د اسد د سقوط ستر درس
ـ د شوروي برخلیک د پوتین په تمه دی
لیکوال: فرید زکریا
ژباړه: صلاح الدين حمید
په سوریه کې د اسد د رژیم سقوط باید موږ ته یوه عمومي او مهم حقیقت راپه یاد کړي هغه حقیقت چې ډېری وخت د متضادو او مغشوشو خبرونو په توپان کې چې هره ورځ موږ راګیروي، له پامه غورځول کېږي. غیرلیبرال دیکتاتوران ډېر ځله تر هغه ډېر کمزوري وي چې موږ یې تصور کوو.
بشار اسد د ولادیمیر پوتین لپاره یو ارزښتناک پیرېدونکی و، خو پوتین ونه توانېد چې هغه وژغوري. په سوریه کې د اسد سقوط باید دا عمومي حقیقت یو ځل بیا را په یاد کړي چې غیرلیبرال دیکتاتوران اکثراً تر هغه کمزوري وي چې موږ یې ګومان کوو.
یاد مو وي چې څنګه د لسیزو لپاره د شوروي اتحاد اقتصادي ځواک او پوځي ځواک ډېر ستر ښودل کېده، دا باور موجود و چې صدام حسین د ټولوژنې وسلې لري او د القاعده په څېر له سختدریځو اسلامپالو ډلو څخه پراخ وېره کېده. خو د وخت په تېرېدو سره هغه څه چې اکثره څرګندېږي دا دي چې دا دولتونه او ډلې سرکوبګر، فاسد او ناکاره دي. هغه ځانګړتیاوې چې په معاصر نړۍ کې د ودې او بقا لپاره ورسره مرسته نه کوي.
د بشار اسد سقوط یو روښانه درس لري: د روسیې مخ پر زیاتېدونکې کمزوري. مسکو له نیمې پېړۍ زیات د سوریې ملاتړ کړی و. سوریه په منځني ختیځ کې د روسیې په مدار کې وروستی ستر دولت و. مسکو د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې د اسد د ملاتړ لپاره ډېرې وینې او شتمنۍ ولګولې. د دې موقعیت له لاسه ورکول دا معنا لري چې روسیه به په هغه څه بدله شي چې باراک اوباما یې په سپکاوي سره «سیمهییز ځواک» وباله.
په حقیقت کې ان د خپلې سیمې دننه هم د روسیې اړیکې له ارمنستان سره چې یو پخوانی متحد دی، روسیه ونه توانېده د اذربایجان له یرغل څخه یې وساتي. د اوکراین په جګړه کې د روسیې د ښکېلتیا له امله وضعیت مخ پر خرابېدو دي. په افریقا کې هم روسي ځواکونه ورځ تر بلې د بېلابېلو سختدریځو ډلو تر فشار لاندې راځي.
د پوتین روسیه اوس د ۱۹۷۰مې لسیزې د شوروي اتحاد ته ورته ده. که څه هم دا هېواد لا هم په بهر کې زړور او مداخلهګر ښکاري، خو په کور دننه یې اقتصاد ورځ تر بلې کمزوری او د جګړې د اړتیاوو تابع شوی دی. لکه څنګه چې بهرنی پراخوالی او کورنی بسیج ونه توانېد د تل لپاره د شوروي اتحاد فساد پټ کړي، نن هم باید د پوتین له جسارت څخه ونه وېرېږو. دا پوښتنه له ځانه وکړئ که روسیه په اوکراین کې بریالۍ وای، ایا پوتین به د اټومي وسلو د کارولو ګواښ کاوه؟
دوو څېړونکو مارک دووور او الکساندر مرتنز د «فارن پالسي» په مجله کې په یوه مقاله کې لیکلي چې «روسیه هره میاشت شاوخوا ۳۲۰ ټانکونه او توپخانه له لاسه ورکوي، خو یوازې ۲۰ دانې تولیدوي.» دوی د سرچینو په حواله لیکي چې روسیې د ۲۰۲۲ کال راهیسې چې پر اوکراین یې پراخ برید پیل کړ، نږدې ۵۰۰۰ د پلي پوځ زغروال جنګي وسایط له لاسه ورکړي دي. د روسیې دفاعي قراردادیان یوازې د کال شاوخوا ۲۰۰ وسایط جوړولی شي. د کارګر ځواک کمښت نږدې په ټولو برخو کې په شدیده توګه محسوس دی، هغه څه چې پوتین پخپله هم منلي دي.
په پوځي ډګر کې تر ټولو روښانه نښه دا ده چې د روسیې پوځ اړ شوی له شمالي کوریا څخه د مرستندوی ځواکونو غوښتنه وکړي. نوئل فاستر د بحري جګړو له کالجه لیکلي چې د مسکو ناامیدي د هغو معاشونو او انعامونو په زیاتېدو کې لیدل کېدای شي چې روسیه یې نوي سرتېرو ته ورکوي: «له ۲۰۲۴ کال له جولای راهیسې نوي سرتېري له مسکو څخه د ۲۱ زره ډالرو د استخدام انعام اخلي او د لومړي کال ټول عاید یې نږدې ۶۰ زره ډالرو ته رسېږي، چې په عملي توګه تر هغه ډېر دی چې په همدې وخت کې د امریکا نوي سرتېري ترلاسه کوي.» (دا په یاد ولرئ چې د روسیې منځنی عاید کچه د امریکا له منځني عاید کچې څخه له پنځمې برخې هم کم دی.)
دا ټول ضعفونه دا مهال د جګړې په دوران کې د روسیې د اقتصاد د ستر بدلون له امله تر یوه حده پټ پاتې دي. تمه کېږي چې د راتلونکي کال دفاعي لګښتونه به د روسیې د فدرالي بودجې شاوخوا ۴۰ سلنه جوړ کړي. سربېره پر دې اټکل کېږي چې نور ۳۰ سلنه به د بېلابېلو ملي امنیتي چارو او «محرم مسایلو» لپاره ولګول شي. د انفلاسیون کچه اوس شاوخوا ۹ سلنه ده.
شاید تر ټولو مهمه خبره دا وي چې د روسیې د عاید اصلي سرچینې تر سخت فشار لاندې دي. ګازپروم، د دولتي طبیعي ګاز ستر شرکت چې په ۲۰۲۲ کال کې یې شاوخوا ۴۰ میلیارده ډالر د روسیې خزانې ته داخل کړي وو، اعلان وکړ چې په ۲۰۲۳ کال کې یې ۶.۹ میلیارده ډالر زیان کړی دی، دا په تېرو شلو کلونو کې د دې شرکت لومړی زیان و.
د اسد له سقوط وروسته، ډونالډ ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل چې روسیه د اوکراین د جګړې او کمزوري اقتصاد له امله په «کمزوري وضعیت» کې ده، او زیاته یې کړه چې «په داسې جګړه کې چې هېڅکله باید نه وای پیل شوې، ۶۰۰ زره روسي سرتېري ټپیان یا وژل شوي دي.» دا خبره په بشپړه توګه سمه ده. هغه همدارنګه ولیکل چې اوس وخت رارسېدلی چې پوتین اقدام وکړي او ویې ویل چې د اوربند یا د سولې د تړون په لاره کې ستونزه روسیه ده، نه اوکراین.
دا د هغه له پخواني دریځه یو هیلهبښونکی بدلون دی، چې پکې به یې کله ناکله د اوکراین ملامتولو ته لېوالتیا ښودله.
ټرمپ په هماغه پوسټ کې وویل چې هغه «ولادیمیر» ښه پېژني. نو هغه حتماً پوهېږي چې په دې موضوع کې هغه اصلي ننګونه چې سپینې ماڼۍ ته له بېرته ستنېدو وروسته به ورسره مخ شي، دا ده چې «ولادیمیر» دې ته قانع کړي چې د روسي تزاري امپراتورۍ د بیا جوړولو له خوبه لاس واخلي.
پوتین د خپلې ولسمشرۍ له لومړیو ورځو راهیسې دا هیله تعقیب کړې ده. واک ته د سملاسي رسيدو وروسته په چیچنیا کې وحشیانه جګړه، په ۲۰۰۸ کال کې پر ګرجستان برید، په ۲۰۱۴ کال کې د کریمیا الحاق او په ۲۰۲۲ کال کې د ټول اوکراین د نیولو هڅه. که ټرمپ وکولای شي پوتین دې ټکي ته قانع کړي نو هغه به وتوانېږي هغه څه ترلاسه کړي چې تل یې د خپل هدف په توګه یاد کړي دي. «په اوکراین کې جګړې ته د پای ټکی اېښودل.»
آرتور شوپنهاور
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.