د نوي وخت نوې شاعري دويمه برخه

لیک: اسرار کلي وال

38

ځلاند د هرې موضوع سره نوے او منفرد انداز خپلوي مثلاً که مونږ د تنهائۍ خبره وکړو نو تنهائي کومه نوې موضوع نه ده چې شاعرۍ ته دې ځلاند راوړې وي او کریډیټ ئې یواځې هغه ته منسوب کړے شي ځکه تنهائي د لرغوني، کلاسیک، نړیوال او پښتو ادب د ابتدائي دور راسې مهمه ادبي او د خلکو د خوښې موضوع پاتې شوې ده
خو که موږ د تنهائۍ په اړه د ځلاند د کمال ستائینه او اعتراف کوو نو هغه فقط په دې چې هغه دې موضوع ته له خپل ځانګړي نظر نه کتلي دي د هغه د تنهائۍ تصور فکر او متحوا دومره شخصي او ځانګړي دي چې زه په پوره باور سره وئیلے شم چې د ځلاند د تنهائۍ کائناتي فضا به د بل یو شاعر د تنهائۍ سره مماثلت او یو شان والے نه لري نو په دغه اساس د هغه تنهائي د هغه شاعري له نورو شاعرانو بېلوي او یو ځانګړے مقام او مرتبه وربخښي

د وهم تور ځنګل دے ، ښار تنها ، پکې اوسېږم ، له مودو
نیولې مې طائره دې د پاره ده ، په لپه کښې رڼا

په دې دومره کائینات کښې هر سړے تنها تنها دے
مایوسي هر خوا خوره ده توره شپه ده توره شپه ده

دا خو ځکه بې بها یم
مودې اوشوې چې تنها یم

د خپل ذات په اندرون کښې
یو بحران یم کربلا یم

د اضطراب د زمانې نښې مې ټولې یادې
دا ستا یادونه تنهائي د سپوږمۍ شپه سمندر

سبا به دا کیسه یاره د تېر عمر کیسه شي
سپوږمۍ د باد شغا او زه تنها وطاق کښې ناست یم

غبرګ لاسونه د خپل ځان ځنې چاپېر کړم
تنهائي باندې مئین دې کړم ارمانه

هغسې درد دے تنهائي ده او هغه ماښام دے
زړګیه سترګې دې خالي کور ته راوړه ماښام دے

دسمبر دے او کابل دے خاموشي ده او ستا یاد دے
تنهائي ده او سړک دے او روښانه دي بلبونه

پورته ذکر شوي شعرونه په یو موضوع تنهائي باندې اډانه دي یو تنهائي ده یو تنهائي لفظ دے او یو شاعر کارولے دے خو هنري کمال ته که ئې څوک ځېر شي نو د حېرانۍ په نه ختمېدونکو دښتو به سر وي ځکه چې نه خو په دې شعرونو کښې پخپلو کښې کوم مماثلت په نظر راځي او نه د بل کوم شاعر سره یو شان والے لري ځلاند د شعر ګویۍ د کمال تجربه او مشاهده لري
او هغه دا چې د ځلاند تنهائي که مایوسي لري نو د امېد ډېوې هم بلوي که د بې حسي سر ټکوي نو د احساس په وزرو هم سفر کوي که د تیارو حبس کښې ښکېل ښکاري نو د رڼائي د خورولو هڅې هم کوي د هغه تنهائي ځانله د یو کائنات او د یوې بلې نړۍ غمازي کوي چې په پکې مینه هم شته نفرت هم شته یعنې خواږه هم لري او تراخه هم
د ځلاند په شاعرۍ کښې بله مهمه موضوع د هندارې یا ائینې ده چې د هغه د اسلوب په پېژندلو کښې هم مهم رول لوبوي هندار ائینه خوشبو دیوال سایه سفر دومره په کثرت استعمال شوي چې باقاعده طور د هغه ذخیره لفطونه ډکشن د اسلوب برخه ګرځیدلي دي د ځلاند د ائینې او هندارې د لید زوایه هم له نورو ډېره جدا او مختلف ده

څوک به څه رنګه طائره د خپل قد حدونه ټاکي
که بې سترګو په دې ښار کښې واړه سپینې ائینې شي

کیفیت د ائینې ئې هم بدل کړو
معجزه طائره داسې د ښکلا ده

کله نا کله بې مفهومه کړي تصویر د وجود
کله نا کله د هستۍ شي ائینه سمندر

سپینه ائینه وه چې خبرې ئې کولے شوې
کاڼی شو چې کله خاموشۍ پکې ساه واخسته

راته نیولې ئې په مخ کښې ائینه ده زما
زما دښمن هم خپله کړې اوس لهجه ده زما

ائینه ډېرو شاعرانو استعمال کړې ده او لا ئې نور شاعران کاروي هم خو د ځلاند د ائیني راوړلو انداز له نورو بیخي مختلف او ځانګړے دے زه په پوره باور او یقین وایم چې هغه دا منفرد انداز نه د بل چا خپل کړے دے او نه به بل څوک د هغه دا ځانګړے انداز خپل کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.