د طالبانو د مشر د اختریز پیغام په هکله سوالونه

شاه محمود میاخیل

53
مشر ملا صیب د اعتکاف نه د اختر مبارکۍ په مؤعظه کې ویلي چې د ځوانانو په فکرونو باید کار وشي، د اولوالامر اوامر باید منل شي، وحدت وساتې او یو بل ته عفوه وکړې او په دغه موجوده وضعیت شکر ادا کړې. د اسلامي نړۍ سره د اخوت په اساس رفتار وکړې. د تیر په څیر په راتلونکې کې هم د دې د فرمانونو اطاعت وکړې.
د مشر ملا په اختریز پیغام کې ډیر سوالونه مطرح کیږي چې د شک د تیورې په اساس د کاسې لاندې نیم کاسه ښکاري.
ایا پاکستان سره هم روابط باید د اخوت په بنیاد تنظیم شي که نه؟ ولې یې د پاکستان حملې نه دي غندلي؟ یا په افغانستان باندې د پاکستان حملې د دی سره په همغږې تر سره کیږي؟ ځکه د پاکستان نوم یې حتی یاد کړې هم نه دی. ایا هغه کسان چې د پاکستان په ړنډو بمباریو کې شهیدان او زخمیان کیږي، د هغوي کورنیو ته د تسلیت ویلو حق په دی و که نه؟ ایا ولس ته د اطمینان نور څه لري او که نه او یوازې د نامعلوم ځای نه به د دی د فرمانونو اطاعت کوي؟
پاکستان خو یو ضعیفه، بې سواده او غریب افغانستان غواړي. داسې ښکاري چې دی په افغانستان کې د پاکستان پروژه په پوره مهارت سره په داسې توګه عملي کوي چې د طالبانو لوړ پوړي چارواکي هم پرې سر خلاص نه دی.
افغانان باید د خپل ځان نه لاندې سوالونه وکړي چې تیر پنځه کاله د طالبانو حاکمیت کې څه د لاسه ورکړي او څه یې لاسته راوړي دي.
ایا د خلکو اقتصاد ښه شوې او که خراب شوې؟
ایا امنیت په هیواد کې دننه او د ګاونډیانو سره ښه شوې او که خراب شوې؟
ایا غلا، قتل، اختظاف او نور جنایي جرمونه زیات شوي او که کم شوي؟
ایا رواني امنیت شتون لري که نه؟
ایا د نړۍ سره روابط ښه شوي که نه؟
ایا افغانستان د انزوا په حالت کې ګټه کړې که تاوان؟
ایا د نجونو د لوړو زده کړو تعلیم د دوی په کورنیو مثبت اغیر درلودلې که منفي؟
ایا د دوی ځوانانو د کار او تعلیم حالت ښه شوې او که خراب شوې؟
ایا د دوی او د دوی کورنې د راتلونکې په اړه مطمین دي که نه؟
ایا فساد، رشوت زیات شوې که کم شوې؟
ایا په کل کې ولس د موجود وضعیت نه راضي دی ګه نه؟
داسې نورې پوښتنې باید هر څوک د خپل ځان سره مطرح کړي که باالفرض د طالبانو موجوده تګلاره همداسې دوام وکړي، د دوی د کورنیو او ماشومانو راتلونکې به څنګه وي؟ اقتصادي وضعیت به یې څنګه وي؟ فزیکي، رواني او بشري امنیت به څنګه وي؟
که تیر پنځو کلونو کې د افغانانو په ژوند کې مثبت تغیر راغلې وي، نو د دی فرمانونه په راتلونکې کې هم بې له چون او چرا ومني. که مثبت تغیر نه وي راغلې، راتلونکې راته نور ډیر تت ښکاري او افغانستان به لا د جدي بحران سره په اقتصادي او امنیتي لحاظ مخامخ کیږي. کله چې اقتصادي او امنیتي بحران يه یو هیواد کې وي، هلته نه عدالت وي او نه انصاف. فقط ظلم به وي او د ظلم کاسه خامخا نسکوریږي ځکه یو ملک کې خلک د کفر لاندې ژوند کولې شي خو د ظلم لاندې نه.
الملک یبقی مع الکفر لا یبقی مع الظلم.
عاقبت بخیر

د مخکې پوستونو په دوام

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

Dawat Media 24

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.