ولې اقتصادپوهان تل له یو بل سره په یوه نظر نه وي؟

صلاح الدين حمید

36
یو له هغو پوښتنو څخه چې تل مطرح کېږي دا ده چې ولې اقتصادپوهان د انفلاسیون، بېکارۍ، د اسعارو د تبادلې نرخ، مالیاتو، سبسایډیو (یارانو)، یا د پولي او مالي سیاستونو په اړه بېلابېل نظرونه لري. ځینې خلک ګومان کوي چې دا اختلافات د اقتصاد د علم د کمزورۍ نښه ده، حال دا چې حقیقت په بشپړه توګه برعکس دی.
اقتصاد د ډېرو طبیعي علومو برعکس د انسانانو له چلند او ټولنیزو پرېکړو سره سروکار لري. د انسانانو چلند تل د بېلابېلو عواملو لکه کلتور، تمو، سیاسي شرایطو، نړیوالو بدلونونو، ټکنالوژۍ، قوانینو او حتی رواني عواملو تر اغېز لاندې وي. له همدې امله د اقتصادي پدیدو وړاندوینه د ډېرو فزیکي پدیدو په پرتله خورا پېچلې ده.
له بلې خوا اقتصادپوهان عموماً د بېلابېلو فکري مکتبونو پیروان وي. د بېلګې په توګه، کلاسیک او نیوکلاسیک اقتصادپوهان د آزاد بازار پر رول او د دولت د مداخلې پر کمولو ټینګار کوي، په داسې حال کې چې کینزي اقتصادپوهان باور لري چې په ډېرو شرایطو کې په ځانګړي ډول د اقتصادي رکود پر مهال، دولت باید د فعالو مالي او پولي سیاستونو له لارې مداخله وکړي. همدارنګه د نهادګرایۍ مکتب د اقتصاد په فعالیت کې د قوانینو، بنسټونو او ټولنیزو جوړښتونو پر ارزښت او رول ټینګار کوي. نو ځکه طبیعي ده چې هر یو له دغو لیدلورو څخه د یوې اقتصادي ستونزې لپاره بېلابېل حل‌لارې وړاندې کړي.
بل مهم عامل د اقتصادي موخو د لومړیتوبونو په ارزونه کې توپیر دی. فرض کړئ یو هېواد له لوړ انفلاسیون سره مخ وي، یو اقتصادپوه ښايي د انفلاسیون چټک مهارول لومړیتوب وبولي، که څه هم دا سیاست په لنډمهاله توګه د بېکارۍ د زیاتېدو لامل شي. په مقابل کې، بل اقتصادپوه ښايي د کارموندنې ساتنه تر ټولو مهمه وګڼي او د انفلاسیون د تدریجي کمولو وړاندیز وکړي. له همدې امله د لومړیتوبونو توپیر هم د اقتصادي سیاستونو په سپارښتنو کې د اختلاف سبب کېږي.
د پام وړ ټکی دا دی چې ډېری اختلافات د واقعیتونو پر سر نه، بلکې د معلوماتو د تفسیر او د غوره حل‌لارې د ټاکلو پر سر وي. کېدای شي دوه اقتصادپوهان د اقتصادي ودې یا انفلاسیون یو شان احصایې وڅېړي، خو د بېلابېلو تحلیلي ماډلونو په کارولو سره بېلابېلو پایلو او پالیسۍ سپارښتنو ته ورسېږي.
ـ د افغان اقتصاد پوهانو ټولنې د ژباړې او څېړنې مرکز

 

پرمختیا له ټولنې پیلېږي

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.