لنډۍ، د ثبتولو ستونزه / ۳۹۷مه‌برخه

آصف بهاند

29

د لنډیو اصلي منابع خلک دي

۴۷مه‌برخه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۳۹۷مه‌برخه

د لنډیو په دې برخه کې به، د »سروکي یا نیمکۍ« په مل‌تیا، د همدې بحث دریمه برخه تاسو درنو لوستونکو ته وړاندې شي:

۱۴:

ته د اختر په سهار راشه

یاره ما ته شال راوړه

زه به درووزم تورې سترگې سره لاسونه

عطر د پیرنگ راوړه

دا سروکی ما په گڼو داسې ویدیوگانو کې اورېدلی و چې غیر پښتون چا زمزمه کړی دی چې په تلفظ ګې یې یو څه ستونزې وې، خو داځل مې د یوپښتانه له خولې په سم تلفظ سره واوریده، نو مې راخوندي کړ، دا لاندې یې لینک دی:

https://www.facebook.com/reel/983685247994598

۱۵:

داسې لیلا وایي

چارگل مې ورک‌که

او بل به نوی‌جوړومه،

چارگل مې ورک‌‌که

بیا به نری کمیس ونه‌کړم

داسې لیلا وایي،

پرون باران و جانان ټوله ولیدمه

داسې لیلا وایي

چارگل مې ورک‌که

او بل به نوی‌جوړومه،

چارگل مې ورک‌‌که

دا سروکی او ورسره یوه لنډۍ مې له داسې یوې ویدیو نه راولیکل چې ټوله اولس ثانیې ده، سندرغاړی په خواږه غږ سره د موزیک په ملتیا همدا یوسروکی او یوه لنډۍ زمزمه کوي. دا یې لینک دی:

https://www.facebook.com/reel/2283046772446588

۱۶:

مازدیگر کې راښکاره شوې پربلۍ، لیونۍ

ږدې غمونه مې پر زړه ډلۍ ـ دلۍ، لیونۍ

په ټولنیزه مېډیا کې داسې یوه ویدیو په مخه راغله چې یوازې څلیریشت‌ثانیې وه او پرته له لنډیو دا پاسنۍ سر په کې زمزمه شوی و، دا لاندې یې لینک دی:

https://www.facebook.com/reel/2015816995792897

۱۷:

د شین توتي وزر یې مات کړ

وزر یې مات که په نارنج ولگېدنه

یوواې

کاشکې شین توتي وای

زما او ستا لیونۍ مینه

په منځ کې چا وکړل د صبر تاویزونه

یووار

کاشکې شین توتي وای

کابل یې وران کړ، وران یې مه‌وای

لاس دې یې مات‌شي چا چې ویشتي راکتونه

یووار

کاشکې شین توتي وای

د شین توتي وزر یې مات کړ

وزر یې مات که په نارنج ولگېدنه

یوواې

کاشکې شین توتي وای

د پاسني سروکي کیسه داسې ده چې:

کله چې پروطن باندې ټوپکي ناتار نازل شو، گڼ‌شمېر هېوادوال له وطن نه په تېښته شول. له وطن نه د وتلو خلکو د پاملرنې وړ شمېر نورو هېوادونو ته د تگ له پاره د دې په خاطر په مسکو کې دېره وو چې نورو هېوادونو ته د تللو له پاره مسکو د خیز د تختې بڼه درلوده.

د همدې هېوادوالو په ډله کې گڼ‌شمېر فرهنگیان هم وو او د دوی په ډله کې یوهم د وطن خوږغږ لرونکی سندرغاړی یارمحمد علیزی و. یار جان به هرکله د هېوادوالو محفلونه په خپل درانه حضور سره رنگینول.

داسې هم وشول چې زموږ د بچو په کلیزو کې یې هم گډون‌کاوه او محفل به یې نورهم ښکلی کاوه. یوه شپه یې کوچنیان پرځان باندې راټول کړل او همدا سروکی یې ورته زمزمه کړ، هغوی ته یې وویل چې: اوس به زه دې سروکي ته لنډۍ وراچوم او تاسو به له ماسره دا سروکی د کورس په بڼه وايئ.

دا پاسنی سروکی او دوې لنډۍ تراوسه هم زما په یاد دي چې پاس مې ولیکلې.

۱۸:

پرسر واچوه شالونه،

محبوبې لیونۍ یه وړې لیونۍ

 د کونړ هربوټی غازی دی

محبوبې لیونۍ یه وړې لیونۍ

پرې ورېدلي د مرمیو بارانونه

ته لیونۍ، زه لیونی یم

محبوبې لیونۍ یه وړې لیونۍ

چې لیوني سره یوځای شي خوند کوینه

بیا د خوږغږي سندرغاړي شفیع صافي په یوه ویدیو باندې ورپېښ شوم. چېرې یې یوټوټه فرش غوړولی او دی رباب غږوي یوبل تن هارمونیم او دریم‌گړی دوگړې غږوي. شفیع یو نوی سروکی وايي او ورپسې لنډۍ وراچوي، ما ایله دوې لنډۍ ورنه راخپلې کړې او د دوو نورو په تلفظ کې تېروتم، ځکه مې ونه‌شو کړی چې راخپلې یې کړم. ویدیودوې‌دقیقې ده، دا لاندې یې اچلینک دی:

https://www.facebook.com/reel/953048686679045

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.