفولي لکه شولي (وریجي) مګر پایئن اب خلک به حتا د مواشي او حیواناتو دپاره د څښآک اوبه څخه محرومه کیدل، بل دا چي د ویالي آخري برخي خلکو ته کافي اندازه اوبو د نشتون په وجه که کوم فصل وشو هم د کروندو حاصلات به خپل حد اقل کي وو، دریم دفتر ته هم سرخوږي په دي وو چي که د تخینکي او انجنیري ټیمونو دخوا به د پروژي د تطبیق دوره یا معیاد یو کال ټاکلي شوی وو، د سر آب او پایېن آب د خلکو ترمنځ د کمشکشونو په وجه پروژي د تطبیق وخت به وغځيده، دا به حتا دوه یا دري کاله اضافي وخت يي نیوه چي پروژه تکمیله شي او په دي سبب محلي او ملي اقتصاد وده ډير بطي او ورو کیده او د دولت د انکشافي پروژي د لګښت په برخه کي به يي ستري ستونخي رامنځته کولي. زمونږ د ټیم اجتماعي کارمند به ډیره هڅه کوله چي دا ډول ستونځي د تخنیکي او ساختماني چارو د پیل نه مخکي، د سروي په وخت کي حل کړي مګر په ولسونو کي د عامه آګاهي نه شتون او ترمنځ يي قبیلوي محلي رقابتونو په وجه به د پروژی د تطبیق په جریان کي نوي نوي مشکلات رابرسیره کیده.
د اجتماعي کارمند سره زما د کاري برخي چي ډیزاین انجنیر وم اړیکه په دې ډیره وه چي د ساختمان نوعیت باید خلکو ته په داسي ډول تشریح شي چي خلک احساس او قناعت وکړي چي د اوبو لګولو په سیستم کي د حکومت د مداخلي او د نویو ساختمانو د اعمار په وجه څوک شخصي نه متضرره کیږي، بلکه ګټه يي عام او ټولو ته رسیږي، ځکه نو اجتماعي برخي کارمند سره زما همکاري ډیره وه، د کار په جریان کي زه دې ټکي ته متوجه کیدم چي زمونږ د عامو ولسونو ترمنځ په قبیلوي او محلي سطحه کي څومره ټولنیزي ناندري، بدبیني، د یو بل نه منل، د نورو حقونو ته بي اعتنايي موجوده ده، زه د داسي ډیرو صحنو شاهد پاتي شوی یم چي د یو ویالي د ګټه اخیستونکو سرآب، مابین آب او پائین آب ترمنځ د ټولنیزو ستونځو په وجه په یو محل یا ځاي چي مونږه رابلل نه راټولیدل تر څو په دي برخه کی د محل د اقتصادي پراختیا دپاره ګډ او مشترک پلان جوړ کړو، حتا ځینو ځایونو کي د کلیو مشران د یو بل په دسترخوان هم نه کیناستل او یو ځآي ډوډی یی هم نه خوړله. د پام وړ شیمر سیمو کي د همدا ډول ټولنیزو رقابتونو په وجه به انکشافي برنامي نه تطبیق کیدلي او یا هم نمیګړي تطبیق کیدل، او عام ولسونه به د دا ډول پروژو د مزایاو څخه محروم پاتي کیدل.
دا رقم ستونځي یواخی د کانالونو او اوبو لګولو د شبکو برخه کي نه بلکه ټولو پراختیايي او عام المنفعه تاسیساتو د اعمار په برخه کي شتون درلود.
دا چي ما دې برخه کي کار کوه ځکه زه د همدی برخي مشکلاتو عیني شاهد یم او تري خبریدم.
د سرک او کانالونو د بیا رغوني او پراختیا پروژو کي یوه بله ستره ټولنیز کلتوري ستونځه د پروژو د تخنیک بي خطر یا مصونیتکار د مراعت کولو برخه کي وه. فني او غیر فني کارګر د کلتوري ارزښتونو، ټولنیز محدودید او یا امنیتي ستونځو له امله دې ته نه آماده کیدل چي د په ازاده فضا او عامه اجتماع (د ډیر شمیر کاریګرو منځ) کي د خپل ځآن د حفاظت دپاره د ایمیني جامي واغوندي او ځانونه امن کي کړي.
په فکري لحاظ دوي دې ته نه وو تیار چي د کار په جریان کي د خپل بدن د اندامونو د حفاظت دپاره موزي، عینک، دست کش، خوله، هیلت نیت، کمربند، واسکت، برزو، یا نوري مخصوصي جامي او وسایل واغوندي او استفاده کړي.
زمونږ ټیمونه به کله چي ساحه کي کارګرانو ته د ایمنی د جامو د اغوستلو وویلي چي باید مراعت يي کړي ددوي د داسي ځوابونو سره مخ کیدلو چي ډیر پس پا افتاده او غیر منطقي وي. لکه راته به يي ویل: دې جامو کي مي زړه په تنګ کیږي، خفسک مي نیسي، دا زمونږ په کلتور کي نه دي، زه له خطره نه ډاریږم ځان مي خداي ته سپارلي، څه چي مي نصیب کي وو، دا د کفار او غیر مسلمانانو جامي دي، د کار جامو کي کفارو په شان ښکارم، دا د کفارو سره مشابهت دی چي په اسلام کي منع تري راغلي. سره له دي چي ما به ډیره هڅه کوله چي کاریګر مخامخ په ساده او عامیانه ژبه پوه کړم چي د کار جامي د بدن د اندامونو دحفاظت دپآره لکه عینکي په دي خاطر دي چي د میده ساختماني موادو چي د باد له وجي به ستاسي سترګي ته ننوځي یا موزي دي دپاره دي چي پښو کي مو کوم میخ لاړ نشي، کومه خزنده مو ونه چيچي، یا کله چي اوبو ته ننوځي رماتیزم او د پښو درد درته پیدا نشي، او داسي نور موراد مګر زما خبري تر ډیره بي تاثیره وي او ډیر کم شمیر کسانو باندي اثر ګذاره وو، د کاریګرو د خوا راکړل شوي ځوابونه زمونږ اکثر همکارانو ته عادي معلومیدل خو شخصا ما دپآره د خفګان سبب وو چي ځان سره مي پټ تیراوه، ځکه دا زمونږ د افغاني ټولني د عامه شعور استازیتوب کوه چي زمونږ خلک څومره په کلتوری محدودیتونو کي بند پاتي دي، افغان نارینه په رسمي ځآیونو ، ملي غونډو، خوب وخت، محلي کلتوري مراسم او محفلونو کي، ولسي غونډو او مرکو کي، مذهبي مراسمو اجرا وخت کي، سیاسون په دیپلماتیک ملي او بین المللی غونډو او سمینارونو کي، زده کوونکي د تعلیم او تحصیل دوران درسي صنف کي، استادان د تدریس وخت کي، د رسمي او غیر رسمي دندي د اجرا او کار وخت کي او د ژوند د فعالیتونو په ټولو برخو کي هماغه یو ډول جامي لکه اوږد لمن لرونکي کمیس، پرتوګ، واسکت، څادر چي په اوږه يي اچوي او د سر پټولو دپاره (پکول، خوله، لونګي) اغوندي او ددوي جامي د اقلیمي شرایط، کاری ماحول، ټولنیزو چارو د تنوع او د وجود د مصونیت دپاره کوم تفکر، صلیقه او انګیزه نلري.
هغه وخت ودانیزو چارو کي د دولت وسله وال مخالفین هم د خلکو د کلتوري محدودیتونو څخه استفاده کوله که کوم کار ځآي کي کاریګر رایج کلتوري جامو نه غیر بل ډول جامي په تن کولي نښه يی دا وه چي داسي کسان د بهرنیانو سره دنده لري بنا د حکومت د وسله والو مخالفینو تر بریدونو لاندي راتلل او کاریګر به د وسله والو اورپکو د خوا ځورول کیده، حتا د لري فاصلي نه په نښه کیدل، چي په دا ډول کاریګره طبقه د مرګ د خطر سره هم مخامخ وول.
ودانیز شرکتونو مسولین او یا د پروژو دتطبیق کوونکو ادارو مشران هم د همدا ډول مواردو څخه په خپله نفعه کار اخیسته دوي به د قرار داد د مواردو سره سم له تمویل کوونکي اداري نه د ایمیني د برخي ټآکل شوي پیسي اخیستلي خو د کار او کاریګر د مصونیت برخي ته يي هیڅ توجه نه کوله. که د اجتماعي کارمند د خوا په متصدي شرکت فشار راوړل شوو چي باید سیفتي جامي په کاریګرو وویشي، ځواب به يي داوو چي ما اخیستي کمپ کي پرتي دي تاسي نران شي په خلکو يي واغوندئ زه يي نشم ورته په تن کولئ، په همدي خاطر داسي موارد ډیر مخته راتله چي د کار په جریان کي ایمني ته د نه پاملرني له امله به کاریګر ټپي او یا مریض شول او ترلاسه شوي روز مزد پیسي به يي بیرته دده په دوا مصرف کیدلي ځکه نو دې برخه کي د پروژي ډیره ګټه شتمن (د شرکت ریس او معاون) ته رسیده، کاریګر تري نفعه نشوه پورته کولئ. ډیري خلک دغه حالت سره سطحي او عادي برخورد کوي مګر که دقیق شو دا د کلتور ساتني په پلمه د شاتګ پالني څخه انګیزه اخلي، چي له طریقه يي د کلتوري پراختیا مخنیوي کیږي، او په یوه ټولنه کي چي تر څو کلتوري پراختیا رامنځتنه نشي دژوند نورو برخو کي لکه سیاسي او اقتصادي برخه کي پراختیا نه رامنځته کیږي، چي کله په یوه ټولنه کي د کار د ابزارو استعمال برخه کي کلتوري محدودیتونو څخه عام و خاص خلک ځآن نشي خلاصولي د هغه ټولني وګړي د کار د ابزارو عصري (صنعتي) کولو باندي اصلا فکر نشي کولئ، متاسفانه زمونږ د ټولني ډیر شمیر وګړي همدا ډول شاتګ پاله فکر لري. زه د داسي ډیر شمیر کاریګر سره مخ شوی یم چي پښي، لاسونه يي چاودلي او د لاسونو کف يي ټناکي شوي وي، مګر هغه کارګر همداسي حالت په ځان تیروه او تري راضې وو خو د سیفټي جامي يي نه کارولي. په لویو پروژو کي د تخنیک بي خطر او چاپیریال ساتني موضوع یواخي تر جامو یا سیفتي کډ پوري هم نه وه محدوده بلکه ډیر نور تخنیکي موارد وو لکه د صحي اولیه مرستو بکسه لرل، د پاکو اوبو رسول، د بهداشت د سیستمونو ایجاد او نور ډیر مسایل مګر دي ټولي پروسي سره سطحي برخورد کیده او دا د ټولني د جمعي شعور نه خړوبیدل.
د پروژو د تطبیق او اعمار په وخت کي یوه ستونځه هم د کم عمره ماشومانو څخه کار اخیستل وو، که څه هم دولتي او حکومتي قوانین په شاقه کارونو کي ماشومانو څخه چي عمر يي له 18 کلنو کم وي استفاده منع کړی وو او دا قانونا جرم ګڼل کیده مګر په ټولنیز کلتوري کچه خلک دي ټکي ته پام نه کوي.
کم سنه ماشومان مکلف ګرځول کیږي چي باید په سخت شاقه کارونو کي برخه واخلي دا مجبوریتونه له څو ناحیو څخه دي.
افغانستان کي د یتیم او بي سرپرسته ماشومانو تعداد په دي زیاد دی چي جنګونو او یا فقر له وجهي چي د بیلابیلو انساني امراضو له امله د غټانو د عمر اوسط نظر نوري پرمختللي نړی ته کم دي او یو شمیر زلمیان ژر تلف کیږي او له منځه ځي، بنا تر دوي وروسته همدا ماشومان دي چي باید د کورنی د نفقي مسولیت په غاړه واخلي. بل ډیر شمیر کورنیو کي دا انګیزه چي باید میندي ډیر ماشومان وزیږوي، د میندو او ماشومانو ژوند تریخوي او رواني فشار لاندي رالوییږي، افغانستان غوندي یوه سنتي ټولنه کي کورني د خپلو ماشومانو کیفیت (روزني) ته نه، بلکه کمیت (تعدد) ته ګوري، اکثره کورنیو ته دا مهمه نه ده چي ماشوم يي څه ډول ستر کیږي، زده کړي امکانات ورته مهیا کولي شي یا نه؟ مناسب لباس او کافي غذا ورته رسولي شي یا نه؟ آینده دپاره کار روزګار زمینه ورته شته کنه؟ دا ډول مسایل له پامه غورځول کیږي او په دي خبره ډیر تمرکز کیږي چي ډیر اولاد هغه هم نارینه اولاد د کورني د قوت نښه وي او په مذهبي انګیزه چي د مسلمانانو شمیر زیاد شي کمیت او تعدد ته ډیره پاملرنه کیږي. و لو که د یو شخص میاشتني عاید 5000 افغانی (چي یواځي وچه ډوډی هم پری نشي پوره کولی )هم وي خو ماشومان تعداد به يي تر شپږ نفره زیاد وي او کنه وي ټوله هڅه به يي همدي طرف ته وي چي باید تعداد زیاد کړي، روحانیون خلکو ته دا موضوع په بار بار تشریح کوي چي د مور او پلار مخکی باید اف هم ونکړو او خلکو ته وايي چي جنت د مور او پلار تر قدمونو دي، مګر دا چي اولاد په والدینو څه حقوق لري، یا هیڅ نه وايي، یا هم ډیر کم او کله نا کله ورته سر سري اشاره کوي چي د خلکو د ډیر توجه سبب نه ګرځي. د جوماتونو امامان خلکو ته دا وايي چي د امت شمیر زیاد کړئ ، مګر دا بیا نه وايي چي په څه ډول روزنه؟ ، حال دا دی چي د پیامبر (ع) امتيان باید د نړي تر هر بل انسان په هره برخه کي لوړ شعور، ښه استعداد ولري او ښه تربیه يي ورکړل شي تر څو بشري ټولني ته د خدمت مصدر وي نه د ټولني د اوږو بار. نا روزل شوي، بي سواده او وروسته پاتي امتي نه یواخي د پیامبر ع او دین نوم نشي روښانه کولئ، بلکه لا نور مشکلات ایجادوي.مګر زمونږ په ډیر شمیر کورنیو کي دا کلیشه چي وايي (ماشومان وزیږوئ، رزق خداي ورکوي او زور يي ځمکه اخلي ) نږدی عام دی. د دفتر اجتماعي کارمند او ټول ټيم ډیره هڅه کوله چي زمونږ د بخش اړوندو پروژو شاقه کارونو کي د ماشومانو د استخدام مخنیوي وکړو، مګر راته ستونځمن او ځينی حالاتو کي ناممکنه وه، ځکه زیادتره کورنیو مشران به مراجعه وکړه چي بل څوک نلرو، غربت ډير دی او دا یوه موقع دی هر وخت زمونږ سمیه کي پروژی نه عملي کیږي او یا نور دلایل به يي راوړه او ځيني ماشومان یا دیر محسن کسان چي سن وسال به يي تر 75 کلنو پورته وو به سخت کارونو ته ګمارل کیدل.
د ماشومانو د روزني برخه کي یو بل مهم ټکي ته چي زه متوجه شوی یم او زه خپل پلرني کلي کي عملا وینم، هغه دا دی چي د افغانستان د لري پرتو سیمو یو ډیر شمیر خلک چي کله د ماشومانو تعداد يي زیاد شي او نور د ساتني توان دلاسه ورکړي، دوي خپل ډير کم سنه حتا 5 کلن ماشومان غیر رسمي اومذهبي فرقو پوري اړوند مدرسي او دیني زده کړو مرکزونو ته ددي دپاره استوي چي هماغه مدرسه د ماشوم اعاشه او اباته په غاړه واخلي ، کورنی فکر کوي که خپل ماشومان دينی زده کړو مرکزونو ته ولیږو هلته به هم نفقه بل څوک ورکړي، او هم به ماشوم په یو نسبتآ ښه محیط کي رالوي شي چي لاقل ديڼی برخه کي یو څه معلومات خو به لري، حال دا چي خبره ددوي د تمي خلاف برعکس دی. زه خپل کلي کي وینم چي هلته یوه دینه مدرسه کي اکثره تر شپږ کلن، کم عمره ماشومان د افغانستان د نورو لري پرتو سیمو لکه نورستان، بدخشان، ارزګان یا هم پکتیکا او نورو ولایتونو څځه ننګرهار سرخرود ته راځي حال دا چي هماغه ولایتونو کي هم دیني مرکزونه شته خو دوي هلته نږدي مدرسي ته خپل ماشومان، نه ورلیږي، کنه يی پنځه یا شپږ کلن ماشوم ته خو هماغه قاعده بغدادي یا قاعده نوراني تدریس کیږي او قاعده بغدادی د زده کولو دپآره دومره لري سفر هغه هم یو ماشوم ته څه حاجت یا الزام وي؟ بیا برعکس د ننګرهار ځینی خلک بیا نورو ولایتونو ته ماشومان لیږي، د غیر رسمي او یو شمیر مذهبي فرقو پوري اړوند مدرسي د چنده، ذکات، سرسایه، وظیفه (ټوک) صدقه یا نورو نومونو دخلکو نه نقدي بسپنه کوي او بیا خپلو اړوندو مدرسو کي راجلب شوو زده کوونکو اعاشه او اباته پري برابروي، ددي کار یوه عمده نقیصه دا ده چي دې ډول مرکزونو کي شامل ماشومان عقده يي ځکه رالویږي چي د مدرسي منتظمین دا ماشومان مجبوروي چي د مرستي اخیستو دپآره د خلکو کورنو ته مراجعه وکړي، او نورو ته لاس وغځوي، هلته بیا د نورو ماشومانو په لیدو چي هغوي د مور او پلار په سیوري کي دي، په وړاندي یو ډول نا امیدي او کمتری احساس پکي نمو او رشد کوي، یا هم هلته د اسختباراتي سازمانونو لاسته لویږي چي هغوي بیا تري خپلو موخو دپاره کار اخلي، او بله خبره دا چي دغه ماشومان د مور پلار د شفقت او سیوري نه لیري رالوییږي چي بیا کورني نظام سره نا اشنا وي یواځي د هماغه مذهبي فرقي مبلغ ته په درناوي قایل وي، اما ټولني د نورو وګړو سره ډیره عقده يي چلند کوي، دا چي مرسته کوونکي کورني او ځیني خلک بیا ددوي ماشومانو سره څه ډول چلند کوي، کومي طعني او پیغورونه ورکوي دا بیا یو بیل فشار دی چي په ماشوم واردیږي، که څه هم اکثره افغانان په دي پورته خبره پوه او آګاه دي خو ټولنه کي د شته ناخوالو له امله یا د نورو د ډار او له دي ویري چي د مذهبي فرقي مبلغین تري خفه نشي او تکفیر يي نکړي، په علني او رسمي مجالسو کي دا ډول خبري نه پورته کوي او ددي کار نقیصو ته څوک پام او اشاره نه، بلکه لا نور ملاتړ يي کوي…. نور بیا
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.