د ډیری اقتصاد پوهانو په اند پرمختګ یعني د فقر، بېکارۍ او نابرابرۍ له منځه وړل دي. دا بهیر ورو ورو د جوړښتي ستونزو لکه زدهکړې، روغتیا، د نفوس وده، ښاري کېدل، د کرنې اصلاحات او نورو موضوعاتو ته هم غځېږي. برابري او نابرابري د پرمختګ په بهیر کې مهم مفاهیم دي.
د اقتصاد نابرابرۍ ډولونه په لاندې ډول دي:
د عاید نابرابري
لکه څنګه چې اقتصادي پرمختګ مخته ځي، د عاید نابرابري د معکوس U بڼه تعقیبوي، یعنې په لومړي سر کې نابرابري زیاتېږي (له ټیټ عاید لرونکو هېوادونو څخه منځني عاید ته) او وروسته بیا راکمېږي (له منځني عاید څخه لوړو عایدونو ته). همدارنګه د بېوزلو خلکو نسبت د هېوادونو د سرانه عاید په لوړېدو سره کمېږي.
د هېوادونو ترمنځ نابرابري
میلانویک څرګندوي چې د نړۍ ۸۸٪ نابرابري د هېوادونو ترمنځ ده، ۲٪ د هېوادونو دننه ده، او ۱۰٪ یې د دواړو ترمنځ ګډه برخه ده.
د بشري پرمختګ شاخص (HDI) کې نابرابري
په عمومي ډول، د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې د نړۍ په کچه د HDI نابرابري کمه شوه، او په دوهمه نیمایي کې لا زیاته راکمه شوه. د دې شاخص له درې عناصرو څخه، دوه یې (د ژوند تمه او زدهکړه) د نابرابرۍ په کمېدو کې مرسته کړې، خو درېیم عامل چې عاید یا د ژوند معیار دی، تر ۱۹۷۰م لسیزې پورې راکم شو، خو وروسته بیا د عاید نابرابري زیاته شوه.
د مصرف نابرابري
د جنسیت نابرابري
په پرمختیايي هېوادونو کې د ښځو عاید د نارینهوو د عاید نیمایي ته رسېږي (په لاتیني امریکا کې دا کچه درې پر څلور ده). ښځې په ډېرو هېوادونو کې د کلیوالي اقتصاد ملا تیر جوړوي، خو په عصري اقتصاد کې لږه ګټه ترې اخلي. همدارنګه د ښځو د ګډون کچه د نارینهوو په پرتله کمه ده.
د خوړو د وېش نابرابري
د خوړو په وېش کې نابرابري کولی شي د دې لامل شي چې په لږ پرمختللو هېوادونو کې ځینې خلک لا هم له سوء تغذیې سره مخ وي.
رانت اخیستنه د نابرابرۍ لامل
رانتلټونه هغه غیر تولیدي او غیر ګټور فعالیتونه دي چې د عامه سرچینو څخه د شخصي ګټې اخیستنې لپاره ترسره کېږي. دا فعالیتونه له قانوني کارونو لکه لابي کولو او اعلانونو نیولې، تر غیرقانوني کارونو لکه رشوت او اداري فساد پورې غځېږي.
په ټولنه کې د سرچینو ضایع کېدل یوازې د ناسم تخصیص له امله نه وي، بلکې د ځانګړو امتیازونو او انحصارونو د ترلاسه کولو لګښتونه هم پکې شامل دي.
سیاسي رانت لږ تر لږه هغه لګښت دی چې د بازار پر لور د سرچینو د راجلبولو لپاره ورکول کېږي. رانت یوازې انحصاري ګټې نه دي، بلکې سبسایډۍ، منظم امتیازات، د خصوصي مافیاوو ګټې او هغه لوړ عاید هم رانغاړي چې سیالان یې نوښتګرو ته د هغوی د نوښت تر تقلید مخکې ورکوي.
نور موارد:
![▪️]()
د شتمنۍ په وېش کې نابرابري
![▪️]()
د بشري پانګې په راټولېدو کې نابرابري
![▪️]()
ناپراخ او رانتزیږوونکي قوانین او مقررات
انفلاسيون د نابرابرۍ پیاوړی کوونکی دی
انفلاسيون نابرابري زیاتوي، ځکه شتمن نور هم شتمن کېږي او بېوزلي لا ډېر بېوزله کېږي.
د مالیاتي سیستم نیمګړتیا
مالیاتي سیستم که په سمه توګه د لوړو عاید لرونکو څخه مالیه واخلي او منځنیو او ټیټو طبقو ته اسانتیاوې برابرې کړي، نو نابرابري کمولی شي. خو که دا سیستم خراب وي نو نابرابري زیاتوي او منځنۍ طبقه کمزورې کوي.
د نابرابرۍ اغېزې پر اقتصاد
نابرابري د اقتصادي ودې د کمېدو او نه پرمختګ لامل کېږي. که څه هم نابرابري د سپما او پانګونې زیاتوالی رامنځته کوي، خو د سرچینو کارونه په غیر اغیزمن ډول متاثره کوي. همدارنګه، د بنسټونو او نهادونو کیفیت کموي او اقتصادي وده ټکنۍ کوي.
د تولید تنوع او د کورنیو عاید برابري د اقتصادي ودې مهم عوامل دي، ځکه چې د بنسټونو کیفیت لوړوي. د بېلګې په توګه، په لاتیني امریکا کې د شتمنۍ، په ځانګړي ډول د ځمکې، نابرابري د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې لوی خنډ بلل شوی دی.
پایله:
داسې ښکاري چې انفلاسيون د نابرابرۍ “مور” ده. انفلاسيون نابرابري زیاتوي، ناسمه کلتوري رویه خپروي، ټولنیزه نابرابري ژوروي، له رانت سره دوه اړخیزه اړیکه لري، مالیاتي سیستم اغېزمنوي، او د خوړو وېش او مصرف کې نابرابري زیاتوي. همدارنګه، انفلاسيون د عاید او لګښت نابرابري هم زیاتوي.
د اسد د سقوط ستر درس
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.