یو دولت څنګه سقوط کوي؟
د اګست ۱۹مه د کمونیستي سخت دریځو د ناکامې کودتا کلیزه ده چې د شوروي د ولسمشر میخائیل ګورباچف پر ضد ترسره شوه او د شوروي اتحاد د ړنګېدو لامل وګرځېده. د شوروي له ړنګېدو ۳۰ کاله تېر شوي دي. هغه ټولواک نظام چې تر ۷۴ کلونو زیات یې د نړۍ یو پر شپږمه برخه یې واک چلاوه او د نړۍ د کمونیستانو الهامبښونکی و.
د ۱۹۹۱ کال د اګست په ۱۹مه، د کمونیست ګوند اته لوړپوړو غړو، د KGB مشر په ګډون، میخائیل ګورباچف د شوروي له مشرتابه لېرې کړ او د هېواد بېړنۍ کمېټه یې جوړه کړه. ګورباچف په کورني بند کې واچول شو او ټانکونه د مسکو کوڅو ته راووتل. د دیموکراسۍ پلویان او هغه خلک چې د کمونیست ګوند له واکمنۍ ستړي شوي وو، د بوریس یلتسین په بلنه سړکونو ته راووتل.
په دې توګه د کمونیستانو کودتا ناکامه شوه او شوروي، چې د نړۍ د چپپالو قبله بلل کېده، پای ته ورسېد. د لینین، ستالین او د هغوی د ځای ناستو د واکمنۍ په تورو کلونو کې میلیونونه کسان ووژل شول څو نړۍ وویني چې څنګه ایډیولوژیک واکمنۍ کولای شي توتالیتاریزم (ټولواکمنۍ) ته ورسېږي. د شوروي تجربې وښوده چې له داسې مفکورې څخه چې ادعا کوي د انسان د هستۍ ټول اړخونه درک کوي او پیژني او مطلق حقیقت یوازې خپل بولي او شک نه زغمي، تر یوه مستبد نظام پورې یوازې یو ګام فاصله لري.
د ۱۹۹۱ کال د اګست په ۱۹مه، بوریس یلتسین، د روسیې لومړنی ټاکل شوی ولسمشر او څو نورو لوړپوړو چارواکو د پارلمان د ودانۍ مخې ته د کودتا پلان افشا کړ او د خلکو په پراخ ملاتړ یې د پولیسو او پوځ پر وړاندې مقاومت وکړ.
د اګست د شلمې ورځې غرمه، د کودتا حکومت په پارلمان د برید امر ورکړ. د بلوا ضد ځواکونو چې ټانکونه او هليکوپتري ورسره وي، پارلمان یې کلابند کړ. په پرله پسې نښتو کې درې کسان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول. خو د پوځ لویه برخه د خلکو خوا ته ودرېده، ګورباچف مسکو ته راستون شو او د کودتاچیانو د نیولو حکم یې صادر کړ.
د ۱۹۹۰ کال په مارچ کې درې جمهوریتونو (لیتوانیا، استونیا او لتونیا) خپلواکي اعلان کړه. شوروي اتحاد له دې درې واړو کوچنیو جمهوریتونو وروسته هم پاتې کېدای شو، خو دا پېښه د واکمن ګوند د هیبت د ماتېدو پیل و.
د ۱۹۹۱ کال د دسمبر په اتمه، د روسیې ولسمشر بوریس یلتسین د اوکراین له ولسمشر لیونید کراوچوک او د بلاروس له ولسمشر استانيسلاو شوشکویچ سره ولیدل او د ګډو خپلواکو هېوادونو تړون یې لاسلیک کړ. د دسمبر په ۲۵مه میخائیل ګورباچف له خپلې دندې استعفا وکړه او یوه ورځ وروسته د شوروي پارلمان د انحلال اعلامیه تصویب کړه.
د شوروي له ړنګېدو وروسته ۱۵ نوي هېوادونه راڅرګند شول. د روسیې تر څنګ ارمنستان، ترکمنستان، ګرجستان، لیتوانیا، آذربایجان، قزاقستان، مولداوي، اوکراین، ازبکستان، قرقیزستان، تاجیکستان، لتونیا، بلاروس او استونیا خپلواک دولتونه شول.
د شوروي سوسیالیستي اتحاد د خپل موجودیت پر مهال د نړۍ له دوو سترو قدرتونو څخه شمېرل کېده. د دې هېواد اقتصادي نظام د مرکزي پلان جوړونې نظام و. ټول اقتصادي پریکړې په دستوري ډول نیول کېدې او پلي کېدل. دې نظام چې د کارل مارکس او لینین له نظریاتو پیروي کوله، غوښتل داسې بېطبقې ټولنه جوړه کړي چې هر څوک د خپلې وړتیا له مخې کار وکړي او د اړتیا له مخې ګټه واخلي. د تولید وسایل او کرنیزې ځمکې یې ګډې کړې او میلیونونه کسان یې د جبري کار په کمپونو کې تابع کړل.
د همدې اقتصادي نظام له امله هېواد له پرلهپسې قحطیو سره مخ شو او بالاخره د ۱۹۸۰ لسیزې په پای کې له منفي ودې سره مخ شو چې د ړنګېدو لامل یې شو. شوروي د اقتصادي نظام د بنسټیزو ستونزو لکه د اغېزمنو څارونکو بنسټونو نشتون، پراخ فساد، د نوښت او خلاقیت کمزوري کېدل او ټیټ ټولنیز پانګې له امله له یوې خوا، او نوې ټکنالوژۍ ته د لاسرسي نشتون او د تولیدي بنسټونو د مدیریت جوړښتي ستونزو له امله له بلې خوا، له ژورو اقتصادي ستونزو سره مخ شو او د مصرفي او پانګهیيزو توکو کمښت رامنځته شو.
د خلکو د اړتیا وړ توکو کمښت او د محدودو سرچینو ناسمه وېش د دستوري بیو د سیستم او د محدودو توکو د غیررسمي فاسد وېش له امله چې د لوړپوړو چارواکو ترمنځ کېده، د خلکو نارضایتي زیاته کړه او بالاخره د دې اقتصادي نظام د زوال او سقوط سبب شوه.
د شلمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې سیاسي مفکرانو استبدادي او ټولواک حکومتونه توتالیتر وبلل او د شوروي د کمونیست ګوند او د جرمني د نازي ګوند واکمنۍ یې د دې ډول نظامونو دوه اصلي بېلګې وبللې. توتالیتر نظام د دیکتاتورۍ ځانګړې بڼه ده چې له داسې یوګوندیز حاکمیت سره مل وي چې ځان د یوې بشپړې نړۍلید یوازینی استازی ګڼي. سیاسي قدرت د یوې ډلې، قشر یا ګوند په انحصار کې وي او حقیقت هم د واکمنې ایډیولوژۍ انحصاري حق ګڼل کېږي. واکمني د امنیتي دستګاه او ترهې په وسیله ټینګېږي، دولت ټولې رسنۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي، مدني ټولنې له منځه وړي او وګړي د یوه ځواکمن دولت پر وړاندې یوازې پرېږدي.
توتالیتاریزم د انسان د فردیت بېساری دښمن دی او ټول خلک یو رنګ او یو ډول غواړي. نو ځکه هڅه کوي خپل سلیقې حاکمې کړي او د خلکو د ژوند په ټولو برخو کې لاسوهنه وکړي. د شوروي له ړنګېدو ۳۰ کاله تېر شوي، خو لا هم د هغې ناوړه اغېزې د میلیونونو انسانانو پر روح او ژوند پاتې دي. نن سبا د پخواني شوروي ډېری خلک باور لري چې د هغه وخت ګډوډو آرمانونو نتیجه نه ده ورکړې. نظرپوښتنې ښيي چې یوازې ۱۰ سلنه خلک د ۳۰ کاله مخکې پېښې د روسیې د دیموکراسۍ د پیل ټکی ګڼي، په داسې حال کې چې تر ۵۰ سلنې زیات خلک د شوروي د ړنګېدو په اړه خواشیني څرګندوي. میخائیل ګورباچف په یوه مرکه کې د دې ناهیلۍ لامل د داسې ډلې واک ته رسېدل بولي چې د خلکو له ریښتینو آرمانونو سره یې خیانت کړی دی.د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.