_ ولې د چین پرمختیا د هند په پرتله بریالۍ وه؟
ډاکټر رضا موسایي، د اقتصاد او پرمختیا څېړونکی، په شرق ورځپاڼه کې د «پراختیا له ټولنې پیلېږي» تر سرلیک لاندې یوه لیکنه خپره کړې ده. نوموړي په دې یادښت کې دې مهمې پوښتنې ته ځواب لټولی چې: ولې چین د پرمختیایي پروګرامونو تر سیوري لاندې شتمن شو، خو هند ونه توانېد ورته اقتصادي بریا ترلاسه کړي؟ د هغه د یادښت لنډیز په لاندې ډول دی:
د پرمختیا د اقتصاد په ادبیاتو کې عموماً د چین اقتصادي بریا او د هند نسبي وروسته پاتې کېدل د اقتصادي اصلاحاتو د پیل د وخت له توپیر سره تشرېح کېږي. چین په ۱۹۷۸ کال کې د اقتصادي آزادۍ او اصلاحاتو لاره خپله کړه، په داسې حال کې چې هند دا بهیر د ۱۹۹۰مې لسیزې په لومړیو کې پیل کړ. له همدې امله، ډېری څېړونکي د دواړو هېوادونو د پرمختیایي واټن اصلي لامل همدا د وخت توپیر ګڼي.
خو ډیویډ اوکس په خپله مقاله «ولې چین شتمن شو او هند نه؟» کې استدلال کوي چې د دې واټن ریښې باید تر اقتصادي اصلاحاتو هم وړاندې، د دواړو هېوادونو په ټولنیزو او بنسټیزو بدلونونو کې ولټول شي. د هغه په اند، اقتصادي پرمختیا یوازې د بازار د اصلاحاتو پایله نه ده، بلکې د ټولنې د انساني پانګې، د زدهکړو د پراختیا، د عامه روغتیا، ټولنیزو بنسټونو او د دولت د ادارې د کیفیت محصول هم ده. له همدې امله، پرمختیا تر هر څه وړاندې له ټولنې پیلېږي، نه په یوازې له اقتصاد څخه.
ـ هغه واټن چې له اقتصاد څخه نه و پیل شوی
د مقالې له مهمو موندنو څخه یوه دا ده چې په ۱۹۸۷ کال کې، د پېرود ځواک د برابرۍ (PPP) پر بنسټ د هند د یوه عادي وګړي د ورځې منځنی عاید شاوخوا ۲.۹۴ ډالر و، په داسې حال کې چې دا شمېر په چین کې یوازې ۱.۸۸ ډالر اټکل شوی و. په بل عبارت د اقتصادي اصلاحاتو د پیل پر مهال، د هند د یوه عادي وګړي اقتصادي وضعیت د چین د عادي وګړي په پرتله ښه و. خو تر ۲۰۲۲ کال پورې دا وضعیت په بشپړه توګه واوښت. په چین کې د ورځې منځنی عاید ۱۳.۳۶ ډالرو ته ورسېد، په داسې حال کې چې په هند کې یوازې ۵.۵۴ ډالرو ته لوړ شو. په دې موده کې د چین د ورځې منځنی عاید له شپږ برابرو څخه زیات لوړ شو، خو په هند کې لا تر دوو برابرو هم کم زیاتوالی راغی. دا احصایې څرګندوي چې د دواړو هېوادونو د اقتصادي کارکردګي توپیر یوازې د اقتصادي اصلاحاتو د پیل د وخت په توپیر نه شي تشریح کېدای، ځکه اصلي واټن هغه مهال رامنځته شو چې دواړه هېوادونه نړیوال اقتصاد ته داخل شول.
ـ له اقتصادي ودې وړاندې ټولنیز میراث
لیکوال باور لري چې د اقتصادي اصلاحاتو د پیل پر مهال د چین تر ټولو ستره برتري مالي پانګه نه، بلکې ټولنیزه او بشري پانګه وه. په ۱۹۴۹ کال کې په چین کې د ژوند منځنۍ هيلې کچه شاوخوا ۴۱ کاله وه، خو تر ۱۹۷۶ کال پورې نږدې ۶۱ کلونو ته لوړه شوه. همدارنګه، د ماشومانو د مړینې کچه په څرګند ډول راټیټه شوه او عامه زدهکړې پراخې شوې. د ډیویډ اوکس په اند، د مائو د واکمنۍ په پای کې چین لا هم یو بېوزله هېواد و، خو داسې کاري ځواک یې درلود چې د ډېرو مخ پر ودې هېوادونو په پرتله لوستی، روغ او ښه تنظیم شوی و. همدې ټولنیز ظرفیت وروسته چین ته دا زمینه برابره کړه چې د اقتصادي اصلاحاتو له فرصتونو څخه په اغېزمن ډول ګټه واخلي.
ـ هند او د نامتوازنې پرمختیا ستونزه
په مقابل کې هند که څه هم وتوانېد چې باثباته دیموکراتیک بنسټونه رامنځته کړي او د لوړو زدهکړو او د انساني استعدادونو د روزنې په برخه کې د پام وړ بریاوې ترلاسه کړي، خو د عامه زدهکړو او ټولنیزو خدمتونو په پراخولو کې یې کمزوری فعالیت درلود. د مقالې د معلوماتو له مخې، په ۱۹۹۰ کال کې شاوخوا ۸۷ سلنه چینایي ماشومانو لومړنۍ زدهکړې بشپړې کړې وې، په داسې حال کې چې دا کچه په هند کې یوازې ۵۵ سلنه وه. له همدې امله، هند وتوانېد چې د معلوماتي ټکنالوژۍ او پرمختللو خدمتونو په څېر برخو کې پرمختګ وکړي، خو ونه توانېد چې د چین په څېر د نړۍ د صنعتي تولید ستر مرکز شي.
ـ د اقتصادي پرمختیا پر وړاندې د ټولنیز عدالت لومړیتوب
پرته له دې چې د لیکوال له ټولو استدلالونو سره موافق یا مخالف واوسو، د دې تحلیل تر ټولو مهم پیغام دا دی چې اقتصادي پرمختیا په خپله د بدلون د پیل ټکی نه دی. د چین تجربه ښيي چې تر اقتصادي ودې وړاندې د ټولنې بیارغونه، عامو زدهکړو ته د لاسرسي پراختیا، د دودیزو نابرابریو کمول او د حکومتولۍ د ظرفیت لوړول ترسره شوي وو.
په بل عبارت، قوي اقتصاد د هغې ټولنې محصول دی چې تر یوه بریده یې د ټولنیز عدالت، ملي یووالي او اغېزمنو بنسټونو اړوند خپلې بنسټیزې ستونزې حل کړې وي. له دې لیدلوري اقتصادي پراختیا د بدلون پیل نه، بلکې د دولتجوړونې او ټولنېجوړونې د یوه ژور او اوږدمهاله بهیر پایله ده.
ـ د پالیسۍ لپاره درس
د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د دې تجربې تر ټولو مهم درس دا دی چې دوامدار اقتصادي وده او پرمختيا یوازې د پانګونې، سوداګرۍ یا د بازار د اصلاحاتو له لارې نه ترلاسه کېږي. هغه څه چې پرمختیا دوامداره کوي د ټولنیزو او بنسټیزو ظرفیتونو شتون دی. داسې ظرفیتونه چې اقتصادي فرصتونو ته د اغېزمنې ګټې اخیستنې زمینه برابروي.
د چین او هند تجربې موږ ته یادونه کوي چې ټولنیز عدالت، د ټولنې انسجام او د حکومتولۍ وړتیا باید د پرمختیا د بنسټیزو زیربناوو برخه وبلل شي. ځکه که دا زیربناوې موجودې نه وي، نو حتی تر ټولو بریالي اقتصادي پروګرامونه هم ښايي یوازې محدودې او ناپایدارې پایلې ولري.
پای
په اقتصاد کې نابرابري
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.