د نوي وخت نوې شاعري درېيمه برخه

لیک: اسرار کلي وال

40

اردو ادب کښې د ښځینه احساساتو د ترجمانې شاعرې پروین شاکر په اړه مشهوره ده چې پروین د خوشبو شاعره وه دا نوم هغې ته یواځې د هغې د مشهورې شعري ټولګې خوشبو له امله نه و ورکړے شوے بلکې د هغې د شاعرۍ په ټول مزاج لهجه او احساساتي فضا کښې د خوشبو خوشبویاني محسوسېږي د هغې د بیان تازګي او لطافت اندروني تشویشونو او د ژوند ناکړدو د هغې شاعرۍ ته تلپاتې ژوند ورکړے دے د خوشبو لفظ د هغې په شاعرۍ کښې نه یواځې په کثرت سره راغلے و بلکې د هغې د شعري اسلوب او ډکشن مهمه برخه هم ګرځېدلې ده
په پښتو ادب کښې که د خوشبو د شاعرۍ خبره کېږي نو زما په شخصي نظر طائر ځلاند د ځانګړې پاملرنې وړ شاعر دے هغه نه یواځې د “خوشبو” لفظ ډېر کارولے دے بلکې دغه لفظ ته ئې له بېلابېلو زاویو کتلي دي او په نوو نوو معنو ئې وړاندې کړے دے ما خپل دې مضمون لره د خوشبو شاعر عنوان ټاکو خو اوس چې د پښتو نوې شاعرۍ په اړه مې د ځلاند د شاعرۍ د جاج لړۍ روانه ده نو مناسب ګڼم چې دا بحث هم د هغه تسلسل برخه وګرځوم کلونه وړاندې چې ما د طائر ځلاند شعري ټولګه لوستله هغه وخت مې محسوس کړي وو چې هغه د خوشبو شاعر دے که څه هم د خوشبو لفظ ګڼو شاعرانو کارولے دے چا په جدائۍ کښې د محبوب د وجود خوشبو محسوس کړې چا د باران د څاڅکو چا د ګلونو خوشبو او چا په جګړو کښې د بارودو ترخې خوشبویانې محسوس کړي دي او په شاعرۍ کښې ئې وړاندې کړي هم دي په شاعرۍ کښې د خوشبو د تجربې او احساس بېلابېلې نمونې شته خو د طائر ځلاند د خوشبو د محسوسولو لیدلو او بیا د خوشبو د شعر کولو طریقه له نورو شاعرانو جدا او ځانګړې ده هغه خوشبو یواځې د یوې حسي تجربې په توګه نه ده بلکې د یاد انتظار مینې تنهایۍ او د داخلي کیفیاتو د یوې استعاراتي ژبې په توګه راښکاره شوې ده

په خوشبویۍ پسې دې الوځي حواس زما
د خدائے د پاره چې خالۍ پرېنږدۍ لاس زما

ګلاب ژوند کوي په کومو مرحلو کښې
افشا کیږي ټول رازونه په خوشبو کښې

لکه خوشبو د ګل یو حد پورې محدوده نه یو
د هوا غېږ د ژوندون په هره لاره اوځو

خوشبویې د وجود دلته خوره ده
ناست طائره یم په لویه لار یو چاته

د نارنج د ګل وږمې په زخمي شوې
خوشبویانې له ننګرهاره دي وتلي

بیا ستا ازغو هم اخر ستا په پښو کې کېښودو سر
ګله ښکاره چې د خوشبو دې کړه هوا معجزه

پښتنې ستا د لونګین په خوشبو
هغه طائر غزلخوان اولمبېده

په هر قدم مې خوشبویي د احساس والوتله
د خپل ارمان د مقتلونو حد له اورسېدم

چې د وخت د پرېشانۍ په جال کښې ګېر شم
احساسات مې د خوشبو په څېرې عام شي

ګل د ګلاب یم خو وختونه تېروم په ازغو
خوشبو لرمه خو په تکڼه غرمه ولاړ یم

چې د ګل خوشبویي وژني او رڼا ته لارې نیسي
دلته داسې خلک اوسي او د داسې خلکو راج دے

شنبم که ژوند کوي د ګل په اوږو
خوشبویي باد ګرځوي تل په اوږو

دا د فطرت په دې ادا کله سوچ کړے دے څه
خوشبو خوره شي چې ګل خپل ځان په ډنډر کړي لمبه

ته ازغي څه کوې خوشبو دې ورکوه ګلابه
دا ژوندون دے په خندا ئې تېروه ګلابه

خوشبو د ګل واخلي خو بوئي شي د باردو په مونږ
بد شو بادونه د سپرلي زمونږ په برخه باندي

پرانیزي شونډې چې ګلاب خوشبو خبرې کوي
راز د ژوندون شي راښکاره په ګلورین لباس کښې

خاموشي خو د ګلونو طبیعت دے
خوشبویانې خو په سل ژبو ګویا وي

طمع د ګل مه کړئ ملګرو په خوشبو مئینو
په دې چمن کښې دي ازغي د ګل لباس کښې پاتې

زه ورک ئې په خوشبو کښې د وجود ومه طائره
پرې پوهه نه شوم چې کوم خوا د ګلونو کډې لاړې

خوشبونه وینه د رنګونو څاڅي
هر یو احساس په اضطراب کښې ډوب دے

د خوشبو په څېر خور کړے
اضطرابه ستا هوا یم

د ارمانو د خوشبو د خورېدو د پاره
غواړم هوا هر څو څراغ ته که خطر هم دے

ته پوهیږې څه انداز د تکلم لري ګلونه
د خوشبو په ژبه وائي د پاره زړګي حالونه

په کلاسیکي ادب کښې خوشبو د محبوب د ګل او د وصال سره تر ډېره په نظر راځي دغسې په معاصر شعري بهیر کښې خوشبو تر ډېره پخپله معنا شاعران مخته بیائي خو ځلاند خوشبو د یوې حسي او روایتي تجربې له قالبه راوباسي چرته ئې د وجودي افکارو سره اشنا کوي چرته ئې په انتظار ارمان او خاموشۍ کښې محسوسوي او ځیني وخت خو بیخي د هغه خوشبو د ټولنې نه روح اخلي په دغه اساس د هغه خوشبو یواځي بوي یا خوشبوئي نده بلکې په مستقیله توګه یو شعري کرکټر دے یا شعري استعاره ده چې هرچرته او هر وار په بېلا بېلو رنګونو او معنو راښکاره کیږي نو ځکه زه دا دعوه په پوخ یقین او باور کوم چې که په اردو ادب کښې پروین شاکر د خوشبو شاعرې په نوم یادیږي نو د پښتو ادب په نوۍ شاعرۍ کښې ځلاند د خوشبو د منفرد او ځانګړي شعري جهان یا د خوشبو شاعر د لقب جوګه د خوشبو شاعر دے.

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.