پرمختګ

ليکوال: سميع الله سعيد

4

پرمختګ د دوو کليمو څخه ترکيب شوی دی پرمخ او تګ د هغه سفر معنا لري، چي دعلم او نورو عصري اختراعاتو لپاره کارول کيږي.
نن ورځ زه غواړم چي د پرمختګ ترکيبي کليمه يوازي دعلم لپاره وکاروم ځکه چي علم دپرمختګ اساس او بنسټ جوړوي.
د نړۍ هغه کسان چې وختي له خوبه پاڅېدلي دې او د خپل يون لپاره يي د باد په څیر چټک او د لمر د وړانګو په سرعت تيز اسونه رانيولي تر څو د پرمختګ سفر يي په چټکتيا، تيزي او سرعت سره پای ته ورسوي.
خو، هغه کسان چي د نن او سبا په تمه د پرمختګ يون ته د چمتوالي چغې او سورې وهي، دوي تل د خيال د مرغه دوزرو په مرسته د پرمختګ په لور قدمونه اوچتوي خو تلی نشي. دوي چي ترڅو د حقيقت غيږې ته راګرځي تر هغو به وختي له خوبه پاڅيدونکو څو ميله لار وهلي وي. دوي هيڅکله هم پرمختګ نشي کولای، ځکه چي د دوي وجود وازګي کړي او تنبل شوي دي.
د دوي حالت هغې هوسۍ ته ورته ده، چي څوساعته يې مسلسل د خپل بي رحمه دښمن څخه د خلاصون په نيت ځغاسته کړي وي بلآخره د دښمن څخه په يو امن ځای کي د خوب خوږې غيږې ته تشریف وړي، خو په ځای ددې چي دا هوسۍ د يو بل دښمن څخه په امن ځای کې ويده شي په بي امنه ځای کي ويده کيږي، خو له بده مرغه يوځل بيا يو وحشي او رحم نه پيژندونکي دښمن ورباندي حمله کوي او د ابدي خوب بي پايه سمندر ته يي استوي.
دوي هم ددي پرځای چي د دښمن څخه ځان په امن کړي دښمن ته خپله ورځې.دوي ترهغو پوري په خپل بستر کي اوړي را اوړي ترڅو د لمر زرينه سترګه دزوال تر حده ورسيږي او دوي د لمر ګرمي څپي د خوب څخه پاڅوي خو دا وخت ډير ناوخته شوي وي. دوي تل اصلي هدفونه د فرعي هدفونو ښکار کوي يعني د اصلي هدف په نسبت فرعي هدف ته زيات کار کوي.
هغه کسان چي د لمر د زوال څخه مخکي يي د خوب لمن پريښي وي او دتوغندي په څير د خپل بستر څخه د خپلي کلکي ارادي، لوړ هوډ، د مضبوطو او اوسپنيزو عضلو په مرسته ټوپ کړی وي او د بيابان د سهارني نسيم د وږمي دخپريدو په څير يي په خورا سرعت او چټکتيا سره د خپل يون لوری ټاکلی وي او په پوره توجه سره د پرمختګ په لور ځغاسته کوي.
دوي هم بلآخره د خپل زيار او کوښښ په واسطه د پرمختګ غيږې ته تشریف وړي او بریا خوند څکي.
نو زما ګرانو وروڼو!!!
تاسو هم ويښ شئ، تر اوسه لا د لمر زرينه سترګه د زوال تر حده نه ده رسيدلي، سمدستي لاس په کار شئ.
کتابونه اوچت کړئ، قلمونه مو په ګوتو کي دومره محکم کړئ، چي دنړۍ هيڅ ډول زورور طوفان يي نشي پرځولای.
د وجود هر غړي ته مو دومره ځيرک تمرين ورکړئ، چې ستاسو د علمي هدف په وړاندي ټول بغاوتونه په خورا مهارت او چوپتيا سره له منځه يوسي.
عضلي مو دومره محکمي کړئ، چي د نړۍ په هر ډول کلکو غرونو کي تونلونه وکيندلی شي.
سترګي مو دومره لري ليدونکي کړئ، چي دنړۍ هر ډول ستونزي وليدلای شي
د ځان سره د ثانيي حساب وکړئ نه د دقيقي.

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.