عدالت او ډولونه يي

لیکوال: عبدالسمیع واحدي 

54

عدالت په لغت کی د استقامت ، مساوات ، انصاف ، د حق حکم ، توازن او د متعادل امر په معنی راغلی دی، یا هم عدالت معنا هغه اصول دی چې وايي خلک هغه څه ترلاسه کوي چې مستحق یې دي، عدالت د بېلابېلو برخو اغېز پر «مستحق‌والي» غورځوي چې د اخلاقي روغتیا، عقلانیت، قانون، دین، عدل او انصاف په ګډون ډېر پراخ لیدلوري لري د عدالت پلي کول په هر فرهنګ کې توپیر لري. د عدالت لومړنۍ تیوریانې د لرغوني یونانی فیلسوف افلاطون په خپل «جمهوریت» نومي اثر او ارسطو په «نیکوماخوس اخلاقو» کې وړاندې کړې دي. افلاطون عدالت یو اخلاقي مسولیت ګڼی چي په تر سره کولو يي نفس تسکین کیږي او هر څیز په خبل ځاي کي قرار نیسي  د افلاطون له نظره عدالت دوه ډوله دی  لمړی د خپل نفس سره عدل دویم د ټولني یا ښاروندي په اصولو کي عدل قایمول په داسي ډول چي کړني او اعمال باید  د نورو سره په همغږي کي ترسره شي، افلاتون (عدالت) په انسان کې د درې قوو (عقل، ارادې او شهوت) ترمنځ د تعادل منځنی ټکی باله.(35) نوموړي همدارنګه زړورتیا، اعتدال او سعادت د انسان درې عمده فضلیتونه بلل چې عدالت له دغو فضایلو سره همغږی او تناسب لري.

د ارسطو له نظره بیا عدالت د مظلوم او ظالم ترمنځ هغه حالت مشخصوي چي په عملی کولو يي مقابل لوری رفاه ته رسیږي،  ارسطو عدالت په دوه ډولونو طبیعي او قانوني ویشي، طبیعي عدالت له طبیعت څخه شرچشمه اخلي او د انسانانو له خوا وضع شوو قوانینو سره کوم اړیکه نلري،  قانوني عدالت هغه اصول او قواعد دي چي په یو قانوني چوکات کي عملي کیږي او دا خپله د انسانانو له خوا وضع شوي قوانین دي.

عدالت به هکله د تاریخ په اوږدو کې بېلابېلې تیورۍ رامنځته شوې دي، مساوات غوښتونکو ویلي دي چې عدالت یوازې د مساواتو په همغږۍ کې موجود دی.د الهي حکم د نظریې پلویانو ویلي چې عدالت د خدای له لوري دی. په ۱۶۰۰مه لسیزه کې فیلسوف «جان لاک» وویل چې عدالت له طبیعي قانون څخه ترلاسه کېږي. د ټولنیز تړون تیوري وايي چې عدالت د ټولو له متقابل توافق څخه را پیدا کېږي. په ۱۸۰۰مه لسیزه کې ګټه‌پالو فیلسفوانو لکه «جان سټوارټ میل» وویل چې عدالت د ډېرو خلکو لپاره د غوره پایلو پر بنسټ ولاړ دی.

دټولنپوهني د نورو مفاهیمو په څیر عدالت هم یو پراخ مفهموم دی، لکه توزیعي عدالت، حقوقي عدالت، تادیبي(کیفري) عدالت، ټولنیزعدالت، انتقالي عدالت، جبراني یا ترمیمی عدالت، تعویضي یا مبادله يي عدالت.

توزیعي عدالت:

د توزیعي عدالت تیوري په حقیقت کي د منابعو د مناسب ویش یا هم د تخصیص تیوری دی چي  وايي  څه شی باید ووېشل شي؟ د چا تر منځ ووېشل شي او مناسب وېش څه شی دی؟

په فکري او هنر له  لحاظه انسانان متفاوت او متنوع خلق شوي دي، هنر معنا د یو کار (فعل) د اجرا (ترسره کولو) وړتیا ته ویل کیږي ، په فطري ډول هر انسان د یو متقاوت کار د اجرا وړتیا (هنر) لري، مثال په ډول یو کس به د طبي علومو ښه ماهر او د خپل فطري استعداد له مخي د طبابت علم ښه زده کولي شي، بل کس به د انجنیري د علم  ماهر او ښه ورباندي پوهیږي، مګر بل نفر به یو ښه نجار یا ګلګار وي خو یو بل انسان به د معلوماتي تکنالوژۍ متخصص وي، مګر اړتیا او نیازمندي بیا د ټولو انسانانو یو شان دي، هر انسان صحي خدمات، مناسب خواړه، سرپناه(کور)، جامي، او نور انساني خدماتو ته اړتیا او ضرورت لري، د منابعو ویش نه باید د انسان په دننه کي د هغه د هنر په اساس وي بلکه لازمه ده چي توزیعي عدالت د انسان  د لمړنی اساسي اړتیاو په مبنا تامین شي، دلته دې ته هم باید پام وشي که یو ماهر انسان چي دهغه اړوند رشتي هنرمند او ماهرین يي کم یابه وي یا هم ددغه علم زده کول د هر چا د وس کار نه دی، لکه د زړه د امراضو یو جراح مګر مراجعین او مشتریان يي په دي زیاد وي چي له همدي مرضه د خلکو د مرګ او میر کچه لوړه ده ، مګر بله خوا یو مستري چي د موټر د ترمیم هنر ډير تعداد اشخاص لري یا يي علم ژر زده کولي شي د امتیازاتو تر منځ يي یو عادلانه منطقي تفاوت باید شتون ولري د جراح داکتر امتیازات نه باید نا محدوده په نظر کي ونیول شي او د یو بل کس چي په یو ه بله برخه کي یواځي کسبګر دی د ژوند له هر نعمته بي برخي پاتي شي، حتا یو وخت ډوډی پیدا کول هم ورته ستونځمنه شي. د جراح داکتر امتیازات تر نورو یو څه لوړ ځکه وټاکل شي چي نور خلک دې برخي ته تشویق شي  ځکه د منابعو د توزیع په برخه کي که یو انسان ته تر نورو یو څه برتري حاصله نه وي د فطرت له مخي بیا نور انسانان هغه سخت کار اجرا ته زړه نه ښه کوي. کنه يی په فردي لحاظ د انسانانو اړتیاوي ټول یو رقم او نږدي یو برابر وي. د توزیعي عدالت برخه کي بله مهمه موضوع دا دی چي وګړي باید د خپل مزد او ترلاسه شوي ګتي قانوني مالکیت او اختیار ولري.

په ټوله کي د توزیعي عدالت تیوري په دي جمله خلاصه کیږي چي وايي (د ملتونو هوساینه او رفاه د ملتونو له شتمنۍ څخه مهمه ده).(37) د توزیعي عدالت تامینول ټولنه متمدنه کوي او وګړي فرصت پیدا کوي چي د کار د ابزارو په پراختیا او وده ورکولو باندي فکر وکړي، برعکس د توزیعي عدالت نقض ټولنه کي تعصبات راپنځوي، وګړي له ویش نه راضي نه وي او له بیلابیلو لارو تعصباتو ته لمن وهل کیږي.

حقوقي عدالت:

د دولتي قانون جوړونکي او قانون تطبیق کوونکي (قضايي) مراجع او ارګانو له خوا د ټولو وګړو اړتیاو ته په پام د قوانینو جوړول او د وضع شوو قوانینو په وړاندي د ټولو افرادو سره په عین ډول چلند ته حقوقي عدالت ویل کیږي، ټول وګړي پرته له هر ډول تبعیضه د قانون په وړاندي باید یو ډول وي. قانوني عدالت په ټولنه کې د مساوات او تناسب پر رامنځته کولو ولاړ دی، ترڅو د افرادو حقوق، مکلفیتونه، ګټې او مسؤلیتونه د وړتیا او قانون پر بنسټ وټاکل شي.  دحقوقي عدالت څخه موخه د بنسټیزو حقونو تضمینول، د فرصتونو د عادلانه وېش ډاډمنول او د ټولو وګړو لپاره له هر ډول تبعیض پرته د قانون د بې طرفانه پلي کول دي. د حاکم له خوا د مالیاتي سیستمونو وضع کول چي له طریقه يی د مالیاتي پرداخت نظام رامنځته کیږي، د راټول شوو مالیاتو په برخه کي امانت داري ته پام کول او راټول شوي مالیات د ټولنيزي رفاه دپاره، د عامه او ټولګټو خدماتو برخه کي لګول د حقوقي عدالت د تامین دپاره د حکومتي قانون جوړونکو ادارو له مهمو ایماني دندو څخه شمیرل کیږي.

ټولنیز عدالت:

د ټولنیز عدالت په برخه کي مختلف تعبیرونه شتون لري مګر هغه څه چی نږدي ټولو ته دمنلو ده هغه داده چي  ټولنیز عدالت د مدني موخو یو چوکاټ دی چي د کلتوری، ټولنیز او سیاسي پالیسو له لاري د نورو کلتوری ارزښتونو ته درناوي، د ګټي وټي په سرچینو کي برابر ویش، د ټولني ټولو اقشارو ته د پرمختګ برابر فرصتونه، متوازن اقتصادي پراختیا، عامه اړیکي زیاتول، په تولنه کی د تبعیض مخنیوی او د انصاف وده ورکول دي. یا هم د ملګرو ملتونو د تعریف له مخي، ټولنیز عدالت د ملتونو ترمنځ د ګډ سولیز ژوند او عامه رفاه کي اوسیدل ټولنیز عدالت ګڼل کیږي. او دا د یو نړیوال تعریف په توګه هم منل کیدلي شي. ټولنیز عدالت پنځه مهم اصول لري:

  1. مساوات: د مختلفو انسانانو بیلابیلي اړتیاوي په پآم کي نیول.
  2. لاسرسۍ:ډاډ ترلاسه کول چې د ټولني هر وګړی د بریالیتوب لپاره اړین سرچینو او فرصتونو ته لاسرسی لري.
  3. ګډون (مشارکت): ټولو اشخاصو ته په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون حق ورکول.
  4. بشري حقوق:  د ټولني د افرادو بشري حقونو څخه ساتنه او حفاظت.
  5. تنوع (رنګارنګي): د ټولني رنګارنګي، د وګړو، کلتور، دین، او باورونو ته درناوي کول. د ټولنیز عدالت مهم اصولو څخه شمیرل کیږي.

کله چې په یوه ټولنه کې ښځې، ځوانان او زیانمنونکي قشرونه له زده‌کړي، کار، صحي خدمات، مدني ازادیو، څخه بې‌برخې وي، هغه ټولنه کي سوله او سوکالي نه شي راتللی. د عدالت د ټینګښت لپاره اړینه ده چې د ټولنې ټول قومونه او طبقات په دولتي، ملي او ټولنیزو پرېکړو کې مساوي ونډه ولري.  ټولنیز عدالت د ټولنې په نهادونو کې حقونه او دندې تعینوي چې خلک په دې برلاسي کوي ترڅو له اساسي ګټو او د همکارۍ له مزایاو څخه برخمن شي. اړوند نهادونو کې شفاف مالیاتي سیستمونه، ټولنیزه بیمه، عامه روغتیا، وړیا زده کړي (دولتي ښوونځي او پوهنتونونه)، عامه خدمات، د کار قانون او د بازارنو تنظيم شامل دي ترڅو د شتمنۍ او برابرو فرصتونو وېش څخه په ټولیز ډول ډاډ ترلاسه شي.

کیفري عدالت:

کیفری یا تادیبي عدالت مجرمینو ته سزا ورکول دی، یا هم کیفري عدالت د دولتي ادارو او اصولو هغه ټولګه ده چې د قانون ماتونکو (جنایتکارانو) د پېژندنې، نیولو، محاکمې او مجازاتو لپاره کار کوي. د کیفري عدالت د تامین څخه اصلي موخه  د ټولنې خوندیتوب، د مجرمینو اصلاح او د قربانیانو حقونو ته رسیدګي ده.

 دکیفري عدالت د تامین سیستم په عمومي ډول له درېیو اصلي برخو څخه جوړ شوی دی.

  1. پولیس او کشفي ارګانونه: د جرمونو څېړل او د تورنو کسانو نیول.
  2. محاکم او څارنوالی:  د تورونو څېړل او د شواهدو پر بنسټ د مجرمینو لپاره د سزا ټاکل.
  3. د زندانونو سیستم او اصلاحي مرکزونه: د مجرمینو ساتل او هڅه کول چې هغوی په ټولنه کې د ګټورو کسانو په توګه وروزي.

انتقالي عدالت:

قضايي او غیر قضايي اقداماتو ته ویل کیږي، انتقاالي عدالت د هغو حکومتي چارواکو باندي عملي کیږي چي د خپل واک په دوران کي مستبد، فاسد، ظالم او د بشر د حقونو ناقضین وي ، د ټولینز باور او ټولنیز نظم د بیا  ایجاد دپاره د انتقالي عدالت تطبیق ډیر اړین دی خو امکان  لري دا کار کلونه وخت ونیسي. انتقالي عدالت معمولاً دپلټني او تطبیق لاندې اساسي مرحلي لري:

  • حقیقت موندنه:د جګړې پر مهال د ترسره شویو جنایتونو او بشري سرغړونو د پټو ابعادو رابرسېره کول.
  • قضااو محاکمه: د هغو کسانو عدلي او قضايي تعقیب چې په جنګي جنایتونو او د بشریت ضد کړنو کې ښکېل وي.
  • د زیانونو جبران:قربانیانو ته د اوښتي  مادي او معنوي زیانونو بدیل یا تاوان ورکول تر څو د هغوي تسکین وشي.
  • اداري اصلاحات:د دولتي ادارو پاکول له هغو اشخاصو څخه چې د بشري حقونو په نقض کې یې لاس درلود، ترڅو په راتلونکي کې د ورته پېښو مخنیوی شوي وي.

مبادله يي او تعویضی عدالت په اجتماعی تړونونو  او تعهداتو کي منصفانه شرایط وضع کول او یو مناسب انډول په پام کي نیولو ته ویل کیږي.

د خاموشو انسانانو سیاست/ یوویشتمه برخه 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.