افغانستان د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹مه، یعنې د ملګرو ملتونو له تأسیس څخه له یوه کال څخه په لږه موده کې، د دې
سازمان غړیتوب ترلاسه کړ.
د افغانستان او ملګرو ملتونو اووه اویا کلنو اړیکو له ډېرو تاریخي لوړو ژورو او ګڼو سیاسي پېچلتیاوو څخه تېرې شوې دي.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د سیاسي بحرانونو او جګړو په بېلابېلو پړاوونو کې، د منځګړي او یا د پرېکړه لیکونو د صادرونکي په توګه، رول لوبولی دی.
د شوروي اتحاد له یرغل (۱۹۷۹) وروسته، عمومي اسامبلې د ګڼو پرېکړه لیکونو په صادرولو سره له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو ( په حقیقت کې د شوروي ځواکونو ) د سمدستي وتلو غوښتنه وکړه.

د بن له کنفرانس (۲۰۰۱) وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوه پرېکړه لیک له لارې، د نړیوالو امنیتي مرستندویه ځواکونو چی یی ته د امنیت د تأمین او د انتقالي حکومت د ملاتړ دنده وسپارله. دا هغه مهال و چې افغانستان د ایساف امریکا سروالي کوله تر اشغال لاندې راغی او ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه د امریکا له سیاست څخه پیروي کوله.
په ۲۰۰۲ کال کې یوناما په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي پرمختګ او بشري مرستو مستقیم مدیریت پر غاړه واخیست. نن ورځ مېرمن فاطمه، چې د بنګله دېش یوه تجربه کاره دیپلوماته ده، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازیتوب کوي. دا په داسې حال کې ده چې اوسنی دوفکټو حکومت په ملګرو ملتونو کې رسمي استازی نه لري. د دې نابرابرې او نامتوازنې اړیکې منطق په دې کې دی چې «د افغانستان دولت» وکولای شي خپل غړیتوب په ملګرو ملتونو کې وساتي.
په داسې حال کې چې د «افغانستان د حکومت» څوکۍ تشه ده، د «افغانستان د دولت» د څوکۍ سرپرستي د پخواني نظام یوه چارواکي ته سپارل شوې ده. دغه شخص د غونډو پر مهال د نظر څرګندولو حق لري، خو د رایې ورکولو له حق څخه بی برخه دی.
له هغه څه چې پورته وویل شو، داسې استنباط کېږي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې رسمي حضور لري؛ خو د افغانستان دوفکټو حکومت په ملګرو ملتونو کې د رسمي څوکۍ له لرلو څخه محروم دی.
لاندې دلایل دغه دیپلوماتیک انزوا توجیه کوي :
ـ د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، د افغانستان دوسیه ملګرو ملتونو ته وسپارل شوه. هغه دلیل چې هغه مهال د ټرمپ حکومت وړاندې کړ، دا و چې تروریزم یوه نړیواله مصیبت او بلا او ده. له هغې سره مبارزه د یوه یا دوو هېوادونو کار نه دی، بلکې باید په نړیواله کچه ورسره مبارزه وشي. له هغه وروسته یوناما د ملګرو ملتونو په استازیتوب دنده ترلاسه کړه چې په دوحه کې د څو غونډو د جوړولو له لارې په افغانستان کې سیاسي پرمختګ تر څارنې لاندې ونیسي.
سربېره پر دې، ملګرو ملتونو د بشري مرستو د رسولو له لارې د طالبانو دوفکټو حکومت له نړیوالې ټولنې سره په یو ډول اخلاقي اړیکه کې ساتلی دی.
د ملګرو ملتونو هغه هڅې چې طالبان د قانون اساسي په چوکاټ کې د حکومت د جوړښت غوښتنو منلو، د ښځو د کار د حقونو تأمین، او د نجونو لپاره د ثانوي او لوړو زده کړو دروازي د بیا پرانیستلو ته وهڅوي، تر اوسه بې پایلې پاتې شوې دي. په مقابل کې، ملګرو ملتونو د طالبانو د حکومت د استازي پر مخ خپلې دروازې تړلې دي.
ـ د طالبانو ادارې له ۲۰۰۲ کال څخه تر اوسه پورې خپل غړیتوب فیس، چې په ټولیز ډول ۹۰۰۰ ډالره کېږي، نه دی ورکړی. د ملګرو ملتونو د منشور د ۱۹مې مادې له مخې، د هغه هېواد د رایې ورکولو حق چې خپل غړیتوب فیس نه ورکوي، ځنډول کېږي.
د پورته دوو مواردو په پام کې نیولو سره، یعنې د ملګرو ملتونو غوښتنو ته نه پاملرنه او د غړیتوب فیس نه ورکول، د طالبانو له ادارې څخه په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب حق اخیستل شوی دی. په بل عبارت، افغانستان د نړیوالو ستونزو د حل او فصل په ستیچ کې خپل غږ نه لري.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان غیابت د افغانستان لپاره په لوړه بیه تمام شوی دی. پدي معنا چي :
ـ د هغو هېوادونو له خوا چې د طالبانو د دریځ ( په ۲۱مه پېړۍ کې د ژوند له معیارونو سره مخالفت ) له تګلارې ناراضي دي، افغانستان د تروریزم او اسلامي رادیکالیزم د صادرولو د مرکز په توګه معرفي شوي.
ـ د افغانستان د جنوبي ګاونډي له خوا د ملګرو ملتونو له نړیوال منبر څخه ناوړه ګټه اخیستنه، د دې لپاره شوي چې پر افغانستان بېځایه تورونه ولګول شي او په پای کې پر افغانستان تکراري پوځي تېري ترسره شي.
ـ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د پام وړ کمښت. دا په دې معنا ده چې افغان ولس د طالبانو د ګناه کفاره ورکوي، په داسې حال کې چې په دې ګناه کې هېڅ ونډه نه لري.
داسې ښکاري چې طالبان له یو شمېر هېوادونو سره د عملي تعامل په لرلو سره، ځانونه د رسمي نړیوالو اړیکو له پروتوکولونو څخه بېنیازه ګڼي.
کېدای شي د طالبانو لپاره د افغانستان دیپلوماتیکه انزوا، د پنځو کلونو د حکومتولۍ په ترڅ کې، په یوه عادي امر بدله شوې وي. احتمال لري دا فکر چې طالبان کولای شي له نړۍ څخه په پرېکون سره د نورو کلونو لپاره هم په واک کې پاتې شي، طالبان یې د خپل حکومت د دوام په اړه هیله مند کړي وي. خو طالبان باید پوه شي چې له نړۍ سره د ملګرو ملتونو له لارې د رسمي اړیکو د پرېکون مستقیم زیان تر هر چا زیات افغان ولس ګالي، نه هغه واکمني چې اوس پر هېواد کي حاکمه ده.
تر هغه چې افغانستان له دیپلوماتیکې انزوا سره مخ وي، د پاکستان تېري به د افغانستان له خوا د حق غوښتنې او دادخواهۍ له نشتوالي سره، په یقیني توګه دوام ومومي او فقر او بېکاري به لا پسې پراخه شي.
په پایله کې، هغه لاره چې طالبانو غوره کړې ده، نه یوازې هغوی له نړۍ سره په تصادم کې بلکې له خپل ولس سره یې هم په مقابله کې دروي. « پای » ۲۳/۰۹/۲۰۲۶
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
