د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش له طالبانو غوښتي چې پر ښځو او نجونو لګېدلي ټول محدودیتونه لغوه کړي او د افغانستان د ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو د بشپړې، برابرې او معنا لرونکې ونډې اخیستنې حقونه رعایت کړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې له طالبانو غوښتي چې سمدستي په ملګرو ملتونو کې د افغان ښځو پر کار بندیز لغوه کړي او په ټول هېواد کې د ملګرو ملتونو اړوندو مرکزونو ته د هغوی خوندي او له خنډ پرته لاسرسی تضمین کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د وږي ۱۶مه د لومړي ځل لپاره د افغانستان د ښځو لپاره په ټول هېواد کې د ملګرو ملتونو مرکزونو ته د لاسرسي د بندیز له لګېدو څخه یو کال پوره کېږي.
ګوترېش ویلي چې د طالبانو د «تبعیضي» سیاستونو له امله ژوره اندېښنه لري؛ هغه سیاستونه چې د افغان ښځو او نجونو د ژوند پر ټولو برخو یې اغېز کړی دی.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان پر خلکو، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو، سخت محدودیتونه لګولي او هغوی یې له زدهکړو، لوړو زدهکړو او کار کولو څخه منع کړې دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.