د ډیورنډ کرښې د دروازو بیا پرانیستل: متقابل ضمانتونه

عبدالوحید وحید

154

له دې سره سره چې افغانستان او پاکستان ژور تاریخي، کلتوري، قومي، مذهبي او اقتصادي مشترکات لري او د دواړو هېوادونو ولسونه د پراخو ټولنیزو او کورنیو اړیکو له لارې یو له بل سره تړلي دي، خو دغه مشترکات په هېڅ صورت د دواړو هېوادونو ترمنځ له هېواد سره د بل هېواد اړیکو بشپړ انځور نه وړاندې کوي. له څو لسیزو راهیسې د کابل او اسلام‌اباد اړیکې د دوه اړخيزو بې‌باوريو، متفاوتو دریزونو، د منفي پایلو درلودونکو امنیتي لیدلورو، د ډیورنډ کرښې له لانجمنې مسئلې او نورو ناحل شويو موضوعاتو تر اغېز لاندې پاتې شوې دي. په ځینو مواردو کې هغه اړخونه هم د دغو اختلافونو له پراخېدو څخه د خپلو پراخو ستراتیژیکو موخو لپاره ګټه اخلي چې د کرښې د دواړو غاړو ته د ميشتو ولسونو ترمنځ دښمني ته هوا ورکوي.

له بلې خوا، ځینې تګلارې او پرېکړې چې د ناسمو محاسبو، لنډمهاله  امنیتي ملاحظاتو یا هم د متفاوتو ستراتیژیکو ارزونو له امله رامنځته شوې، په ډېرو مواردو کې یې بې‌باوري پیاوړې او سیمه‌ییز چاپېریال یې لا ستونځمن کړی دی. په سیمه کې د تېرو سیاستونو دروند میراث، په ځانګړي ډول د نیابتي ډلو د کارولو له امله رامنځته شوي تاریخي زخمونه او ناخوالې، لا هم پر دوه‌اړخیزو اړیکو باندې اغېز لري. د دغو زخمونو د دردونو کمولو او په تدریجي ډول د هغوی د رغولو لپاره لا زیاتې روڼتیا، متقابل تفاهم او داسې مسئولانه تعامل ته اړتیا ده چې لا يې هم څرک نه لګيږي.

همدغه شالید ته په کتو افغانستان او پاکستان ته د «وروڼو هېوادونو» په سترګه کتل د اوسنیو اړیکو دقیق انځور نه، بلکې د یوې هیلې او خوشبینانه راتلونکي انعکاس دی. د ورورولي په څېر اړیکو ته رسېدل اوږدمهاله سیاسي ارادې، متقابل زغم، د باور جوړونې عملي ګامونه او په سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې اوږدمهاله سياسي خبرو ته اړتیا لري. دواړه لوري باید د زور او فشار پر ځای د یو بل ځمکنۍ بشپړتیا، حاکمیت او مشروعو ګټو ته درناوی وکړي، په کورنیو چارو کې له لاسوهنې څخه ډډه وکړي او د اختلافونو د حل لپاره پر هوکړه شوو میکانیزمونو باندې عمل وکړي. رښتینې دوستانه اړیکې د زور او تاوتریخوالي له لارې نه رامنځته کېږي؛ بلکې د اوږدمهالو، متقابلو او رغنده اقداماتو له لارې جوړېږي.

په همدغه پراخ چوکاټ کې باید د ډیورنډ کرښې د دروازو د بیا پرانیستلو موضوع ته هم وکتل شي. د کلونو لپاره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پرتو لارو د پرانیستلو او تړلو واک تر ډېره د پاکستان په لاس کې و، چې له امله یې اسلام‌اباد پر افغانستان د پام وړ اقتصادي او سیاسي نفوذ لپاره وکارولې. د اړیکو د ترینګلتیا پر مهال به يې د دغو دروازو تړلو د افغانستان سوداګري ګډه وډه کړه، ترانسپورټ ته به یې زیان رساوه او پر سوداګرو او بازارونو به یې فشار راووړ. په عین حال کې يې د پښتونخوا صادرونکي، ترانسپورټران، سوداګر او د کرښې دواړو غاړو ته مېشتې ټولنې هم اغېزمنې کړې دي.  د دروازو تکراري تړلو غيرمترقبه مثبت دا شو چې افغان حکومت او سوداګر يې د ایران، منځنۍ اسیا او نورو مسیرونو له لارې د بدیلو ترانزیټي لارو او بازارونو موندلو ته وهڅول.

اوس که پاکستان د ډیورنډ کرښې دروازې بیا پرانیزي، افغانستان باید د دغې  پرېکړې هرکلی وکړي؛ ځکه چې نورمال سوداګري، ترانزیټ او تګ راتګ د دواړو هېوادونو په ګټه دي او پاکستان د افغانستان لپاره لا هم یوه مهمه او له جغرافیایي پلوه مناسبه ترانزیټي لاره ده. البته بیا پرانیستل باید د پخواني وضعیت د تکرار په معنا نه وي. اصلي پوښتنه او اندېښنه یوازې دا نه ده چې دروازې به پرانیستل شي که نه، بلکې دا ده چې په راتلونکي کې به د کومو اصولو او متقابلو تضمینونو له مخې پرانیستې پاتې کېږي.

د افغانستان ـ پاکستان ترانزیټي چوکاټ باید داسې قانوني ضمانتونه ولري چې سوداګري او ترانزیټ، د هوکړو له مخې، د سیاسي اختلافونو له اغېزو څخه خوندي پاتې شي. امنیتي اندېښنې باید د ځانګړو دوه‌اړخیزو میکانیزمونو له لارې مدیریت شي، نه دا چې سوداګریزې لارې د سیاسي اختلافونو د فشار وسیله وګرزول شي. د دروازو تړل باید یوازې په هغو محدودو او استثنايي شرایطو کې ممکن وي چې دواړه هېوادونو له وړاندې تعریف کړي او ورباندي هوکړه کړې وي. دغه ډول هوکړه به د ترانزیټ لپاره د وړاندوینې وړ چاپېریال رامنځته کړي او سوداګرو ته به ډاډ ورکړي چې د  سیاسي ستونځې په رامنځته کېدو سره به د هغوی کاروبار نه اغيزمن کيږي.

د افغانستان لپاره، د دروازو بیا پرانیستل د پاکستان په ترانزیټي لارو باندې د پخوانۍ اقتصادي تکیې د بیا رامنځته کېدو معنا نه لري. افغان حکومت او سوداګر باید د چابهار او بندرعباس له لارې خپلې اړیکې پیاوړې، د ترکمنستان او ازبکستان له لارې سوداګریزې او ترانزیټي شبکې پراخې، د رېل او سړکونو زېربناوې ښې او له منځنۍ اسیا، چین، هند او خلیجي هېوادونو سره بازارونه متنوع کړي.

د دروازو د تکراري تړلو له امله د رامنځته شوي سناريو له امله افغان سوداګر باید له پاکستان سره له اقتصادي اړیکو څخه وتلو هڅه نه وى او نه هم له یوه هېواد څخه بل هېواد ته اقتصادي تکیه انتقالول وي؛ بلکې افغانستان باید بېلابېلې باوري او عملي اقتصادي لارې ولري. اقتصادي تنوع په دې معنا نه ده چې کم لګښته یا مناسب مسیر دې پرېښودل شي؛ معنا یې دا ده چې په هېڅ یوه لاره دومره حیاتي تکيه نه وي چې تړل یې د افغانستان اقتصاد فلج کړي. که پاکستاني لارې د لګښت، موثریت، امنیت او اعتبار له پلوه د سیالې او د باور وړ پاتې شي، سوداګریزې ګټې به په خپله افغان سوداګر د دغو لارو کارولو ته وهڅوي.

پاکستان هم باید درک کړي چې د ترانزیټي لارو تکراري او اوږدمهاله تړل په پای کې د دغه هېواد خپل اقتصادي او ستراتیژیک موقعیت کمزوری کړ. هر ځل چې لارې تړل کېږي، افغان سوداګر بدیلو مسیرونو او بازارونو ته مخه کوي. کله چې نوي اکمالاتي ځنځیرونه، ترانزیټي لارې او سوداګریزې اړیکې رامنځته شي، بېرته پخواني وضعیت ته د هغوی راګرزول اسانه نه وي. برعکس، یو باثباته، خوندي او د وړاندوینې وړ ترانزیټي نظام کولای شي پاکستان د افغانستان او سیمې لپاره د یوه مهم او باوري سوداګریز دهلیز په توګه لا پیاوړی کړي.

د پورته يادو شويو ستونځو د مدیریت لپاره باید د افغانستان ـ پاکستان لخوا دایمي او له کافي واک څخه برخمن ګډ کمیسیون رامنځته شي. دغه کمیسیون باید د امنیت، ګمرکونو، اسنادو، اداري ستونځو او د دواړو خواوو ترمنځ د شویو هوکړو د عملي کېدو د څار او تعقیب مسئولیت ولري. د کمیسیون باید  ستونځې سیاسي کچې ته له رسېدو مخکې د تخنیکي او مسلکي خبرو له لارې حل کړي.

که دوه‌اړخیز میکانیزمونه د ستونځې په حل کې پاتې راشي، دواړه لوري باید د دوه‌اړخیزې هوکړې له مخې منل شوو سیمه‌ییزو یا نړیوالو درېیمګړیو ته د مراجعه کولو امکان هم ومني. په دغه توګه به د دروازو د پرانیستې ساتلو لپاره روښانه اصول او د اختلافونو د حل لپاره مشخصه لاره موجوده وي، او سوداګري به د هرې سیاسي یا امنیتي شخړې له امله په اسانۍ سره نه ګډوډېږي.

افغانستان باید نه د تقابل او نه هم د بې‌غمه کېناستو لاره غوره کړي؛ بلکې د تعامل، متقابلو ژمنو او اقتصادي تنوع انډولیز سیاست تعقیب کړي. د ډیورنډ کرښې دروازې باید د روڼو اصولو، متقابلو تضمینونو او د اختلافونو د حل لپاره د هوکړه شوو میکانیزمونو له مخې پرانیستې پاتې شي. په ورته وخت کې، افغانستان باید د بدیلو اقتصادي دهلیزونو پراختیا لپاره هلې ځلې هم جاري وساتي، تر څو د یوې لارې د احتمالي اختلال پر وړاندې د بديلو لارو انتخاب او مقاومت وړتیا ولري.

د دې تګلارې موخه د پاکستان له لارې د سوداګري کمول نه، بلکې د سوداګري د دوام په برخه کې ژمنتيا ترلاسه کړل وي. د دروازو بیا پرانیستل باید د اقتصادي انحصار د بیا رامنځته کولو معنا ونه لري؛ بلکې باید د متقابلې ګټې، وړاندوینې وړ ترانزیټ او مسئولانه اړیکو د یوه نوي پړاو پیل وي. که دواړه هېوادونه له سیاسي او امنیتي اختلافونو څخه د سوداګري خوندي ساتلو لپاره عملي تضمینونه رامنځته کړي، د دروازو د تړلو تکراري ستونځه ماتېدای شي او د بحران پر ځای د همکاریو لپاره لاره هوارېدای شي.

په پای کې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ رښتینې دوستانه اړیکې یوازې په دې نه رامنځته کېږي چې دواړه هېوادونه یو بل ته «وروڼه هېوادونه» ووایي؛ بلکې دغه اړیکې باید د اوږدمهالو او متقابلو عملي اقداماتو، د یو بل د حاکمیت او مشروعو ګټو د درناوي،  له سیاسي او امنیتي اختلافونو څخه د اقتصادي اړیکو د خوندي ساتلو لپاره د ګډو ژمنو له لارې په تدریجي ډول جوړې شي. د ډیورنډ کرښې د دروازو بیا پرانیستل که له متقابلو تضمینونو، اوږدمهاله میکانیزمونو او اقتصادي تنوع سره مل وي، کولای شي د تړلو شویو لارو د بېرته پرانیستلو تر کچې پورې د محدود پاتې کيدو پرځاى  د افغانستان ـ پاکستان اړیکو لپاره د یوه باثباته او مسئولانه تعامل د نوي فصل پیل وګرزي.

د خپلواکي ګټلو او خپلواک پاتې کېدو ترمنځ افغانستان

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.