هوښیار ملت، هوښیار واکمنان روزي؛ او ناپوه ملت، ناپوه واکمنان

قاضی لودین

55

هوښیار ملت، هوښیار واکمنان روزي؛ او ناپوه ملت، ناپوه واکمنان.
دا د بشري ټولنو په تاریخ کې یو نالیکل شوی، خو نه ماتېدونکی قانون دی. هر بدلون له ملت څخه پیلېږي.
که موږ د پوهې، اخلاقو او ولس پالنې لرونکي واکمنان غواړو، نو لومړی باید خپله ځانونه په پوهاوي، شعور او مسولیت منلو سمبال کړو.
که خلک له سیاسي، اخلاقي، ټولنیز او فرهنګي پوهاوي څخه برخمن نه وي، نو د پوه، وړ او رښتیني واکمنانو تمه هم نشي لرلای.
که د کفارو وسایل درنه واخیستل شي، یوازې یو مسواک او د اودس د وچولو لوټه به درته پاتې شي.
متکبران خپل ځان ساتي خو خلک یی نه خوښوي او په پای کې ذلیل کیږي.
له تکبر څخه ځان وساتی، ځکه دا د تاوتریخوالي او ذلت لامل دی.
رسول اکرم صلی الله علیه واله وسلم فرمایلی دی :
[ خِيارُ أئمّتِكم الذين تُحبّونَهم ويُحبّونَكم، وتُصلّون عليهم ويُصلّون عليكم، وشرارُ أئمّتِكم الذين تُبغضونَهم ويُبغضونَكم، وتلعنونهم ويَلعنونكم ]
ستاسې غوره مشران هغه دي چې تاسې یې خوښوی او هغوی هم تاسې خوښوي، تاسې د هغوی لپاره دعا کوی او هغوی هم ستاسې لپاره دعا کوي. او ستاسې بدترین مشران هغه دي چې تاسې ترې کرکه کوی او هغوی هم له تاسې کرکه کوي، تاسې پر هغوی لعنت وایی او هغوی هم پر تاسې لعنت وایي.

په اوسني وخت کې د افغانستان میرمنی له ډېرو سختو محدودیتونو او ستونزو سره مخ دي.
د زده‌کړې، کار، ټولنیز حضور او د خپلو اساسي حقونو په برخه کې پرې داسې محدودیتونه لګول شوي چې د ټولنې لویه برخه یې له طبیعي او مشروع فعالیتونو څخه محرومه کړې ده.
ډېری خلک باور لري چې دا ډول سختی نه یوازې د ښځو پر ژوند منفي اغېزه کوي، بلکې د ټولنې د پرمختګ، سوکالی او فکري ودې مخه هم نیسي.
اسلام د عدالت، رحمت، حکمت او اعتدال دین دی.
د اسلام په لومړیو پړاوونو کې ښځو په علمي، ټولنیزو او دیني چارو کې فعاله ونډه لرله او د اسلامي ټولنې د جوړښت مهمه برخه وه.
له همدې امله اړینه ده چې د ښځو په اړه دیني نصوص او احکام د قرآن کریم، صحیح سنتو او د اسلام د عمومي مقاصدو په رڼا کې وڅېړل شي، نه د افراط، تعصب او ناسم فهم له زاویې.
زمادغه لیکنه د همدې موضوع د روښانولو لپاره وړاندې کېږي، څو وښيي چې د ښځو په اړه ډېری اوسني محدودیتونه د اسلام د رحمت، اسانتیا او اعتدال له روحیې سره څومره سمون لري او که نه، او څنګه کولای شو د دین د اصیلو لارښوونو په رڼا کې د ښځو حقونه او کرامت خوندي وساتو.

له نارینه او ښځې ترمنځ د اړیکو په اړه ډېرې بې‌ځایه او له اصولو لرې سختی, د اسلامي عمل ډګر ته ننوتلې دي، او له بده مرغه په دې برخه کې تنګې نظریې او غیر منطقي محدودیتونه تر ډېره د پام او عملي کېدو وړ ګرځېدلي دي.
په عبادت، زده‌کړه، کار او د ژوند په ټولو چارو کې اصل د ښځې او سړي ګډ ګډون دی.
موږ د اسلام په تاریخ کې داسې بېلګه نه وینو چې ښځو ته دې جلا جومات جوړ شوی وي. د اسلام په لومړیو وختونو کې ښځې د رسول الله ص په درسونو، د جماعت لمانځه، جمعې او اخترونو په لمونځونو کې ګډون کاوه. هغوی د نارینه‌وو ترڅنګ حضور درلود او د خپلو شخصي او ځانګړو مسئلو په اړه یې د رسول الله ص له مېرمنو پوښتنې کولې.
لکه څنګه چې حضرت عایشه رضی الله عنها فرمایلي، حیا او شرم د دین د زده‌کړې او پوهې ترلاسه کولو خنډ نه ګرځېدل.
د حدیثونو کتابونه له هغو پوښتنو ډک دي چې ښځو په مستقیم ډول له رسول الله ص څخه کړې دي. ځینې پوښتنې د هغوی د ځانګړو چارو په اړه وې او ځینې نورې عمومي پوښتنې وې چې یوې ښځې به د نورو ښځو په استازیتوب مطرح کولې.
آن داسې به هم کېدل چې د ښځو یوه ډله به د رسول الله ص حضور ته ورتله او ویل به یې:
موږ د نورو ښځو استازیتوب کوو.
ولې زموږ د چارو مسؤولین او دیني مبلغین د ښځو په ځانګړو چارو کې لاسوهنه کوي؟
غوره ده چې هغوی ښځو ته فرصت ورکړي څو خپلې چارې په خپله سمبال کړي او خپلې ستونزې او مسائل د خپلې خوښې او مناسبې طریقې له مخې حل کړي.
د قرآن کریم د دې مبارک آیت په اړه:
وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَىٰ.
باید وویل شي چې په دې آیت کې مخاطبې د رسول الله ص مېرمنې دي، نه ټولې ښځې؛ ځکه د رسول الله ص مېرمنې ځانګړي امتیازات او ځانګړي مسؤولیتونه لرل چې د نورو ښځو لپاره په هماغه بڼه نه وو، او په ځینو مواردو کې پرې زیات محدودیتونه موجود وو.
قرآن کریم موږ ته د یوې داسې ښځې کیسه بیانوي چې په حکمت، تدبیر او زړورتیا یې پر نارینه‌وو حکومت کاوه او خپل ملت یې تر ټولو غوره حالت ته رسولی و.
دا د سبا ملکه وه، چې قرآن کریم یې د حضرت سلیمان علیه السلام سره کیسه په سوره نمل کې بیانوي.
له بده مرغه د دعوت، شریعت او د هغه د حقایقو په اړه د ناسم پوهاوي له امله ځینې دیني مبلغین او دعوت‌ګران له اصلي لارې لرې شوي دي. د هغوی ډېری تر یوه حده معذور هم دي، ځکه د اسلام د سم درک زمینه ورته نه وه برابره شوې، له اصیلو او معتبرو اسلامي سرچینو سره یې بلدتیا نه درلوده او له باوري او وړ اسلامي علماوو څخه یې سمې لارښوونې نه وې اورېدلې.
الله تعالی دې دوی ته داسې شرایط برابر کړي چې د حق منلو لپاره یې زړونه پراخ شي، او بشپړ، له بدعتونو پاک، معتدل او له افراط او تفریط لرې اسلام وپېژني او درک یې کړي، او ورته روښانه شي چې په دې دین کې د فرد او ټولنې لپاره څومره خیر، برکت او اصلاح نغښتې ده، او څنګه خلک له هغو بدیو او فسادونو ژغوري چې مادي او معنوي بنسټونه له منځه وړي.
که الله تعالی وغواړي او دا زمینه ورته برابره کړي، نو د هغوی دریځونه او نظریات به بدل شي، او د اسلام او مسلمانانو په اړه به یې لیدلوری هم بدل شي؛ ځکه هغوی هم زموږ په څېر انسانان دي او د بدلون او اغېز منلو وړتیا لري. که قانع شي، نو فکر او عمل به یې هم بدلون ومومي.
حجاب
د قرآن له نظره حجاب په درې برخو کې معنا لري:
۱- د چلند حجاب , ۲- د وینا حجاب , ۳ – د ظاهري بڼې حجاب .
که پرده‌دار په توره پر ټولو برید وکړي، نو نه به د حرم خلک پاتې شي او نه به د حرم حرمت.
انسان باید د دین په منلو کې آزاد پرېښودل شي، څو په خپله خوښه دین ومني.
حجاب که څه هم شرعي وجوب لري او الله تعالی په قرآن کریم کې پر حجاب او عفت ډېر ټینګار کړی، خو د انتخاب موضوع هم ده.
او په قرآن کریم کې د حجاب د نه مراعاتولو لپاره کومه مشخصه دنیاوي سزا نه ده ذکر شوې.
د شریعت جبري تطبیق خلک له دین څخه لرې کوي. هغه کسان چې غواړي حجاب په سختی او زور سره په ټولنه کې نافذ کړي، باید خلکو ته هغه آیتونه او احادیث وړاندې کړي چې د حجاب د نه مراعاتولو لپاره کومه ټاکلې سزا بیانوي.
همدارنګه باید وښيي چې ایا رسول الله ص کله څوک یوازې د حجاب د نه مراعاتولو له امله مجازات کړي دي که نه.
په دین کې افراط لکه تفریط، دواړه د دین د کمزوری لامل کېږي. افراط اکثرا له زور، جبر او سختی سره مل وي، او جبر او اکراه د دین څخه د خلکو د لرې کېدو سبب ګرځي. تفریط بیا خلک د دین له ارزښتونو بېګانه کوي. هغه دیني ارزښتونه چې پرېښودل شي او مهجور پاتې شي، د دین څخه د خلکو د واټن لامل ګرځي. قرآن کریم آن په دین کې له غلو او زیات‌روی څخه هم منع کړې ده.
ایا حجاب اجباري دی؟
په اسلام کې حتی لمونځ او روژه هم د زور له لارې نه شي تحمیل کېدای، نو حجاب خو لا پرېږده. د دین بنسټ پر اختیار او انتخاب ولاړ دی.
قرآن کریم هم دې اصل ته اشاره کړې ده. حجاب په زور پر چا نه شي تپل کېدای، او د حجاب د جبري کولو لپاره څرګند قانوني نص نشته.
جهالت ایمان خفه کوي، او استبداد ایمان ړوندوي.
د نن ورځې خلک تر پخوا زیات دې ته اړتیا لري چې له هغوی سره په نرمی او اسانتیا چلند وشي؛ ځکه د اوسني عصر انسانان د بېلابېلو عواملو له امله د پخوانیو خلکو په پرتله کمزوري شوي، د خیر په چارو کې سستي پر ډېرو غالبه شوې، د خیر خنډونه زیات شوي او د بدی لېوالتیا پراخه شوې ده.
له همدې امله غوره ده چې په فتواوو او اجتهادونو کې د آسانتیا او رخصت اړخ ته پام وشي، له سختی او تندلاری څخه ډډه وشي او د اسانتیا اصل ته لومړیتوب ورکړل شي.
هماغسې لکه رسول الله ص چې له نوو مسلمانانو او د کلیو او صحراوو له خلکو سره په نرمی چلند کاوه. هغه کسان چې قسم به یې کاوه چې یوازې فرض عبادتونه به ترسره کوي او نور نفل عبادتونه به نه کوي، رسول الله ص به د هغوی پرېکړه منله او فرمایل به یې:
که همداسې عمل وکړي، بریالی او کامیاب به شي.
یا به یې فرمایل:
که رښتیا وایي، نو د جنت له خلکو څخه دی.
او کله به یې فرمایل:
څوک چې غواړي یو جنتي انسان وویني، د دې سړي څېرې ته دې وګوري.
دا ټول د هغوی د حالاتو د مراعات او له هغوی سره د نرمی له امله وو.

باید ووایو چې اسلام د رحمت، عدالت، حکمت او اعتدال دین دی. هر هغه فهم او عمل چې د سختی، تنګ‌نظری او د خلکو د مشروع حقونو د محدودولو سبب ګرځي، باید د قرآن کریم، سنت نبوي ص او د اسلام د لوړو مقاصدو په رڼا کې له سره وڅېړل شي. د اسلامي امت د پرمختګ، یووالي او ځواک راز په علم، پوهاوي، زغم، مشورې او عدالت کې نغښتی دی، نه په افراط او تفریط کې.
موږ هیله لرو چې زموږ ټول دیني عالمان، مسوولین او د ټولنې مشران د حق او انصاف په چوکاټ کې خپلې دندې ترسره کړي، د امت د خیر او مصلحت لپاره کار وکړي او د اسلام حقیقي او روښانه څېره نړی ته وړاندې کړي.
موږ د الله تعالی درباره ته دعا کوو چې د افغانستان واکمن نظام، مسوولینو او ټولو پرېکړه کوونکو ته هدایت، بصیرت، حکمت او د حق د پېژندلو او منلو توفیق ورپه برخه کړي. الله تعالی دې د هغوی زړونه د عدل، رحمت او نرمی په نور روښانه کړي، د ولس د خیر او سوکالی لپاره دې سمې پرېکړې وکړي، او زموږ هېواد ته دې سوله، ثبات، علم، پرمختګ او ملي یووالی په نصیب کړي.
اللَّهُمَّ أَرِنَا الْحَقَّ حَقًّا وَارْزُقْنَا اتِّبَاعَهُ، وَأَرِنَا الْبَاطِلَ بَاطِلًا وَارْزُقْنَا اجْتِنَابَهُ.
وَالسَّلَامُ عَلَىٰ مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَىٰ
او سلام دې وي پر هغه چا چې د هدایت پیروي کوي.
قاضی لودین .
June – 11 – 2026

چې وزیر پر محصل لاس اوچت کړي

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.