د نیپال د وروستي مرګوني سېلاب تجربه او د هندوکش لپاره یې درسونه

سیف قاضی زاده

27

د نیپال د وروستي مرګوني سېلاب تجربه او د هندوکش لپاره یې درسونه ؛
( د اقلیمي بدلون ، مرکبو غرنیو خطرونو ، اوبو امنیت او د افغانستان معضل )

سریزه :

اقلیمي بدلون (Climate Change) په معاصر عصر کې یوازې د تودوخې د درجې د لوړوالي یا د اورښتونو د بڼه د بدلون مسئله نه ده ؛ بلکې د طبیعي خطرونو په ماهیت ، شدت ، تکرار او جغرافیایي پراختیا کې هم ژور بدلونونه رامنځته کوي . په ځانګړي ډول غرني سیستمونه ، لکه هیمالیا او هندوکش ، د اقلیمي بدلون پر وړاندې ډېر حساس دي ، ځکه د دغو سیمو یخچالونه (Glaciers)، واوره ، دایمي کنګل شوې ځمکه (Permafrost) ، غرني جوړښتونه او سیندیز سیستمونه له یو بل سره نږدې تړاو لري . کله چې په دغو عناصرو کې بدلون رامنځته شي ، پایلې یې یوازې په یوه برخه کې نه پاتې کېږي؛ بلکې له یوه خطر څخه بل خطر ته د انتقال په بڼه د مرکبو او زنځیري ناورینونو زمینه برابروي .

د نیپال او تبت پر پوله وروستی مرګونی سېلاب د همدې نوي وضعیت یو مهم مثال دی . دغه پېښه ښيي چې یو غرنی ناورین کېدای شي د سختو بارانونو له مستقیم اغېز پرته هم رامنځته شي او د یخچالونو، ډبرو ، واورو ، رسوباتو ، طبیعي بندونو او سیندونو د متقابل تعامل په پایله کې په چټکۍ سره پراخ ویجاړونکی اغېز پیدا کړي . له همدې امله ، د نیپال تجربه یوازې د یوه طبیعي ناورین مطالعه نه ده ؛ بلکې د هغو احتمالي خطرونو لپاره هم مهم درس وړاندې کوي چې د هندوکش په غرنیو سیمو کې د اقلیمي بدلون له دوام سره رامنځته کېدای شي .

د افغانستان لپاره د دې مسئلې اهمیت لا زیات دی ، ځکه د هېواد د ډېرو مهمو سیندونو سرچینې د هندوکش په لوړو غرنیو سیمو کې دي . په دې معنا ، د هندوکش د غرونو اقلیمي او جیولوژیکي ثبات د افغانستان د اوبو ، کرنې ، انرژۍ ، اقتصاد او په پای کې د ملي امنیت له وضعیت سره مستقیمه اړیکه لري .
له همدې امله ، د نیپال د پېښې علمي تحلیل کولی شي د افغانستان د اقلیمي مقاومت (Climate Resilience) ، د اوبو امنیت (Water Security) او د طبیعي خطرونو د مدیریت لپاره مهمې ستراتیژیکې لارې چارې وړاندې کړي .

د نیپال د مرګوني سېلاب علمي جوړښت ;

د نیپال او تبت پر پوله وروستی مرګونی سېلاب یوازې د سختو بارانونو پایله نه وه ، بلکې د غرنیو او یخچالي خطرونو د یوې پېچلې او څو پړاویزې لړۍ په پایله کې رامنځته شو . د لومړنیو علمي ارزونو له مخې ، د پېښې اصلي محرک د سمندر له سطحې څخه شاوخوا ۵۲۰۰ مترو په لوړوالي کې د یخ او ډبرو یوه ستره ښویېدنه وه . د لیرونګ له غرني جوړښت څخه د یوه لوی یخچال او د هغه لاندې د ډبرین بنسټ شاوخوا له یو تر ۱.۳ کیلومترو پورې پراخه برخه جلا او د غره لمنې ته راښکته شوه .

د یخ ، ډبرو او رسوباتو دغه ستره ډله په لوړ سرعت د درې پر لور حرکت وکړ او د درې په تل کې یې له هغو رسوباتو سره یوځای کېدل چې د ۲۰۲۵ کال د پوریپو د یخچالي جهیل د ناڅاپي ماتېدو له سېلاب (Glacial Lake Outburst Flood – GLOF) څخه پاتې وو ، د سیند مسیر د لنډ وخت لپاره بند کړ . په دې توګه یو طبیعي او ناپایدار آوارو بند (Natural Debris Dam) رامنځته شو . کله چې دغه موقتي بند مات شو ، زېرمه شوې اوبه ، خټې ، ډبرې او نور رسوبات د یوې پیاوړې سېلابي څپې په بڼه د درې لاندې برخو ته ورخوشې شول او پراخ ویجاړونکی اغېز یې رامنځته کړ .

د پېښې دغه تسلسل د مرکبو خطرونو (Compound Hazards) یوه څرګنده بېلګه ده . په داسې حالت کې ناورین د یوه واحد عامل له امله نه رامنځته کېږي؛ بلکې یو خطر د بل خطر لپاره شرایط برابروي او په پای کې څو طبیعي پروسې یو له بل سره یوځای کېږي . یخچالي یا غرنی ثبات کمېږي ، د یخ او ډبرو ښویېدنه رامنځته کېږي ، د سیند مسیر بندېږي ، طبیعي بند جوړېږي او وروسته د هغه د ماتېدو له امله د اوبو ، خټو او ډبرو یوه ناڅاپي او ویجاړوونکې څپه رامنځته کېږي .

له همدې امله ، د غرنیو سیمو د طبیعي خطرونو ارزونه باید یوازې د سېلاب یا ځمکښوېدنې په جلا توګه پر مطالعه محدوده نه وي ؛ بلکې د دغو خطرونو ترمنځ د متقابلې اړیکې او د یوه خطر له بل څخه د رامنځته کېدو احتمالي زنځیر باید هم په پام کې ونیول شي . همدې وضعیت ته په علمي ادبیاتو کې زنځیري خطرونه (Cascading Hazards) ویل کېږي .

اقلیمي بدلون ، د یخچالونو شاتګ او د غرونو بې‌ثباتي ؛

د نیپال د پېښې تر شا یوازې یو ناڅاپي غرنی سقوط نه و ، بلکې اوږدمهاله اقلیمي او چاپېریالي بدلونونه هم د پام وړ دي . د اقلیمي بدلون له امله د هیمالیا یخچالونه په عمومي ډول د شاتګ (Glacier Retreat) له بهیر سره مخ دي او د پرمافراست (Permafrost – دایمی کنګل شوی ځمکه) ویلې کېدل د غرونو د لمنو طبیعي ثبات کموي .

هغه یخچال چې په دې پېښه کې ښکېل و، د ۱۹۹۰ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ شاوخوا ۴۵۰ متره شاتګ کړی و . دغه شاتګ ښايي د لاندې ډبرینې لمنې طبیعي میخانیکي ملاتړ کم کړی او د هغې د بې‌ثباتۍ زمینه یې برابره کړې وي . له بلې خوا، د لوړو ارتفاع لرونکو سیمو د تودوخې زیاتوالی کولی شي د یخ او واورو د ذوب بهیر چټک کړي او د غرنیو جوړښتونو پر ثبات اغېز وکړي .

البته د لوړو غرنیو سیمو د اوږدمهالو او دقیقو معلوماتو محدودیت دا ستونزمنوي چې د یوې ځانګړې پېښې په رامنځته کېدو کې د اقلیمي بدلون مستقیمه ونډه په دقیقه توګه اندازه شي . خو د یخچالونو شاتګ ، د پرمافراست (Permafrost ) تخریب او د تودوخې د زیاتوالي ترمنځ اړیکه د راتلونکو غرنیو خطرونو د ارزونې لپاره جدي علمي اهمیت لري .

په دې معنا ، اقلیمي بدلون باید یوازې د یوه مستقل خطر په توګه ونه کتل شي؛ بلکې د نورو طبیعي خطرونو د شدت د زیاتېدو یو محرک (Risk Amplifier) هم ګڼل کېدای شي . د تودوخې زیاتوالی د یخچالونو او پرمافراست وضعیت بدلوي، د غرونو ثبات کموي ، د ځمکښوېدنو او ډبرو د ښویېدنې احتمال زیاتوي او د واورو او یخونو د ذوب له امله د سیندونو موسمي جریان بدلوي . که دغه عوامل له شدیدو ورښتونو یا نورو جیولوجیکي پېښو سره یوځای شي ، د عادي سېلاب پر ځای مرکب ناورین رامنځته کېدای شي .

د لومړني خبرداري نوې اړتیا ؛

د نیپال پېښې یوه مهمه ځانګړنه دا وه چې د سېلاب څپه په ځینو سیمو کې د صاف اسمان او بې‌بارانه هوا په شرایطو کې راورسېده . دا وضعیت د طبیعي خطرونو په اړه د عامه پوهاوي یوه مهمه ستونزه څرګندوي ، ځکه په ډېرو ټولنو کې سېلاب لا هم له سختو بارانونو سره په مستقیم ډول تړل کېږي . کله چې باران نه وي، خلک ښايي د خطر احتمال کم وبولي او د خبرداري پر وړاندې لازم اقدام ونه کړي .

له همدې امله ، د لومړني خبرداري سیستم (Early Warning System) بریا یوازې د تخنیکي وړاندوینې پر دقت پورې اړه نه لري . د خلکو د پوهاوي ، د خبرداري د اعتبار ، د خطر د درک او د عملي اقدام وړتیا هم د سیستم مهم عناصر دي . په غرنیو سیمو کې باید خلک پوه شي چې خطر ممکن د دوی له سیمې څخه په ډېره لرې بالادست برخه کې رامنځته شوی وي، خو اغېزې یې د سیند له لارې په ډېر لنډ وخت کې د دوی سیمې ته ورسېږي .

د راتلونکو پېښو لپاره باید څو-خطره لومړني خبرداري سیستمونه (Multi-Hazard Early Warning Systems – MHEWS) رامنځته شي چې یوازې باران او هوا ونه څاري، بلکې د یخچالونو ، واورو ، ځمکښوېدنو، سیندونو او طبیعي بند جهیلونو وضعیت هم تعقیب کړي . د لوړ وضاحت لرونکي سپوږمکيزو انځورونو (High-Resolution Satellite Imagery) ، لیرې سنجش (Remote Sensing) ، جغرافیایي معلوماتي سیستم (Geographic Information System – GIS) ، د راداري انټرېفیرومتري تخنیک (Interferometric Synthetic Aperture Radar – InSAR) او اتومات هایدرولوژیکي سټېشنونو ګډ استعمال کولی شي د خطرونو د ژر تشخیص زمینه برابره کړي .

له هیمالیا څخه تر هندوکش ؛( د افغانستان لپاره احتمالي درسونه) :

د نیپال تجربه د افغانستان لپاره ځکه مهمه ده چې افغانستان هم د هندوکش له غرني سیستم سره تړاو لري. د هېواد یو شمېر مهمې سیندیزې حوزې (River Basins) د هندوکش له لوړو غرونو څخه سرچینه اخلي او د دغو حوزو د اوبو موسمي جریان په واورو، یخچالونو او ورښتونو پورې تړاو لري.

د کنړ ، پنجشېر ، کوکچې ، بدخشان ، هیلمند ، آمو ، او نورو سیندیزو سیستمونو په لوړو برخو کې د واورو ، یخچالونو ، تودوخې او جیولوجیکي جوړښتونو بدلونونه کولی شي د اوبو پر موسمي جریان او د ناڅاپي سېلابونو پر شدت اغېز وکړي . په ځانګړي ډول تنګې او ژورې درې چې استوګنیزې سیمې ، سړکونه ، پلونه ، کرنیزې ځمکې او نورې حیاتي زیربناوې پکې موقعیت لري ، د ناڅاپي غرنیو پېښو پر وړاندې لوړه زیان‌پذیري (Vulnerability) لري .

که په هندوکش کې د یخ ، ډبرو او رسوباتو لویه ښویېدنه د سیند بهیر بند کړي ، طبیعي بند رامنځته کړي او وروسته دغه بند مات شي ، لاندې سیمو ته د اوبو ، خټو او ډبرو ناڅاپي حرکت کولی شي له عادي موسمي سېلاب څخه ډېر زیات ویجاړونکی اغېز ولري . له همدې امله ، افغانستان باید د غرنیو خطرونو ارزونه د یوې څو-خطره (Multi-Hazard) تګلارې پر بنسټ ترسره کړي .

د افغانستان اقلیمي معضل ؛ د اوبو زیاتوالی او کمښت :

د افغانستان اقلیمي معضل یوازې د سېلابونو د زیاتېدو مسئله نه ده. د اقلیمي بدلون یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې کولی شي په یوه جغرافیه کې د اوبو د زیاتوالي او کمښت دواړه خطرونه رامنځته کړي . د واورو او یخچالونو چټک ویلی کیدل په لنډ مهال کې د سیندونو بهیر زیاتولی شي او د سېلابونو خطر لوړولی شي ؛ خو په اوږد مهال کې د یخچالونو او دایمي واورو دوامدار کمښت د وچ موسم د سیندونو طبیعي تغذیه کموي .

په دې توګه ، افغانستان ممکن له داسې وضعیت سره مخ شي چې په یوه موسم کې د اوبو له زیاتوالي ، سېلابونو او ځمکښوېدنو سره او په بل موسم کې د اوبو له کمښت او وچکالۍ سره مخ وي . دا وضعیت د اقلیم ـ اوبو اړیکه (Climate–Water Nexus) په افغانستان کې په یوه ستراتیژیک بحث بدلوي .

د هندوکش د واورو او یخچالونو بدلون یوازې د غرنیو سیمو مسئله نه ده ؛ بلکې د هېواد د لاندې سیمو د کرنې ، څښاک اوبو، ځمکنیو اوبو، انرژۍ او اقتصادي فعالیتونو پر ثبات هم اغېز کولی شي . له همدې امله، د افغانستان د اوبو راتلونکی باید یوازې د کلني ورښت پر بنسټ ونه ارزول شي ، بلکې د غرونو د واورو ، یخچالونو ، تودوخې ، تبخیر او د سیندونو د موسمي جریان ټول بدلونونه باید په ګډه مطالعه شي .

اوبه امنیت ؛ د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز ثبات بنسټ :

اوبه د افغانستان لپاره یوازې یوه طبیعي سرچینه نه ده ؛ بلکې د خوراکي امنیت (Food Security) ، انرژۍ امنیت (Energy Security) ، اقتصادي ثبات او ټولنیزې هوساینې بنسټ جوړوي . د هېواد د کرنې پراخه برخه د اوبو پر شتون متکي ده ، په داسې حال کې چې د انرژۍ د پراختیا یوه مهمه برخه هم د اوبو له منابعو سره تړاو لري .

که اقلیمي بدلون د اوبو موسمي جریانونه بې‌ثباته کړي ، د کرنې تولید ، د خوړو بیې، د کلیوالو خلکو عایدات او د برېښنا تولید ټول اغېزمنېدای شي . د اوبو کمښت کولی شي د کلیوالو سیمو اقتصادي فشار زیات کړي او د نفوس د داخلي او بهرني مهاجرت عوامل پیاوړي کړي .

له همدې امله ، د افغانستان د اوبو امنیت باید یوازې د بندونو د جوړولو په معنا ونه ګڼل شي . اوبه باید د سیندیزې حوزې د جامع مدیریت (Integrated River Basin Management) له لیدلوري اداره شي . د هرې حوزې د سرچینې له غرونو څخه تر لاندې سیمو پورې باید واوره ، یخچالونه ، بارانونه ، ځمکنۍ اوبه ، سیندونه ، د اوبو مصرف ، رسوبات او اقلیمي بدلونونه په ګډه مطالعه شي .

د اوبو زېرمه کول د افغانستان لپاره مهم دي، خو د بندونو او زیرمو د جوړولو پر مهال باید یوازې د اوبو حجم په پام کې ونه نیول شي . اقلیمي بدلون ، رسوبات ، ځمک‌لړزې ، ځمکښوېدنې، ناڅاپي سېلابونه او د طبیعي بندونو احتمالي خطرونه هم باید د هرې سترې اوبو پروژې د خطر ارزونې (Risk Assessment) برخه وي .

اقلیمي مقاومت او د افغانستان د معضل مدیریت ؛

اقلیمي مقاومت (Climate Resilience) په دې معنا نه دی چې افغانستان به له وچکالۍ، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو څخه په بشپړه توګه خوندي شي ؛ بلکې معنا یې دا ده چې هېواد باید د دغو پېښو د اټکل، مخنیوي، چمتووالي، چټک غبرګون او بیا رغونې وړتیا ولري .

افغانستان تر اوسه په پراخه کچه له «ناورین وروسته غبرګون» څخه کار اخلي، حال دا چې د اقلیمي بدلون په شرایطو کې باید د «ناورین مخکې چمتووالي» ته لومړیتوب ورکړل شي . د خطرناکو درو نقشه‌برداري (Hazard Mapping) ، د یخچالي جهیلونو څارنه ، د سیندونو اتومات سټېشنونه ، د سپوږمکيو پر بنسټ څارنه او د خلکو لپاره د لومړني خبرداري سیستم باید د اقلیمي مقاومت د ملي جوړښت برخه شي .

په دې برخه کې د هندوکش د غرونو لپاره یو ملي جغرافیایي او اقلیمي ډیټابېس جوړول ځانګړی اهمیت لري . دغه سیستم باید د GIS، Remote Sensing، InSAR، هایدرولوژیکي معلوماتو ، اقلیمي معلوماتو او جیولوجیکي معلوماتو ترمنځ ارتباط رامنځته کړي . د داسې معلوماتي سیستم په شتون کې به د خطرناکو سیمو پېژندنه، د احتمالي سېلابونو مسیر ټاکل او د خلکو د تخلیې لپاره د مناسب پلان جوړول اسانه شي .

له اقلیمي امنیت څخه تر ملي امنیت پورې :

په افغانستان کې اقلیمي بدلون په تدریجي ډول د ملي امنیت له مسئلې سره تړل کېږي . د اقلیم ـ امنیت اړیکه (Climate–Security Nexus) ښيي چې چاپېریالي فشارونه کولی شي اقتصادي او ټولنیزې ستونزې پیاوړې کړي او په پایله کې د امنیتي بې‌ثباتۍ زمینه برابره کړي .

د اوبو کمښت د کرنې تولید کموي ؛ د کرنې کمښت اقتصادي فشار زیاتوي ؛ اقتصادي فشار بې‌وزلي او مهاجرت زیاتوي ؛ او د منابعو پر سر سیالي کولی شي ټولنیز او سیمه‌ییز فشارونه رامنځته کړي . په همدې ډول ، ناڅاپي سېلابونه او نور غرني ناورینونه د کمزورو زیربناوو په شرایطو کې د اقتصادي زیانونو کچه لوړه وي .

له بلې خوا ، د افغانستان د اوبو سرچینې له ګاونډیو هېوادونو سره هم تړاو لري . کله چې د اقلیمي بدلون له امله د اوبو اندازه او موسمي جریانونه بې‌ثباته شي، د ګډو سیندیزو حوزو مدیریت د افغانستان په سیمه‌ییزو اړیکو کې لا زیات اهمیت پیدا کوي . په دې توګه ، اوبه له یوه طبیعي عنصر څخه په جیوپولیټیکې سرچینې بدلېدای شي .

اوبه‌ ډیپلوماسي او فرامرزي همکاري ؛

د افغانستان یو شمېر مهمې سیندیزې حوزې له ګاونډیو هېوادونو سره ګډې دي. له همدې امله ، د بالادست په برخه کې رامنځته شوې طبیعي پېښه ښايي په لنډ وخت کې د پولې هاخوا په لاندې سیمو کې اغېز وکړي . د نیپال تجربه ښيي چې د طبیعي خطر سرچینه کېدای شي د یوه هېواد په خاوره کې وي ، خو اغېزې یې د بل هېواد په خاوره کې څرګندې شي .

افغانستان باید د اوبه‌ډیپلوماسۍ (Water Diplomacy) مفهوم له دودیزو سیاسي خبرو څخه پراخ کړي . د ګډو سیندونو په اړه باید یوازې د اوبو د وېش مسئله مطرح نه وي ؛ بلکې د سېلابونو ، واورو ، یخچالونو ، طبیعي بندونو ، اقلیمي بدلون او هایدرولوژیکي معلوماتو شریکول هم د سیمه‌ییزې همکارۍ برخه وګرځي .

د معلوماتو چټک شریکول په ځانګړي ډول د غرنیو ناورینونو په مدیریت کې حیاتي اهمیت لري . که د یوه هېواد په بالادست کې د یخچال ماتېدنه ، ځمکښوېدنه یا طبیعي بند رامنځته شي، د لاندې هېوادونو لپاره د وخت پر سر خبرداری کولی شي د انساني تلفاتو او اقتصادي زیانونو کچه په پام وړ ډول راکمه کړي .

په دې معنا ، علمي اوبه‌ډیپلوماسي (Scientific Water Diplomacy) کولی شي د سیاسي اختلافاتو ترڅنګ د ګډو علمي او چاپېریالي ګټو پر بنسټ د باور د رامنځته کولو زمینه هم برابره کړي .

د افغانستان لپاره ستراتیژیکې سپارښتنې ؛

د نیپال د پېښې او د هندوکش د احتمالي خطرونو په رڼا کې ، افغانستان ته اړتیا ده چې د غرنیو او اقلیمي خطرونو لپاره یوه جامع ملي ستراتیژي جوړه کړي . په دغه ستراتیژۍ کې باید څو اساسي برخې شاملې وي .

لومړی ، د هندوکش د یخچالونو ، واورو ، پرمافراست ، ځمکښوېدنو او سیندونو دوامداره څارنه باید رامنځته شي .
دویم ، د احتمالي طبیعي بندونو او یخچالي جهیلونو منظم ثبت او نقشه‌برداري باید ترسره شي .
درېیم ، د سیندونو په مهمو برخو کې اتومات هایدرولوژیکي سټېشنونه او د اوبو د سطحې حسکوونکي نصب شي . څلورم ، د GIS ، Remote Sensing ، InSAR او سپوږمکيزو معلوماتو پر بنسټ د خطرونو ملي ډیټابېس جوړ شي .
پنځم ، د Multi-Hazard Early Warning System لپاره تخنیکي او اداري ظرفیت رامنځته شي .

له دې سره باید د خطرناکو درو ، استوګنیزو سیمو ، سړکونو ، پلونو او نورو حیاتي زیربناوو لپاره د خطر ارزونه ترسره شي . د ناورین د خطر کمول (Disaster Risk Reduction – DRR) باید د پراختیايي پلانونو برخه وګرځي ، نه دا چې یوازې د ناورین له رامنځته کېدو وروسته د مرستو په چوکاټ کې مطرح شي .

په نهایت کې ، افغانستان باید د اوبو امنیت ، اقلیمي مقاومت او ملي امنیت ترمنځ د پالیسۍ همغږي رامنځته کړي .
د اقلیم موضوع باید یوازې د چاپېریال ساتنې ادارو مسؤلیت ونه ګڼل شي ؛ بلکې د اوبو ، کرنې، انرژۍ، اقتصاد، زیربناوو او ملي امنیت په ستراتیژیکو پالیسیو کې باید شامله وي .

پایله ؛

د نیپال وروستۍ مرګونې پېښه د اقلیمي بدلون په عصر کې د غرنیو طبیعي خطرونو د بدلېدونکي ماهیت یوه مهمه بېلګه ده . دغه ناورین یوازې د سخت باران نتیجه نه وه ؛ بلکې د یخچال د بدلون ، د غرونو د بې‌ثباتۍ ، د یخ او ډبرو د ښویېدنې ، د طبیعي آوارو بند د جوړېدو او ماتېدو او د ناڅاپي سېلاب د رامنځته کېدو د یوې زنځیري او مرکبې پروسې پایله وه .

د دې پېښې تر ټولو مهم درس دا دی چې په غرنیو سیمو کې اقلیمي بدلون یوازې د یخچالونو د کمېدو مسئله نه ده . دا کولی شي د طبیعي خطرونو ترمنځ اړیکې پیاوړې کړي او د داسې مرکبو ناورینونو احتمال زیات کړي چې د دودیزو سېلابي وړاندوینو له لارې یې اټکل ستونزمن وي.

د افغانستان لپاره دغه درس لا زیات اهمیت لري ، ځکه هندوکش د هېواد د اوبو د مهمو سرچینو طبیعي بنسټ جوړوي . د هندوکش د واورو او یخچالونو بدلون کولی شي په لنډ مهال کې د سېلابونو او په اوږد مهال کې د اوبو د کمښت خطر زیات کړي. دغه بدلونونه بیا په کرنه، انرژۍ، خوراکي امنیت، اقتصاد، مهاجرت او سیمه‌ییزو اوبو اړیکو اغېز کوي. له همدې امله، د افغانستان اقلیمي معضل باید یوازې د چاپېریال یا طبیعي پېښو د مدیریت مسئله ونه ګڼل شي؛ بلکې دا د اوبو، اقتصاد، جیوپولیټیک او ملي امنیت یوه ګډه مسئله ده .

د افغانستان د راتلونکي لپاره اساسي اړتیا دا ده چې له « ناورین وروسته غبرګون » څخه « ناورین مخکې چمتووالي » ته واوړي . د هندوکش د یخچالونو او واورو دوامداره څارنه ، د طبیعي بندونو او یخچالي جهیلونو نقشه‌برداري ، د سیندونو اتومات څارنه ، د GIS او Remote Sensing پراخ استعمال ، د Multi-Hazard Early Warning System جوړول او له ګاونډیو هېوادونو سره د اوبو او اقلیمي معلوماتو شریکول باید د ملي پالیسۍ مهمې برخې وګرځي.

په پراخ جیوپولیټیک مفهوم کې ، د افغانستان راتلونکی امنیت یوازې د سرحدونو، وسلو او سیاسي ثبات له مسئلې سره نه شي محدودېدای . د هندوکش غرونه ، واوره ، یخچالونه او سیندونه د افغانستان د ستراتیژیک امنیت یوه حیاتي برخه جوړوي. که د اقلیمي بدلون له امله د دغو طبیعي سیستمونو ثبات کمېږي ، د افغانستان د اوبو، اقتصاد او ټولنیز ثبات پر وړاندې هم فشار زیاتېږي .

له همدې امله ، د افغانستان لپاره اساسي پوښتنه دا نه ده چې « ایا په هندوکش کې به د نیپال په څېر یو مرکب غرنی ناورین رامنځته شي؟ » ؛ بلکې اصلي پوښتنه دا ده چې که داسې خطر رامنځته شي ، افغانستان به یې څومره مخکې کشف کړي، څومره ژر به خلکو ته خبرداری ورکړي ، څومره به چمتو وي او تر کومې کچې به یې د انساني ، اقتصادي او امنیتي زیانونو مخه نیولی شي .

د دغې پوښتنې ځواب به د افغانستان د راتلونکي Climate Resilience، Water Security او National Security په ظرفیت پورې تړلی وي. په همدې معنا، د هندوکش ساتنه یوازې د چاپېریال ساتنې موضوع نه ده؛ بلکې د افغانستان د راتلونکي اقتصادي ثبات، اوبو امنیت، ټولنیزې تاب‌آورۍ او ملي امنیت لپاره یوه ستراتیژیکه اړتیا ده .

په درناوی

د واخان دهلېز او د چین–پاکستان

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320