د مخکې پوستونو په دوام

شاه محمود میاخیل

3

افغانستان که د پاکستان دا شیخ ونه کاږي، او د سفارت دروازې بندې نه کړي، د پاکستان هوایي بریدونه به همداسې دوام کوي. تاسي د ایران-امریکې او اسرایلو په جګړه کې ګورې چې د جنګ په وخت کې هم دیپلوماسي او ستراتیژیک کمیونیکشن رول مهم دی. ستراتیژیک کمیونیکشن دروغو ویلو ته نه وایي.
دویمه مسله د افغانستان لپاره لکه مخکې مې چې یادونه کړې، د واقعي لوی جرګې دایریدل دي چې ولسي  او نړیوال مشروعیت ته زمینه مساعده شي او افغانستان د انزوا حالت نه ووځي. د انزوا په حالت کې د خپلو ګټو او حریم نه دفاع د افغانستان لپاره مشکله ده.
د انزوا حالت نه وتل د نامعلوم او پټ مشر په درلودلو سره نه تر سره کیږي. د هیواد د مشر ستر، نه اسلامي اصولو باندې برابر عمل دی او نه په سیاسي لحاظ څه ګټه لري. همدا سترتوب، د اسلام د اصولو خلاف عمل دی. رهبانیت يا په مغاره کې اوسیدل په اسلام کې نشته دی. نه پیغمبر د خدای پټ و او نه اسلامي هیوادونو مشران ستر دي. کله چې د اول کس اولنې پریکړه د اسلام خلاف عمل وي، هغه حاکمیت ته اسلامي نظام یا اسلامي حاکمیت هیڅکله نشې ویل کیدلې.
پنځه کاله وشول، که د طالبانو په خیټه کې درد هم پیدا شي، طالب او طالب پلوه همدا یوه خبره کوي چې جمهوریت داسې وکړل او جمهوریت هغسې وکړل. تر څو به جمهوریت ملامتوي او نه دا سبسطه نوره چلیږي. تاریخ به د هر دور په هکله خپل قضاوت کوي.
جمهوریت که ښه و او که بد، هغه هم د طالبانو د تیرو ناکامو کړنو له امله رامنځته شو. د طالبانو د موجوده او تیرو کړنو له امله افغانستان د یو بغرنج حالت سره مخامخ دی. تر څو چې داخلي مشکلات حل نشي، افغانستان به د بد نه بدتر حالت په لورې درومي. د اوسني حالت مسوولیت د طالبانو په غاړه دی او بل څوک هیڅکله دوی مسوول ګڼلې نشي.
عاقبت بخیر
خدای دې په افغانانو خپل رحم وکړي. سخت حالت دی چې افغانان ورسره مخامخ دي.

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.