هره ساه

هارون رشید شیرزاد

41
دا خو د غم او د خوښۍ جلا کتاب هم غواړي
ژوند رانه اوس د خپلې هرې ساه حساب هم غواړي
وایي دوستي مې د پستو مستو څپو خوښه ده
د شګو کور رانه په غاړه د دریاب هم غواړي
د دې ژوندون د جهنم هره شیبه تیروم
نور به لا هم له دې بدتره کوم عذاب هم غواړي؟
وایه په تبر ورته کومه ونه پرې کړمه چې
یو څوک شوقي د موسیقۍ ورنه رباب هم غواړي
پرون یو ځوان په اوښکو ډکو سترګو داسې ووې
دا وږي خیټه مې زړګې غواړي، اعصاب هم غواړي
زما ګریوان کې لا وروستۍ تڼۍ شلیدلې نه ده
جانان مې مینه کې پوره خانه خراب هم غواړي
دومره دې ووایي شیرزاده چې جګړه غواړي بس
یو جګړه مار د سولې غږ کې انقلاب هم غواړي

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320